د قطر ورا به د سولې ډولۍ راوړي؟

0 511

د حکومت په ګډون د سیاسي او جهادي رهبرانو، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د ښځو ځینو استازیو له نږدې یوې اوونۍ بحث او چنې وهلو وروسته بالاخره د قطر غونډې لپاره د افغان دولت د ۲۵۰ کسیز پلاوي نوم‌لړ اعلان کړ. 
په دغه نوم‌لړ کې د یو شمېر لوړپوړیو حکومتي چارواکیو په ګډون، د سیاسي او جهادي رهبرانو، سیاسي ګوندونو، د ولسمشري یو شمېر نوماندانو، ښځو، مدني ټولنو، قومي مخورو، ځوانانو، رسنیو، د جګړې د قربانیانو او یو شمېر نورو لوریو استازي او پلویان پکې شامل دي او ۵۲ یې هم ښځینه دي.
ټاکل شوې دا پلاوی په قطر کې له طالبانو له استازیو سره د سولې مخامخ خبرو اترو په غونډه کې د ګډون لپاره چې د اپرېل میاشتې له نولسمې تر یوویشتمې پورې جوړېږي، دوحې ته لاړ شي.
خو په دغه نوم‌لړ کې د کسانو له شمېره داسې ښکاري چې د حکومت په ګډون، پخوانیو چارواکیو، د ولسمشري ځینو نوماندانو، د سیاسي ګوندونو، قومونو او ډلو استازیو پوره هڅه کړې چې خپل کسان په دغه نوملړ کې شامل او له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره یې قطر ته ولېږي.
که څه هم دا یو ښه اقدام دی چې ټولې خواوې پر یوه ګډ پلاوي هوکړې ته رسېدلي، خو ولې دومره ډېر شمېر کسان؟ ایا دوی ټول به هلته پر سولې وغږېږي؟ که هو، ایا د دوی ټولو له خولو به د سولې په اړه یو واحد غږ او دریځ راووځي؟ په داسې حال کې چې د بېلابېلو فکرونو، ډلو او سیاسي لوریو کسان پکې شامل دي او ټول د سولې پر روانه پروسه یو له بل سره رقابت کوي. ایا په دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو غونډه ده، که دا کسان هلته د کوم واده یا بل پروګرام لپاره ځي؟ ایا دوی به وکولای شي په ۲۵۰ فکرونو، لیدلوریو او خولو طالبانو ته قناعت ورکړي چې جګړه پرېږدي او د سولې لار خپله کړي؟ او ایا دوی به له کابله دوحې ته د سولې یو واحد غږ ولېږي او که طالبانو ته به د حکومت، سیاسي او جهادي رهبرانو، سیاسي ګوندونو او نورو خواوو د بې‌اتفاقي تصویر وړاندې کړي؟
ښکاره ده چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره د دومره شمېر کسانو لېږل، د افغانانو نهایت بې‌اتفاقي، بې‌باوري او نه همغږي ښيي.
په نوم‌لړ کې د هر لوري شامل کسان به په خپل ټول توان هڅه وکړي چې په دې پروسه کې تر نورو ځان ډېر خوږ، مطرح او وړاندې کړي او هم به د طالبانو له استازیو سره د خبرو اترو پر مهال، هڅه وکړي چې د هغوی لیدلوری د خپلې سیاسي، په تېره بیا ټاکنیزې ډلې پر لور را واړوي یا لږ تر لږه یې د ځان او ډلې په اړه د هغوی فکر بدل کړي چې دا به د دې غونډې تر ټولو کمزوری او ټیټ عمل وي.
د قطر غونډې ته د دومره کسانو تلل به نه یوازې لازمه او د پام وړ پایله ترلاسه نه‌‌کړي، بلکې د سولې دغه فرصت چې له ډېرې مودې راهیسې یې کار او هڅې شوې او افغانان یې پایلو ته ډېره تمه او هیلې لري، بې‌ځایه تېر کړي.
د حکومت په ګډون، ټولو خواوو ته په‌‌ کار وه چې پر یوه داسې محدود پلاوي سره سلا شوي وای چې له یوې خوا یې شمېر له لسو، شلو یا دېرشو کسانو نه وای لوړ شوی او بل خوا هم پر خبره او د هېواد، سیمې او نړۍ پر اوسني وضعیت، بدلونونو، پلانونو او غوښتنو پوه وای او هلته یې له طالبانو سره د سولې پر مېز د هېواد او خلکو له ملي ګټو، ارزښتونو، لاسته‌راوړنو او غوښتنو نه یوازې منطقي دفاع کړې وای، بلکې هغوی ته یې هم قناعت ورکړی وای چې له خپلې سرزوري تېر شي او په هېواد کې روان کړکېچ پای ته ورسوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply