د ولسي جرګې څېره بدله شوې

0 478

له اتو کلونو ځنډ او څو میاشتنیو ټاکنیزو لانجو وروسته ایله افغانستان د نوې مقننه قوې خاوند شو چې لا هم د ولسي جرګې د ځینو ټاکنیزو حوزو پایلې نه دې اعلان شوي او په غزني ولایت کې هیڅ ټاکنې نه دې شوي. سره له دې چې ولسي جرګې ته د مشر او اداري پلاوي د ټاکنو بهیر پیل شوی چې په تېره دوره کې په یوه معما او ناورین بدل شو او شاوخوا دوې میاشتې وکیلان د رییس په غوراوي سره وېشلي او دوام یې قومي او سیاسي درزونه پراخ کړل چې بالاخره خبره له انتخابه واوښته او په قومي انتصاب بدله شوه.
تمه کېږي چې نوې جرګه د ريیس او مرستیالانو په ټاکنه کې پخوانیو تجربو ته په کتو د اته کاله وړاندې ناورین مخه ونیسي، خو ریاست ته د ولاړو کسانو له وزن او قافیې کیسه دا ځل هم اسانه نه برېښي. سره له دې چې څه باندې ۲۰۰۰ هغه کاندیدان په ارزول شویو پایلو نا خوښه دي چې د وکالت لیدلی خوب یې پوره نه‌شو، خو تمه کېږي چې د دوی اعتراضونه به د ولسمشري هغو په څېر افغانان کړکېچ ته ور ټېل نه وهي. د دوی اعتراض دا دی چې د تېر کال د شویو ټاکنو پر مهال او وروسته د رایو د شمېرنې په بهیر کې درغلۍ و نه څېړل شوې کنه د دوی په باور نن به د ولسي جرګې څېره بدله وای، خو بریالي شوي خوښ دي او د دغه بهیر په لړ کې را منځ ته شوي پرمختګونه مناسب ګڼي.
خو له دې ټول ځنډ وروسته د افغانستان د نوې ولسي جرګې څېره د پخوانیو دوو دورو په پرتله بېخي بدله او ۶۳ په سلو کې استازي یې نوي شوي چې د ټولو بریالیو غړو نیمايي ځوانان بلل کېږي. دغه بدلون د نوي افغانستان زېری ورکوي او ښکاري چې په دغه تاریخي ټاټوبي کې سیاسي نسل بدل شوی او په دې توګه د افغانستان د بدلون نښې ښکاري. اوس؛ نو د ولسي جرګې تر۶۰ په سلو غړي ترڅلوېښتو کلونو کم عمر لري چې د جګړې داسې نسل بلل کېږي چې خپل ماشومتوب او ځواني یې په تاوتریخوالي، وېره او غمونو کې تېر کړې، خو د خپلو اولادونو د ژوند د ښه‌والي لپاره یې د نظام داسې ستنې ته یې اوږه ورکړې چې که سمه ډډه یې ورته ووهله؛ نو د دغه په وینو لمبېدلي هېواد ډېرې کږې ورسره سمېدای شي.
د ولسي جرګې په ۱۶مه تقنیني دوره کې د ۹۵ عمومي ناستو له ډلې نږدې دوه پر درې ناستې د نصاب د نشتوالي له کبله دایرې نه شوې چې له کبله یې د ملي شورا کارونه له خنډونو سره مخامخ شول، خو په اته کلنه دوره کې یې څه باندې درې سوه قوانین تصویب کړل چې د تېرې دورې مهمه لاسته‌راوړنه بلل کېږي. په تېره دوره کې ۶۱ په سلو کې استازي منظم غیرحاضر بلل کېدل چې حاضر ملګري یې تر پایه په دې و نه توانېدل چې دولسي جرګې ناستو او کارونو ته یو لوری ورکړي.

د سولې لپاره د مېرمنو د څېړنې مرکز په خپلې وروستۍ څېړنه کې ویلي چې په ۱۶ مه دوره کې ۲۳ په سلو کې استازي نالوستي وو چې د تقنین چارې یې له خنډونو او د پارلمان کارونه یې له ځنډ سره مخامخ کړي وو. سره له دې چې نوې ولسي جرګې ته تر نوي په سلو کې لوستي کسان دننه شوي او پاتې نور یې هم تر پخوانیو نالوستو ښه بلل کېږي، خو د سیاسي فعالیتونو او پارلماني چارو په برخه کې د تجربې کموالی ځینو ته یوه کوچنۍ اندېښنه ښکاري چې ممکن د جرګې کارونه ورسره ټکني شي.

د تېرې ولسي جرګې ۱۳ په سلو کې غړي د جهادي ډلو مشران او خپلوان وو چې دوی هم د شورا کارونو ته ډېره لېوالتیا نه درلوده او په خپلو کارونو بوخت بلل کېدل، خو دا ځل د دوی ونډه تته برېښي او ځای یې تر ډېره پانګوالو، سوداګرو او د اقتصاد د ډګر فعالینو خپل کړی چې ځینې ورته خوښ او ځینې اندېښمن دي. د قومي ټېکدارانو ونډه هم په نوې جرګه کې کمه شوې ښکاري او تمه کېږي چې قومي مسالو ته لمن وهل به ورسره کم شي چې د تېرې جرګې یوه مهمه ستونزه بلل کېده.

قومي تربګنیو ته لمن وهونکيو یو شمېر ملي مسایل لکه په برېښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام د کلیمو راوړل متنازع فیهې کړل چې د افغانانو په زړه له دې اړخه په لګېدلی ټپ مشرانو جرګې ملهم کېښودل او دا ملت یې له نورې لړزېدا وژغوره. پر دې سربېره ګڼې نورې ستونزې هم څو د ګوتو په شمار قوم‌پالو ټېکدارانو په ملي شورا کې را پورته کړې چې له برکته یې پر ټولنیزو رسنیو ډېرو کورنیو او بهرنیو کړیو ته د دې ملت په زړه کې د خنجر وهلو فرصت په لاس ورغی او د کرکې خپرولو توره فضا یې را منځ ته کړه.

د مېرمنو له اړخه هم په نوې ولسي جرګې کې ډېر بدلون تر سترګو کېږي او تر ډېره یې څېرې نوې شوې دي. پر ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالې لوستې ځوانو مېرمنو د ملت کور ته لار موندلې چې فکر کېږي دا ځل به د مېرمنو غږ د پخوا په پرتله ډېر اوچت او روښانه وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply