د ولسي جرګې د پایلو پر وخت اعلان د ولس حق دی

0 473

محمدابراهیم سپېڅلی_

کندهارښار

د کندهار یوشمیر روڼ اندي، مدني فعالان نارینه او ښځي له دولت، د ټاکنو له خپلواک کمیسون او نړيوالي ټولني غواړي، چي د دوی رايي ته په درنه سترګه وګوري او د دموکراسۍ د اصولو له مخي د پنځو میاشتو ځنډېدلي پایلي په سم ډول اعلان کړي.

د کندهاریانو په قول، په خپله خوښه د زیاتو ناامنیو په څنګ د رايې صندقونو ته ولاړل، خو د نتایجو يې درک ورک دی.

دوی پر دولت، نړېوالي، ټولني او په خاص ډول د ټاکنو پر کمیسون ږغ کوي، چي د دوی حق، چي د ولسي جرګې د ټاکنو اعلان دی  نور ونه ځنډوي.

مرغلره خوشحال همدغه ټکي ته ګوته نیسي او وايي، د ټاکنو یوه ورځ ترمخه يې د دفتر ځینو همکارانو اود کورنۍ غړو ورته وویل، چي د ټاکنو په ورځ د رايي مرکزونو ته ولاړه نه سي، ځکه چی دغه رايې هیڅ ګټه ځکه نه لري، چي حق حقدار ته نه رسیږي او ددې په وینا خدای خبر، چي پایلې څخه مهال اعلان سي؟

دا وايي، د ټولو خبري يې ونه منلې او غوښتل يې ډموکراسي تمثیل کړي د رايې ورکولو مرکز ته ولاړه، یونیم ساعت يې انتظار وکړ او بالاخره نوبت ور ورسیدی او خپل د خوښي وړ کاندید ته يې رایه ورکړه، مګر افسوس، چي د رايې نتایج يې د کورنۍ دغړو او همکارانو په خبره پسي ورک او دا ورځ تربلي دغه د پایلو ځنډ ناهیلې کوي.

نوموړې وايي، که داسي خبره وای، نو هیڅکله به يې پوره یونیم ساعت د رايې په مرکز کي د رايې د کارولو لپاره انتظار نه وای کړی.

« د ولسي جرګې پایلي باید څلور پنځه میاشتي ترمخه اعلان سوی وای، مګر موږ اوس له ډېر انتظاره شرمیږو، چي ورځ تربلي دا نتجې ځنډیږي.

ښه خبره داده، چي دولت، نړيواله ټولنه او په خاص ډول د ټاکنو کمیسون زموږ حق موږ ته راکړي او ددموکراسۍ وعدې ، چي راسره سوی، هغه پرځای کړي. »

غمی مظلومیار، چي په کندهار کي یو له مدني فعالانو دی هم وایی، له ډیرو هیلو سره د ټاکنو په ورځ نه یوازي خپله ولاړ بلکي یوه ډله نور ځوانان يې هم وهڅول، چي خپله رایه په خپله خوښه وکاروي، مګر اوس حیران دی، چي د ورکړي رايې نتجه يې ولي نه معلومیږي.

مظلومیار پوښتنه کوي، چي په نوره نړۍ کي هم خلک د رايې پایلو ته دومره انتظار کوي، که یوازي افغانان دغسي له پامه لویدلي دي؟

دده په قول پوښتنه يې ځکه نړېوالي ټولني ته متوجه ده، چي هغوی د انتخاباتو لګښتونه ورکړي او له ټاکنو ترمخه يې د خلکو د هڅووني لپاره زیاتي پيسې پر تبلغاتو لګولي دي، مګر اوس ولي د افغان ولس د رايو د نتایجو په اړه چوپه خوله دي؟

« زه دیو افغان ځوان په صفت تر ټولو غټ مسؤلیت د نړيوالي ټولني بولم، چي په دې اړه زموږ ږغ واوري او موږ یقیني کړي، چي په رښتیا موږ د ډمکراسۍ لپاره کار کړی، انتظار کړی او وخت مو تیر کړی دی.

زه پوښتنه کوم، چي نړيواله ټولنه ولي په دې اړه څه نه وايي؟ »

پښتون ارمان  بیا یو بل د کندهار اوسیدونکی دی او وايي، چي د ولسي جرګې د نتایجو اوږد ځنډ پر ډموکراسۍ خورا سخت بدګومان کړی دی.

د افغان په قول، په هیواد کي د ښې راتلونکي په موخه يې تذکره سټېکر کړې، د رايې مرکز تللی او په خپله خوښه يې خپل د خوښي وړ کاندید ته رايه ورکړي، خو له بده مرغه پنځه میاشت اوږد انتظار يې نور ورځ تربلي په افغانستان کي پر ډموکراسۍ سخت ناهیلی کړی دی او که حالت همداسی روان و، نو نه یوازی دی، بلکي ډېر هیوادوال به په راتلونکو ټاکنو کي برخه وانه خلي، ځکه رايه کارول د ډموکراسۍ اصل دی اود دغه اصل د بنسټ نتیجه دومره ځنډیږي، نو نور به څه حال وي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply