د طالبانو له سولې امريکا هم ستړې ښکاري

0 627

له هغه وروسته چې د افغان حکومت او امریکا له لوري د افغان سولې لپاره عملي ګامونه پورته شول او په ‌دې لړ کې افغان حکومت طالبانو ته د کابل پروسې په دویمه ناسته کې بې‌قیده او شرطه بې‌ساري وړاندیزونه وکړل او امریکا هم ورسره مخامخ خبرې پیل کړې، طالبانو هم له امریکا سره په قطر او اماراتو کې ۶ ځله مخامخ خبرې وکړې، خو د دغو خبرو اترو تر پایه یې د افغان حکومت وړاندیزونه و نه منل او د سولې خبرو اترو ته حاضر نه شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی وټاکه او ده هم له طالبانو سره د ۶ پړاوونو خبرو تر څنګ، د افغان سولې لپاره د افغانستان، سیمې، اسلامي هېوادونو او نړۍ په کچه لابي وکړه او تمه دا وه چې دا سخته، خو سرنوشت‌ ټاکونکې او مهمه پروسه به ورو ورو د بریا خوا ته بوځي او افغانان به د جګړې پر ځای، په سوله کې ژوند وکړي.
خو په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازیو تر منځ تر شپږم پړاو خبرو اترو وروسته داسې ښکاري چې امریکا له طالبانو سره له تکراري خبرو اترو ستړې شوې او نور نه غواړي د تېر په څېر خپل ټول تمرکز پر دغه پروسه وکړي.
تازه د امریکا پنټاګون اعلان کړی چې د افغان سولې پروسې په جریان کې د طالبانو استازیو ته د هغو ناستو لګښت نه ورکوي چې په وینا یې، په هغو غونډو کې افغان حکومت او افغان مېرمنو ګډون نه وي کړی.
د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو د استازیو تر منځ تر شپږم پړاو خبرو وروسته د زلمي خلیلزاد سوړ غبرګون په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو پر پاتې کېدو د لوړپوړیو مخکنیو او اوسنیو امریکايي چارواکیو څرګندونې، کابل ته د جنوبي اسیا په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې اليس وېلز راتګ او دلته یې له افغان چارواکیو سره په څو پرله‌پسې لیدنو کې له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو پر دوام او په افغانستان کې د ولسمشري ټاکنو پر کېدو ټینګار ښيي چې امریکا د تېر په څېر د افغان سولې لپاره بېړه نه ‌لري او غواړي تر بل هر څه مخکې په افغانستان کې ټاکنې وشي، خو ورسره هم‌مهاله به له طالبانو سره د سولې پروسه هم پر مخ بیايي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، دا چې افغانستان به بیا د ترهګري پر مرکز نه بدلېږي، د طالبانو له لوري امریکا ته ډاډ ورکول، د بین ‌الافغاني خبرو اترو پیل او دوامداره اوربند، هغه موارد وو چې د امریکا او طالبانو د استازیو تر منځ د مخامخ خبرو اترو په شپږو پړاوونو کې یې د دوی د بحث اجندا جوړوله. د راپورونو له مخې، دواړه لوري د لومړیو دوو موضوعاتو په اړه تر یوې کچې نسبي هوکړې ته رسېدلي، خو اوس داسې ښکاري چې امریکا د قطر په شپږم پړاو خبرو کې د بین‌ الافغاني خبرو اترو پر پیل او اوربند ټینګار کړی، خو طالبانو د تېر په څېر پر خپل دریځ درېدلي او د دواړو لوریو خبرې هم تقریباً بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي.
امریکا غوښتل چې له یوې خوا د افغان سولې په پروسه کې په خپلو چټکو ګامونو سره د امریکا متحده ایالاتو په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې د واکمنې ډلې، په تېره بیا د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره کمپاین وکړي او بل خوا هم په افغانستان کې خپل لګښتونه کم او د افغانانو تر منځ روان کړکېچ چې ورځ تر بلې ورته د سیمې هېوادونو لاسونه را اوږدېږي، پای ته ورسوي، خو په‌ دې پروسه کې د طالبانو وچ دریځ او ناز نه یوازې دا پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړه، بلکې د دې پروسې په اړه یې د امریکا لومړۍ علاقه‌مندي هم تته او هڅې کمرنګه کړې.
د افغان سولې پروسې لپاره د امریکا چټکو هڅو او ښکاره څرګندونو چې ویل به یې، د امریکا متحده ایالات نور د افغانستان له جګړې ستړې شوې او غواړي ژر تر ژره یې پای ته ورسوي، طالبانو دا فکر وکړ چې امریکا یې ماته کړې او اړ ده چې له دوی سره د جګړې پر ځای د سولې لار غوره کړي او دوی باید د امریکا مجبوریت ته په کتو، په ‌دې پروسه کې هغه څه یې چې زړه غواړي، وکړي. د امریکايي چارواکیو له لوري دغه څرګندونې او په اړه یې د طالبانو درک د سولې پروسې نه یوازې له ځنډ سره مخ کړه، بلکې طالبانو ته یې چانس ورکړ چې خپلو ناز او نخرو ته دوام ورکړي.
اوس په‌ کار ده چې د افغان حکومت په ګډون، امریکا او طالبان د یوې رښتینې او تلپاتې سولې لپاره چې د افغانانو تر ټولو ستره غوښتنه او هیله ده، په ګډه کار وکړي، بین‌ الافغاني خبرې اترې پیل او اوربند ته لار هواره کړي، خو که طالبان د تېر په څېر پر خپل دریځ ولاړ وي او بین ‌الافغاني خبرو ته حاضر نه‌شي، نه یوازې د سولې دا زرین چانس به له لاسه ورکړي، بلکې د افغان سولې پروسې په اړه د افغانانو اوسنۍ هیلې به هم تر خاورو لاندې او په هېواد کې روانه پردۍ جګړه چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي، همداسې دوام وکړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply