پر پاکستان د هند احتمالي برید او پر سیمه یې اغېزې

0 877

احسان الله ځيرک   

نړیوال امنیت ته په اوسني وخت کې د پېښو ګواښونو له ډلې یو یې هم تروریزم (ترهګري) ده، هر هېواد هڅه کوي څو د ترهګرۍ له ګواښونو د خوندیتوب او ملي بقا په موخه هر کال د خپلې نظامي برخې لپاره تر نورو ټولو هغو یې زیاته بودجه ځانګړې کړي او په دې توګه د توماس هابز د نظریې له مخې، چې :”هېڅ داسې نړیوال حکومت نشته څو د هېوادونو له امنیت او پولو خوندیتوب وکړي نو هېوادونه باید خپله لاس په کار شي او د ځان بقاء تضمین کړي” د خپل ملي امنیت په وړاندې د شته احتمالي خطرونو د مخنیوي په برخه کې خپل اړین او مسوولانه ګامونه پورته کړي، نېږدې اتلس کاله کېږي امریکا متحده ایالات د همدې موخې لپاره د ترهګرۍ تر سرلیک لاندې په سیمه په ځانګړې ډول افغانستان کې جګړه پرمخ وړي او په ملیاردونو ډالر یې په دې برخه کې لګولي دي، څو افغانستان بیا ځل د ترهګرو پر امن ځاله بدل نه شي او د امریکا ملي امنیت همداراز د نړۍ امنیت ته دلته په افغانستان او سیمه کې د ګواښونو شته پوتانشیل کمزوری یا تر ډېره بریده له منځه یوسي، دا چې دا ګواښونه څه دي؟ ترهګري څه ده؟ولې ترسره کېږي؟ ترهګري کوم ډولونه لري او پر نورو مسایلو… به بل ځل وغږیزو خو دلته زموږ ډېری تمرکز په سیمه کې پر ستراتیژیکو بدلونونو او پر سیمه د هند او پاکستان احتمالي جګړې اغېز باندې دی، وړاندې له دې چې پر اصلي موضوع خبرې وکړو، اړینه ده څو د جیش محمد ډلې پر منځ ته راتګ او موخو یوه لنډه کتنه وکړو:

جیش محمد ډله، چې  د هندوستان په زندان کې د بندي مسعود اظهر له لوري په ۱۹۹۹م کال کې له زندان تر خلاصون وروسته په ۲۰۰۰م کال کې رامنځ ته شوه، موخه یې د هند تر والکې لاندې کشمیر ازادي ده، چې د همدې موخې لپاره یې په هند کې ډېر بمي – ځانمرګي بریدونه ترسره کړي، چې د هغوی له ډلې په ۲۰۰۱مېلادي کال کې د هند تر والکې لاندې کشمیر د تقنین مجلس پر ودانۍ او په نوي ډهلي کې د هندوستان پر پارلمان بریدونو ته اشاره کولای شو.

د کشمیر مسئلې پر سر پخوانیو جګړو ته لنډه کتنه

د کشمیر پر سر د شخړې له پیدایښت تر نن پورې درې جګړې ترسره شوې دي؛ چې د هغوی له ډلې دوې یې په ۱۹۴۷ او ۱۹۶۵ کلونو کې ډېرې لویې او درېیمه یې په ۱۹۹۹م کال کې یوه نسبتاً محدوده جګړه وه.

د ۱۹۴۷م کال جګړه

یاده جګړه د هند له ازادۍ وروسته د ۱۹۴۷م کال په اکټوبر میاشت کې ترسره شوه، چې په لومړیو کې پاکستاني پوځیانو د پام وړ لاسته راوړنې او پرمختګ درلود، خو هندي ځواکونو په یاده سیمه کې د یو مهم پل په الوځولو سره وکولای شول، څو د پاکستاني پوځ وړاندې تګ مخنیوی وکړي او بیا وروسته د ۱۹۴۸م کال په پسرلي کې هندي ځواکونو تجاوزي(Offensive) ستراتیژي خپله کړه او پاکستاني ځواکونه یې شاته وتمبول.

یاده جګړه بلاخره د ۱۹۴۸م کال په ډسمبر میاشت کې دواړو لوریو ته د ۱۵۰۰ نظامي عسکرو تلفاتو په اړولو سره پای ته ورسېده او پاکستان وکولای شول د کشمیر دوه پر پنځمه برخه ۲/۵ ونیسي او د ازاد کشمیر نوم یې ورته کېښود.

د ۱۹۶۵م کال جګړه

یاده جګړه د ۱۹۶۵م کال د اګست په ۵ نېټه د پاکستان له لوري پيل شوه، پاکستان په دې اند و، چې هند به په ۱۹۶۲م کال کې له چین سره په جګړه کې تر ماتې خوړلو وروسته ونه شي کولای مقاومت وکړي او دوی به په اسانۍ د کشمیر ډېره خاوره ترلاسه کړي، خو د دوی محاسبه ناسمه وه او د هندي پوځ له سخت غبرګون سره مخ شو.

په یاده جګړه کې له ۲۶ زرو تر ۳۳ زرو پاکستاني پوځیانو برخه درلوده او په خپله د وخت صدراعظم ایوب خان هم په کور د ننه د کابینې تر فشار لاندې و، چې په پایله کې پاکستان ته درانه مالي او ځاني تلفات واوښتل.

د یادې جګړې په ترڅ کې پاکستان ۲۰ الوتکې، ۲۰۰ ټانکونه او ۳۸۰۰ عسکر له لاسه ورکړل او بلاخره جګړه د ملګرو ملتونو سازمان په منځګړیتوب د ۱۹۶۵ م کال د سپټمبر په ۲۲ پای ته ورسېد او اوربند اعلان شو.

۱۹۹۹مېلادي کال جګړه

یاده جګړه لومړی د پاکستان له لوري د ۱۹۹۹م کال په مې میاشت کې پیل شوه او هندي ځواکونو د جون تر ۳۰ مې نېټې تجاوزي ستراتیژي خپله کړه، چې د ډېرو درنو وسلو او تجهیزاتو په ملتیا یې جګړه پرمخ وړه او د پاکستان تر کنټرول لاندې خاورې زیاتره برخه یې هم ونیوه، مګر یاده  جګړه د نورو هغو په پرتلې یو څه محدوده وه، خو له ډېرو امکاناتو په کې ګټه واخېستل شوه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۰۳ مېلادي کال نوامبر میاشتې ۲۶ نېټې اوربند هوکړه لیک راوروسته تر نن پورې بیا کومه سخته جګړه نه ده ترسره شوې؛ مګر دواړو هېوادونو یو بل د اوربند له هوکړه لیک پر سرغړونې تورن کړې دي.

د هندوستان نظامي دکتورین

د هندوستان نظامي دکتورین د نرم (ساړه) پیل په نوم یادیږي، چې دا ډول دکتورین د پاکستان په وړاندې د مستقیم تجاوز له دکتورینو عبارت دي او موخه یې په چټکۍ له کومو ډېرو تلفاتو پرته د پاکستان قلمرو یا خاورې یوې برخې نیول دي، د هند په باور چټکه او محدوده حمله په جنوبي آسیا کې امکان لري؛ د دغو دکتورینو نظریه په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ م کلونو کې د هند تر والکې لاندې کشمیر کې د تقنین مجلس پر ودانۍ همداراز په نوي ډهلي کې د هندوستان پر پارلمان بریدونو کې رېښه لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي شخړې راپورته کېدو خطر هم له ځان سره لري او هندوستان په دې باور دی، چې د نړیوالو له مداخلې او د هغوی له لوري د جګړې د درېدو له غوښتنې وړاندې باید دا کار ترسره شي، خو پاکستان هم د خپلې ملي بقاء او ځان ساتنې په موخه دفاعي میدان ته راووځي او نظامي دکتورین یې د قمر جاوید باجوه نظامي قدرت ته راتګ وروسته له برید وړاندې باید نظامي قوه ونه کارول شي، یعنې یوازې هغه مهال نظامي برید وشي او ځواب وویل شي، کله چې د بل هېواد له لوري نظامي برید ترسره کېږي.

ښه بېلګه یې تېره ورځ د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي او  پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو د بل په وړاندې متقابل ځوابونه دي؛ نرېندرا مودي وویل: ” د پلواما حملې طراحان او د هغوی ملاتړي باید په دې پوه شي، چې لویه تېروتنه یې کړې ده او لوړ قیمت به یې ورکړي” نوموړي همداراز هندي پوځ ته بشپړ واک هم ورکړی دی؛ خو په ځواب کې یې عمران خان وویل:”د هند له لوري پر پاکستان د احتمالي حملې په صورت کې به پاکستان خپل ځواب ووایي او د ځان دفاع به وکړي.”

څرنګه چې وړاندې مو اشاره وکړه د توماس هابز نظریې له مخې هر هېواد د خپلې ملي بقاء لپاره له ټولو ممکنه لارو چارو او امکاناتو ګټه اخلي، نو هندوستان هم د خپل نظامي ځواک، له پاکستان سره پر ګډه پوله د نظامي مانورونو اجراء کولو، همداراز له خپلو ستراتیژیکو اټومي وسلو په ګټې اخېستنې غواړي پر پاکستان فشار راوړي، څو د جیش محمد ترهګریزه ډله چې د هند ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي وځپي همداراز پاکستان د خپلې ټولې بودجې له ۳۴ تر ۶۰ سلنه پر خپله نظامي برخه مصرفوي او هند د خپلې ټولې بودجې یوازې ۴،۹ سلنه پر نظامي برخه مصرفوي، چې دا هم په اقتصادي ډګر کې د پاکستان کمزوري کولو لپاره د هند له لوري یو کارېدونکی افشن دی.

یا که احتمالاً هندوستان نظامي برید کوي، په دې سره به وکولای شي هغه ترهګریزه ډله تر ډېره کمزوري کړي، چې د هند ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي؛ د کشمیر یو څه اندازه خاوره به تر خپل کنترول لاندې راوستلای شي او په افغانستان کې له طالبانو سره تر احتمالي سولې وروسته د هند تر واکمنۍ لاندې کشمیر کې د هغو وسلوالو طالبانو پوتانشیل ګواښ ته وړاندې له وړاندې چمتووالۍ ونیسي او پاکستان وویروي، چې ښایي له سولې وروسته یې پاکستان د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره د کشمیر په سیمه کې د افغانستان په څېر پر هند د فشار راوړولو لپاره وکاروي همداراز هند د دقیقې محاسبې له مخې چې پاکستان په اوسني وخت کې له سختو اقتصادي فشارونو سره مخ دی او د جګړې ملاتړ کوونکی عامل یو اقتصاد دی، نو پاکستان به ونه شي کولای څو تر ډېره بریده جګړه وکړي او د جګړې میدان به هند ته وبایلي.

د جیش محمد ډله چې تړاو یې له القاعدې تروریستي ډلې سره دی او تر ډېره بریده پاکستان له یادې ډلې په ملاتړ تورنیږي، په خپل وروستي برید کې څو موخې درلودې، یو دا چې په دې سره پاکستان غوښتل څو  د نړیوالو پام یو ځل بیا خپلې خوا ته راواړوي، چې پاکستان د ترهګرو خپله قرباني دي، دویم دا چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) په دې وروستیو کې د پاکستاني حکومت او په ځانګړې ډول د پاکستان استخباراتي شبکې (ISI) لپاره په یوه سرخوږي بدل شوی، کمزوری او هغه پښتون مېشتی پوتانشیل چې په یاد خوځښت کې مصرفیږي له هند سره د احتمالي جګړې له فرصت په ګټې اخېستنې پر هماغه بهرني ګواښ ورمتمرکز کړي، خو پاکستان دا محاسبه له ځان سره په تېروتنې کړې ده، چې پاکستان مېشتي پښتانه به نور هماغه د اویایمې لسیزې پښتانه پاتې وي، څو له پاکستان دفاع وکړي او په اوسني وخت کې د هند نظامي ځواک، د سیمې په کچه نفوذ، ډيپلوماټیکو او ستراتیژیکو اړیکو همداراز متحدینو ته په کتو تر بل هر وخت ډېر زیات احتمال شته ترڅو هند د پاکستان له لوري د منفي ځواب ترلاسه کولو په پایله کې پر نوموړې هېواد حمله وکړي او هرڅومره وړاندې چې کولای شي د پاکستان خاورې ته د ننه شي، نو ځکه پاکستان اوس هڅه کوي څو د خاورې له لاسه ورکولو وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان منځګړیتوب او مداخلې ته لار هواره کړي او رسمي غوښتنه یې هم کړې ده، څو له دې لارې وکولای شي د احتمالي ناوړه پایلو مخنیوی وکړي.

پر سیمه  یې اغېزې(پایله)

د شلمې مېلادي پېړۍ له نیمایي راپه دېخوا هندوستان او پاکستان یو له بل سره د سیالۍ او دښمنۍ په کچه کې ویني؛ د اعتماد فضاء کموالي له کبله دوی دواړو هېوادونو دا منلي چې د جنوبي آسیا ډله ییزو ګټو پرځای باید د خپلو ګټو لپاره ډېر کار وکړي او د پیاوړې سیالۍ روح له مخې دوی په دې باور دي، چې باید د توماس هابز نظریې له مخې په خپله د خپل ځان امنیت ټینګ کړي، چې دا کار په خپل وار پر سیمه ډېرې اغېزې لري.

لومړی، دوی د داسې معیارونو په لټه کې دي، چې وکولای شي د دوی نظامي قدرت پیاوړی کړي او دا کار د دوی ترمنځ د وسلو په سیالیو کې ښه تر سترګو کېږي، چې سویلي آسیا د نړۍ په کچه یوازېنۍ سیمه ده، چې د ستراتیژیکو او هستوي وسلو سیالي په کې تر ډېره بریده سخته شوې ده.

دویم، په سیمه کې د دواړو هېوادونو له لوري د سیمه ییزو او نړیوالو متحدینو او ستراتیژیکو ملګرو پیداکولو پر سر سیالي، چې دا کار په خپل وار ناوړه سیمه ییزو او نړیوالو رقابتونو ته لار هواروي.

درېیم، هر یو مقابل لوری د دوی په هېوادونو کې د تروریزم په ملاتړ تورنوي او یو د فرعي ساحو له لارې د یو بل کمزوري کولو هڅه کوي؛ بلاخره د دوی سیالي له خپلو جغرافیو د افغانستان په څېر د سویلي آسیا نورو هېوادونو ته هم غځیږي.

څرنګه چې وړاندې مو هم یادونه وکړه دواړه هېوادونه د ستراتیژیکو متحدینو پیداکولو په تکل دي او په دې کار سره په سویلي آسیا کې د سیالۍ په موخه  د نړۍ لویو قدرتونو ښکلتیا موضوع رامنځ ته کېږي.

امریکا متحده ایالات هم په سیمه کې د اټومي وسلو له کارولو او دواړو هېوادونو د اټومي سیالۍ څخه وېره لري.

منابع:

https://www.economist.com/the-economist-explains/2017/01/31/what-is-indias-cold-start-military-doctrine

http://www.indiandefencereview.com/news/indian-military-doctrine-an-analysis/

https://www.aljazeera.com/news/2019/02/profile-jaish-muhammad-190215061851082.html

https://www.researchgate.net/publication/312174708_Indian_Military’s_Cold_Start_Doctrine_Capabilities_Limitations_and_Possible_Response_from_Pakistan

https://www.hindustantimes.com/india-news/pm-modi-s-full-speech-on-pulwama-terror-attack/story-UyfCPhQQW7qTcBiouBYEsO.html

https://www.cfr.org/interactives/global-conflict-tracker#!/conflict/conflict-between-india-and-pakistan

https://moderndiplomacy.eu/2018/06/09/pakistan-and-indias-revival-of-ceasefire-agreement-2003-and-need-to-formalize-it/

https://www.globalsecurity.org/military/world/war/indo-pak_1965.htm

https://researchspace.ukzn.ac.za/bitstream/handle/10413/12770/Raquel_Adekoye_Abimbola_2014.pdf?sequence=1&isAllowed=y

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply