سوناکشي بل کمال هم لري

0 1,642

د سوناکشي سینها کورنۍ او ملګري وايي، هغې له دوی سره هيڅ وخت د هندي سېنما د وتلې ستورې په حیث چلند نه ‌دی او په وینا یې تل یې له دوی سره د یوې عادي نجلۍ په څېر رویه کړې ده.
دوی د هغې په اړه چې په ډېر لږ وخت کې به په کلنک فلم کې راښکاره شي وايي، د هغې همدا ښه زړه راښکونکی چلند هغه په دې سېنما کې لوړ پوړ ته رسولې ده.
هغې له هندي رسنیو سره په خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې تل خوله له خندا ډکه وي، ویلي له خپل مسلک سره د لېونتوب تر کچې مینه لري او په هر فلم کې ډېره هڅه کوي چې د خلکو او مینه‌والو د خوښې وړ تمثیل وکړي.
هغه په خپله رویه هم اعتراف کوي او وايي، هيڅکله یې له خپلو مینه‌والو سره د بالیووډ د ستورې غوندې چلند نه‌ دی او په وینا یې که هغه یې مور و پلار، وروڼه او د ماشومتوب ملګري دي، دوی یې لکه د هماغې پخوانۍ سونا په نوم پېژني.
له سلمان خان سره په دبنګ فلمونو کې دا مشهوره ستورې وايي، په کلنک فلم کې به د ۱۹۴۰ زمانې د منګل په نوم ماموریت کې د یوې ساینس‌پوهې ښځې په څېر رول لوبوي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply