تجربه نوښت زېږوي! / ننګيالي یوسفزي

0 670

تاريخ تکرارېږي، خو پخوانۍ بدې تجربې په فرصتونو هم بدلېدای شي!

افغان مجاهدین، هغه څوک چې د پاکستانۍ میډیا په ژبه د ازادۍ جنګیالي بلل کیدل او د جنګ د ابزارو لویه برخه يي امریکا تمویلوله، د وخت د حاکم نظام پر ضد يې په ډېرو عصري وسلو او ډېرو پیسو د جنګ ډګر ګرم ساتلی و.

د پاکستان او عربي نړۍ د مطبوعاتو ور اخوا غربي رسنیو هم وخت په وخت داسې تبیلغات کول چې ګوندې د ډاکتر نجیب الله حکومت به زر راوپرځوي او دا په داسې مهال و چې روسانو له ډاکټر نجیب سره نظامي مرسته هم درولي وه، خو د وخت حاکم نظام د مسلح پوځ او نورو امنیتي بنسټونو په فعال ساتلو او له مقابل اړخ سره د مقابلې هوډ د هرې لویې حملې په کلک ځواب ورکولو سره نوی کاوه. نړۍ ته يې دا جوته کړه چې په جنګ جګړو هیڅوک نه شي کولای افغانستان لاندې کړي.

د وخت نظام سوله او ګډ سیاسي ژوند د افغانستان د پایښت او باعزته ژوند لپاره مهم شرط ګاڼه او مجاهدینو ته يي د سیاسي یووالي بلنه ورکوله چې په ګډه به حکومت مخ ته وړو تر څو د افغانستان شته امنیتي، اقتصادي او خدماتي بنسټونه له منځه لاړ نه شي، خو برعکس مجاهدینو په جنګ ټینګار کاوه، که څه هم دا ورته جوته وه چې د نجیب الله د حکومت پرځول هم خورا ګران کار دی خو له ډاکتر نجیب الله سره يي د سولې د خبرو او مخامخ ډیالوګ نه هم ډډه کوله او د اوسنيو طالبانو غوندې يې د افغانستان د حکومت پر ځای له نورو سره خبرې اترې ګټورې بللې او یا يې په اګاهانه ډول د نیابتي جګړې د دوام دلایل لټول.

يو تحليل دا هم و چې يو علت د مجاهدینو په منځ کې د بهرنیو جنګیالیو شتون او په ځانګړي ډول د عرب مجاهدینو نفوذ و، چې د مجاهدینو مشران يې نه پرېښودل تر څو د ډاکتر نجیب الله سره سوله وکړي ځکه که سوله شوې وای نو بیا د دغو بهرنیو مجاهدینو ژوند او ماموریت دوام نه شو کولای. دویم علت يې د نورو هیوادونو د استخباراتو پراخ نفوذ و چې په بین الافغاني سولې او د افغان نظام پایښت يې له ګټو سره جدي ټکر و، چې تر ټولو مخکښ مخالف لوبغاړی يې پاکستان و او پاکستان نه غوښتل چې په افغانستان کې دې داسې نظام موجود وي چې د پاکستان اساسي اهداف او غوښتنې په وړاندې خنډ وي، پاکستان د مجاهدینو مشرانو ته مشوره ورکوله چې نجیب سره خبرې هیڅ ګټه نه لري، پر نجیب بهرني فشارونه کولای شي نجیب د قدرت نه لاس پر سر کړي او یا يې بې واکه کړي. په همدې منظور د مجاهدینو ځینو مشرانو چې په سر کې يې د جمعیت اسلامي مشر برهان الدین رباني و د ۱۹۹۱ کال د نوامبر د ۱۱ مې نه د همدې میاشتې تر ۱۵ مې د خپلو نورو ملګرو سره د مسکو میلمانه وو او مسکو سره يې د افغنستان د حاکم نظام د چپه کېدو په اړه ډېرې خبرې او پرېکړې وکړې چې مهمې يې په لاندې ډول وې:

۱: په افغانستان د شوروي یرغل نا مناسب کار وبلل شو.

۲: افغانستان به له روسانو د افغانستان د بربادۍ تاوان نه غواړي.

۳: روسیه به ډاکتر نجیب الله سره نور هیڅ ډول پوځي مرسته نه کوي.

۴: د افغانستان د حاکم نظام په ړنګولو کې به روسیه د مجاهدینو سره مرسته کوي.

کلونه وروسته يو ځل بيا د افغانستان د حکومت وسلوال مخالفين او ځينې داخلي مهرې چې د نظام په پايښت او ټينګښت کې يې شخصي ګټې په خطر کې دي، د هېواد د ملي حاکميت په وړاندې يې ظاهراٌ د سولې د هڅو تر عنوان لاندې د نظام د بنسټونو په نړولو پسې پايڅې رابډوهلې.

د مسکو په اوسنۍ ناستې کې هم ورته کوښښ وشو خو دا ځل يي غوښتنې او د غوښتلو طرز جلا و. په دې ناستې کې یو بل ته عقده مند او د ټولو بربادیو اصلي لوبغاړي د پخواني شوروي د وارث مسکو په بلنې په مسکو کې سره مخ شول او هڅه دا وه چې څنګه وکړای شي د افغانستان موجوده نظام وننګوي ، خلکو او نړۍ ته وښايي چې دوی سوله غواړي خو افغان حکومت د قدرت د بقا لپاره دلته استازي نه دي رالیږلي.

طالبانو پرته له دې چې د سولې په تړاو خپل نوی روغ نیت روښانه کړي پرځای يې د خپل تحريک د حقانیت، تشکیلاتو، زور، او ولسي خدماتو خبرې وکړې او تر حده يې کوښښ وکړ چې طالبان د یوې جنګي ډلې په توګه نه بلکې د یوې بشري او خواخوږې ډلې په توګه معرفي کړي. طالبانو دا د ځان لپاره ښه موقع وګڼله او ټولې نړیوالې میډیا ورته ښه انعکاس هم ورکړ  حتا د لینن کور په دې برخه کې له طالبانو سره تر یو حده مرسته وکړه مګر د افغانستان د سولې لپاره يي هیڅ نه لرل.

د طالبانو په اصطلاح ټوپکیانو هڅه وکړه چې د جنګسالارۍ او ګډوډ امنیتي حالت د دوام لپاره د طالبانو سره همغږي شي او د افغان نظام د ننګولو دسیسه مخ ته یوسي، پرچمیانو هم د جهاد بیرغ په لاس نیولی او د مقاومت له ادرسه يې د افغانستان د سولې په پلمې د موقت حکومت او پخلاینې په ګډې بیانیې کې برخه واخیسته. ټول ستړي ستومانه خو کار يي بې پایلې او د خلکو د بیلابیلو غبرګونونو سره پای ته ورسېد.

علاقه منده نړۍ او پاکستان ولې داسې لوبه خوښوي؟

علاقه منده نړۍ او په ځانګړي ډول امریکا چې د لوبې د پیل مهم لوبغاړی دی نږدې څلویښت کاله په افغانستان کې په ښکاره ډول ښکیل دی او نه غواړي چې په نړیواله کچه د یو بایلونکي په څیر د خپلو متحدینو باور له لاسه ورکړي، دې سره غواړي د پاکستان په راضي ساتلو طالبان له افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته چمتو کړي. امريکا د پاکستان په تضمین په دې باوري شوي دي چې طالبان نور د امریکا ګټو ته ګواښ نه دی، دغه راز طالبان هم په دې قانع دي چې د جنګ دوام به یوه ورځ د دوی د بشپړې نابودۍ پیغام وي خو پاکستان بیا دلته د خپلو ګټو مسلې ته لومړیتوب ورکوي او په دومره ساده ګۍ طالبان نه پریږدي چې د یو نسبتآ جوړ شوي نظام برخه وګرځي.

پاکستان په افغانستان کې اصلآ د نظام شتون د ځان لپاره لوی خطر ګڼي او غواړي چې په افغانستان کې یوه داسې اداره موجوده وي چې تل يي اتکا پر پاکستان وي او پاکستان چې څه وغواړي هغسې کردار ادا کړي، لکه د بېلګې په توګه په ۱۹۹۱ کال په پای کې يې د هند د انډیا هوايي شرکت الوتکه چې د نیپال د هند مرکز ډیلي ته روانه وه او د یو شمیر یرغملګرو له خوا چې هیڅ افغان یرغملګر هم په کې موجود نه وو خو الوتکه د کندهار هوايي ډګر ته راوستل شوه او په بدل کې يي د یوې پاکستانۍ ترهګرې ډلې جیش محمد د مشر مسعود اظهر او د هغه د ملګرو د خلاصون غوښتنه وکړه څوک چې د هند په یو زندان کې بنديان وو. الوتکې د دوبۍ نه وروسته په لاهور کې ناسته کوله خو پاکستان اجازه ورنه کړه او د ناستې مناسب ځای يي ورته کندهار وټاکه او له دې ځایه يي خپل هدف ترلاسه کړ، پاکستان تل په افغانستان کې داسې یوه اداره غواړي چې د پاکستان ګټې په کې خوندي وي.

خو داسې لوبه به د امریکا سیاسي حیثیت او نړیوالې ملګرتیا ته لوی تاوان وي افغانستان به یو ځل بیا د سیاسي بې ثباتۍ له امله د ترهګرو ډلو په لوی کامپلیکس بدل شي او بیا به امریکا ته ګرانه وي چې طالبانو ته ترهګر او یا د ترهګرو ملاتړي ووايي او یا يې په وړاندې غوڅ عمل وکړي.

افغان ولسمشر د نظام د پایښت او سولې د ضرورت سره سم خپله طرحه افغان ولس، جنګي ډلو او نړیوالو ته وړاندې کړه او د سولې په تړاو د هر ممکنه کوښښ لویه برخه وګرځیده خو طالبان لکه د مجاهدینو د پخوانیو مشرانو په څېر افغان حکومت سره د مخامخ خبرو نه انکار کوي او داسې غوښتنې رامنځته کوي چې د تیرو ترخو تجربو تکرار وي، مګر حکومت د یو مسوول اړخ په توګه مسولانه عمل کوي او هیڅ داسې پرېکړه نه مني چې د نظام د هلاکت او بربادۍ سبب ګرځي.

طالبانو، داخلي جنګسالارانو او ځینو هیوادونو افغان حکومت د سولې په تړاو ټکنی وباله او او ځینو ورته د قدرت ساتلو او سولې ته د ارزښت نه ورکولو تورونه پورې کړل خو د افغان ولسمشر وروستي اقدام د ډېرو خلکو پوښتنې ځواب کړې او خلکو ته يي باعزته سوله لا تعریف کړه. ولسمشر غني د با عزته سولې او سیاسي ټیکاو په موخې د سولې ملي مشورتي جرګه را وبلله او د روان لمریز کال په پای کې به کابل کې دایره شي.

دا اقدام په ښکاره د یو شمیر کړیو له خوا وستایل شو خو د سیمې ځینو هیوادنو ته يي یو لړ ننګونې هم را ولاړې کړي ځکه دا جرګه به د باعزته سولې د تعریف نه علاوه پر نورو ټولو هغو مواردو بحث او پریکړې وکړي چې طالبان يې د لانجمنو موضوعاتو په څېر خلکو ته وړاندې کوي، چې د هرې مسلې لپاره به د ولس له خوا د حل لار ټاکل کیږي، طالبانو ته به کرښې رسمیږي او د جنګ جګړې بهانې به د ولس او منطق په ژبې ځوابیږي.

د نظام دښمنان به کوښښ وکړي چې د سولې ملي مشورتي جرګې پرېکړې بدنامې کړي خو د جرګې مشروعیت به د افغان حکومت نوښت او هڅه لاپسې پیاوړې کړي او باعزته سوله به حتمآ خپلې وزرې د افغانستان په اوسنی ویرجن اسمان وغوړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply