پلازمېنه بیا د طالبي وحشت شاهده وه

0 585

اېمل پیاوړی

نن چهارشنبه د روان کال د غویي په ۱۸ نېټه د سهار په څه کم یولس بجو د پلازمېنې کابل اړوند شهرنو سیمه کې تروریستي او وحشتي طالبانو پر کاونټرپارټ موسسې تروریستي برید ترسره او زموږ د روژتي ښاریانو ارام یې ورڅخه واخیست.

څو ورځې وړاندې د سولې مشورتي لویې جرګې له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي، دایمي اوربند اعلان کړي او د سولې مذاکراتو لپاره دې خپل پلاوی معرفي کړي او له حکومت سره دې خپل اختلافات او مسایل د خبرو له لارې په سوله ییزه توګه حل کړي، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اعلامیې په خپرولو سره د سولې وړاندیز رد کړ او وې ویل چې د روژې په مبارکه میاشت کې جهاد زیات ثواب لري او له دې امله به دوی خپلو وحشتونو ته ادامه ورکړي.

سره له دې چې د افغان دیني علماو متفقې فتوا او په اندونیزیا، مکه معظمه او پاکستان کې د اسلامي نړۍ د دیني علماو د فتواو باوجود چې په افغانستان کې روانه جګړه یې فتنه او افغان وژنه بللې وه،  وسله وال طالبان لا هم خپل وحشتونه او جنایتونه د جهاد په نوم تعبیروي او غلط نوم ورکوي.

په دې کې شک نشته چې وسله وال طالبان به هیڅ وخت هم د جګړې له لارې بریالي نشي او نه به هم د دغسې وحشتونو او جنایتونو له لارې خپلو هغو شومو موخو ته چې د دوی بهرنیو بادرانو ورته ټاکلي او دوی ته یې په دروغو د فتحې انګېزه ورکړې ونه رسېږي، بلکې ورځ تر بلې به د هیوادوالو کرکه او نفرت د دوی پر وړاندې را وپارېږي.

پلازمېنه کابل نن د وسله والو طالبانو د وحشت او جنایت شاهده وه. دغه وحشيان په داسې حال کې زموږ په روژتي هیوادوالو برید ترسره کوي چې په قطر کې د امریکا متحدو ایالتونو د سولې له استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره دوی د سولې په مذاکراتو بوخت دي. د دوی دې منطق ته سړی هک پک شي چې خپل مسلمان هیوادوال په حقه روژه کې هم د دوی له شرارت او وحشت څخه خوندي نه دي، مګر له امریکایانو سره د سولې خبرې او مذاکرات کوي.

وسله والو طالبانو خپل باور او جوهر بایللی دی او ټولې نړۍ ته دا معلومه شوې ده چې دوی نه دین پېژني، نه خدای پېژني او نه هم کوم ارزښت ته ژمن دي، دوی یوازې او یوازې د بهرنیو لاسپوڅي او ګوډاګیان دي چې د دین او اسلام د بدنامولو په موخه موظف شوي دي او دوی د پردیو د موخو او ګټو لپاره هم خپل هیواد ویجاړوي، هم خپل هیوادوال شهیدانوي او هم عامه تاسیسات تخریبوي.

حکومت ته ښایي چې د طالب وحشي پر وړاندې د نرمي پرځای د تشدد لاره اختیاره کړي. ولسمشر غني دې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د وسله والو طالبانو د سخت ځپلو درستور ورکړي، د دوی مرکزونه او د اوسېدو ځایونه دې ویجاړ کړي او هغوی دې داسې وځپي چې بیا هیڅکله هم زموږ پر بې ګناه هیوادوالو برید ونه کړي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply