(د ملي اردو د ځواکونو په وياړ)غزل

0 1,102

مصطفی پسرلی

په خپله وينه يې ساتلی دی سنګر د وطن
د مرګ او ژوند لوبه کې جوړ شي ترې سپر د وطن

د تاريخ پاڼي به وي ښکلي د سرباز په کړنو
وي تر آبده به سرباز د همت غر د وطن

ته يې ساتونکی د دې خاورې او عزت د افغان
ځکه دې ستايي هر جومات او هر منبر د وطن

دنګه غړۍ دې ټيټه مه شه له تا ځار شه هر څه
لاس کې دې پاتې شه اغيارو ته خنجر د وطن

ستا د هستۍ او د مستۍ په پولو وياړمه زه
تا دی اخيستی په ټټر هر يو پرهر د وطن

يه پسرلېه! لوږه، تنده باندې نه پوهېږي
ښه په ميړانه کړې دفاع شام و سحر د وطن

مصطفی پسرلی
16/05/2019

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply