خوب ستاسو زبرځواک دی! / ژباړن: ډاکتر صابر پردیس

0 1,030

دا لیکنه د خوب سایسن پوه ښاغلي مټ واکر د یوې وینا له مخې ژباړل شوې ده. هغه وایي چې خوب ستاسو د ژوند یو حمایوي سیسټم دی. ښاغلی واکر په دې ساینسي برخه کې ډیر په زړه پورې معلومات شریکوي او دا تشریح کوي چې د خوب بدني او دماغي ګټې او د بې خوبۍ زیانونه کوم دي. په دې مطلب کې،  په زده کړې، حافظې، معافیتي/دفاعي سیسټم او حتی جینیټیکي مسایلو باندې د خوب اغیزې څیړل شوي او تاسو ته د ګټور خوب په هکله مهمې مشورې وړاندې کیږي.

دا موضوعات په یو رسمي TED کنفرانس کې وړاندې شوي دي چې لینک یې دلته شریکیږي:

https://www.ted.com/talks/matt_walker_sleep_is_your_superpower

 

 

 

 

 

 

 

ډیره مننه. زه به تاسو ته د خوب ګټې او د بې خوبۍ جسمي او دماغي تاوانونه تشریح کړم.

راځئ چې د دماغ د زده کړې او حافظې له دندو څخه پیل وکړو ځکه د تیرو لسو کلونو موندنې دا څرګندوي چې د انسان دماغ د نویو موضوعاتو له زده کولو وروسته، خوب ته اړتیا لري ترڅو نوموړي موضوعات هیر نه شي او په حافظه کې ثبت شي. خو په دې وروستیو کې مونږ دې ته هم متوجه شوو چې له زده کړې وړاندې هم خوب ته اړتیا ده ترڅو دماغ د زده کړې لپاره آماده شي او نوي معلومات داسې ژر ترلاسه کړي لکه یو وچ اسفنج چې اوبه جذبوي. د دماغ د حافظې برخه، له خوب نه پرته داسې یو حالت ځانته غوره کوي لکه اسفنج چې له اوبو ډک شوی وي او له همدې کبله نوي موضوعات مو په حافظه کې نه شي ثبت کیدای.

اوس به تاسو ته ارقام وړاندې کړم. په دې څیړنه کې مونږ دا فرضیه وآزمایله چې آیا ټوله شپه ویښ پاتې کیدل ښه خبره ده که نه؟ نو یو ډله کسان مو په دوه تجربوي ګروپونو وویشل. یوې ډلې ته مو اجازه ورکړه چې اته ساعته ښه عمیق خوب وکړي اما د دویمې ډلې غړي مو په لابراتوار کې په بشپړه توګه ویښ وساتل او د هغوی څارنه مو کوله چې بیده نشي.  هیچا نشوای کولای چی بیده شي یا له کافین څخه استفاده وکړي نو  د دې ډلې غړي ډیر په تنګ شوي وو. سبا ته مو نوموړي کسان د ام آر آی په ماشین کې ځای پر ځای کړل. هغوی ته مو وویل چې د نویو موضوعاتو یو لسټ حفظ کړي او مونږ یې د دماغ د فعالیت عکسونه واخیستل. بیا مو د هغوی د زده کړې اغیزناک توب وآزمایه. په پای کې مو د نوموړو دوو ډلو نتیجې سره پرتله کړې. ډیره مهمه موندنه مو دا وه چې د خوب له کمیدو سره په دماغ کې د نویو موضوعاتو د حفظ کیدو توان، تقریباً ۴۰ فیصده راکمیږي.

زه فکر کوم چې د محصلینو د خوب خرابوالي ته په پاملرنې سره، دا موندنې د انګیرنې وړ دي. که چیرې یو عملي مثال ورکړو نو دا ۴۰ فیصده توپیر د دې لامل کیدای شي چې یو ماشوم په آزموینه کې په عالي درجه کامیاب شي او بل ناکام شي. مونږ دا هم کشف کړ چې د انسان په دماغ کې څه ډول بدلونونه او خرابتیاوې د دې سبب کیږي چې حافظه کې د دا ډول کمزوري رامنځته شي. د انسان په دماغ کې یو جوړښت دی چې د هیپوکیمپس (hippocampus) په نوم یادیږي او د دماغ د معلوماتو د مرکز/ ذخیرې په توګه دنده ترسره کوي. په هیپوکیمپس کې تازه حفظ شوي معلومات ثبت او ساتل کیږي. کله چې مونږ دا جوړښت په هغو کسانو کې مطالعه کړ چې د شپې په بشپړه توګه بیده شوي وو، په ښې زده کړې پورې اړوند ډیر فعالیتونه تر سترګو شول. اما له خوب څخه د محرومو کسانو په دماغ کې مو هیڅ ډول مهم فعالیت ونشوای موندلای. نو ویلای شو چې نه بیده کیدل د دماغ د معلوماتو د مرکز د تړل کیدو لامل ګرځی او هیڅ ډول نوي معلومات په کې نه ثبت کیږي او نوې تجربې په سمه توګه نشي حفظ کیدای.

نو که چیرې له خوب څخه محروم شئ، له دا ډول ناوړه اغیزو سره به مخ شئ اما اجازه راکړئ چې یو څو شیبې د هغې  بلې ډلې په هکله تاسو ته معلومات درکړم. هغه کسان مو په یاد دي چې اته ساعته ویده شول؟ یا همدا پوښتنه به په بل ډول مطرح کړم: ستاسو د خوب په کیفیت کې داسې څه ډول اغیز دی چې هره ورځ زمونږ حافظه او د زده کړې قوه پیاوړې کوي. مونږ د انسان پر سر باندې ګڼ شمیر الکټروډونه وتړل او دا مو وموندل چې د عمیق خوب پر مهال، سترې او قوي دماغي څپې رامنځته کیږي او د وقفه یي برقي چارجونو حرکت هم تر سترګو کیږي. د عمیق خوب همدا دماغي څپې د شپې له خوا دې سبب کیږي چې معلومات په دماغ کې له موقتي حافظې څخه دایمي حافظې ته انتقال شي ترڅو خوندي پاتې شي. په دې خبره هم باید وپوهیږو چې د خوب پر مهال د حافظې دا ګټې د څه له امله رامنځته کیږي ځکه چې له طبي او ټولنیزو اړخونو څخه اهمیت لري.

د خوب کمیدل په کورني ژوند باندې هم اغیزې لري. هغه سړي چې د شپې پنځه ساعته خوب کوي د خصیو اندازه یې د هغو سړیو په پرتله ډیره کوچنۍ ده چې د شپې اووه ساعته یا له اووه ساعتونو څخه زیات خوب کوي.

سربیره پر دې، هغه کسان چې معمولاً هره شپه یوازې څلور یا پنځه ساته خوب کوي، د هغوی د ټسټسټیرون (نارینه جنسي هورمون) اندازه به یې له هغو کسانو سره برابره وي چې له دوی نه یې عمر لس کاله زیات وي. نو د خوب کموالی د دې سبب کیږي چې سړي د جنسي قوت له پلوه له خپل اصلي عمر څخه کابو یوه لسیزه زوړ شي. د خوب کموالی د ښځو د بارورۍ روغتیا په برخه کې هم ورته (همدغه ډول) ستونزې رامنځته کولای شي.

خوب له ځینو کلینیکي موضوعاتو سره هم تړاو لري لکه د عمرزیاتیدل او د حافظې له لاسه ورکول. دا څرګنده ده چې د عمر له زیاتیدو سره زمونږ د زده کړې او حافظې توان هم کمزوری کیږي. مونږ دا هم وموندله چې د عمر د زیاتیدو یوه نښه دا ده چې د انسان خوب خرابیږي، په ځانګړې توګه د عمیق خوب کیفیت چې مخکې مو پرې بحث وکړ. دا دوه خبرې سره ډیر تړاو لري او تیرکال مونږ په دې وتوانیدو چې په دې هکله کره شواهد خپاره کړو.  زمونږ شواهد دا بیانوي چې خلک د عمیق خوب اخلال کیدو ته زیاته پاملرنه نه کوي خو د عمر د زیاتیدو، حافظې کمزوریدو او د الزایمر ناروغۍ کې ونډه لري.

زه پوهیږم چې دا خبره د انګیرنې وړ ده یعنې تاسو ته معلومات رارسیږي اما حافظه یې د جذب توان نه لري. د عمر له زیاتیدو سره ګڼ شمیر نور فکټورونه هم تړاو لري چې یوه بیلګه یې د دماغ په فزیکي جوړښت کې بدلونونه دي او د هغو درملنه ډیره ګرانه ده.  اما د خوب د کموالي له امله د الزایمر ناروغۍ رامنځته کیدل هغه مهمه برخه ده چې ښایي له مونږ سره به په دې برخه کې مرسته وکړای شي.

مونږ په خپل مرکز کې د بې خوبۍ ناروغانو ته د خوب ګولۍ نه ورکوو ځکه چې د خوب ګولۍ، طبیعي خوب نه رامنځته کوي. مونږ له داسې یوې طریقې نه کار اخلو چې په هغې کې دماغ په مستقیمه توګه تحریک کیږي. که چیرې دماغ د ډیرې کمې اندازه بریښنا/ برق په واسطه تحریک شي، اغیز به یې ډیر زیات وي. که چیرې د یو ځوان، روغ او بالغ انسان دماغ دا ډول تحریک شي، د خوب د عمیقو دماغي څپو اندازه قوي کیږي او د خوب له امله د حافظې ګټې هم دوه چنده زیاتیږي. اوس پوښتنه دا ده چې آیا مونږ کولای شو دا ډول ټکنالوژی بوډاګانو او هغو کسانو ته چې حافظه یې له لاسه ورکړې وي، وروپیژنو؟ آیا هغوی کولای شي چې د عمیق خوب کیفیت بیا ترلاسه کړي؟ او همدارنګه د زده کړې او حافظې قوې یې هم پیاوړې شي؟ اوس زه هیله لرم چې یوه ورځ به دې هدف ته هم ورسیږو.

خوب د انسان دماغ او بدن ته ګټه لري. وړاندې مو د بې خوبۍ د زیانونو په هکله تاسو ته معلومات درکړل. زه کولای شم چې د بې خوبۍ او قلبي سیسټم ترمنځ تړاو په هکله هم تاسو ته معلومات درکړم خو کابو یو ساعت وخت ته اړتیا ده.  په اوس وخت کې د نړۍ په ۷۰ هیوادونو کې ۶,۱ (یو اعشاریه شپږ) میلیارډه خلک هر کال دوه ځلې د ساعت له مخکې کیدو یا وروسته کیدو (daylight saving time) سره مخ کیږي. په پسرلي کې چې یو ساعت خوب مو کمیږي، په سبا یې د زړه د حملو اندازه، ۲۴ فیصده زیاتیږي. په مني کې چې مو یو ساعت خوب زیاتیږي، د زړه د حملو اندازه، ۲۱ فیصده کمیږي. دا ډیره عجیبه نه ده؟ که چیرې د خوب کموالي یا زیاتوالي اغیز د موټرو په ترافیکي پیښو او حتی د ځان وژنې پیښو باندې هم وڅیړل شي نو ورته پایلې به ترلاسه شي.

د دې لپاره چې د موضوع عمق ته ورننوځو، زه غواړم ستاسو پام د انسان په معافیتي سیستم باندې د کم خوب اغیزو ته راوګرځوم. هغه حجرې چې د بدن د معافیتي سیستم لپاره د استخباراتي کارکوونکو په توګه دنده ترسره کوي او د ټی سیل په نوم یادیږي او په ډیره آسانۍ سره کولای شي چې په بدن کې نامطلوبه او خطرناک شیان وپیژني او له منځه یې یوسي. دغه حجرې، سرطاني کتلې له منځه وړلی شي. ستاسو هیله به دا وي چې دا ډول حجرې، همیشه او په زیات شمیر ستاسو په بدن کې موجودې وي اما که چیرې په کافي اندازه نه بیده کیږئ، دا حجرې به هم نه لرئ.

په دې تجربه کې تاسو ټوله شپه ویښ نه ساتو بلکه په یوه شپه کې تاسو ته د څلورو ساعتونو خوب اجازه درکوو او تر هغه وروسته به ستاسو د معافیتي سیستم د فعالیت راکمیدل اندازه کړو. جالبه دا ده چې د بدن د معافیتي سیستم د استخباراتي حجرو فعالیت ۷۰ فیصده راکمیږي او دا خبره د انګیرنې وړ ده ځکه چې اوس نو په دې پوهیږئ چې د خوب د کمیدو او د ګڼ شمیر سرطانونو د رامنځته کیدو ترمنځ تړاو څه دی؟ تراوسه پورې د خوب د کمیدو او د کولمو، پروستات او سینې د سرطانونو ترمنځ تړاو ثابت شوی دی. د کمخوبۍ او سرطان ترمنځ اړیکې ډیرې قوي دي او له همدې امله د روغتیا نړیوال سازمان په دې باور دی چې د شپې له خوا کار کول د سرطان د رامنځته کیدو احتمال زیاتوي ځکه چې د خوب په عادي وخت/ ساعتونو کې بدلون رامنځته کیږي. په لنډه توګه باید ووایم چې هرڅومره چې یو انسان کم بیده کیږي، ژوند به یې په هماغه اندازه لنډ وي. د خوب کموالی د مړینې مهم علت دی.

که چیرې د سرطان او الزایمر ناروغیو رامنځته کیدل ستاسو په نظر قوي دلایل نه وي، نو باید دا هم درته ووایم چې د خوب کموالی ستاسو د بیولوژیکي جوړښت (ډي ان ای) په واحد باندې هم ناوړه اغیز کوي. دا مطالعه په یوه ډله صحتمندو افرادو باندې ترسره شوې او هغه داسې چې د هغوۍ د خوب اندازه هره شپه یوازې شپږو ساعتونو ته راکمه شوه او د یوې اونۍ لپاره یې ادامه وکړه. وروسته له هغه، د هغوی جنیتیکي فعالیت له هغه وخت سره پرتله شو چې هره شپه به یې اته ساعته خوب کاوه. دې مطالعې دوه مهمې موندنې درلودې. اول دا چې د خوب د کموالي له امله د ۷۱۱ جینونو فعالیت په کافي اندازه زیانمن/ مختل شو. دویم دا چې له نوموړې ډلې څخه، تقریباْ د نیمایي جینونو فعالیت زیات شو او د نیمایي نورو فعالیت کم شو.

د هغو جینونو فعالیت چې راکم شوی، هغوی د بدن په معافیتي سیستم پورې تړاو لري نو دې مطالعې هم د خوب کموالي او معافیتي سیستم ضعف ترمنځ تړاو، ثابت کړی. له بل پلوه، د هغو جینونو چې فعالیت د خوب د کموالي له امله زیات شوی، هغوی د تومورونو په رامنځته کیدو، مزمنو انتاني ناروغیو، روحي فشار او د زړه ناروغیو پورې تړاو لري. د خوب کموالی ستاسو د بدن په ټولو برخو باندې ناوړه اغیزې کوي.

اوس به تاسو فکر کوئ چې “او خدایه، زه خپل خوب څرنګه بهتر کړم؟ د خوب د ښه کیدو لپاره ستاسو مشوره څه ده؟” د شرابو او کافینو له استفادې څخه ډډه وکړئ او که چیرې د شپې خوب نه درځي نو د ورځې مه بیده کیږئ. دوه نورې مشورې هم درکوم:

اول: د بیده کیدو او راویښیدو وخت مو مشخص کړئ او هره شپه په همغه ټاکلي وخت بیده شئ او سهار په ټاکلي وخت راپاڅیږئ. د بیده کیدو او راویښیدو د وخت تنظیم کیدل به ستاسو خوب منظم او د خوب اندازه او کیفیت به بهتر کړي. دویم: د بیده کیدو ځای مو لږ څه سوړ وساتۍ. د دې لپاره چې جسم مو بیده شي او بیده پاتې شي نو ستاسو د بدن د تودوخې درجه باید د فارنهایت په کچه دوه یا درې درجې راټیټه شي او له همدې امله د تودې خونې په پرتله په سړه خونه کې بیده کیدل آسان دی. نو هڅه وکړئ چې د خونې د تودوخې درجه مو د فارنهایت په کچه ۶۵ درجې یا د سانټي ګریډ په کچه ۱۸ درجې عیاره کړئ ځکه دا تودوخه د ګڼ شمیر انسانانو لپاره ډیره مناسبه ده.

خوب د ژوند یوه اختیاري برخه نه ده بلکه زمونږ د بدن لازمي بیولوژیکي اړتیا ده. خوب ستاسو د ژوند لپاره یو حمایوي سیستم او یوه ستره تحفه ده. په پرمختللو هیوادونو کې د خوب کمیدل ستاسو په روغتیا، سلامتۍ، خوندیتوب او حتی د ماشومانو په ښوونه او روزنه باندې جدي او ناوړه اغیزې لري. دا یوه خاموشه سونامي ده چې په ډیره چټکۍ سره پرمخ ځي او ډیر ژر به په یوویشتمې پیړۍ کې د عامې روغتیا ترټولو سترو ستونزو په لسټ کې شامله شي.

زه په دې باور یم چې مونږ باید له خپل حق څخه استفاده وکړو او د شپې له خوا په کافي اندازه بیده شو. او په دې توګه به د خپل ژوند تر ټولو ستر قوت یا زبرځواک بیرته ترلاسه کړو.

په پاې کې غواړم ووایم چې شپه مو پخیر او هیله د ه چې ښه بیده شئ.

ډیویډ بیلیو: نه نه نه، لږ صبر وکړئ. دا ښه ده چې و نه تښتیدۍ او ترپایه له مونږ سره پاتې شوئ ځکه دا معلومات بوږنوونکي وو.

مټ واکر: ښه راغلاست. ډیویډ بیلیو: هو، مننه، مننه. لکه څرنګه چې د خوب قضایي نه راګرځول کیږي (بې خوبي نه جبرانیږي)، که چیرې د شپې له خوا مو خوب نه وړي او اړخ په اړخ اوړو یا د شپې له خوا په کار بوخت یو، نو باید څه وکړو؟

مټ واکر: ستاسو خبره دقیقه ده، د خوب قضایي نه راګرځول کیږي. خوب ذخیره کیږي هم نه. داسې هم نه کیږي چې بې خوبه شئ او بیا هڅه وکړئ چې په راتلونکو ورځو کې خپل خوب پوره کړئ. د خوب کمیدل زمونږ په روغتیا باندې ناوړه اغیزې لري او انسانان هغه یوازینی مخلوق دی چې پرته له کوم مقنع دلیل څخه، قصداً خپل ځان له خوب څخه محروموي.

ډیویډ بیلیو: ځکه چې مونږ هوښیار یو.

مټ واکر: ما ځکه دې خبرې ته اشاره وکړه چې د انسان بدن تراوسه پورې په دې ندی توانیدلی چې د خوب د کمیدو په مقابل کې کوم دفاعي سیستم جوړ کړي. له همدې امله، کله چې کم بیده شئ، ستاسو په دماغ او بدن کې هرڅه ډیر ژر بدلون مومي. نو باید ستاسو خوب تر بل هرڅه ډیر مهم وي.

ډیویډ بیلیو: سمه ده، خو که په بستر کې خوب نه راځي او اړخ په اړخ اوړو، نو څه وکړو؟

مټ واکر: که چیرې د ډیرې مودې لپاره په بستر کې ویښ پاتې شوئ، نو باید یوې بلې خونې ته لاړ شئ او کوم بل کار ترسره کړئ. دا ځکه چې ستاسو دماغ به ستاسو د خوب خونې ته له ویښ پاتې کیدو سره تړاو ورکړي او تاسو باید نوموړی تړاو، مات کړئ. کله چې خوب درغی، نو خپل بستر ته لاړ شئ.

ډیویډ بیلیو: ډیر ښه، مننه چې مونږ دې په دې مهمه موضوع خبر کړو، ښاغلیه مټ واکره.

مټ واکر: هیله کوم. له تاسو نه هم مننه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply