څۀ ته منتظر یو؟/ نورکمال ارشاد

0 797

د تېرې جمعې په ورځ د هیواد زړور مفتي شېخ الحدیث مولوي سمیع الله ریحان د کثیف اذهانه خلکو لۀ خوا د جمعې د لمانځۀ پر وخت د جومات پۀ ممبر کې د ځای پر ځای شؤيو چاودېدونکو توکو لۀ امله لۀ فاني نړۍ څخه د تل او تل لۀ پاره رخصت واخیست او لۀ حق سره پیؤست شو.

لۀ دۀ وړاندې مو د هېواد ډېر نور تکړه عالمان، مطرح سیاسي څېرې او ژورنالېستان پۀ ځنځیري ډول د هېواد دوښمنو لخؤا لۀ منځه وړل شوي. ډېر سرتېري او ډېر زیات عام وګړي مو شهیدان او ټپیان شؤي دي.

موږ هر لوی غم او هره لویه ناراوا يوازې پۀ شعرونو، سوو چیغو او ډېرو غمګینو کلمو کې نغاړلې، موږ تقریباً هره ناروا زغملې او هېره کړې مو ده!

زۀ داسې څوک نۀ پېژنم چې د داسې وحشیانه بریدونو، مرګونو او ژوبلو پۀ وړاندې پۀ عملي ډؤل را پورته شوې وي، عکس العمل یې ښودلی وي.

دا دردوونکي شعرونه او احساساتي چیغې هېڅ درد هم نۀ شي دوا کؤلی، برعکس درد را زیاتوي، او موږ لا ژورو اروایي ناروغیو ته ځانونه ورکوو‍.

ایا تر اوسه زموږ او تاسو دې چیغو، چې پۀ ځلونو مو لۀ داسې مرګونو، ظالمانه او وژونکو بریدونو او بربادیو وروسته پۀ ډېر جذباتي او احساساتي ډؤل تر سره کړې، کومه پایله ورکړې؟

ایا زموږ او ستاسو ددې چیغو او ژړاګانو ننداره به هماغه دوښمنان چې ورته د اسلام د بدنامۍ، د رښتینو دیني عالمانو د لۀ منځه وړلو (هغوی چې خلکو ته د اسلام رښتینی مخ ښکاره کؤي)، افغان وژنې او پښتون وژنې پروژې ورکړل شوې، نۀ کوي؟

هغوی به یې پۀ لیدو لۀ خوشحالۍ پۀ بړک، بړک خنداګانې نۀ کوي؛ ځکه چې یؤ خو خپل هدف ته ورسېدل او بل یې همدا غوښتل چې موږ او تاسې وژړؤي او ودردؤي، دا هیله یې هم پوره شؤه!

د دې ټولو بدبختیو عاملان څوک دي، زموږ ګناه څۀ ده چې داسې پۀ سخته محکوم شوي یو؟

ایا اړتیا نۀ لیدل کېږي، چې د منظور پښتین غوندې یؤ ستر انقلاب او یؤه ستره چیغه تر سره کړو، داسې چې افغانان پۀ عملي بڼه، لکه د تېرو تاریخونو غوندې، راپورته کړي؟؟
اې ملته!
زموږ د شهید جنرال قهرمان خبره، ددې لوبې اصلي لوبغاړی باید پۀ ګؤته شي، کنه تل به همداسې کړېږو، زۀ باؤر لرم چې اوس موږ ددې لوبې اصلي لوبغاړی پېژنو، نو راځئ چې همدا بې شرف دښمن تر ګرېؤان ونیسو او د خپلو در بدریو پوښتنه ترې وکړو.

ښۀ فکر وکړئ، دا نارواوې به اخر تر کومه داسې پۀ ژړاګانو، فیسبوکي پوسټونو، دردوونکو شعرونو او احساساتي خبرو لمانځو؟؟؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply