نړۍ زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو منندویه ده

0 474

محمدروښان ښاد-

له کومې ورځې چې نړیوال سوله ساتي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي، نو له همغې ورځې د جنګ مسوولیت هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ور لېږدېدلی دی. هغو ځواکونو ته چې په لومړیو کې اټکل دا وو چې دوی به د نړیوالو ځواکونو ځای ډک نشي کړای او نه به هم د جنګ له عهدې څخه ووتلی، مګر زموږ اتلو او زړورو سرتېرو په ډېره مېړانه ټولو ته ثابته کړه، چې دوی د خپل وطن اصلي مدافعین او ساتندویان دي او په خپلو سرښندنو یې د نورو وړاندوینې او اټکلونه غلط ثابت کړل.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره جنګېږي او ښه په قوت او جرئت جنګېږي او له همدې امله د نړیوالو پام ور اوښتی دی.

په ۲۰۱۴ کال کې چې نړیوال سوله ساتي ځواکونه په افغانستان کې نهیلي شوي وو، نو له وتلو وروسته یې خپل ټول امید له لاسه ورکړی وو او دوی په دې باور وو چې طالبان او ترهګرې ډلې به بریالۍ کېږي او افغان حکومت ته به سقوط ورکوي، مګر زموږ د اتلو او زړورو ځواکونو د قربانیو له برکته نه یوازې چې نظام سقوط نشو، بلکې برعکس طالبان او ترهګرې وسله والې او جنګي ډلې وځپل شوې او لا یې هم پر وړاندې جدي عملیات جریان لري.

په سختو جنګي حالاتو کې ګڼو ځوانانو چې زیاته پانګونه پرې شوې وه، هېواد پرېښود، مګر زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول قوت د ملي انګېزې له مخې په پیاوړې روحیه د دښمن پر وړاندې ودرېدل او وجنګېدل، نو له همدې امله زموږ دغو اتلو او مېړنیو ځواکونو نه یوازې زموږ د ولسمشر او هېوادوالو پام ور اړولی بلکې د نړیوالو د پام او باور وړ هم ګرځېدلې دي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ولسمشر غني زیاتې پاملرنې د هېواد په داخل او بهر کې ډېر مثبت اغېز لرلی، ځکه چې هم په کور دننه بېلابېلو ولایتونو، ولسونو او اقشارو د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ ملاتړ اعلان کړ او هم د نړۍ د بېلابېلو هېوادونوپام زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ور واوښت، ځکه بهرنیو نظامي کارپوهانو او رسنیو وخت پر وخت په خپلو ویناو، شننو او خپرونو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیا او زړورتیا یادونه او ستاینه وکړه.

زموږ د اتلو ځواکونو د مېړانې له برکته نړۍ یو ځل بیا له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې یې مرستې وکړې. هند او امریکا د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د هلیکوپترو او جنګي طیارو مرسته وکړه او دغه همکاري به همداسې دوامداره وي.

د دې ترڅنګ روسیې هم لس زره کلاشینکوفونه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او تجیهز په موخه د افغانستان حکومت ته ورکړې او هند هم اعلان وکړ، چې که د افغانستان حکومت له هند څخه د هر ډول او هرڅومره وسلې غوښتنه وکړي، نو هند به ورته مثبت ځواب ورکړي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply