مايوسي / محب الله آرمل

0 544

له ملګرو سره مو يوه ورځ په افغانستان کې په رواني ناروغيو او د دې ناروغي په زیاتوالي بحث شو، ډېرو ويل چې په دې وطن کې هېڅ سړی سل سلنه له رواني اړخه روغ نه دی، هر څوک چې دلته اوسي رواني ناروغ دی، خو د ناروغي فصدي يې فرق کوي، ځينې لس سلنه ناروغ دي او ځينې په ترتيب شل دېرش… چې دا فصدي آن تر نوي پورې هم رسيږي.

رواني ناروغۍ چې نن سبا په نړۍ کې اکثره ټولنې ترې ځوريږي مخ په زياتېدو دي، په هره ټولنه کې يې د پراخېدو عوامل فرق کوي، د ټولنو اقتصادي، امنيتي، فرهنګي، مذهبي شرايطو ته په کتو رواني ناروغۍ هم بېلا بېل علتونه لري، خو په ټوله کې يې لويه منبع مايوسي ده. دا چې مايوسي له کومه کيږي بېل بحث دی خو دومره بايد ووايو چې ناسم ټولنيز شرايط د مايوسي لامل دي.

هسې وايي چې يوه ورځ شيطان جار وواهه چې نور له خپله کسبه ستړی شوی دی، خپل ټول وسايل ليلاموي، که يې څوک د اخستو شوقي وي پلاني ځای ته دې ورشي. ډېر بنيادمان ورټول شول. هورې ګڼ وسايل ايښي وو: قهر، کينه، کنجوسي، بخيلي، غوړه مالي، بې ناموسي، قدرت پرستي او داسې نور… شيطان په خپله هر وسيله بيه ليکلې وه، خو يوه وسيله چې تر ټولو لوړه بيه يې ورباندې اېښې وه تر ټولو زړه وه. بنيا دمانو ورته وويل : عجيبه ده، تر ټولو زړه وسيله دې تر ټولو ګرانه بيه کړې ده دا ولې ؟ شيطان وويل دا وسيله غم او مايوسي. دا ځکه ډېر زړه ښکاري چې ما تر بلې هرې وسيلې زياته استفاده ورنه کړې ده او ځکه مې ګرانه بيه ورباندې اېښې ده چې دا نورې ټولې يوې خواته او دا بلې خواته. بله هېڅ وسيله خلک دومره د خدای له لارې نه باسي لکه غم او مايوسي چې يې ايستلی شي.

دا حکايت استاد غضنفر ژباړلی، دقيقا چې مايوسي انسان د خدای له لارې باسي، کله چې انسان کار، عبادت، فعاليت، مطالعه، ورزش، مثبت فکر و نه کوي لرې نه ده چې شيطان د مايوسئ وسيله پرې و پلوري او مايوسي د رواني ناروغيو مور ده.

زموږ په هېواد کې چې نن سبا اکثره ځوانان له رواني يا اروايي ناروغيو کړيږي مايوسه دي، له جګړې ستړي دي، له ولږې ستومانه دي، له بد بينيو او نا انساني اخلاقو مايوسه دي، بې قانونۍ، بې عدالتۍ، بې انصافۍ، بې کارۍ او په لسګونه نور ناوړه حاکمو مسايلو يې زړونه ور چولي نو پدې اعتبار باندې د حيرانۍ وړ خبره نه ده چې خلک د له اروايي ناروغيو سره لاس او ګريوان وي.

دلته فردي آزادي تر پښو لاندې ده او د انسان شخصيت په شکل د اشکالو وژل کيږي، ماشوم ته حيوان ويل کيږي، وهل ډبول او په هغه په زوره چيغې وهل عام کلتور دی، جنسي تيري، غلاوې، تور پورې کول، پيغورونه کول، دسيسې جوړول… د خلکو د کارولو تر ګردو عام وسايل دي. چې هر يو يې د رواني ستونزو د ګراف په لوړولو کې څرګند رول لري او له بده مرغه چې اکثره خلک لدې هرې وسيلي ګټه اخلي او آن په کارولو يې خوند مومي او سکون پرې تر لاسه کوي.

د رواني ناروغيو د ډېرېدو يو بل عامل نېشې هم دي، نن سبا ګورو چې په هېواد کې مو کابو درې ميلونه وګړي په تارياکو روږدي دي، دغه شمېر معتادان خپله هم رواني ناروغان دي او کورنۍ يې هم د دوی له برکته نا څه د اروايي مشکلاتو ښکار ګرځېدلې، د دې نه علاوه د چرسو او آن سګرېټو دود هم د رواني ستونزو په رامنځته کولو کې رول لري چې له بده مرغه داشی هم د اکثره ځوانانو په جېبونو کې پيدا کيږي. سګرېټ خو بيخي آزاد بازار لري مګر چرس هم په آزاده توګه پير پلور لري. د نشو په باره کې استاد غضنفر يوه ډېره د کار خبره کړې چې وايي : نشه د لنډې کاذبې خوشالي په باره کې څو چنده واقعي غم زيږوي.

اوس پوښتنه داده چې څنګه کولی شو له همدې لمبه لمبه شرايطو سره مبارزه وکړو؟ ځان او ملګرو ته په همدې جهنمي شرايطو کې نجات ورکړو؟ دلته که سوله وای، کار وای، اقتصاد وای، پياوړی پوهنيز نظام حاکم وای، قانون پلی وای، د فرد فرد آزادي، اړتياوې، د ودې شرايط … موجود وای له شک پرته چې د رواني مشکلاتو اندازه به هم کمه وای. خو موږ غم ته پيدا وګړي بايد دومره قوي شو چې د حاکمو شرايطو هم زور راباندې بر نه شي. نو څه کول په کار دي؟ څنګه ممکنه ده چې خپل رواني توازن وساتو ؟ په لنډ ډول به يې يادونه وکړو .

۱ـ تر وسې وسې کوشش وکړئ چې ځان د وجدان له عذابه و ساتئ. البرت انشټين وايي : هغه کار وکړئ چې ستاسې وجدان يې غواړي آن که قانون هم ستاسې له وجدان سره په ټکر کې وي.

جرايم چې څومره دي، ټول يې ستاسې د جدان خلاف دي او ستاسې له نفس يا ( ايډ) سره تړاو لري، نو ټوله هغه کارونه چې ستاسې وجدان يې نه غواړي مه ترسره کوئ.

دلته بايد يوه خبره واضح شي او هغه دا چې درې ډوله خلک دي، يو هغه چې وجدان ته بازي ورکوي. چې دا تر ټولو بده ډله ده چې موږ تاسې ورته بې وجدانه وايو، دا ډله ډېره د وجدان په عذاب اخته ده. دويم هغوی دي چې وجدان قانع کوي، دا منځوۍ طبقه ده. او درېيمه ډله هغه وګړي دي چې وجدان قاضي کوي. موږ تاسې به هڅه وکړو چې په درېيمه ډله کې راشو.

۲ ـ ځانته هدف و ټاکئ. ممکن هر څوک يو نه يو هدف ولري، خو مهمه داده چې څنګه هدف؟ څومره هدف؟ اهداف د خپل ډول په اساس توپير لري ځينې لنډ مهاله وي، ځينې اوږد مهاله.

د هدف لرلو تر څنګ مهمه ده چې ورته د رسېدو لپاره يې پلان هم ولرو او تر څو وکولی شو ځان ورته ورسوو.

۳ ـ منظمه مطالعه: تاسې چې پدې ليکنه کې څه زده کړل/ زده کوئ د مطالعې ګټه ده، که دوام ورکړئ، ډېر نوي څه به زده کړئ، تر دې به بهتره طريقې هم پيدا کړئ. مطالعه ستاسې معلومات زياتوي او ستاسې په روح و روان نېغ په نېغه تاثير لري، کله چې مطالعه کوئ ممکن ورځ مو ښه تېره شي، د شپې ژر خوب در شي او وروسره به ښه احساس هم ولرئ.

۴ ـ ورزش وکړئ: ورزش د خوشالۍ طيلايي طريقه ده، له ورزش سره مو احساس ښه کيږي، روغتيا ته مو ګټور دی د نورو لسګونه ناروغيو تر څنګ مو رواني حالت هم ورسره سميږي.

۵ ـ مثبت فکر وکړئ: دا خبره ځښته زياته کيږي چې مثبت فکر وکړئ، ممکن ځينې کسان و وايي چې مثبت فکر څنګه کيږي؟ کله چې ويده کيږئ د دې پرځای چې وهلو ټکولو ته په فکر کې ځای ورکړئ يوه ښه صحنه او خوښي بښونکی حالت په فکر کې را ولئ، کله چې پيا نيمه وه تاسې وواياست چې پيا لا هم نيمه ډکه ده، هيله د ناهيلئ په کور کې خوشالي درکولی شي او نا هيلي ګنا ده.

۶ ـ اړيکې و پالئ : د اړيکو پالل نه يوازې ستاسې روان ته ګټه رسوي بلکې ستاسې د پرمختګ لامل هم کېدای شي، کله چې پرمختګ کوئ، کله چې د ملګري له حال خبريږئ، کله چې دا سې کس وينئ چې ليدلی مو نه دی او پيژنئ يې، کله چې خپل استاد، شاګرد، همکار، ټولګوال … پس له ډېره وخت وينئ مجلس ورسره کوئ ستاسې د خوښئ حس ژوندی کيږي او انرژي اخلي، ښه احساس به کوئ او همدا څه ستاسې د رواني مشکل کچه را ټيټوي.

۷ ـ له نشو او ورته نور وخت وژونکو فعاليتونو ځان لرې وساتئ ، مخکې مو وويل چې نشه د لږې کاذبې خوشالۍ په مقابل کې څو چنده واقعي غم زيږوي، نشه مو رغتيا ته زيان لري کله مو چې صحت خراب وو نو نيمه باچاهي مو بايللې، يوازينی څه چې تاسې يې بايد زيات خيال وساتئ هغه مو ځان دی، که تاسې نه ياست هېڅ نشته.

دغه راز نورې هغه بوختياوې چې يوازې وخت وژني هم تاسې په اروايي ستونزو مبتلا کوي، کله چې انسان لاسته راوړنه ونه لري، اشتها يې نه وي، هېڅ بې هېڅه غوسه ورځي، خوب يې نه وي… چې د دغسې مسايلو تداوم د ژورخپګان لا مل کيږي او د وجدان عذاب مو بيا کرار نه پرېږدي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply