د اناناس له ګټو به نه وی خبر

0 558

حمیدالله حمیدي

اناناس، په استوایي سیمو کې تر کېلې وروسته ډېره خوښېدونکې مېوه ده. اناناس د برومیلیاد کورنۍ يوازېنۍ مېوه ده، چې د خوراک وړ ده. دا مېوه روغتيا ته خورا ډېرې ګټې لري چې دلته يې د ځينو يادونه کوو.

په دې استوایي مېوه کې شته مګنيزیم د هډوکو په جوړولو، تقویې او د ماتو شویو هډوکو په پيوند کولو او درملنه کې بې ساري مرسته کوي. اناناس د التهاب ضد خاصیت لري او دردونه اراموي. په اناناس کې شته برومیلین په بدن کې له اضافي اسیدو سره مقابله کوي، له منځه یې وړي او له پانقراس څخه ترشح کېدونکي مواد چې له هاضمې سره مرسته کوي، منظموي. اناناس همدا راز د ويټامین سي بډایه سرچینه بلل کېږي او له هغو ویروسونو سره مقابله کوي، چې د ټوخي او زکام لامل کېږي. ګټه یې د هغو کسانو لپاره ډېره ده چې په ژمي کې یخ وهلي وي او په اسانۍ سره نه روغېږي. دغه مېوه اورۍ قوي کوي او د وخت په تېرېدو سره د سترګو د شاوخوا پوستکي د ګونځې کېدو مخه نیسي. اناناس د زړه لپاره ګټوره مېوه ده، پکې شته فایبر یې قبضیت له منځه وړي او د هاضمې سیسټم پیاوړی کوي. د وینې غوړ منظموي او وده ګړندۍ کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply