د امنیتي او دفاعي ځواکونو پراخ ملاتړ او تقدیر

0 468

مطیع الله سحر

ولسمشرغني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو د درناوي په پار تېر کال د کب نهمه  د امنتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د ملي ورځې په نوم ونوموله او له همغه راهیسې دغه ورځ هر کال په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي.

سږکال افغان ولس، ځوانانو او سپین ږیرو نر او ښځو دغه ورځ د هیواد په ګوټ ګوټ کې په شاندارو مراسمو ونمانځله. د پیاوړو ځواکونو په غاړو کې یې د ګلونو هارونه واچول. هغوی سره یې خپله خواخوږي څرګنده او په ځانګړو ډالیو یې هغوی وستایل او د هغوی د اتلولیو ستاینه یې وکړه. د هغوی لاسته راوړنو او سرښندنو پر هیواد او راتلونکي د خلکو باور زیات کړی. خلکو ته یې د ښه راتلونکي هیله ورکړې او دادی نن سبا د دوی د قوت او مېړانې له امله د سولې هیلې هم راټوکېدلې دي، ځکه وسله وال دښمن د دوی پر وړاندې د جنګ مورال بایلی او د سولې لاره یې اختیار کړې ده. عام ولس خپلو امنتي ځواکونو ته دا وښودله چې تاسو یوازې نه یاست ستاسو تر شا د افغانستان ټول ولس ولاړ دی.

ملي دفاع وزارت د یادې ورځې په پار ځانګړې غونډه جوړه کړې وه چې په هغه کې د هیواد د ټولو قطعو افسرانو او عسکرو ګډون کړی وو، د هغوی هغه ټولې کړنې یې وستایلې کومې چې دوی د دې هیواد او د هیواد د بچیو لپاره تر سره کړې وې، هیواد یې د دښمن له لاس وهنې او له ورانکاریو څخه په امن کې ساتلی. د زړورو ځواکونو لپاره یې تقدیر نامې او مډالونه ورکړل. چې په دې سره یې د هغوی مورال نور هم لوړ کړ.

افغان ځوانانو د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره په هر چوک کې  ولاړ وو چې خپلو سرتېرو ته یې غېږې او غاړې ورکولې او بیا یې ګلونه ور اچول.  د هغوی خدمتونه یې وستایل، او دا وعده یې ورسره وکړه چې تاسو یوازې نه یاست له تاسو سره  د وطن هر وګړی دې او په حاصه توګه د وطن ځوانان چې له تاسو سره به په هر ډګر کې ولاړ وي، او ستاسو ملاتړ به کوي.

د ځوانانو ملاتړ له ملي او دفاعي ځواکونو خورا مهم دی، ځوانان پوره انرژي او وړتیا لري چې دوی د وطن لپاره په هر ډګر کې ونډه واخلي او وطن د  نورو له لاسوهنو وژغوري. ځوانان هم غواړي چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره یوځای خپله دنده ترسره کړي. او له وطن څخه داسې دفاع وکړي او خپل وطن داسې یوځای ته ورسوي چې نړۍ وال ورته حیران پاتې شي، او د نړۍ په تاریخ کې د دوی نوم په زرینو کرښو ولیکل شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د خپلو زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د دې ورځې مبارکي وویله، او له هغوی څخه یې ځانګړې مننه وکړه د هغوی لاسته راوړنې یې د مډالونو او ترفیعاتو او تقدیرنامو په ورکولو سره وستایلې. هغوی ته یې وویل چې تاسو  دې وطن ته ویاړ راوړی تاسو تل خپله دنده په ایماندارۍ او صداقت سره  ترسره کړې ده. د دې وطن او د وطن د بچیو له پاره شپې او ورځې مو په ویښه تېرې کړي دي په ځانونو مو سختې راوستي، په کمو امکاناتو مو وطن له دښمن نه په امن کې ساتلی چې دا ستاسو زما او د ولس لپاره د ویاړ ځای دې.  

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply