په افغانستان کې د ښځو رول او موثریت / انجنیر ذکیه وردک

0 738

تر ټولو وړاندې د ښځې نړیوالې ورځ په مناسبت د نړۍ ټولو ښځو او په ځانکړې ‌‌‌‌‌‌ډول د افغانستان درد لیدلو ، رنج لیدلو اما نه ماتېدونکو ، باشهامته خویندو ته چې د د تاریخ په اوږدو کې یې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول درد د لیدلو سره سره هم دمبارزې ‌‌‌‌‌‌ډګر یوازې پرنښود او د نارینه وو سره یې مټ پر مټ د افغانستان د رفا او سوکالۍ په درشل قدم ایښی.

انسانيت یوه لویه کورنۍ ده. داسې چې د ژوند مخته وړلو لپاره مختلفو وسایلو ته اړتیا لري. له دې څخه که یو هم نه وي نو په ټولنیزو چارو کې د پرمختګ لپاره خنډ جوړېدای شي. همدا د ګډ بشري ژوند مثبته پایله ده چې انسان ننترمریخ او مشتري پورې هم رسیدلی دی او د دې یو بشپړ لوری ښځې تشکیلوي.

دلته مونږ په افغانستان کې په بشري ژوند کې د ښځې رول او موثریت ته لنډه کتنه کوو:

له وختونو راهیسې افغانستان د مختلفو تمدونونو، مذهبی ناندریو، ګرمو او سړو جګړو کوربه دی. په دې جریانونو کې افغانو ښځو هم مهم رول لوبولی دی، چې مونږ يې د بېلګې په توګه له هرې برخې یوه نمونه را اخلو.

په سیاسي ډګر کې د نازو انا مثال چې میرویس خان هوتک غوندې فاتح زوی یې روزلی ؤ، ترآوه کلنۍ پورې یې ورته په خپله ټول دیني علوم وروښودلي وو او کله یې چې پلار د دښمنانو سره په جګړه کې شهید شو نو نازو انا دخپلې کلا د ساتلو لپاره پخپله قومانداني واخیسته او په میړانه یې خپله کلا له دښمن څخه وساتله. همدارنګه زرغونه انا د احمدشاه ابدالی مور وه، هغه دومره مدبره، پوهه ،ځیرکه او غیرتمنده ښځه وه چې ټولنې ته یې داسې یو زویوړاندې کړ چې په آسیا کې یې د یوې لويې امپراطورۍ بنسټ کیښود.

په تعلیمي برخه کې ګوهرښاده، آمنه فدوي او سپينه ادې د افغانستان په تاریخ کې هغه ښځې دي چې قلمونو یې د وخت شاهان هم اغېزمن کړي وو او په خپلو حماسي او ملي لیکنو سره یې د خلکو زړونو کې ځای درلود.

پورته یوازې یو څو لیکل شوې بېلګې وې، داسې په سلګونو او زرګونو میرمنې شته، چې د افغانستان د معاصر تاریخ په سیاستونو، تمدنونو او امپراطوریو کې یې خورا لویه ونډه درلوده، خو له بده مرغه وروستۍ یوې پېړۍجګړې چې تولید یې فقر، د زده کړو ټیټوالۍ، په ټولنه د ناوړه دودونو مسلط کول او نورې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې وې، افغان ښځې یې تر بل هرچا زیاتې متاثره کړې، خو بیا یې هم خپل همت له لاسه ورنکړ.

د خپل رول د ساتلو لپاره یې له هیڅ ډول مبارزې څخه لاس وانخیست، په ځانګړې توګه وروستۍ دوې لسیزې هغه دوره وه چې په افغانستان کې اکثریت ښځو خپل خوځښتونه او اغېز له ګڼو ستونزو سره سره وښود او یو ځل بیا یېدا ثابته کړه چې که د افغانستان د تاریخ نیم جوړونکي نارینه دي، ښځینه و هم نیم رول لوبولی دی.

په دې دوره کې ښځو د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ریبوټ جوړونې ټیم یوه ښه بېلګه ده، چې افغانستان ته یې په نړیواله کچه ایوارډونه او ستر ویاړوونه راوړل. په سیاسي برخه کې د افغانستان څو دورې ټاکنې او پهځانګړې توګه دوروستیو پارلماني ټاکنو مثال راوړلی شو، چې ښځو له هرډول ستونزو سره سره پکې په پراخه کچه ګډون وکړ. له دې پرته په نسبي توګه زیاتو ښځو ځانونه کاندیدان کړي وو، همدارنګه په بهر کې د افغان ښځینهسفیرانو یادونه هم کولی شو، چې سفارتونه په ښه ډول مدیریت کوي او په کور د ننه د ښځینه وزیرانو یادونه کولای شو چې په نسبی ډول یې وزارتونه هم ښه مدیریت کړي دي.

همدارنګه د لویو خیریه بنسټونو په مدیریت کې یې هم لوی رول لوبولی دی چې یوه ځلانده مثال یې آغلې فاطمه ګیلاني ده. فاطمه ګیلاني څو کاله د یو لوی خیریه بنسټ په غوره مدیریت سره وښودله چې افغان ښځې په ښه توګهکولای شي چې د یوې سالمې ټولنې په منځ ته راوړلو کې خپل رغنده رول ولوبوي.

په فوځي برخه کې د جنرال خاټول شتون یوه ښه بېلګه ده.

د سپورټ په ډګرکې هم په مختلفو لوبو کې ښې لاسته راوړنې لري.

په پایله کې ویلای شو، څرنګه چې ښځه د ټولنې نیم جز او نیمه انرژي ده، نو باید د هیواد د پرمختګ، بقا او آرامۍ لپاره هم چوپه پاتې نشي، په افغاني ټولنه کې په ټولیزه توګه ښځه هغه خاموش اکثریت او پټ پوټانشیل دی چې کهرا برسېره شي له شک پرته به ټولنه د آرامۍ او سوکالۍ لور ته بوځي.

نو افغانانو ته هم په کار ده چې د خپل کلتور په رڼا کې ستونزې حل کړي او د دې پرځای چې ښځو ته خن‌‌‌‌‌‌ډ شي د دوی مټ د شي او د دې لوی پټ پوټانشیل سره د وطن د آرامۍ په درشل کې همکار پاتې شي نه دا چې طبقاتيځورونو، تبعیضي ځورونو ، جنسي ځورونو ښکار یې کړي.

د یوه داسې افغانستان په هیله چې سوله او ټیکاو پکې برقراره وي او د انسانیت ځلانده شمع بغیر له جنسي تبعیض پکې بله وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply