څنګه د ټولنیزو شبکو کارول محدود کړو؟

0 438

حمیدالله حمیدي_

ټولنیزو شبکو  ته لږ وخت ځانګړی کړئ! زموږ او ستاسو ډېری د نورو لپاره د ځانښوودنې او یا دا چې ځان  پرمختللی معرفي کړو، په بېلابېلو ټولنیزو شبکو کې اکونټونه جوړوو. باور وکړئ چې دا لازمه نه ده چې تاسو باید په ټولو شبکو کې د ځان لپاره اکونټ جوړ کړی.

د دې لپاره اړتیا نشته چې د موبایل پر سکرین مو ډول ډول پروګرامونه ښکاره شي او په ټولو شبکو کې باید اکونټ ولری. دغه څه مو ذهني ارامي له منځه وړي. موږ د ژوندي پاتې کېدو لپاره هوا، خوړو، د پروټینو او وېټامینونو ټاکلې اندازې ته اړتیا لرو، نه فیسبوک او انسټاګرام ته. باید هره شېبه د نوټیفیکشن له ټینګ، ټینګ څخه ځان خلاص کړو، ځکه دغه څه مو ارامي له منځه وړي. کله چې د خپلو ټولنیزو شبکو نوټیفیکشنونه بند کړی، ورځنۍ چارې به په پوره تمرکز تر سره کړی.

په تبلټ او ټلېفون کې مو چې کله نوټیفیکشن او پیغام راځي، موږ ته را یادوي چې په مجازي نړۍ کې نوي څه پېښ شوي دي. داسې احساس کوو چې که یې ونه ګورو، نو یو څه به له لاسه ورکړو. که د ټولنیزو شبکو نوټیفیکشنونه بند کړو او د ورځې په اوږدو کې یوازې یو ځل سر ور ښکاره کړو؛ دوې ګټې به وکړو. یو دا چې وخت به مو سپما کړی وي او بله دا چې ذهن به مو د بېلابېلو بدو پېښو، چې زموږ پر ذهن خورا بد اغېز کوي؛ خوندي ساتلی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply