یوه افغانه ښاپېرۍ په کييف کې/ آسیه محرابي

0 2,456

لږ او ډير کال مخکې د ښاغلي محمد طارق بزګر پر فېسبوک پاڼې مې د (د کییف بدلمنه افغانه) تر سرليک لاندې، يو متن ولوست. ښاغلي بزګر له خپلو دوستانو نه د نظرونو هيله کړې وه د کتاب د نوم او که د پوښ په اړه؟ خو په هر صورت، دقيق مې ياد نه دى.

همدارنګه يې ليکلې وه چې دا کيسه ريښتيا پېښه شوې . د کتاب پر نوم څه نا څه منفي عکس العملونه ښودل شوی وو او بعضو دوستانو د نوم د اړولو وړانديزونه هم کړي وو. فکر کوم چې په همدې دليل يې د کتاب نوم هم بدل کړ. “يوه افغانه ښاپېرۍ په کييف کې” هو! همدا نوم شو.

 زما پام ټول د کيسې رېښتني اړخ ته ورواوښت او لوستلو ته مې يې سخته زياته تلوسه شوه. څه موده وړاندې بيا ښاغلې بزګر د کتاب د پشتۍ په اړه له دوستانو نظرونه غوښتي و چې پدې وخت کې ما له ښاغلي بزګر سره اړيکه ونيوله او د کتاب د رالېږلو هيله مې ترې وکړه.  ده هم په خاصه مهربانۍ راته د کتاب د لېږلو ژمنه وکړه. له څو اوونيو وروسته مې کتاب تر لاسه کړ او زه يې لومړنۍ لوستونکې او ترلاسه کوونکې وم.  د زړه له تله يې منندويه يم.

د کتاب په اړه څو کرښې:

د کتاب له نومه ښکاري چې دا کيسه د يوې افغانې ښځې په هکله ليکل شوې او ريښتنې ده.  د لوستلو وروسته دې نتيجې ته ورسېدم چې د دې کتاب موضوع نوې وه او که ووايم چې ښاغلي بزګر د يوې ارزښتمنې او تابو موضوع په اړه، يو اثر لوستونکو ته وړاندې کړى، نو تیروتنه به مې نه وي کړي او سم به مې ویلي وي. د شاپېرۍ په شان د يوې ښکلې او ځوانې افغانې ښځې ريښتنئ حالت چې د ژوند ناخوالو تن پلورلو ته څنګه او ولې اړه ايستلې وه، تر اوسه هېڅ چا نه وه پنځولې او کله چې د يوه کتاب محتوا د يوه انسان د ژوند د پېښو پر بنسټ انځور شوې وي نو د لوستونکو لېوالتيا او تنده لا نوره هم ورته ډيره وي.  ښاغلي بزګر په خاص هنر او مهارت، په ډيره عامه خو ښکلې روانه ژبه خپل د سترګو ليدلى په داسې تورو کې ژباړلى دى چې د لوستلو پر مهال د هر لوستونکي په ذهن کې کټ مټ همهغه حالت انځوريږي او همدارنګه د لوستونکو د تفاهم او درک حس دومره راپاروي چې هېڅ کوم څوک به د خپلو اوښکو د بهېدو مخنېوئ ونه کړاى شي. ما د کتاب د لوستلو پر مهال د خپلو اوښکو مخه ونه نیولای شوه دا خو لا پریږده چې په چغو چغو مې ورسره وژړل.

دا ځانګړې ريښتنې کيسه د سوال او ځواب په ډول ليکل شوې ده، خو داسې هم نه ده چې اوس زما له دې خبرې وانګېرۍ چې؛ د مرکې غوندې به وي. که د دې کتاب کيسه له بله اړخه وڅېړم نو په پوره ډاډ او هيله مندۍ سره ويلى شم چې د هر لوستونکي د ذوق له پاره به يو غوره اثر وي.  د دې کتاب لوستلو ما ته ډير هغه رازونه او رمزونه راروښانه کړل چې راته ګونګ وه او زه يې له مودو راهيسې د پوهېدو په لټه کې وم.

زړه مې غواړې چې ډير څه د دې ښکلي او نوي اثر په اړه وليکم خو بسنه ځکه کوم چې ښايي سهواً د کيسې نه کوم څه را نقل کړم او دا به ښه نه وي.

پرېږدم چې د نورو لوستونکو تلوسه لا ډيره شي… د دې کتاب د اخيستلو او لاسته راوړلو وړانديز ځکه نورو لوستونکو ته کوم چې د لېکوال د هڅو او زيار حق به پدې ډول ورپر ځاې کړى شي.

په درنښت

 آسيه محرابي

د مى ديارلسمه کال 2019 کلن جرمني

یوه افغانه ښاپېرۍ په کییف کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply