د نیمګړې مینې ارمان / صالح خان مومند

0 1,346

ډېر ستړی وم ویل مې راځه نن شپه به وخته ویده شم سترګې مې لا پټې نه وې، چې زنګ راغی مبایل مې راواخیست اوکي مې کړ او هلو آواز مې کړ زما د هلو سره موبایل قطع شو . مبایل ته مې وکتل چې د شپې ۱۱ بجې دي مبایل مې څنګ کې کېښود او بیا مې سر په بالښت کیښود. یو څو شیبې ورسته بیا زنګ راغی او بیا مې اوکی کړ هلو مې کړل، چې یو داسې ناآشنا غږ مې تر غوږ شو . جوړ پخیر یې راسره وکړ ما ویل تاسو څوک یاست؟ ویل یې دا خو درته اوس نه شم ویلی؛ خو د وخت په تېرېدو به بیا په خپله پوه شې، چې زه څوک یم ما ویل چې داسي خبره ده؛ نو زه نه غواړم پوه شم چې ته څوک یې؛ خو اصلي موخه مو ووایئ ما ته څه وایې او څه رانه غواړي؟

ویل یې زه له تا نور هیڅ هم نه غواړم؛ خو یوازې زړه دې راکړه بس.

! ومې خندل نه راته نوم اخلې، نه دي پېژنم او زړه رانه غواړې عجیبه ده !؟

خو زه نه شم کولی چې تاته زړه درکړم او نه غواړم چې چاته زړه ورکړم ځکه چې زه په یو نامعلوم لور روان یم او زما د ژوند موخې لا تراوسه معلومې نه دي . پوره نیم ساعت مو سره خبرې وکړې په دي ترڅ کې یې نه ماته قناعت راکړ او نه هم ورته ما قناعت ورکړلی شو . دا شپه تېره شوه بیا یې بله شپه بیا زنګ ووهلو بیا مې ترې پوښتنه وکړه نوم دې څه دی او د چا لور یې؟ ځواب یې راکړ نوم مې وړانګه ده او د پلار نوم مې اوس پرېږده دا شپه هم تېره شوه او بله شپه یې بیا هم همداسې دوام وکړ، بیا مې ورته کړل زه له تاسره نه مینه کولی شم او نه هم درسره واده کولی شم؛ نو بیا ضروري نه ده، چې زه او ته سره خبرې وکړو ځکه چې زه له یو بل چاسره مینه کوم او واده به هم له هغې سره کوم نو ته نور ماته زنګ مه وهه! دا چې وړانګې زه له تېرو ۲ کلونو راهسې څارلی او زما په اړه یې پوره مالومات درلودل؛ نو زما خبرې یې نه منلې او له ډېرو خبرو وروسته یې راته کړل د یو ملګري دوست په صفت مې کله نا کله مبایل ته ځواب راکوه بس همدومره ما ویل سمه ده ګورو به . دا چې په رښتیا هم ما له بل چاسره مینه درلوده؛ خو چاته مې ویلي هم نه و او تر دې چې هغه خپله هم راباندې خبره نه وه . نو پوره ۴ کاله مې له وړانګې سره وخت نا وخت په مبایل خبرې وکړې د یو او بل په عادتونو ښه پوره پوه شوو او پوهېدم، چې مینه راسره لري؛ خو بیا یې تر اخرو شیېو پورې یې راته ونه ویل، چې مینه درسره لرم په دې خاطر چې ګواکې زه ورته بیا ونه وایم چې نور ماته زنګ ونه وهي. وخت نا وخت به مو سره جنګ هم وکړ خو بیا به یې راته خپله زنګ ووهلو او په خندا به یې ویل زه څومره بې ننګه یم بیا مې درته زنګ ووهلو ما ویل خیر زما غوصه هم اوس سړه شوې ستا هغه ښه عادت همدا دی چې را څخه نه خپه کېږي.

یوه ورځ یې راڅخه پوښتنه وکړه ته ولې واده نه کوې ؟ ما ویل زه پیسې نه لرم ویل یې زه په کور کې سره زر لرم هغه درکوم ته دې ځانته کوژده او واده وکړه ما ویل نه داسې خو نه کېږي او نه هم یوازي ښځه کول دي تر څو چې زه خپله یو کور او منظم ژوند جوړ نه کړم تر هغه وخته واده نه کوم خبرې مو تر ډېره اوږدې شوي؛ خو زما په زړه کې د یو بل چا انتظار انګازې کولې دا چې دا انتظار به لا تر کومه وخت او ځای وي نامالوم دی . په دغه شپه یې اخیر هم هماغه ۴ کاله وړاندې خبره په خوله راوستله او وي ویل ګرانه یوه خبر وکړم په غوصه کېږې خو به نه، ما ویل وایه نه په غوصه کېږم. ویل یې ته دې مور مونږ کره ولي نه رالېږې ؟ ما ویل ته ولې په خبره نه پوهېږې ما درته مخکې څه وویل بیا یې په خپلو خبرو ټینګار وکړ ګوره ګرانه زه مې مور ته ټول حال وایم یوه روپۍ به هم تانه نه اخلي او واده هم زه خپله کوم که ته د پیسو خبره کوې دا خبرې درته ځکه کوم، چې دا څو هم ځل دی چې مونږ کره ما لپاره جرګه راځي او زه یې نه منم اخیر زما هم کورنۍ ده دوی ته زه څه ځواب ورکړم؟ ما ویل خوښه دې خپله هر څه چې کوې کار دې خپل دی؛ خو زه اوس کوژده نه کوم په اخیر کې تري زه په قهر شوم مبایل مې پرې بند او شمېره مې ورته د مبایل څخه پاکه کړه. دا ځل نو پوره ۲۰ ورځې یې راته زنګ ونه وهلو د ۲۰ ورځو وروسته زه پوه شوم لکه یو څه مې چې ورک کړي وي مبایل به مې بار، بار راواخیست لټ په لټ به مې کړ خو بیا په کې هغه نوم او شمېره نه ښکارېده . پوره یوه میاشت وروسته د ماسپښین ۲ بجې وې، چې د یو نا آشنا نمبر څخه زنګ راغی مبایل مې اوکي کړ کله چې مې غږ واورېده؛ نو په داسې یو ځای کې وم چې خبرې مې ورسره نه شوی کولی؛ نو ورته کړل مې زه اوس لږ کار لرم وروسته سره بیا خبرې کوو او مبایل مې پرې بیا بند کړ .

له دغه ځايه چې کله ووتم نو څو ځله  مې هڅه وکړه چې وړانګې ته زنګ ووهم خو هغې مبایل بند کړی وو، خو زما په زړه کې یې د اندیښنې دا سکروټه بله پرې ښودل چې وړانګې به ماته د څه لپاره زنګ کړی وي؟

پوره یوه اونۍ ورسته مې کور ته زنګ ووهلو او غوښتل مې چې د مور سره مې خبرې وکړم خور مې راته ویل مور مې نشته هغه مړي ته تللې، د مړي آواز په اوریدو سره مې زړه په رپیدا شوه بیرته مې خور ته کړل د چا مړي ته او څوک مړه دي؟ د خور په شونډو مې هم د ویرې او غم درد پروت و او په زړه نازړه غږ یې راته وویل لالا وړانګه مړه ده پرون یې د کوژدې خبر مونږ ته کړی وو خو نن یې بیا د مرګ خبر راغي  د خور ددې خبرې په اوریدو مې چیغه کړه، زه هم د چا قاتل شوم . دا هرڅه زما د لاسه وشول،

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply