د ښځو ورځ؛ تر نمايش هغوی ته د حقونو ورکړه اړينه ده

0 596

که څه هم شاوخوا اتلس کاله کېږي چې په هېواد کې د ښځو د حقونو، پیاوړتیا، عامه پوهاوي او ظرفیت جوړولو په نوم میلیونونه ډالر راغلي او لګول شوي، خو لا هم د افغان مېرمنو په ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون نه ‌دی راغلی.
هر کال د مارچ اتمه چې د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ یادېږي، د نورو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم نمانځل کېږي، غونډې جوړېږي، د ښځو ستاینه پکې کېږي او په دې نوم هم د پام وړ پیسې لګېږي، خو دا کار د هېواد په کچه نه، بلکې یوازې په ښارونو کې کېږي او لږ تر لږه د ښځو د پیوستون ورځ نمانځل کېږي، خو په ولسوالیو، کلیو او ان په ښارونو کې د ښځو وضعیت لا هم د اتلسو کلونو وړاندې وضعیت په څېر دی.
افغان ښځه لا هم د نارینه‌وو له لوري محکومه، کمزورې، ناقص‌العقله، د دوی د جنسي غرېزې پوره کولو وسېله، د بچیانو زېږولو، ساتلو، پاللو او په ټوله کې د کور او نارینه‌وو مزدوره ده، داسې چې یوازې خپل محکوم ژوند به کوي، د نارینه‌وو، کور او ټولنې په چارو کې به نه یوازې کار نه‌ لري، بلکې د نارینه‌وو په مخ کې به ان د خبرو جرات هم نه کوي. دا د افغان ښځې ژوند، حیثیت او درنښت!
پرون چې د مارچ اتمه یا د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ وه، د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې دا ورځ ونمانځل شوه، غونډې جوړې شوې، نارینه‌وو او ښځو د ښځو د ژوند، حقونو او درناوي په اړه تشریفاتي خبرې وکړې.
اوس یو شمېر افغان ښځې وايي، د مارچ اتمې یا د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په اړه هیڅ مالومات نه‌ لري او کومې غونډې چې د دوی په نوم جوړېږي، د دوی هیڅ درد نه دوا کوي.
دوی وايي، افغان ښځې لا هم له خپلو حقونو نه ‌دي خبرې او کومې پیسې چې د دوی په نوم راځي یا ځانګړې کېږي، یوازې د څو محدودو ښځو او ان نارینه‌وو جېبونو ته ځي او د دوی د ژوند ښه کولو لپاره هیڅ اغېزناک کار نه‌ دی شوی.
حمیده چې د غور ولایت اوسېدونکې ده وايي، د مارچ اتمه یا د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې نمانځل نه، بلکې له ړوی سره د نارینه‌وو سم چلند، د دوی د شرعي او قانوني حقونو ورکړه او درناوی ورته مهم دی. د هغې په وینا، که نارینه غواړي چې د خپلو ښځو درناوی وکړي او د انسان په سترګه ورته وګوري؛ نو یوازې په خپل کور کې دې له خور، مور، لور او مېرمنې سره انساني چلند وکړي، خپله غوسه دې پر هغوی نه تشوي، سپکاوی دې نه ورته کوي او د یوه ارام او خوشاله ژوند جوړولو برخه کې دې همکاري ورسره وکړي.
مدني فعاله لېمه افغان وايي، له شاوخوا ۱۸ کلونو راهیسې چې د ښځو په نوم کومې پیسې راغلي، د ښځو اړوندو ادارو او د څو محدودو بنسټونو له لوري لګول شوي، خو په ټولنه کې د ښځو د ځای پیدا کولو او د هغوی حقونو ته د لاس‌رسي برخه کې یې نه اسانتیاوې برابرې کړې او نه یې لږ تر لږه لازم عامه پوهاوی ورکړی.
د هغې په وینا، د ښځو نړیوالې ورځې نمانځل هم یوازې د هغو څو معتبرو ښځو لپاره جوړېږي چې په کور، ټولنه او دولت کې ښه رول او ځای لري. لېمه زیاتوي، د کلیو هغه ښځې چې نه یوازې د ژوند لومړنیو خدمتونو ته لاس‌رسی نه‌ لري، بلکې د نارینه‌وو له لوري د ښځې په سترګه هم نه ورته کتل کېږي، د هري کورنۍ له نارینه‌وو غړیو، د ښځو په برخه کې له فعالو بنسټونو او دولته یوازې د دوی انسانیت، شخصیت او د حقونو درناوی غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښځو چارو د وزارت تر څنګ، د ښځو د حقونو په برخه کې لسګونه بنسټونه جوړ شوي، سلګونه پروژې یې اخیستې، خو لا هم د افغان ښځې په ژوند کې د پام وړ بدلون نه‌ دی راغلی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply