د قوي مرکزي دولت جوړولو اړتیا

0 703

محمدبشیر یوسفزوی _

د افغانستان د اوسنیو ستونزو تر ټولو موثره او ګټوره نسخه د قوي مرکزي دولت ایجاد دی او له همدې امله ولسمشر غني خپل راتلونکی ټاکنیز شعار د دولت جوړول انتخاب کړی دی، سره له دې چې د افغانستان مهمه اړتیا هم قوي مرکزي دولت دی او مهمه ستونزه یې هم همدا قوي مرکزي دولت جوړول دي.ستونزه ځکه ده چې د افغانستان ګاونډیان او د دوی داخلي لاسپوڅي د خپلو غرضونو او شخصي ګټو په خاطر هیڅ وخت د دې طرفدار نه دي چې افغانستان دې قوي مرکزي نظام او دولت ولري، مګر د دې ټولو چلینجونو او ستونزو باوجود دا ځل ولسمشر غني دېته لومړیتوب ورکړی دی چې د ستونزو د اساسي حل په موخه باید قوي مرکزي دولت رامنځته شي.

د افغانستان اوسني شرایط د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ د وخت شرایطو ته ورته دي، ځکه چې هغه مهال هم افغانستان تازه له بحران څخه د راوتلو په حال کې و او دا مهال هم همداسې دي چې افغانستان له بده مرغه لا هم په جنګ کې ښکېل دی، نو هغه مهال چې امیر عبدالرحمن خان غوښتل ټولو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي، نو د قوي مرکزي دولت د جوړولو په فکر کې شو او د همدغه فکر له برکته یې ملوک الطوایفۍ له منځه یووړې او کرا کرار یې ټول ولایتونه او سیمې د مرکزي دولت تر انحصار او واک لاندې راوستلې.

که څه هم اوس په هیواد کې واحد حکومت چلېږي، خو د حکومت د بسنټي کولو او د واک د ښه محکمولو لپاره د دې اړتیا لیدل کېږي چې مرکزي دولت نور هم قوي او پیاوړی شي، تر څو له یوې خوا د جنګسالارانو او محلي زورواکانو زور اوبه شي او له بل پلوه د قانون حاکمیت ته لاره هواره شي او قانون پر ټولو یو ډول پلی شي، نو د همدې لپاره باید د قوي مرکزي دولت جوړولو شعار بدرګه شي.

په دې کې شک نشته چې د ولسمشریزو ټاکنو په دغه برخلیک ټاکونکي او حساس پړاوو کې به له ولسمشر غني مه واره بل هیڅ نوماند هم د دغه شعار انتخاب ته زړه نه وای ښه کړی او نه به یې هم ښه کړي، ځکه دوی نه غواړي چې په دغه مهم وخت کې داخلي او سیمه ییز حساسیتونه راوپاروي، خو ولسمشر غني چې له یوې خوا ورته د هیواد بقا او راتلونکی او له بلې خوا د خپلو هیوادونو ګټې ، امنیت او ثبات تر بل هر څه ارزښت لري، نو له دې امله د حساسیتونو پروا نه لري او د ولس په باور او ملاتړ همغه څه ترسره کوي چې د هیواد او هیوادوالو په خیر وي، لکه په تېرو څلور نیمو پنځو کالو کې موږ ولیدل چې ولسمشر غني محلي زورواکان، حکومتي میراثیان، مفسدین او نور سخت وننګول او پر دوی یې محاصره را تنګه کړه او د دې تر څنګ یې ښځو او ځوانانو ته په ادارو کې زیات واک او صلاحیتونه ورکړل، مصلحتونو ته یې ارزښت ورنه کړ، د سیاسیونو او جهادي رهبرانو تر اغېز لاندې رانغی او د هیواد د بقا په خاطر یې دغه لوی ریسک په ډېره اسانۍ ومانه.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply