د پاکستان کرایي مظاره چیان/ حبیب الرحمن تاثیر

0 603

کله چې هم پر پاکستان بده ورځ راځي، نو د پاکستاني دولت او پاکستاني اسټبلیشمنټ له لوري له پنجابي او سیندهي ایالتونو څخه پرته په سوهیلي، شمالي، منځنۍ پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د کرایې مظاهرچیانو مظاهرې راباسي او د خپلې خوښې لیکلي شعارونه په بدرګه کوي، خلک په ښکنځي، د افغانستان، هندوستان، ایران او نورو ګاونډي او نړیوالو قوتونو په وړاندې یې باټوي.

خو د دې ترڅنګ دغه مظاهرچیان د پاکستان په ۲۳م مارچ، ۱۴ اګست او داسې نورو ورځو کې هم لکه د مداري بیزوګان پر میدان څرخوي، ځکه دا هغه خلک دي چې پښتانه او بلوڅان خو دي، خو پاکستان ورڅخه په پښتو او بلوڅي ژبې لیکل او لوستل هیر کړي دي، پښتانه او بلوڅ خو دي، خو پاکستان ورڅخه خپل تاریخ او جغرافیه هیره کړې ده، پښتانه او بلوڅان خو دي، خو پاکستان ذهني غلامان کړي دي.

په دغه کرایي کسانو کې اکثر یې د قومي اتحادیو غړي او یا هم په مذهبي ډلو او پنجابي ګټو سیاسي ګوندونو کې د کارکن په نوم مفت سرتیري وي، خو د دغه قومي اتحادیو، مذهبي ډلو او پنجابي سیاسي ګوندونو مشران د دوی پر سر ګټه ضرور اخلي، خو دغه کارکنان د نلکۍ او چرۍ پر سیاست راڅرخوي او د دغه وړې تمې په موخه یې رقصوي، د دغه رقص تر شاه د پنجابي وطن رسنۍ د دوی دغه رقص ته انعکاس ورکوي او پر دغه یې غولولي دي.

نن سبا هم هغه وخت دی چې د پاکستان او هند ترمنځ د ممکنه جګړې ویره لیدل کیږي، چې نن به هم د جمعې له لمانځه وروسته د پاکستان تر اشغال لاندې پښتونخوا وطن او بلوچستان کې د هندوستان پر ضد دغه کرايي مظاهرې وشي او په دغه مظاهرو کې به د (مفت کرايي) پښتنو او بلوڅو مظاهره چیانو له احساساتو ګټه پورته کړي، خو د هندوستان ترڅنګه ټولنه نړۍ د پاکستان پر دې فریب پوهیږي چې دغه مظاهرې د چا له لوري او څه ډول تنظیمیږي؟.

پنجاب او د بنجاب خواخوږي به د خیر پر غونډۍ ناست وي، دوی به د خپلو مفتو کرایي خواخوږ سیل کوي، خو دا چې ولې په دغه ایالتونو کې د مظاهرو د ایستلو پلان لري، ځکه چې یو خواته د دغې سیمې خلک جزباتي او پردي پاله دي، بل دا چې په دغه سیمو کې اکثر د ازاد افغانستان کډوال په دغه مظاهرو کې ښه لوبېږي، او هغه هم د ډیرې وړې تمې له پاره، خو وخت به راځي چې دغه له خپل تاریخ، خپل وطن، خپلې ژبې، خپلې جغرافیې څخه ناخبر پښتانه او بلوڅ به پوهیږي چې دوی غولول شوي او د دغه پردي بادار په وړاندې به دریږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply