زورواکي کاواکه کېږي؛ولس د خپلو سرتېريو تر شا ولاړ دی

0 434

زورواکي، پخواني توپکیان او نامسووله وسله‌وال د نورو ترهګرو تر څنګ، په افغانستان کې د نا امنۍ، انسان‌ تښتونې، وسله‌والو غلاوو، باج اخیستو او پر خلکو د ظلم په برخه کې لوی لاس لري او په هېواد کې د ناسم امنیتي وضعیت لاملونه ګڼل کېږي.
که څه هم زورواکي، پخواني توپکیان او نامسووله وسله‌وال له ډېرو کلونو راهیسې پر افغانانو واکمن دي، خو په هېواد کې د لنډمهالي او لومړني ولسواک نظام له جوړېدو سره سم لا ځواکمن او نږدې ټولې مهمې دولتي ادارې ورته وسپارل شوې.
خو د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته د دغو کسانو ګوښه کولو او ځپلو ته د حکومت ور پام شو او تر یوې کچې یې هڅه وکړه چې لومړی یې له دولتي موقفونو را وغورځوي او ورو ورو یې افغانان له شره بې‌غمه کړي.
سره له دې چې دا زورواکي، پخواني توپکیان او نامسووله وسله‌وال لا هم له پښو نه ‌دې لوېدلي، خو د تېر په پرتله د پام وړ بې‌واکه او ځپل شوي دي.
د زورواکیو پر وړاندې د حکومت، په تېره بیا د امنیتي ځواکونو د اقدام تازه پېښه د پنجشنبې په ورځ په بلخ کې ولایت کې وه. کورنیو چارو وزارت د بلخ د پخواني امنیه قوماندان پر ځای چې جمعیت ګوند او هاغه د شمال امپراطور«!» عطا نور ته نږدې کس و، محمد نقیب مبارز نوی امنیه قوماندان ټاکه، خو هغه او پخواني امنیه قوماندان او یو شمېر نورو امنیتي مسوولانو یې مخالفت وکړ.
عطا نور له دې یوه ورځ وړاندې حکومت ته خبرداری ورکړ چې په هر قېمت به یې د پرېکړې پر وړاندې درېږي، خلک یې پر ضد راوپارول، خو امنیتي ځواکونو د قانون د تطبیق لپاره لاس په‌ کار شول او تر لږ نښتې وروسته یې نوی امنیه قوماندان رسماً معرفي کړ او د عطا نور ګواښونه، زورواکي او اعلامیې هوا ته پورته شوې.
که څه هم د ولسمشري نوماند حنیف اتمر په هماغې ورځې د حکومت د دې کار پر وړاندې خبرې غونډه را وغوښته او دا یې یو سیاسي عمل وباله، خو عام خلک د حکومت او امنیتي ځواکونو دا کار ستايي او ټینګار کوي چې خلک یې په ټول توان تر څنګ ولاړ دي او دوی دې په ډاډه زړه د ټولو زورواکیو، پخوانیو توپکیانو او نامسووله وسله‌والو پر ضد اقدام وکړي.
دوی وايي، دغه ډلې نه یوازې د هېواد او خلکو په ګټه نه‌ دي، بلکې لا یې هم لپاره سرخوږي جوړوي او په ‌کار ده چې کمزوري او وځپل شي.
د کابل یو اوسېدونکی محمد عمر وايي، د زورواکیو، پخوانیو توپکیانو او نامسووله وسله‌والو پر وړاندې د حکومت، په تېره بیا د امنیتي او دفاعي ځواکونو اقدام ستايي او دا په هېواد کې د امنیت ټینګښت، سولې او پرمختګ لپاره مهم یادوي.
په همدې حال کې د بلخ اوسېدونکې شبانې له سرخط سره په خبرو کې وویل چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت امنیتي وضعیت ناسم لوري ته تللی و او د امنیتي مسوولانو بدلول به وکولای شي د دغه ولایت په وضعیت کې مثبت بدلون راولي.
د هغه په وینا، د بلخ اوسېدونکي په خپل ولایت کې د هيڅ ډول کړکېچ او نښتو زغم نه‌ لري او هيچا ته به اجازه ور نه‌ کړي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د خلکو له ادرسه د یوه ولسواک او قانوني حکومت پر وړاندې بغاوت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د حقوقي چارو د شنونکیو په وینا، په دولتي ادارو کې د کسانو ادلون بدلون یو عادي کار دی او د حکومت مسوولان کولای شي د چارو د ښه تنظیم او ادارې لپاره په دغو برخو کې بدلونونه راولي، خو د قانون او د حکومت د مشرانو د پرېکړېو پر ضد درېدل، بغاوت دی او حکومت حق لري چې د ملي امنیت له ګډوډولو د مخنیوي لپاره د دغو کسانو په ځپلو کې قهریه قوه وکاروي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply