ټرمپ: د بایډن له لاسه په نړۍ اور بل دی؛ بایډن: دا ټرمپ و چې څه یې ونه کړل

85
د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن او پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ انتخاباتي مناظرې یو انځور

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د بایډن په خاطر په ټوله نړۍ اور بل دی، خو بایډن وايي دا ټرمپ وو چې په خپله دوره کې یې څه ونه کړل.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د دوو کاندیدانو مناظره نن وشوه.

د دې مناظرې تر ټولو تود بحث د بهرني سیاست په برخه کې وشو چېرته چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بایډن له افغانستان وروسته د اوکراین د جګړې او د اسراییل او حماس د نښتو په برخه کې پړ وباله.

پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، اوسنی ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکا د وتلو په برخه کې چې ده د امریکا د تاریخ تر ټولو شرمناکه شېبې وبللې په بې غورۍ او ناکامۍ تورن کړ.

هغه زیاته کړه: “هېڅ جنرال زموږ د تاریخ د تر ټولو شرمناکې شېبې، افغانستان په خاطر خاطر منفک نه شول، چېرته چې موږ موږ میلیاردونه ډالره مهمات پرېښودل، ۱۳ښایسته عسکر له لاسه ورکړل، ۳۸ عسکر مو تري تم شول، خلک مو هم پرېښودل، امریکايي اتباع مو شاته پرېښودل.”

ټرمپ همدارنګه زیاته کړه چې د افغانستان څخه تر راوتلو وروسته د روسيې ولسمشر دا ټول مساییل څارل او د دې جرئت یې پیدا کړ چې په اوکراین یرغل وکړي او اخوا پر اسراییل هم حماس برید وکړ.

ټرمپ زیاته کړه: “هغه (پوتین) به هیڅکله اوکراین باندې یرغل نه وای کړی. همدارنګه حماس به هم میلیونه کاله کې پر اسراییل برید نه وای کړی، ځکه پوهېږئ چې ایران د ما په وخت کې مات و، پیسې یې نه درلودې، هیڅوک مې نه پرېښودل چې تجارت ورسره وکړي، د حماس یا هېڅ بل شي لپاره یې پيسې نه درلودې، د ترهګرۍ لپاره پيسې نه وې ورسره، ځکه زما په اداره کې هېڅ ترهګري نه وه، خو د ده تر ادارې لاندې ټوله دنیا باندې اور بل دی.”

د بایډن او ټرمپ د مناظرې یو انځور
د بایډن او ټرمپ د مناظرې یو انځور

ولسمشر جوبایډن بیا د ټرمپ دا تورونه بې ځایه وبلل او ویې ویل چې په حقیقت کې ټرمپ د دغو ټولو ګډوډیو مسوول دی ځکه د ده په خبره په خپل وخت کې یې د ګڼو مساییلو په اړه څه ونه کړل.

بایډن زیاته کړه: “په ټول ژوند کې مې دومره (بې معنا) خبرې نه دي اورېدلي. ایران په امریکايي سرتېرو برید وکړ، ځینو دغو عسکر عصبي جراحتونه پيدا کړل، خو ده یې په اړه څه ونه کړل چې کله دی ولسمشر و او ویل یې چې یواځې په سر درد دی، دویم دا چې موږ له افغانستانه څه باندې یو لک کسان امریکایان او نور خلک راوایستل د تخلیې د هوايي ماموریت پر مهال. درېیم چې څه ټرمپ اوکراین کې وکړل، هغه ته یې وویل چې هرڅه کوې کوه یې او دا دقیقاً هغه څه دي چې ټرمپ وکړل.”

په دې مناظره کې چې شاوخوا نوي دقیقې وه دواړو کاندیدانو له سر تر پایه په یو بل کلکې نیوکې وکړې او په پیل کې یې په لاس یا خبرو سره روغبړ هم ونه کړ.

د امریکا کورني مسایل د مناظرې په اول کې شامل وو.

د ۲۰۲۰م کال په جنوري کې پر کانګرس د کاوړي مظاهره چیانو یرغل، د امریکا اقتصاد، د کارونو یا دندو پیدا کول، ټولنیز او صحي خدمات هغه مهم مسایل وو چې بحث پرې وشو او دواړو کاندیدانو د هرې یوې برخې لپاره یو بل په ناکامیو او بې مسوولیتیو تورن کړل.

ولسمشر بایډن ټرمپ او اداره یې تورنه کړه چې په دې ټولو برخو کې یې دوی ته ګڼې خرابۍ په میراث ور پرېښودې او دوی مجبوره شول چې هر څه له سره سم کړي.

پخواني ولسمشر ټرمپ بیا وویل چې بایډن په خپلو ټولو ژمنو کې د ده په خبره پاتې راغی او عملاً یې د ده په خبره د امریکا حیثیت په نړیواله کچه زیانمن کړ.

جوبایډن ۸۱ کلن او ډونالډ ټرمپ ۷۹ کلن دی او دوی دواړه د امریکا په تاریخ کې د ولسمشرۍ ټاکنو تر ټولو د پاخه عمر کاندیدان شمېرل کېږي.

د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په ۵مه ترسره کېږي.

د راپورونو په اساس د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خوښې وړ تلوېزیون فاکس نیوز له‌خوا هم د یوې مناظرې د جوړولو په اړه ځینې ګنګوسې شته چې لا کره شوي نه دي، خو تر ټاکنو مخکې دویمه مناظره د اې‌بي‌سي تلوېزیون له لوري په سپټمبر کې دایرېږي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی/ ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.