سوله ولې لاسي خرابوي؟

0 516

یو شمېر افغانان په پوهېدلي او نا پوهېدلي ډول او یو شمېر کړۍ او رسنۍ د منظم پلان پر اساس د افغانستان د ولس سوله چې تر ټولو ملي مسالو لومړیتوب لري په لوی لاس کړکېچنه کوي، په دغه ډله کې لوستي پښتانه ځوانان په لومړي کتار کې ولاړ دي دوی په ټولنیزو رسنیو داسې نظر پوښتنې پیل کړي چې سوله که ټاکنې؟ د ټولنیزو رسنیو یوه برخه همدې نظر پوښتنو ته ځوابونه ورکوي او په دې نه پوهېږي چې د دښمن تبر ته لاستي تراشي او غیر شعوري یې په پردۍ ژرنده اوبه ور خوشې کړې دي.
له بده مرغه په دغه ژرنده کې د دوښمن غله دانه اوړه کېږي او پتيرې یې د پښتون په ګرم شوي تناره پخېږي. زياتره کسان چې خلکو ته ځان تر نورو سوله خوښوونکي معرفي کوي هڅه کوي چې له ځان پرته نور په تېره بيا حکومت او په سر کې یې ولسمشر غني د سولې مخالف وښيي.
دوی داسې تصویر وړاندې کوي چې ټاکنې ګنې د ولسمشر غوښتنه ده او سوله د ولس، خو په دې نه پوهېږي چې د اساسي قانون پرراساس ټاکنې د راتلونکي حکومت مشروعیت ته لار هواروي او د کېدونکې سولې ستنې ورسره نورې هم پیاوړې کېږي. دغه ځوانان پر داسې مړه ښامار کې چړې منډي چې همدې ولسمشر او حکومت یې ولس له شره خلاص کړی او هڅه کوي چې له وېرې داسې خلاص چاپېریال را منځ ته کړي چې هر افغان یې د سولې اتل او هر مخالف یې د خپل کور او ازادي څښتن شي.
په داسې حال کې چې د افغانستان د حکومت ټوله هڅه د سولې لپاره د فضا برابرول او په کور دننه او بهر ورته د سیاسي اجماع جوړول دي، ځينې کړۍ په کابل کې تر طالبانو له مخه داسې بدلون ته څڼې اړوي چې د افغانستان یو شمېر قسم خوړلي دوښمنان یې د را منځ ته کېدو تمه لري. دوی د بېرته رېورس کېدو لپاره کمپاین پیل کړی او هڅه کوي چې په سوله قمار ووهي او دغه په پښو درېدلي حالت ته د پای ټکی کېږدي. دوی د پاکستاني او ایراني چارواکيو هغه څرګندونې نه اوري چې د ولسمشر غني د اوبو مهار کولو او د اقتصادي خپلواکي له رامخې ته شوي پلانونو په چیغو دي.
د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د سولې په بهانه د را منځ ته شوي نظام او سیسټم ولګول په لوی لاس د افغانستان دوښمنانو ته د لا زیاتې مداخلې زمینه برابروي او د نفاق د خپرېدو په ګډون د افغانستان د عملې کېدونکو اقتصادي او بنسټیزو پروژو د شنډولو خوب ته تعبیرونه او لارې چارې سنجوي. دوی د افغان سولې او ټاکنو موضوع داسې بحران ته روانه ښيي چې په نړۍ کې ډېر هېوادونه ترې روغ نه دي وتلي.
په وروستیو ۳ میاشتو کې پرله‌پسې د ټلوېزیونونو او نورو رسنیو پر څپو داسې نظر وړاندې کېږي چې د سولې لپاره باید ټاکنې لغوه شي. همدغه ډله د امریکا او طالبانو په نېت هیڅ شک نه لري او داسې انګېري چې امریکا د خدای او طالبانو لپاره خپل ټول څه قربانولای شي.
سره له دې چې پر طالبانو د زياتو هېوادونو پر موجود اغېز هیڅوک سترګې نه‌شې پټولای او له امریکا سره د دوستي نه کول هم د همدې طالب پلوو په خبره په قران کریم کې واضح شوې، خو داسې کوم ضمانت ته هیڅوک اشاره نه‌شې کولای چې که د ټاکنو تر نېټې سوله و نه شوه؛ نو وضعيت به څوک په څه ډول د چا په مټ کنټرولوي؟ ډېرو ته سوله یوه ساده تجارتي معامله برېښي چې په کم وخت کې هر ډول ترسره کېدای شي.
خو هغه اړخ ته یې د هیچا فکر نه دی چې که ټاکنې هم لغوه شي او خبرو اترو هم د امریکا او یا طالبانو د په شا تګ له کبله پایله ور نه کړه؛ نو د را منځ ته شوي حالت مسوول به څوک وي؟ له سولې سره د واکمنو مشرانو د مخالفت داسې ډنډوره غږول کېږي چې روان کړکېچ نور هم پېچلی کوي چې نتېجه یې د درېیمې نړۍ په ضعیفو هېوادونو کې ډېر کله پر سیاسي او قومي درزونو سربېره د لا سختې جګړې او بېلوالي تر پولو اوړي.
د طالبانو فکر او باور ته په کتو سره ځینو ته دا شکمنه ښکاري چې امریکا دې د دوی له طبېعت سره سم اتڼ وکړي او د ۲۰۰۱ کال په څېر دې افغانستان له بل ناورین سره نه مخامخ کوي. امریکا چې د نړۍ زبرځواک دی په هره معامله کې خپلې ګټې خوندي کولای شي.
هغوی ته د افغانستان په جګړه او سوله کې داسې ګټې روښانه دي چې د افغانستان ډېر ړانده سیاستوال یې نه‌شې لیدای. ستونزه د افغانستان په څو سر ناخلاصو کې ده چې د افغان حکومت او امریکا دوستي ورته کفر او د افغانستان په زیان برېښي، خو د طالب او واشنګټن یارانې ته خوښ دي او فکر کوي چې له امریکا سره معامله افغانستان ته سوکالي او ارامي ور په برخه کوي او د دوی په باور د اسلام ستنې ورسره پیاوړې کېږي او د افغانانو خیر پکې زیاتېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply