یو څو خرڅ شوي مسلمانان

0 764

سید عبیدالله نادر

هلــــــــته د علم بیړۍ د معــــرفت خواته ځي

د علم و فن په رڼا مخ په وحـــدت خواته ځي

دلــــــــــــــــــته زمونږ، امیدونو آرما نو فافله

تورتمــو کې ده روانه، جهـــــــالت خواته ځي

هلته په رښتیا هم د مدنیت بیړۍ د کهکشانونو په لور روانه ده . هلته خلکو د علم او معرفت د حصول په لیاره کی خپلی د تحقیق خپی تڼاکی کړي . او د بشریت د سو کالي د پاره د یو پراخه ژوند د تکل له پاره په سیارو کې څیړنۍ کوی . هلته د نوی ژوند امکانات لټوي د بشر د ډیر لیری راتلونکی د پاره د بشر د سو کالي د پاره هڅي کوي .  او د انسانانو د رو ښانه مستقبل  د پاره ، د فضا په تورو تیارو کي قحقیق کوي او د حقیقت د پلټنوله پاره خپل عزیز عمر تیروی هلته د اسرارو ډک سمندر کې د پټو اسرارو د بر بنډیدو له پاره په هاغه پراخه فضا کي غوپی وهی .

قــافله د بشر ښکته شوه سپوږمۍ کې

مونږ تر اوسه یو لا پاتي تروږمۍ کې

مد نیت انــــــــګازۍ لاړې کهکشان ته

مونږ مشـــهوره د نړۍ شو نادانۍ کې

دلته زمونږ د ځینو خلکو د بصیرت سترګي ړندي وي، او د یوی تنګي کړکۍ یا دریچي څخه جهان ګوري او پر مو ضوعاتو د یو تنګي دریچی څخه نظر اچوی او تحلیل کوی . ددوی د عبرت د اخیستو غوږونه هم کاڼه وي . دلته د علم او معرفت دروازۍ تړل کیږي،مکتبونه سیځل کیږي .  د بی ګنا انسانانو سرونه په ډیر بی رحمۍ غوڅیوي . دلته په ځان مرګي بریدونو کي د عزیزانو د زړه توټي په سړکونو پراته وي. او هلته یو څو خرڅ شوی مسلمانان په خپل ږیرو لاس ووهي او دي ته د جهاد فتوی ورکوي   .            

د بصیرت سترګي دي خلاصی کړه جهان ووینه

په دي زړه دنیا قدرت د پاک سبــــــــــحان ووینه

د تعصـــــــــب له دریچی نه به تر څو کړي نظر

د معرفت په نظر یو ځلی آسمــــــــــــــــان ووینه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply