ناسم مذهبي تبلیغات

نورکمال ارشاد

1,021
تبلیغات ډېر ډولونه لري چې یو ډول یې مذهبي تبلیغات دي، که چېرې انسانانو ته دینونه پۀ خپل شکل کې معرفي شي، ټولنه به د اصلاح خوا ته لاړه شي، خو ستونزه دا ده چې دغه تبلیغات د دین لۀ روح سره پۀ ډېر تفاوت سره شوي او تر سره کېږي، مثلاً اسماني دینونه که سم تعریف او تبلیغ شوې وای، نن به نړۍ پۀ دومره بدبختیو نۀ اخته کېده، تر څنګ یې د تاریخ پۀ بېلابېلو دورو کې انسانانو پۀ خپل لاس ځینې مذاهب ایجاد کړي دي، چې نیمګړي دي او فقط د محدودو خلکو د ګټو ساتلو لۀپاره کارول کېږي.
ناسم مذهبي تبلیغات تر ټولو زیات اغېزناک او تباه کوونکي دي، د همدې تبلیغاتو پۀ واسطه د نړۍ پۀ تاریخ کې ډېرې خونړۍ پېښې شوې او لا هم روانې دي.
دا بدبختي هغه وخت پیل کېږي، کله چې مذهبي افراطیان جاهلو دین پرستانو ته د خدای او بنده اړیکه غلطه تعریف کړي او د همدې جاهلو دین پرستانو پۀ وجه هر ډول ګټې یو څو محدودو د دین ټیکه دارانو ته ځي.
 د عیسی ع لۀ پیدایښت څخه پنځه پېړۍ وروسته عېسویت د همدغه دین د پاپانو او پادریانو لخوا انحصار شو او بیا جاهلې ټولنې ته یو سلو اتیا درجې غلط پېچکاري شو، دې دورې پوره زر کاله دوام وکړ چې ور ته توره دوره یا Dark edges وایي.
د عېسویت دین مخکښانو د دین پۀ نوم ولس یرغمل کړی و، خپلې خبرې او غوښتنې به یې د همدې دین د احکامو پۀ صفت پۀ خلکو منلې، عوامو اجازه نۀلرله چې دین ولولي او د دغه دین لۀ اصلي روح څخه خبر شي، غریبه طبقه تر ټولو ډېره مظلومه وه، او مالدارانو پۀکې مزې کولې، که به غریب او بې‌چاره انسان یوه کوچنۍ تېروتنه وکړه، د پاپانو پۀ حُکم به ژوندی سوځول کېدۀ، مګر که به کوم مالدار انسان ډېره ستره ګناه هم وکړه، پاپانو ور ته د خدای لۀطرفه د معافۍ خط ورکاوۀ، حتا خلکو کولی شول چې د جنت لېسنس هم د ځان لۀپاره وپېري.
د بودایېزم دین هم همداسې درواخلئ، عوام د بودتونونو او مندرونو پۀ انحصار کې دومره پټې سترګې ساتل کېدل/ کېږي چې د ښو او بدو فرق نۀشي کولی، د دغه دین مذهبي مشران لۀ بودایېزم څخه پۀ ورځني ډول پۀ خروارونو سرۀ او سپین تر لاسه کوي، او جاهل عوام لا هم نۀ پوهېږي چې مالونه او پیسې یې چېرته او د څۀ لۀپاره مصرفېږي، همدغه پنډېټان لۀ خپلو مذهب پرستانو څخه د خپلې خوښې او غوښتنې پۀ اساس ګټه اخلي. د پنډېټ پۀ یوه عادي اشاره یو لوی جنایتکار پۀ یو سپین  بزرګ بدلېږي او رښتیني انسانان پۀ لویو ګناه کارانو،  دوی کولی شي، د انسانیت ټولې پدیدې د هغوی پۀ ضد وکاروي، ځکه هم شته لري هم جاهل بشري قوت.
اوس وختونو کې همدغه استفاده لۀ اسلام سپېڅلي دین څخه روانه ده، تاسې وینئ چې پۀ نړۍ کې د اسلام پۀ نوم څۀ، څۀ کارونه نۀکېږي، پۀ سلګونو اسلامي مذهبي ډلې را منځته شوې دي چې هره یوه یې خپل مرام لۀ اسلام څخه دفاع او د دغه دین عملی کول پۀ ګوته کوي، دوی خپلو هدفونو ته د رسېدو پۀ لړ کې لۀ هېڅ نادودې سر نۀغړوي، هره ناروا د ځانونو لۀپاره روا ګرځوي او دغه سپېڅلی دین بدناموي، حقیقت همدا دی چې پخوا به دینونه خپلو اړوندو مراجعو انحصارول او کارول، مګر اوس دا دینونه د استخباراتي سازمانانو د لوبو پۀ شیانو بدل شوي دي.
بدبختانه د اسلام سپېڅلی دین هم د همدغسې افراطي سازمانونو پۀ لاس ورغلی، دوه مقابل لوري خپلو جاهلو پرستانو ته دغه سپېڅلی دین پۀ جدا، جدا ډول تعریفوي او خپل هدفونه تر لاسه کوي، چې د همدغسې بدبختیو پۀ درشل کې افغانستان ته هم لسګونه کلونه کېږي چې د اسلام پۀ نوم اور ور اچول شوی، پۀ داسې حال کې چې اوسېدونکي یې رښتیني مسلمانان دي، خو لۀ دین څخه د ناخبرۍ لۀ وجې ترې د نورو د لاس الې جوړې شوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.