وزیرستان بيا تاریخ جوړ کړ

0 758

منظور پښتون او ملګرو یې په داسې سیمه کې طوفان جوړ کړی چې څو کاله وړاندې د ځمکې پر سر تر ټولو خطرناکه ترهګریزه سیمه او د طالبانو مرکز بلل کېده چې په پښتون‌خوا کې اوس په خلایي مخلوق پېژندل کېږي. په شمالي وزیرستان کې ولس داسې خوځښت پیل کړی چې د پنجاب زړه رپوي او د پښتون راتلونکی بلل کېږي. په میرانشاه کې یوې غونډې ته د پښتون ژغورنې د غورځنګ د ځوانانو له خوا د لسګونو زره کسانو راغونډول، تنظیمول او لوری ورکول د پښتنو په ټول تاریخ کې بې ساری ګام دی.
پر ځمکه مېشتو شاوخوا ۶۰ میلیونو پښتنو په ټول تاریخ کې هیڅ ځای او هیڅ وخت د خپل برخلیک لپاره دومره انسانان په داوطلب ډول په یوه ځای د یوه هدف لپاره نه وو راغونډ شوي، خو د یوه ساده پښتون زلمي د څو ملګرو غږ د ټولو پښتنو ضمیرونه را ژوندي او پر هغه ځای یې را غونډ کړل چې نړۍ د پاکستان په پلان د ترهګري مرکز باله او د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو په نقشه کې ترې سره کرښه را تاو شوې او په سیمه کې د سې‌ای‌اې په مرکزونو د بریدونو د پلان کېدو اډه بلل کېده.
خو د منظور پښتین تر مشري لاندې پښتنو ځوانانو نړۍ ته وښووله چې د طالب په نوم پرې له تېرو ۲ لسیزو راهیسې داسې پنجابی پوځ او ایډیالوژي تپل شوې وه چې نه یوازې د دوی د سر او مال په تالان یې برید خښ کړی وو، بلکې ان د دوی د تاریخ مسخ کولو ته یې کار ویلی و، خو د پښتون ژغورنې د غورځنګ مېړنیو د دغې سرطاني غدې په منځ کې داسې د ترهګري ضد سوله‌یز خوځښت نندارې ته وړاندې کړ چې پاکستان یې خوب هم نه شوای لېدلای.
د اوس لپاره د غورځنګ ارادې پیاوړې ښکاري او د نړۍ د انقلابي پاڅونونو تاریخ ته په کتو پې‌ټې‌ام بې ساری غورځنګ دی چې د یوه کال په موده کې یې لر او بر پښتنو ته داسې لوری او نظم ورکړ چې د پښتنو تاریخ ته په کتو یې په بل هیڅ ملت کې بېلګه نه لیدل کېږي.
دغلته د ولس پر ذهنیت او لید لوري له نږدې نیمې پېړۍ راهیسې پاکستان دومره پانګونه وکړه چې تصور یې نه کېده او ټوله موخه یې د لر او بر افغانانو تر منځ د بېلتون پیاوړي کېدل او دبنسټپالنې د نظریې خپرېدل و. د دغې پانګونې د ثمرې په اوج کې «۲۰۰۸» پاکستان په سیمه کې داسې بې یونیفورمه ملېشې «طالبان» وروزلې چې ټوله پښتون‌خوا یې په یوه سمندري طوفان لاهو او د څه باندې شل میلیونه پښتنو سر، مال، جایداد او کارو بار یې ختم او په سلګونو زره پښتانه یې د پنجاب په دروازه کې څوکیداري ته مجبور کړل.
پاکستان په شلو کلونو کې یوازې په وزیرستان کې د دیني مدرسو شمېر سل برابره او ۱۲ زرو ته ورساوو چې هم ېې په کشمیر کې د هندوستان پر ضد وکارول او هم یې په افغانستان کې ترې د خپل سټراټېژیک هدف د ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته کړه. پاکستان وتوانېد چې د سوات له غرنیو څوکو د سویلي وزیرستان او جنوبي پښتون‌خوا تر سر درو ټوله پښتنه خاوره د دین او مذهب په اور وسوځوي او د سکروټې په څېر یې خدايي غضب پرې مسلط کړي چې نه یې په لاس کې نیولای او نه یې پرېښودلای شوای. پردې سربېره پاکستان په دغه سیمه کې د افغانستان لپاره داسې تخم وکاره چې د حاصلاتو لپاره یې د لسګونو زره افغانانو ککرۍ ورېبلې.
د پښتنو تاریخ ته په کتو تل دوی په سخت وخت کې له یوې څنډې سر راپورته کړی او د وخت زبرځواک یې په ګونډو کړی او د خپل ملت بیرغ یې ځلولی، دا ځل د تاریخي روایاتو پر اساس له څه باندې ۲۰۰ کلونو وروسته پښتانه د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره له داسې سیمې سر راپورته کړی چې تر پرونه یې په همدغه سیمه کې مشران او کشران د پنجاب په رسۍ دار ته پورته کېدل او د پوښتنې غږونه یې تر خاورو لاندې کول، خو د منظور پښتین پر شاوخوا دغو څو خړو پړو ځوانانو د شاوخوا شپېته میلیونه پښتنو په دریو تاریخي مرکزونو وزیرستان، پېښور او جنوبي پښتون‌خوا کې پر خپل قوم او خپلې خاورې د خپل واک او خپل اختیار د بېرته ترلاسه کولو لپاره مټې را بډ وهلې او تر ټولو لومړی یې د خپل دوښمن د پېژندلو نغارې ته ډانګ ور واچاوه او اوس د پنجاب د لاسونو د لنډولو لپاره نقشې کاږي.
په پښتون وطن کې دغو منسجمو با تدبیره منډو پر جې‌ایچ‌کیو سربېره د ټول پنجاب د زړه والونه ور بند کړي او ماغزه یې اېشوي. د پاکستان له زېږون وروسته په لومړی ځل د پنجابي په غوږ کې د پښتون وطن بچیان د لر او بر یو افغان شعارونه زمزمه کوي او د خپلو نیکونو د مېړانې ترانې غږوي. له شاوخوا یوې پېړۍ وروسته پښتون زلمی له امانه تر ارمانه، له داووده تر محسوده او له نجیبه تر نقیبه د پښتنو د تویو شویو وینو په پوښتنې پسې را پاڅېدلی. له اویا کلونو وروسته پر ډیورنډ غزېدلي تار او د ولاړ پنجابي ګرېوان ته پښتانه لاس ور اوږد کړی او لیرې نه ده چې پر ګریوان سربېره یې پرتوګ سوړه سوړه شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply