د الفتح عملیات او د طالبانو اهداف

0 465

سید عبدالله پاچا _

په داسې حال کې چې افغان حکومت او امریکا هڅه کوي چې افغان جګړې ته یو پای پیدا کړي او د اوربند تر څنګ دایمي سولې ته ورسیږي، طالبانو د الفتح عملیات اعلان کړل او له عملیاتو سره سم یې لومړی ښوونځي او ماشومان په نښه کړل.

افغان حکومت بیا د خالد په نوم امنیتي پلان اعلان کړی چې د خلکو ناموس او له خاورې دفاع وکړي، خو طالبانو فکر وکړ چې دا عملیات د جګړې د دوام لپاره پيل شوي نو ځکه یې په غبرګون کې عملیات اعلان کړل.

افغان حکومت د خلکو له غوښتنې سره سم د سولې پروسې د بريا لپاره کافي هڅې کوي او په دې برخه کې یې خپله اراده ښودلې ده، تاسو ولیدل چې له حزب اسلامي سره سوله وشوه او هغه څه چې په هوکړه کې پرې توافق شوی و، تطبیق شوي او ځینې د تطبیق په حال کې دي.

له دې وروسته تاسو په کوچني اختر او بیا له هغې وروسته لوی اختر کې ولیدل چې اوربند وشو، که څه هم طالبانو کوچني اختر کې درې ورځې اوربند وکړ، خو له افغان حکومت سره یې اوربند تمدید نه کړ او بیرته د جګړو لیکو ته وګرځیدل.

اوس چې طالبانو بیا په جګړه تمرکز کړی دی دا ټول هغه څه دي چې د افغانستان او افغانانو لپاره د طالبانو اراده ښکاره کوي، طالبان د جګړې لپاره جوړه شوې پروژه ده او د جګړې د دوام لپاره به هر ډول امکانات افغان دښمنه هېوادونه ورکوي.

طالبانو هر کله د جګړې په پایله کې د خپلو ګټو لپاره پردي اولادونه قرباني کړي او د افغانستان د پرمختګ مخه یې نیولې، طالبان په دې کیسه کې نه دي چې څوک ووژل شول اوڅه وران شول، طالبان یواځې ګډوډي غواړي او په دې ګډوډي کې ځکه بریالي دي چې د عامو خلکو په جامو کې خپل کار وباسي.

طالبانو د الفتح عملیاتو پيل په فرا کې د ښووڼځیو له سووزولو وکړ او په تازه موردو کې یې دوه د نجونو ښوونځي سوزولي دي، طالبان هر هغه کار کوي چې ډير خلک پرې خبرې وکړي او نړۍ پرې خبره شي.

طالبانو د الفتح عملیاتو په لومړیو کې دغه راز دوه بریدونه په ماشومانو وکړل چې زیات ماشومان یې ټپيآن او شهیدان کړل.

لغمان کې یې په ماشومانو بمي چاودنه وکړه چې اته پکې شهیدان او ۱۰ نور ټپيآن شول، له دې پېښې دوه ورځې وروسته یې د هلمند ګرشک ولسوالۍ کې د ملکي وګړو موټر ته بمونه واچول چې ۱۲ ماشومان یې ټپيآن کړل.

اوس چې تر بل هر وخت د سولې لپاره اراده پياوړې شوې او تمه زیاته شوې، طالبان او افغان دښمنه هېوادونه هڅه کوي دا خبرې سبوتاژ کړي.

افغانان سوله غواړي او په دې پوهیږي چې طالبان د پردیو د لاس الې دي او باید نور له جګړې راوګرځول شي چې له یوې خوا جګړه ودریږي او له بلې خوا افغانستان پرمختګ وکړي.

نو د طالبانو د الفتح عملیاتو خوبونه به رښتیا نه شي چې فکر کوي کومه سیمه ونیسي، یواځې دا چې جګړه کې به افغانان ووژني او ملکي وګړي به د سپر په توګه وکاروي، په دې به د طالبانو مشران پيسې ترلاسه کړي او کورنی ژوند به پرې جوړ کړي او پردي اولادونه به پکې قرباني کړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply