د افغانستان د سولې چتر په خپرېدو دی

0 493

داسې ښکاري چې افغان حکومت کرار کرار د سولې د خبرو کوڅې ته ور برابرېږي چې تر اوسه له سختو ننګونو سره مخامخ دی. څلور ورځې وروسته به په دوحه کې د دويم ځل لپاره شاوخوا ۲۰۰ افغان سیاستوال چې طالبان هم پکې دي په خپلو کې سره جرګه شي. دوی د افغانستان د څه باندې څلوېښت کلنو جګړې په پای ته رسولو بحثونه کوي چې له افغانانو یې هر څه تروړلي دي.
دا د افغانستان په معاصر تاریخ کې لومړی ځل دی چې د بېلابېلو غاړو، طبقو، قشرونو، ډلو او مختلفو فکرونو کسان د خپل هېواد په برخلیک په بهر کې سره جرګه کېږي. برخه‌وال یې خوښ دي چې د افغانستان د جګړې پر پای غږېږي چې د کړېدلو افغانانو لوی ارمان دی. د دغه نوښت پیل څو اوونۍ وړاندې په مسکو کې وشو او په لومړي ځل یې داسې سیال اړخونه د یو مېز تر شا خبرو ته سره کېنول چې د لسیزو لپاره یې د یوه او بل وژل روا ګڼل. له همدې اړخه دغه حرکت ته خوشبیني وښول شوه او په لا ډېرې پراختیا سره په قطر کې د دويم ځل لپاره یوه او بل ته د غاړې ورکولو شېبې شماری.
دا له یوې خوا د بېلابېلو اړخونو منل، زغم، یوه او بل ته اړتیا او د ستونزې د حل لپاره د ګډ هوډ څرګندونه کوي او له بل پلوه پر افغاني ډیالوګ د ټولو را منځ ته شوی باور او اعتماد ښيي. د ګډنوالو په خپاره شوي لیسټ کې ښکاري چې د هر لوري په استازو کې کسان زیات شوي دي او د طالبانو د سیاسي دفتر په استازو سربېره د دغه غورځنګ یو شمېر نور غړي او خواخوږې به هم په دوحه کې د سولې له خوږو بحثونو خوند واخلي.

په ور بلل شویو کسانو کې د سیاسي ډلو ټپلو د استازو پرتله خپلواکې څېرې زیاتې ښکاري او ډېرو ته دا هم د دغې ناستې یو متمایز ښه والی بلل کېږي چې د ګوند پرتله به د ملت او ویجاړ افغانستان په اړه ډېر فکر ولري.

د سیاسي ډلو له اړخه هم نږدې ټولې پېژندل شوې څېرې پکې ګډون کوي چې کلونه کلونه د یوه او بل وینو ته تږي وو. دوی ټول اوس په پخوانیو کړنو خاموشه پېښمانه ښيي او په وروستیو څو اوونیو کې یې سیاسي ادبیاتو ته د سولې کلیمات ور زیات کړي دي. سره له دې چې په ماسکو کې طالب پلاوي تېزه ژبه کاروله، خو تمه کېږي چې په دویمه ناسته کې به دوی هم خپل فکر په ارام ډول بیان او اړین نرمښت به وښيي.

د افغانستان له خوا د دوحې غونډې ته د ور تلونکي پلاوي چارې پخوانی ولسمشرحامد کرزی سمبالوي او نوښت یې هم دده هڅه بلل کېږي. سره له دې چې دوی کې د بېلا بېلو اړخونو فکر لرونکي کسان موجود دي، خو نظرونه یې سره ورته بلل کېږي. لږ تر لږه د اوس لپاره ټول له طالبانو سره خبرو ته خوښ دي او هیله یې دا ده چې که د طالبانو په موجوديت کې نوی دولتي جوړښت را منځ ته کېږي دوی ته به هم د بیا ور ګډېدو چانس د اوس پرتله زیات وي.

راپورونه وايي چې دولت ته هم د نورو سیاستوالو په ډله کې د اشخاصو په حيث په جوړېدونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکول شوې، نه د طالبانو د مقابل اړخ په حيث د ډېرو په باور دغه ډول را منځ ته کېدونکی چاپېریال د لومړي ګام ښه پرمختیا بلل کېږي او ولسي سپارښتنې دا دي چې ولسمشر غني دي خپل نږدې باوري ملګري ور واستوي او هڅه دې وکړي چې د سولې په خبرو کې خپله اړتیا او اغېزمنتیا ثابته کړي. د ولسمشر اشرف غني له حکومته لویه هیله هم دا ده چې د طالبانو او سیاسي ډلو په پرتله له خپله اړخه په مخامخ ناستو کې ډېر انعطاف او نوښت وښيي.

سره له دې چې په خپله ولسمشر د سولې لپاره له خپل سره د تېرېدو خبره کړې، خو تمه کېږي چې په تدبیر سره هغه ټول خنډونه له منځه یوسي چې ددغه بهیر پر وړاندې موجود دي. سره له دې چې د طالبانو په دریځ کې لوی بدلون تر سترګو کېږي او اوس د پخوانۍ خبرې خلاف د څه باندې ۱۴ زره امریکايي سرتېرو په موجوديت کې له واشنګټن سره خبرې کوي او د یوه داسې جوړ جاړي په لټه کې دي چې د دوی کړنو ته برات ورکړي او د مجاهدینو په څیر یې ولس له ډېرو ور تېر شي. سره له دې چې له دولت سره مخامخ خبرې کول تر دې مهاله د طالبانو لپاره داسې دېوال بلل کېږي چې پرې ورختل ورته اسانه نه دي، خو علایم ښيي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به دغه کنګل هم مات او بالاخره به اصلي لوري اصلي خبرې اترې سره پیل کړي. ځینې وايي چې طالب له شمالي ټلوالې سره خبرې کولای شي؛ نو له ښاغلي غني سره به ورته ډېرې اسانه وي او د ځینو په وینا که طالبانو له حکومت سره د خبرو خوند ولید کېدای شي د سیاسي ډلو خوا ور سسته کړي، خو له دولت سره د کړې جګړې داسې غیرت نیولي، چې د ګټې پر ځای یې ملت ته زیان ډېر بلل کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply