دوحې ته ځم، خو جرګه تحریموم

0 564

د سولې مشورتي لویه جرګه چې په نږدې راتلونکي کې به جوړه او د سولې پروسې په اړه به افغان دولت ته خپل نظرونه او وړاندیزونه وسپاري. د دوی پرېکړې او نظرونه الزامي نه، بلکې مشورتي دي، مګر د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو پر حکومت د فشار راوړلو په موخه مخکې له مخکې له جرګې سره پرېکون کړی او ویلي یې دي چې دوی به په دغه جرګه کې ګډون ونه کړي. لومړی خو دغه سیاسیون نه د کوم ګوند حیثیت لري او نه هم د ولس واقعي استازي دي، دوی د هیچا په استازیتوب نه خبره کولی شي او نه هم پرېکړه. دوی د عادي افرادو په توګه یوازې د خپل ځان استازیتوب کوي او له دې امله جرګې ته د دوی ورتګ او نه ورتګ د جرګې په پرېکړو هیڅ ډول اغېز نه شي لرلی.

جرګه خپل اصول لري چې جرګه مار ورباندې ښه پوهېږي. جرګه د یو کس او څو کسو په تحریم نه ورانېږي او نه کمېږي. جرګه د ولس له استازو جوړه وي او دوی د اکثریت اراو پر بنسټ د ملي مسایلو په اړه پرېکړې او تصامیم نیسي، نو په دې کې د افرادو رول مهم نه دی، بلکې اکثریت رایې مهمې دي. ځکه د افغانستان تېر تاریخ ته چې وګورو نو ډېرې مهمې مسلې، کشالې، ستونزې او موضوعات د جرګو د پرېکړو په اساس حل او فصل شوي دي.

د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو نوماندان فکر کوي چې په دې ډول اعلامیو سره به په حکومت فشار زیات کړي او امتیاز به ترلاسه کړي، مګر دوی له دې بې خبره دي چې ولسمشر غني د هیڅ ډول فشار پروا نه لري. هغه د فشارونو په دفعه کولو تر بل هر چا ښه پوهېږي. دا عموماً هغه کسان دي چې د افغانستان په څلوېښت کلن بحران کې مستقیم لاس لري او دوی د بحران د کمولو پرځای د بحران د زیاتولو هڅه کوي، ځکه د دوی ګټې په بحران، جنګ، ناامني او فساد کې خوندي دي.

د ولسمشرۍ هغه نوماندان چې د سولې مشورتي لویې جرګې سره پرېکون اعلانوي، دا په حقیقت کې له سولې او ولس سره پرېکون دی، ځکه دا د سولې جرګه ده چې ولس په کې خپل تصامیم نیسي او بیا یې دولت ته سپاري، مګر دغه نوماندان چې له سولې او ولس څخه وېره لري، ځکه نو جرګه تحریموي. عجیبه خو داده چې د مسکو او دوحې غونډو ته نابللي ورځي او ګډون کوي، ځکه هلته د قدرت د وېش مسله مطرح ده او دوی وېرېږي چې له نورو کمه برخه ور ونه رسېږي، مګر په وطن کې چې د سولې مشورتي لویه جرګه کې د افغانستان د جنګ د ختمېدو او د تلپاتې سولې د تامین پر موضوع بحث کېږي، نو دوی ورسره خپل پرېکون اعلانوي چې دا هم له ولس او هم له سولې سره جفا ده، ظلم دی او د ولس پر هیلو او ګټو خپلو شخصي غوښتنو او ګټو ته لومړیتوب ورکول دي.

په دې کې شک نشته چې ولس به له دوی څخه فاصله ونیسي. ولس به له دوی کرکه وکړي او ولس به دوی د ځانپالو او پردیپالو په توګه وپېژني او دوی ته به د دې اجازه ورنه کړي چې د دوی او وطن په سرنوشت لوبه او معامله وکړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply