زمونږ د خلکو لید د راتلونکي نسل په هکله، د پرمخ تللي هیوادونو په پرتله

0 596

سیدعبیدالله نادر

د د نیا د خلکو ذهنیت دا دی ،چې راتلونکي نسل د سوکالي د پاره ډیر خدمتونه وکړي ،او ډیری آسیانتیاوي برابري کړي .پرته له دي چې د همدي وخت او زمان خلک چې په کښي ژوند کوي ،دوی په خپله ډیری ستونزي ګالي ،خو له بده مرغه زمونږ په وطن کې د کم سواده خلکو څخه په تیره دا اورو ، چې هر څه کیږي ، همدا اوس دي په مونږ ښه وي ، یعني په مونږ دي ښه تیره شي ،اوس چې مونږ خوشحالي او آرامي د دي وطن ونه وینو، په راتلونکي نسل دي خدای اور ولګوي ،په داسي حال کې چې داسي نه ده ، مونږ باید ډیر لیري راتلونکی په نطر کې ونیسو ،او د راتلونکو نسلونو د پاره خدمت وکړو ،او آسانتیاووي وربرابري کړو .د موضوع د بلاغت او ښه رسوني د پاره به فکر کوم ، دا لنډه کیسه بسیا وي

وایي چې یو پادشاه د ښکار په نیت مخ په سارا تللی وو ،په لاره کې یی یو غریب اوډیر زوړ سړی ولید ،چې میوه داره نیالګي کری ،او ده هغه نیالګی کره ،چې هغه ډیر عمر پس حاصل ورکوي ، نو پادشاه ورته رانږدي شو ،او په ټوکه یی ورته ووییل :دا نیالکی چې ته یی کرې ،پر دي ډاډه یی چې د دي حاصل به وخوري ،په داسي حال کې چې دا ونه زنډ وروسته حاصل ورکوي ،دنیا دیده سپین ږیری د معرفت په رڼا کې ډیر ښکلی ځواب ورته ورکړ. او وي وییل :ډیر ځله پخوانیو وکرل او مونږیی میوی وخوړي ،نو مونږیی کرو تر څو راتلونکی نسل یی وخوري پادشاه چې په خپله هم زړه یی د معرفت په نور روښانه وو دا خبره یی ډیره په زړه ښه ولګیده ،او د عبرت ټکان یی وخوړ او خبره یی خوشه شوه ،دومره یی خوشه شوه چې سم دلاسه یی سپین د پاره د یو شاهانه خلعت او بخشش امر ورکړی ،سپین ږیری ډیر سخت کټکټ په خندا شو ،او ډیر یی وخندل ، پادشاه تري نه پشتنه وکړه چه څنګه دي داۍی وخندل ! سپین ږیری چې زړه د معرفت په څراغ روشانه وو داسي ځواپ ورکړ چې د نورو نیالګي پس د ډیرو کلنو حاصل ورکوي ، زما نیالګي همدا اوس حاصل ورکړو ،پادشه په خپل هم په خندا شو او نوره هم دا خبره پری ښه وګیده ،او د نور بخشش امر یی هم ورکړو ،که نورو د راتلونو نسل د پاره خدمت کړی وای مونږ به په دي حال نه وو.  د وطن د یو دردمن شاعرسید حسن(حسن) شعر د ی چې وایی :

کــه نوروآســـایش او آرام غــــــــــواړې

ګهوارې غوندی د ځان کړیدل زده کړه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply