د ښځو ونډه په ادبیاتو کې/ زاهدالله نورزاد

0 856

په نړۍ کې خدای تعالی هر څه جوړه جوړه پیداکړي چې دا جوړښت په خپل فطرت کې ځانګړی حکمت هم لري، که له جوړې څخه یې یو نه وي، نو بل یې په یوازې توګه کوم فعالیت نشي ترسره کولی.

له هغه ځایه چې خدای تعالي ښځه د نر د هوساینې او د ده د فکر د ارامتیا لپاره پیداکړه، نو دا و پتییل شوه چې ښځه د یوې کورنۍ یا ټولنې نیمه برخه ده، او دا حتمي ده چې ټولنه بې له دې برخې څخه نیمګړې ده، لکه څنګه چې ښځه نیمه ټولنه ده، نو د انساني ژوند نیمې چارې هم د ښځې پورې تړاو لري، او له نر سره اوږه په اوږه، د ژوند د هر ډګر اوږد مزل وهلي شي او وهلی یې دی.

ادبیات هم د یوې ټولنې مهمه برخه ګڼل کیږي، چې د لرغونو زمانو را پدیخوا انسان له ادبیاتو سره آشنا دی، او له ژوند سره مهم او اړین تړاو لري، دا چې موږ په ادبیاتو کې د ښځو په ونډه خبرې کوو، نو همدې خبرې ته په اشارې سره ویلی شو چې، ښځو هم د لرغونې زمانې له پیله تر ننني وخته له ادب او ادبیاتو سره اړیکي پاللي دي، په ادبیاتو د افغاني ښځو ونډه په لومړي ځل د ویدي په سرودونو کې ثبت شوی ده او ویل کیږي چې د ریګویډا په کتاب کې د ډیرو میرمنو تالیفونه شته، میرمن پالاد د ویدی عصر نومیالې شاعره ده، همداراز میون انداني، میرمن زاچي، میرمن سارا او میرمن سوریا هم هغه میرمنې دي چې د اشعارو نمونې یې د ریګویډا په کتاب کې لیدل شوي. د ویدي زمانې را پدیخوا د اوستا په زمانه کې د زردشت لور پورچستیا یوه له پوهو او شاعرو ښځو څخه وه.

په پښتني ټبر کې نو بیا زرغونه انا هغه ادیبه شاعره او لیکواله میرمن وه، چې د افغانستان تاریخ یې زرغون کړی دی، د سعدي بوستان یې پښتو ته په نظم ژباړلی، چې خورا ستونزمن کار وو.

نوموړې کاږي:

لویي تل په ګفتار نه ده

لوی خبره په کار نه ده

تواضع به دې سر لوړ کا

تکبر به دې تل ځوړ کا

نازو آنا هم د پښتو ژبې نوموتې شاعره او یوه پوهه، با همته او با غیرته ادې وه، نو ځکه یې په خپله غیږه کې لکه د میرویس نیکه اتل وروزه.

سحرګاه وه د نرګس لیمه لانده

څاڅکي څاڅکي یې له سترګو څڅېده

ما ویل څه دي ښکلیه ګله ولې ژاړې

ده ویل ژوند مې دې یوه خوله خندیده

میرمن نیکبخته، بي بي حلیمه او داسې په لسګونه نورې پښتنې میرمنې نورې هم شته چې، خپلو بچیو ته یې د هیواد پالنې، روزنې ترڅنګ قلم هم چلولی دی.

په افغاني ټولنه کې د پښتنو میرمنو ور اخوا په دري ژبه کې هم لویو شاعرانو لیکل کړي، مخفي بدخشي او عایشه افغان چې په عایشه درانۍ مشهوره ده، د هیواد دسترو شاعرانو څخه شمیرل کیږي.

په ټوله کې ویلی شو، چې له پیله تر ننه میرمنو په ادبیاتو کې ستره ونډه اخیستې، له نکلونو نیولې تر نارو، سروکو مرثیو او آن لنډیو پورې ډیری یې ښځو پورې تړاو لري، لنډۍ چې د پښتني کلتور یوه درنه برخه ده، ډیر مهال د میرمنو لخوا ویل شوي چې د میوند ملالۍ تاریخي لنډۍ یې ښه بیلګه بللی شو، د پښتو د شفاهي ادبیاتو په څېړونکو کې ښاغلی حبیب الله رفیع یوازینی سړی دی، چې د پښتو منظوم شفاهی ادبیات یې د خپلو ځینو خصوصیاتو له امله په دوو، عامو او خاصو سندرو ویشلي دي، له تاریخي او فولکوریکي حکایتونو څخه څرګنده ده، چې د دواړو سندرو په ډله کې چې، لنډۍ، سروکي، نارې، لنډکۍ، د ښادۍ بدلې، لنډۍ او نور، ډیر مهال د میرمنو لخوا ویلي شوي دي.

پروسږ دا مهال ژوندی وي

سږ دې په شناخته بلبلان نارې وهینه

ځمکې لږ حال دې راته وایه

چې د تا لاندې خلک څه ګزران کوینه

د دې ترڅنګ د میندو غیږه د ماشوم د روزنې لپاره لکه د یو ښوونځي حیثیت لري، د مور په خواږه غږ ځینې سندرې داسې دي، چې ماشوم له ژړا په خندا او آن د خوب خوږې غیږې ته ورولي، دا سندرې هم د پښتو ادبیاتو برخه ده، چې د آ للو ترڅنګ ځینې وړې منظومې کیسه ګوټې هم په وي.

آ للو للو، پلانکی جان داسې ویده دی لکه ګوډی د رنجو

چا وهلی، چا وهلی، هلکانو جنکیانو په صحرا وهلی دی

مور او پلار، نیا بابا یې په غلا وهلی دی

آ للو للو، خوب دې درشي په لیمو، خوږ دې لیرې له هډو

په اوسني عصر کې هم میرمنو د ادب لمنه نده خوشې کړې او د ځینو په آند تله یې تر پخوا هم درنه ده، د اوسني عصر په ځوانه طبقه کې نجونې له ځوانانو سره اوږه په اوږه د نثر او نظم په ډګر کې سره مبارزه کوي، ځکه د پخوا په پرتله یو څه د میرمنو لپاره ددې امکانات ډیر دي چې یو څه ولیکي، بهیرونو، غونډو، مشاعرو او د عصري ټکنالوجۍ په مټ د خواله رسنیو چوکاټ، انټرنټي سایټونه هغه څه دي، چې د میرمنو قلم یې تاند ساتلی، آن داسې هم موندل شوي، چې یوه تکړه شاعره یا لیکواله د ځینو محدودیتونو له امله خپل شعر یا لیکنه په عام مظهر کې نشي اورولی او یا یې هم په خپل نوم نشي چاپولی یا ثبتولی، مګر خواله رسنیو دوې ته دا لاره هواره کړې، چې په مستعار نوم خپل شعر او لیکنه خپره کړي، قلم وچلوي خپله او د نورو ادبي تنده خړوبه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply