طالبان دې محاکمه شي؛د بودا نړوونکي ۱۸کاله وروسته هم هماغسې دي

0 628

یو شمېر فرهنګیانو، مدني فعالانو، د بامیان ولایت سیمه‌یزو چارواکیو او دغه ولایت ته له بېلابېلو ولایتونو ورغلیو افغانانو د بودا مجسمې ورانولو اتلسمه کلیزه ونمانځله.
دوی چې «له بودا سره یوه شپه» په نوم فرهنګي ـ هنري پروګرام جوړ کړی، د بودا مجسمې ورانول د هېواد له تاریخ او فرهنګ سره خیانت وباله او ټینګار یې وکړ چې عاملان یې باید سزا وویني. 
دغه پروګرام «د یادون ډلې»، یو شمېر فرهنګیانو او د بامیان ولایت د سیمه‌یزو چارواکیو په نوښت د دوو ورځو لپاره جوړ شوی دی.
په دغه پروګرام کې د کتاب، انځورګري او عکاسي نندارتون، د «مدنیت او جوړجاړي» بحث او د بامیان ولایت د سیمه‌یزو خوړو نندارې ته اېښودل شامل دي.
د یادون ډلې غړې او له بودا سره د یوې شپې د اووم هنري ـ فرهنګي پروګرام سمبالوونکې زهرا حسیني وایي، د دغه پروګرام د جوړولو موخه یې د هغو تاریخي، فرهنګي او هنري اثارو یادون او پیاوړتیا ده چې د وسله‌والو طالبانو له لوري له منځه تللي دي.
د حسیني په وینا، طالبانو نه یوازې پر افغانانو مېچنې تاو کړې، بلکې د هېواد فرهنګي او تاریخي اثار هم ترې په ارامه پاتې نه شول او د لوټلو تر څنګ یې، له خاورو سره خاورې کړل.
زهرا حسیني زیاتوي، که څه هم افغانستان ډېر شمېر تاریخي او فرهنګي اثار لرل، خو د دغو اثارو یوه برخه د کورنیو جګړو د پخوانیو توپکیانو له لوري، یوه برخه یې د قاچاقیانو او بله برخه یې هم د وسله‌والو طالبانو له لوري لوټ او له منځه تللي دي.
د بودا مجسمه د طالبانو د واکمني پر مهال چې مولوي قلم‌الدین یې د «امربالمعروف و نهی عن‌المنکر» په نوم د وزارت مشر و او هغه مهال یې د طالبانو په منځ کې ډېره دبدبه لرله، په بمونو والوزول شوه.
ملا قلم‌الدین ته ښځه فتنه ښکارېده، پتلون ورته د «کافر» جامه ښکارېده، په عکس کې يې شیطان لیده او ځان یې د حضرت ابراهیم علیه السلام وروسته لوی بت شکن ګاڼه. د کابل په کانټينېنټل هوټل کې یې یو ځل په خپل لاس له لرګي جوړه د بودا مجسمه په تبر ماته کړې وه.
د ملا قلم‌الدین، د نورو طالب مشرانو او د هغوی د واک بټن لرونکيو پام ورو ورو په بامیان ولایت کې د څلورمې او پینځمې پېړۍ د بودا دوو لویو مجسمو ته ور واوښت. لومړی یې د دغو مجسمو ته د بهرنیو او خبریالانو پر ورتګ بندیز ولګاوه او وروسته یې بمونه ترې لاندې او دغه مجسمې چې د افغانستان په تاریخي او فرهنګي اثارو کې هنري شهکار ګڼل کېدې، را چپه او ټوټه ټوټه کړې.
په همدې حال کې د بامیان ولایت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه‌یز دفتر رییس جواد دادګر د طالبانو په لاس د دغه ولایت د مجسمو ورانول جنګي جنایت بولي او د دې ډلې د محاکمه کولو غوښتنه کوي.
د هغه په وینا، د افغانستان د تاریخي او فرهنګي اثارو لوټماران او ورانوونکي د تاریخ مخ توري دي او اړوند کورني او بهرني بنسټونه یې باید د محاکمه کولو لپاره اقدام وکړي.
بل ‌خوا د بامیان ولایت والي محمدطاهر زهیر هم د بودا مجسمو ورانولو د غندلو تر څنګ، طالبان او هغه نورې ډلې چې د هېواد تاریخي او فرهنګي اثار لوټي، بهرنیو هېوادونو ته یې قاچاق کوي او یا یې هم له منځه وړي، د افغانستان د تاریخ او افغانانو دوښمنان یاد کړل او ژمنه یې وکړه چې په ټول توان به په دغه ولایت کې د پاتې تاریخي اثارو ساتنه وکړي.
طالبانو اتلس کاله مخکې د ۲۰۰۱ میلادي کال د مارچ پر ۹مه نېټه په بامیان ولایت کې د صلصال او شهمامې مجسمې چې د افغانستان تاریخ پرې ځلانده و او دی، ورانې کړې.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply