د سولې لپاره لومړنی شرط اوربند دی

0 485

خالد احمدي _

د اختر نه مخکې داسې اوازې خپرې شوې چې دا ځل به بیا په کمکي اختر کې د جګړې دواړه لورې اوربند کوي تر څو هیوادوال د تیر په څیر یوځل بیا د اختر خوښۍ بې له ویرې او ډاره ونمانځې خو دا هرڅه یواځې یوه شایعه وه چې داسې ونشول نه حکومت او نه طالبانو غږ وکړ چې مونږ د اختر په ورځو کې جګړه نه کوه تاسو هم ټوپک پر ځمکه کیږدی  تر څو هیوادوال مو د تیر په څیر د اختر خوښۍ بدون له کومې ویرې ونمانځي چې داسې ونشول

خو دا چې ولې وسلوال طالبان د اوربند نه په شاه شول یو لامل يې دا دی چې تیر ځل په دری ورځني اوربند کې ډیری طالبان ښارونو ته راغلل دلته يې چې د خلکو مینه، ورورولي، اسلامیت او هرڅه له نږدې ولیدل بیرته د تګ لپاره يې زړه ښه نکړ د کورنیو چارو وزارت ویاند،هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وه چې  تېر اوربند کې د طالبانو له ځینو کسانو پوښتنه شوې وه، چې ولې مو د طالبانو لیکې پرېښودې ؟ په ځواب کې یې ویلي ووهغوی موږ ته ویل چې په کابل کې ټول خلک کافران دي، لمونځ نه کوي، جوماتونه نشته دا حالت مو چې ولید هر څه بدل وو. بیا مو دا پریکړه وکړه چې نور به ټوپک په لاس کې وانخلو .

د طالبانو د مشرانو سره دا وېره  شته، چې داسې نه په اوربند ټینګېدو سره خپل وسله وال، د هغوی روحیه او جنګي مورال له لاسه ورکړو، ځکه مشران خو یې هسې هم د جګړې په لومړیو کرښو کې نه دي او ټوله قرباني جنګیالي ورکوي.  نه دا چې جنګیالي مو ټوپک پر ځمکه کیږدي او جګړې ته نه ووايې .

اوس که رښتیا هم د طالبانو مشران سوله غواړي او په رښتینې توګه غواړي چې نور به جګړه نه کوي خپله مبارزه به د قلم له لارې پر مخ وړي لومړی باید اوربند وکړي ځګه چې د سولې لپاره لومړنی او اساسي شرط اوربند دی  که طالبان غواړي واقعي سولې ته ورسېږي، نو د بهانو پر ځای دې د خلکو واقعي غوښتنو ته ځواب ووایي او تر بل هر وخت ښه فرصت دی، چې طالبان هم د خلکو غوښتنو ته لبیک ووایي او اوربند اعلان کړي. او نور جنګ او جګړو ته نه ووايې د خپل هیواد د رغونې، ارامۍ او زرغونتیا لپاره لاسونه سره ورکړي که جنګ ورک شي سوله راشي نه به بهرنیان دلته پاتی شي او نه به څوک ایجازه ورکړي چې زمونږ خاوره کې پاتې شي نو که وسلوال طالبان په رښتیا غواړي چې بهرنیان له هیواد ووځي باید سولي ته مټې رابډ وهي او له قید شرط پرته دې اوربند اعلان کړي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply