پټان ډالر ته چا څملاوه؟/ منيب الرحمان رحماني

0 634
زموږ د هېواد تاریخ ددې پېښو ډک دی چې په تخت او چوکی پلار زوی او زوی پلار وژلی وي.
اوس چې په افغانستان کې په ظاهرآ د تخت او چوکی لپاره مشر او څښتن د ملت په خوښه ټاکل کېږي نو دا د وژنو چاره په مؤقتي ډول درېدلې.
خو افغانستان اوس هم په جګړه کې دی،دجنګ نه تغذیه شوي جنګ ماران لاهم سرې سترګې ګرځي،او دا امکان لرې نه دی چې بيا د چوکی لپاره وينې تويې شي.
تېرې ټاکنې دې ته مثال دی چې د ټاکنو پايلې ډاکټر عبدالله عبدالله نه منلې او د موازي حکومت د اعلان خبرونه یې ورکول.
ولسمشر غني دا حالت وخيم وګاڼه او حکومت یې د خپل رقيب سره ووېشه خو کلکه وعده یې وکړه چې د ټاکنو کميسيون کې به اصلاحات راولي ترڅو راتلونکو ټاکنو کې ملت او هیواد دداسې چارو سره مخ نشي.
خو په پنځه کلنه دوره کې ولسمشر غني په کميسيون کې داسې اصلاحات راوستل چې کميسيون ۷ میاشتې ځنډ سره د هيواد د ولسي جرګې د ټاکنو پايلې اعلان کړې.
دا د هيواد او نړی په تاریخ کې د ولسواکی په مخ تور داغ دی،دا ټاکنې چې کېدې نو د رڼا ورځې فساد،د خلکو کم ګډون او حتی په پلازمېنه کابل کې د رايو د مرکزونو د نيمې ورځې د بند والي او زرو بې شرمیو ډکې وې.
خو دا هم وشوې،لومړی څو مياشتې وروسته لومړی پايلې اعلان شوې،ددې سره ځينې وکيلان لاس پکار شول او د کميسيون خوله یې خوږه کړه په وروستیو پایلو کې یې ځانته ځای پیدا کړ.
همداسې د ولسي جرګې د لومړيو او وروستیو پایلو کې بريالي مطلق اکثریت کسان لوی شتمن خلک دي،د هېواد حالت ټولو ته معلوم دی ددوی د سرمايو سرچينه هم ښکاره ده،چې د امريکايانو قرارداديان او کمپاینيان دي.
اوس نو ملت ددې قرارداديانو څه تمه لري چې دوی به پيسو ته ټينګ شي؟دوی د پيسو لپاره د خپلو هیوادوالو سرونه شيندلي رایې څه دي؟
دلته يوې خواته کمپايني قرارداديان بلخوا په ارګ کې مدرن په بیروت کې روزل شوی قرارداديان ګمارل شوي.
ولسمشر ددې په ځای چې په کميسيون کې اصلاحات راولي کميسيون یې ترپخوا هم وشرماوه پخوا که فساد و اوس چور دی.
دا هرڅه داسې نه دي چې ارګ نه ورباندې پوهيږي بلکې ارګ یې شریک دی ددې نقشې پلی کوونکی ارګ دی.
پښتون ملت بايد لوی تصوير ته وګوري د پېښو څخه د ځمکنیو حقایقو په بنسټ تحليل وکړي سره کرښه قانون وټاکي که نه په کنځلو او ښېراوو څه نه کېږي.
پښتون بايد د سیاست په نوم دروغ پرېږدي د حقيقت بیرغ په لاس کې واخلي او خپل ملي او اسلامي حدود په نره وګټي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply