د هیواد پرمختګ کې د ښځو رول حتمي دی

0 688

 

مطیع الله سحر-

د افغان سولې لپاره افغان حکومت، د نړۍ، سیمې اوګاونډیو هیوادونو خپلې هڅې پیل او زیاتې کړي دي. باور دی چې دغه هڅې به د سولې رنګ راوړي او افغانان به له دغه کرغېړن حالت او تحمیل شوي څخه څخه د تل لپاره نجات مومي، مګر سوله نه د پردیو په هدیه کې راځي او نه هم په شعار او خبرو راځي، سولې د عمل پلان او دقیقه برنامه غواړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د هیواد بېلابېلو ولایتونو ته دسفرونو او په ارګ کې د لیدنو پرمهال له ټولو اقشارو سره په ګډه سلا د سولې لپاره د عمل پلان او برنامه ترتیب کړې. لا هم حکومت په پام کې لري چې د ټولو اقشارو د نظرونو او مشورو د اخیستلو لپاره د کب میاشتې په وروستیو کې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه کړي.

ښځې چې د هیواد د نفوس له نیم څخه زیات قشر جوړوي، باید د سولې په روانو خبرو کې ورته ونډه ورکړل شي، تر څو هم د دوی حقونو ته درناوی وشي او هم د دوی پوښتنو او غوښتنو ته دواړه لوري ځوابونه ووایي. بله دا چې د دغه بدمرغه جنګ اصلي قربانیانې مېرمنې دي، ځکه د هیواد په بې امنۍ کې تر ټولو زیاته یوه مور ژړيږي خپل نازولي بچیان یې په بې رحمۍ او بې ګناه وژل کیږي، او ټول دردونه یې د مور په زړه کې پاتې کېږي.

ولسمشر غني د ښځو په تعلیمي، ټولنیزو چارو، اقتصادي مشارکت او په ګڼو نورو برخو کې د ښځو رول ته ځانګړې پاملرنه کړې او دا مهال د حکومت په بېلابېلو کچو ښځو ته واکونه او مسوولیتونه سپارل شوي دي. مېرمنې له حکومت څخه دا غوښتنه کوي چې د سولې په پروسه کې باید دوی ته ونډه ورکړل شي.

ولسمشر غني په ټینګار سره وایي چې د ښځو لپاره د دوی اسلامي حقونه غواړي، هغه حقونه چې اسلام مبارک دین او د هیواد اساسي قانون دوی ته ورکړي دي او پر دغو حقونو هیڅ ډول معامله او جوړجاړی د منلو وړ نه دی.

د ښځو اندېښنه داده چې له افغان وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو پرمهال د دوی پر حقونو معامله ونشي، ځکه طالبان د خپلې واکمنۍ پر مهال د ښځو پر وړاندې سخت زړي وو، د دوی په زده کړو، کار او هر ډول فعالیت یې بندیز لګولی وو. مګر داسې معلومېږي چې طالبان هم اوس بدل شوي دي او دوی که د سولې له لارې له حکومت سره یو ځای شول، نو هیڅ وخت به هم خپل تېر تشدد خصوصاً د ښځو په برخه کې تکرار نه کړي.

 

افغانستان چې څلورو لسیزو جګړو له حرکت او پرمختګ څخه غورځولی او شاته پاتې دی، نو د پرمختګ او تحرک لپاره یې دا ډېره اړینه ده چې ټول افغانان لاس پکار شي او د هیواد په ابادۍ کې برخه واخلي او له دې امله د ښځو رول چې د ټولنې د نفوس نیمایي برخه ده ډېر مهم دی. ښځې اوس کافي ظرفیتونه لري او دوی په هره برخه کې ورسپارل شوې دندې په ښه توګه ترسره کولی شي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply