له طالبانو سره د امريکا خبرې او هند ته د خليلزاد سفر؛ هند څه غواړي؟

0 537

 _لیکنه : خوشحال آصفي

 

په داسې حال کې ده چې په قطر کې د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ د شپږم پړاو خبرو په اړه خوشبينه دي او دواړه په کې د پرمختګ خبره کوي؛ په ورته مهال هندوستان هم ويلي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د افغان سولې په اړه د مهمو کلیدي اړخونو سره په ګډه کار وکړي. هند نه دي ويلي چې کومو مهمو کليدي اړخونو سره او څه ډول کار کوي خو د دغه هېواد د اندېښنو د رفع کولو په خاطر زلمي خلیلزاد، د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج، سره لیدلي او د افغان سولې د روانو هڅو په اړه یې هغې ته معلومات ورکړي دي. دا پر افغان سولې د بحث لپاره هند ته د زلمي خلیلزاد دوهم سفر دی، نوموړی تر دې مخکې په جنوري میاشت کې هند ته تللی و.

آیا هند د افغان سولې په اړه اندېښمن دی؟

که څه هم هندوستان په ښکاره نه دي ويلي چې د افغان سولې د روانو خبرو په اړه د هندوستان ځينو کړنو ته په کتو داسې ښکاري چې دغه هيواد په قطر کې د طالبانو او امريکايانو د خبرو څخه اندېښمن دی. د بېلګې په توګه پر وسله والو طالبانو د پاکستان نفوذ او په تيرو څو مياشتو کې هندوستان ته د زلمي خليلزاد دوه سفرونه کول دا په ډاګه کوي چې په قطر کې د روانو خبرو د جزياتو نه څرګندتيا هندوستان هم اندېښمن کړی دی.

هند ولې اندېښمن دی؟

هند د تاريخ په اوږدو کې د افغان حکومت رښتونی او کليدي ملاتړی پاتې شوی دی چې په بېلابېلو برخو کې يې له افغان حکومت سره مالي مرستې هم کړي دي. اصلاً هندوستان له افغانستان سره تر امریکا، جاپان، جرمني، او بریتانې وروسته د سترو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی. هند له افغانستان سره تل ښې اړيکې درلودلي دي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اختلاف يو ټکی همدا د کابل او ډهلي تر منځ نيږدې اړيکې يادي.

پاکستان تل هڅه کړې چې د کابل ـ ډهلي د اړیکو د تخريب په خاطر له بيلابيلو لارو کار واخلي چې په همدې لړ کې يې د طالبانو ډله هم ايجاد کړه. په خپله د پاکستان کودتايې ولسمشر پرويز مشرف څو ځله اعتراف کړی چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هندوستان سره نيږدې اړيکې درلودې او مونږ د دې په خاطر چې دغه اړيکې مو نه شولې زغملی نو په افغانستان کې مو د طالبانو ملاتړ کولو څو د کرزې اداره راوپرځوي.

اوس چې د پاکستان تر نفوذ لاندې طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي او په کې پاکستان پراخ رول لري نو هندوستان هم له دغه بهيره اندېښمن شوی دی. هندوستان د افغانستان د سولې بهیر ځکه له نزدې څاري چې ویره لري طالبان د سولې د یوه احتمالي تړون په پایله کې بیا په واک کې ښکیل شي او له افغانستان څخه هند ته یو ګواښ رامنځ ته کړي. نوي ډهلي د طالبانو او اسلام آباد له نيږدې اړيکو څخه د ويرې له امله هر وخت غواړي چې د افغان سولې له روانو خبرو ځان اګاه کړي او له سولې ورسته له طالبانو سره د احتمالي ګډ افغان حکومت کې خپل نفوذ او ځای ثابت ساتل غواړي.

د افغان حکومت مسوليت

لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه هند د افغانستان سره وفادار دوست او ملاتړی پاتې شوی دی او له افغانستان سره تر امریکا، جاپان، جرمني، او بریتانې وروسته د سترو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی؛ بايد افغان حکومت دغه ملاتړی له لاسه ورنکړي. له طالبانو سره د امريکايانو روانې خبرې بايد افغان حکومت داسې مديريت کړي چې هم هندوستان له لاسه ورنه کړي او هم پاکستان دغه پروسه تخريب نه کړي.

افغان حکومت بايد هندوستان ته ډاډ ورکړي چې له طالبانو سره په روانو خبرو کې به هندوستان شاته نه پريښودل کيږي، له دغې ډلې سره له خبرو وروسته به هندوستان د افغانستان په سياست کې شا ته نه پاتې کيږي او په دغه برخه کې بايد امريکا هم هندوستان ډاډمن کړي چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ په خبرو کې د هندوستان رول نه هیروي. ځکه اوس په سيمه کې د پاکستان په پرتله د مريکا ښه او ستراتيژيک هيواد هندوستان دی. امريکا له چين سره د رقابت په خاطر اوس هندوستان ته اړتيا لري. په همدې خاطر بايد امریکا هم د افغان سولې د روانو خبرو په اړه د هندوستان اندېښنو ته ځواب ووايې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply