امریکا د سولې له مذاکراتو ستړې ښکاري

0 649

اېمل پیاوړی _

 

د امریکا متحدو ایالتونو په دې وروستیو میاشتو کې د افغان حکومت له سلا مشورې پرته طالبانو سره مذاکرات پیل کړل او ښاغلی زلمی خلیلزاد یې د دغو مذاکراتو مسوول وټاکه. خلیلزاده او د و سله والو طالبانو استازو شپږ دورې مذاکرات وکړل، مګر له دغو مذاکراتو یې هیڅ پایله ترلاسه نه کړه.

دلیل یې دادی چې امریکا په مذاکراتو کې یو څه بیړه وکړه او د بیړې دلیل یې هم دا وو چې دوی غوښتل په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین امتیاز د افغان دولت پر ځای امریکا متحده ایالات واخلي او یا هم دا و چې امریکا متحده ایالات نور په افغانستان کې ستړي دي او غواړي چې خپلې پښې سپکې کړي. حتی لا خبر هم کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پرمهال د امریکا خلکو سره ژمنه کړې وه چې د خپل واک په موده کې به په افغانستان کې روان جنګ هم ګټي او هم به یې یو طرف ته کوي، نو اوس چې بیا ولسمشریزې ټاکنې را نږدې دي، ټرمپ غواړي چې د خلکو سترګو کې د خاورو اچولو لپاره خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي او طالبانو سره د سولې په نوم یو موقت جوړجاړی وکړي، تر څو دوی ته په پرده کې د وتلو فرصت برابر شي.

بل لورته ستونزه دا وه چې څومره د امریکا متحده ایالات په بیړه د سولې مذاکراتو ته داخل شول، نو همدومره وسلوالو طالبانو د فتحې او بري انګېزه ورکړل شوه، پاکستان، ایران، روسیې او نورو هیوادونو طالبانو ته وویل چې په مذاکراتو کې باید لوی غوښتنې وکړي، ځکه چې امریکا بې له هغې هم ستړې ده او افغانستان پرېږدي، نو د طالبانو توقعات یې ډېر لوړ کړل، ځکه دوی ته داسې ویل شوي وو چې حتی که د سولې مذاکرات بریالي هم نشي، نو امریکا له افغانستان څخه وځي او افغان دولت ستاسو پر وړاندې د مقاومت او ټینګې نه دی، نو بې له هغې واک تاسو ته په لاس درځي.

طالبانو داسې وګڼله چې په رښتیا هم همداسې څه کېدونکي دي، ځکه چې ان له کابل څخه د کرزي په شمول یو شمېر افغان سیاسیون د امریکا غوندې په بیړه او له کوم پلان او مشورې مه واره مسکو ته ورغلل او هلته یې د طالبانو له مذاکره کوونکي پلاوي سره په غونډه کې ګډون وکړ. د امریکا او افغان سیاسیونو وارخطایي وسله وال طالبان نور هم په خپله فتحه باوري او دومره مغرور کړل چې حتی له افغان دولت سره مذاکراتو ته هیڅ حاضر نشول. ولسمشر غني دوی ته بار بار وویل چې له افغان دولت پرته به مو مذاکرات هیڅ نتیجه ورنه کړي او اخر همداسې وشول، دادی د مذاکراتو نتیجه لکه څنګه چې له اوله سره ورکه وه، همغسې لا ورکه ده او په دې وروستیو کې داسې ښکاري چې امریکا نوره له دغو مذاکراتو څخه ستړې او نهیلې شوې وي، ځکه یې نو اوس ټینګار پر ولسمشریزو ټاکنو دی.

افغان دولت هم د مذاکراتو په جریان کې او هم له مذاکراتو وروسته په وسله والو طالبانو ساحه راتنګه کړې او هره ورځ د دوی پر ضد هوایي او ځمکني عملیات کوي چې طالبانو ته په کې درانه زیانونه اړوي، ځکه ترهغو چې دوی سولې ته غاړه کېنږدي، نو همداسې به نابود او ووژل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply