د افغانستان په اړه د اېریک پرېنس نوې څرګندونې

0 639

د بلک واټر د شخصي امنیتي کمپنۍ بنسټګر او پخواني مشر اېریک پرېنس پرون د الجزیرې د ټلوېزیون په یو ګردي‌ مېز کې د افغانستان په اړه وویل چې محمد اشرف غني ممکن راتلونکې ټاکنې ونه ګټي. پرېنس زیاته کړه چې د دوی د همکارۍ پرته به د افغانستان راتلونکی ولسمشر د ډاکټر نجیب الله په سرنوشت ګرفتار شي.

اېریک پرېنس او بلک واټر

د اېریک پرېنس نوم ممکن یو زیات شمېر لوستونکو ته آشنا وي. که څوک یې نه پېژني نو د بلک واټر په نامه د شخصي امنیتي کمپنۍ نوم به یې حتماً اورېدلی دی. پرېنس د دې کمپنۍ بنسټګر او پخوانی مشر دی چې په افغانستان او عراق کې یې د بهرنیو ځواکونو سره په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کوله. د بلک واټر امنیتي کمپنۍ د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۰م کاله پوره د امریکا د دفاع وزارت څخه د ترلاسه کړو قراردادونو له لارې نږدې یو نیم میلیارد ډالره ګټه وکړه.

اېریک پرېنس چې د امریکا د وسله وال پوځ پخوانی افسر دی، په ۱۹۹۰یمو کلونو کې یې پلار بوش د واکمنۍ پر مهال په سپینه ماڼۍ کې د ساتونکو د روزنې دنده درلودله. وروسته یې په ۱۹۹۷م کال کې د بلک واټر په نامه یوه کوچنۍ شخصي امنیتي کمپنۍ جوړه کړه چې موخه په وېرجینیا کې د پولیسو او سرحدي ځواکونو ښوونه او روزنه وه. په ۲۰۰۱م کال کې د سپتمبر د ۱۱مې نېټې تر پېښو وروسته د بلک واټر کمپنۍ پدې وتوانېدله چې د امریکا د دفاع له وزارته په افغانستان کې د نظامي فعالیت قراردادونه ترلاسه کړي. د بلک واټر د کمپنۍ سرتېري هغه متقاعد امریکايي ځواکونه و چې تر دې وړاندې یې په افغانستان یا بل ځای کې دنده اجرا کړې او اوسمهال د اردو سره نه دي.  په ۲۰۰۳م کال کې پر عراق کې تر برید وروسته ددې کمپنۍ د فعالیت چارې عراق ته هم وغځېدلې. په افغانستان او عراق کې بلک واټر دنده دا وه چې د امریکا او نړیوالې ټولنې د ډيپلوماټانو، دفاترو، نظامي هډو، شخصي کورونو او ورته نورو اشخاصو ساتنه یا باډیګارډي به کوي. خو په حقیقت کې ددې کمپنۍ سرتېرو د امریکايي ځوکونو سره په ګډه په عملیاتو کې هم برخه اخیستله.

نیویارک ټایمز په ۲۰۰۹م کال کې یو راپور خپور کړ چې له مخې یې بلک واټر په افغانستان او عراق کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې سي آی اېې سره په ګډه په یو زیات شمېر مخفي عملیاتو کې عملاً ګډون کړی دی. بلک واټر په قانون ماتونې، زورواکۍ، فساد، غلا او د ملکي وګړو په وژنه تورنه کمپنۍ ده. په ۲۰۰۷م کال کې یې په عراق کې پر ملکي وګړو کیفي ډزې وکړې چې په کې لږ تر لږه ۱۷ تنه ووژل شول. بلک واټر دومره پر ځان باور درلود چې حتا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړپوړی استازی یې چې په اصل کې دوی یې د امنیت د نیولو مسئولیت هم درلود، په وژلو وګواښه.

افغانستان او بلک واټر

په افغانستان کې هم د بلک واټر کارنامې زړه بوږنونکي دي. بلک واټر د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې د مخامخ ونډې اخیستلو تر څنګ د هغو ټولو لویو قراردادونو د امنیت ساتنې مسئولیت هم پر غاړه درلود چې امریکايي هډو ته به یې د تېلو په ګډون ټول لوژیستیکي مواد لېږدول. بلک واټر همداراز د پخوانيو جهادي قوماندانانو، سیمه ایزو زوراکو، کورنیو قراردادیانو، ملکانو او نورو سره نږدې اړیکې درلودلې او پېسو په مقابل کې به یې له دوی د سیمې په اړه معلومات راټولول او بیا یې به یې پر سي آی اېې پلورل. بلک واټر حتا د افغانستان د سرحدي ځواکونو د روزنې قرارداد هم له امریکایانو ترلاسه کړی و.

د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته نوې سناریو

اېریک پرنس په ۲۰۱۰م کال کې د بلک واټر کمپنۍ وپلورله او د چین په هانګ کانګ کې یې د فورنټیر سروېس ګروپ په نامه د بلک واټر په څېر یوه بله امنیتي کمپنۍ جوړه کړه چې تر ډېره بریده په افریقايي‌ هېوادونو کې فعالیت لري. پرېنس د تېر کال راهیسې هڅه کوي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د جګړې ټولې چارې دده کمپنۍ ته وسپارل شي. پدې اړه یې د امریکا د دفاع وزارت ته یو طرحه هم وړاندې کړې وه. پرېنس څو څو ځله افغانستان ته سفر وکړ او پدې اړه یې د عطا محمد نور په ګډون یو زیات شمېر سیاستوالو سره لیدنه وکړه. د پرېنس د پلان له مخې به په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو پر ځای د شخصي امنیتي کمپنۍ شاوخوا ۶۰۰۰ سرتېري د افغان ځواکونو سره په ګډه پر مخ وړي او پدې ډول به د جګړې کلنی لګښت تر ۳۰ میلیاردو ډالرو پورې را ټیټ کړي.

د افغانستان دولت د پرېنس ددې پلان سره کلک مخالفت ښودلی دی. حتا ولسمشر غني هدایت ورکړ چې تر دې وروسته پر پرېنس باندې د افغانستان خاورې ته د راننوتلو بندیز ولګېږي.

د الجزیرې سره وروستۍ خبرې

اېریک پرېنس پرون د الجزیرې د نړیوالې ټلوېزیوني شبکې په یوې خپرونه کې د نامتو ژورنالېست مهدي‌ حسن مېلمه و. اېریک پرېنس اوس هم د افغانستان د جګړې شخصي کولو ته په تمه دی. پدې خبرو کې حسن ورته وویل چې ستا له پلان سره په افغانستان کې د جنګسالارانو پرته ټول مخالف دي خو د پرېنس ځواب لنډ و. پرېنس څرګنده کړه چې د حکومتي چارواکو پرته یې یو زیات شمېر سیاستوال ملاتړ کوي. حتا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر ځینو چارواکو ترې هم ملاتړ کړی دی. سره له دې چې مهدي حسن ورته وویل چې د کرزي د دفتر سره یې خبرې کړي او هغوی ددې پلان سره مخالفت ښودلی دی.

پرېنس زیاته کړه چې فکر نه کوي چې ولسمشر غني دې بیا ټاکنې وګټي. نوموړی دې ته انتظار وباسي‌ چې د غني پرته راتلونکي حکومت سره همکاري‌ وکړي. پرېنس په ډېر اطمینان سره وویل چې که چېرې راتلونکی ولسمشر دې ته ورته پلان څخه ملاتړ ونکړي نو د ډاکټر نجیب الله په سرنوشت به اخته شي.

په افغانستان کې د جګړې له لارې پیسې ګټل او د افغانانو په وینه سوداګري کول ددې پلان اصلي موخه ده. دا باید له یاده ونه ویستل شي‌ چې په هېواد کې دننه ځینې کړۍ له دې پلانه ملاتړ کوي.

Blackwater’s Erik Prince: Iraq, privatising wars and Trump

انسان ویبپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply