د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ

0 749

محمدروښان ښاد

د کب نهمه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ ده. دغه ورځ سږکال د هیواد په ګوټ ګوټ کې په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه. عامو خلکو، ځوانانو او مدني فعالانو په بېلابېلو بڼو د دغې ورځې د درناوي په پار خپلې غونډې او څرګندونې ترسره کړې. ملي دفاع وزارت هم د یاد وزارت په انګر کې په دې مناسبت غونډه رابللې وه.

ولسمشر غني یادې غونډې ته د وینا پرمهال د سولې وروستیو هڅو او د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه د ملا عباس غیر مسوولانه څرګندونو ته په اشارې وویل،” هیڅ سیاسي تحول او توافق زموږ د زړورو قواوو لاسته راوړنې او سرښندنې تر سیوري لاندې نشي راوستلی. بېخي ډاډه اوسئ، د افواهاتو کیسه کې مه اوسئ. دوی افواهات اچوي چې موږ کمزوري کړي، موږ پانګه اچوو چې خپل ځواکونه پیاوړي کړو او په قوت یې بدل کړو. “

ولسمشر غني د دښمن پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ د ټاکنو د امنیت د تامین او بې طرفۍ له امله هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل، هغه زیاته کړه: ”د عمومي نظم د ټینګښت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع ترڅنګ تاسو د دیموکراسۍ ساتنه هم په پوره مېړانه وکړه او په تېرو پارلماني ټاکنو کې مو بشپړ امنیت ټینګ کړ او په دغه سیاسي پروسه کې مو مداخله ونه کړه او خلکو ته مو زمینه برابره کړه چې د رایو مرکزونو ته لاړ شي او خپلې رایې وکاروي.“   

د ولسمشر غني په وینا: ”نن نړۍ په تاسو ویاړي، ځکه تاسو د نړۍ د امنیت اول خط یاست. دا دې څوک نه هېروي چې افغانستان د نړۍ لومړی خط دی او زموږ په قرباڼۍ پورې د نړۍ امنیت تړلی دی. “

ولسمشر غني د سولې په اړه باوري هوکړې رسېدل د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو برکت بولي او وایي: ”زه په دې پوهېږم چې دښمن تراوسه بشپړ شکست نه دی خوړلی او موږ د جنګ د ختمولو لپاره په یو اعتمادي توافق خبرې کوو، خو که دغسې یو توافق ته رسېږو دا ستاسو د سرښندنو برکت دی، ځکه تاسو په ميړانه د وطن او ملي نوامیسو دفاع کړې، سوله راتلونکې ده، ځکه جنګ ته هیڅ اساسي دلیل نه دی پاتې شوی. “

محمد اشرف غني دا هم وویل: ” د سولې مذاکراتو وړاندیز د تاسو د کلک اعتماد او وفادارۍ په اساس شوی. دا ستاسو برکت و چې درې ورځني اوربند کې مو په ویاړ سره د سولې ساتنه وکړه. ولس د افغانستان یوه ارزو لري او هغه داده چې  د قدرت انحصار او مشروع استعمال یوازې ستاسو په مقدسو لاسونو کې دی، نوضرور ده چې پسرلي ته امادګي ونیسئ او قوي هر اړخیزه امادګي ونیسئ. “

دا یو واقعیت دی چې ولس هم له وسله والو طالبانو، هم له داعش او نورو ترهګرو ډلو او هم له زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو څخه تر پوزې رسېدلی دی او یوازینۍ غوښتنه یې همدا ده چې زموږ ویاړي سرتېري باید په ټول قوت د دغو ټولو نامطلوبو ډلو پر وړاندې وجنګېږي او هغوی وځپي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply