موقت حکومت که د افغانستان ورانونې نوې دسیسه

0 522

– لیکوال: لعل الدي اریوبي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان د روانې شخړې د احتمالي حل یوازینۍ لار په افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت رامنځته کېدل دي او دا شخړه یوازې د موقت حکومت په رامنځته کېدو حل کېدای شي.

له بده مرغه، د عمران خان او ځینو نورو تر څنګ په افغانستان کې د واک یو شمېر تږي اشخاص، ډلې او ټپلې، چې د ولس د سوکالۍ او افغانستان جوړونې د فکر پر ځای یې ټوله هڅه او تمرکز یوازې واک ته رسېدل او د دې لپاره هر ډول نامشروع کړنو او معاملو ته لاس اچول دي، په هېواد کې له عمران خان سره د موقت حکومت د رامنځته کېدو اوازه زمزمه کوي.

پرته له شکه عمران خان دا هېره کړې، چې په اوسنیو حالاتو کې د پاکستان وروستۍ شخړې د افغانستان د شخړې په پرتله څو چنده زیاتې او جدي دي، تر دې چې د پاکستان د تاریخي بربادۍ او تجزیې لامل کېدای شي. عمران خان باید د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پر ځای د پلوڅانو، پښتنو او پنجابیانو تر منځ شدیدو او د اندېښنې وړ کشالو ته د حل لار ومومي او که د موقت حکومت نسخه د ټولو شخړو د احتمالي حل لار ګڼي ښه به دا وي، چې لومړی یې په خپل هېواد کې عملي کړي.

افغان ولس د موقت حکومت ترخې تجربې لري، نه غواړي یو ځل بیا د داسې بحران لور ته لاړ شي، چې جبران یې ناممکن او حتی کلونه کلونه وخت ونیسي. ښکاره ده، چې د موقت حکومت رامنځته کېدل د واک خلا رامنځته کوي او پاکستان د پخوا په څېر یو ځل بیا دې فرصت ته په تمه دی، چې د خپلو کورنیو افغان لاسپوڅو په مرسته د زرګونو قربانیو پر بنسټ زموږ جوړ شوی وسله وال پوځ او نور تاسیسات له منځه یوسي، افغانان ووژني او د یو بل ناورین رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړي.

پاکستان په افغانستان کې موقت حکومت نه غواړي بلکې د افغانستان ورانونې د نوې دسیسې په لټه او فرصت طلبۍ کې دی، خو زموږ یو شمېر سیاستوال، چې په سر کې یې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر راځي له پاکستان سره د موقت حکومت غږ یو ځای بدرګه کوي او د دښمن په نوې دسیسه کې خپله بریا ویني، خو دواړو خواوو دا هېره کړې، چې افغانان اوس د نظام او حکومت ساتنې په ارزښت تر ټولو ښه پوهېږي او پېغام یې د دواړو اړخونو د غوښتنو کلک رد دی او هغه څوک چې د افغانستان د بربادۍ نوې نقشې جوړوي ولس یې نه یوازې غندي بلکې پر وړاندې یې د سپر په توګه راپورته کېږي.

عمران خان او ښاغلي اتمر ته د ولس پېغام روښانه دی او د موقت حکومت له رامنځته کېدو د اوسني حکومت دوام څو ځلي غوره ګڼي. ولس د دې نظام د بقا او ساتنې لپاره په سختو حالاتو کې قرباني ورکړې او لا یې هم ورکوي، چمتو دی، چې د واک تږو، د افغانستان ورانونې نویو دسیسه جوړونکو، د سولې د پروسې سبوتاژ کوونکو او د ولس په سترګو کې خاورې شیندونکو په خوله کلک سوک ورکړي.

افغانان د موقت حکومت ته د افغانستان ورانونې د یوې نوې دسیسه په سترګه ګوري، په کلکه یې غندي او په دې عقیده دي، چې پاکستان، کورني لاسپوڅي او نور ګاونډي هېوادونه یې له کلونو، کلونو رامنځته کېدو ته انتظار باسي. ولس به دښمن ته په هیڅ ډول دې شومې موخې ته د رسېدو فرصت ورنه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply