پر سوله ټینګار د دولت ضعف نه، بلکې قوت ښیي

0 543

محمدبشیر یوسفزوی

دولت چې د افغانانو استازیتوب کوي، نو له دې امله د افغانانو تر ټولو لویې هیلې ته چې تلپاتې او باعزته سوله ده د تل په څېر ژمن دی او په دې برخه کې یې تل نرمښت ښودلی او همېشنی ټینګار یې په سوله ده، مګر دا کار د ځینو په تعبیر د دولت د کمزورۍ په مانا نه دی او نه هم دولت هیڅ وخت د دې طرفدار دی چې له کمزوري موقف او دریځ څخه د سولې مذاکراتو ته وړاندې شي، ځکه په کمزوري دریځ کې تاوان دی.

جمهوررئیس غني د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، ”د سولې مذاکراتو وړاندیز د تاسو د کلک اعتماد او وفادارۍ په اساس شوی. دا ستاسو برکت و چې درې ورځني اوربند کې مو په ویاړ سره د سولې ساتنه وکړه. ولس د افغانستان یوه ارزو لري او هغه داده چې  د قدرت انحصار او مشروع استعمال یوازې ستاسو په مقدسو لاسونو کې دی، نوضرور ده چې پسرلي ته امادګي ونیسئ او قوي هر اړخیزه امادګي ونیسئ.“

دولت یوازې او یوازې تلپاتې او باعزته سوله غواړي، هغه سوله چې زموږ د هیواد او ولس عزت په کې خوندي وي. هغه سوله چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت ترسره شي او هغه سوله چې د تړلو دروازو تر شا یې مذاکرات د نورو له لوري ترسره کېږي او بیا د هدیې په توګه افغانانو ته وړاندې کېږي هغه هیڅ وخت هم افغانانو ته د منلو وړ نه ده، ځکه افغانانو د دغسې سولې بې خوندي پخوا څکلې او دوی نه غواړي چې په راتلونکي کې د دغه ډول موقتې سولې چې تر شا یې بل بحران پټ وي بیا تکرار شي.

جمهوررئیس غني وایي، ”زه په دې پوهېږم چې دښمن تراوسه بشپړ شکست نه دی خوړلی او موږ د جنګ د ختمولو لپاره په یو اعتمادي توافق خبرې کوو، خو که دغسې یو توافق ته رسېږو دا ستاسو د سرښندنو برکت دی، ځکه تاسو په ميړانه د وطن او ملي نوامیسو دفاع کړې، سوله راتلونکې ده، ځکه جنګ ته هیڅ اساسي دلیل نه دی پاتې شوی. د عمومي نظم د ټینګښت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع ترڅنګ تاسو د دیموکراسۍ ساتنه هم په پوره مېړانه وکړه او په تېرو پارلماني ټاکنو کې مو بشپړ امنیت ټینګ کړ او په دغه سیاسي پروسه کې مو مداخله ونه کړه او خلکو ته مو زمینه برابره کړه چې د رایو مرکزونو ته لاړ شي او خپلې رایې وکاروي.“  

جمهوررئیس غني د داسې سولې غوښتونکی هم نه دی چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو رول په کې څرګند نه وي او هغوی چې زموږ د ویاړلې اردو د منحلېدو خبرې یې کولې هغه یو خیال او هغه مردود فکر او نظر دی چې د افغانستان بهرنیو دښمنانو دوی ته ورکړی دی او دوی به هیڅ وخت هم خپل دغه ناولي ارمان ته ونه رسېږي، ځکه زموږ ځواکونه نه یوازې زموږ، بلکې د نړۍ ویاړونه دي. د ولسمشر غني په وینا: ” نن نړۍ په تاسو ویاړي، ځکه تاسو د نړۍ د امنیت اول خط یاست. دا دې څوک نه هېروي چې افغانستان د نړۍ لومړی خط دی او زموږ په قرباڼۍ پورې د نړۍ امنیت تړلی دی. “

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply