راځئ دا زده کړو چې چیرته او څه وخت مطالعه وکړو؟ 

0 772

ژباړه: محمدآصف حلیمي 

که غواړئ د مطالعې لۀ ګټو برخمن شئ نو د مطالعې اصول او شرایط زده او د مطالعې پر مهال یې عملي کړئ .

راځئ دا زده کړو چې چیرته او څه وخت مطالعه وکړو؟ 
الف : د مطالعې ځای 
د مطالعه ځای باید مرتب او منظم وي (دا کار د ذهني نظم باعث کیږي او د حافظې په تقویه کې رول لري.) د مطالعې ګټې هغه وخت حاصلیږي چې بې له ستړیا ، له شور ماشوره لرې په ارامه فضا کې په پوره صمیمت او رضایت سره وشي. په کور یا دفتر کې هغه خونه د مطالعې له پاره وټاکئ چې له پوره طبیعي رڼا او له خارجي او داخلي مزاحمو اوازونو څخه لرې وي.

د مطالعې د ځای اړوند دا څو ټکي مهم دي:
۱ـ بعضې خلک په ارامه فضا کې مطالعه کولای شي او څوک شورماشور ته ترجیح ور کوي ، څوک په ناسته ښه مطالعه کوي ، د چا پر څوکۍ کېښناستل خوښيږي او ځینې د قدم وهلو پر مهال مطالعه کوي ، دلته دومره ویلی شو چې په هغه حالت کې مطالعه وکړئ چې نسبتا تاسې پکې ارامه یاست .
۲ـ کله چې د مطالعې له پاره ځای وټاکئ نو سمدستي مطالعه شروع کړئ ؛ دا وخت له نورو کارونو او بوختیاوو ځان وساتئ ځکه دا کار د حواسو د انحراف او ستړیا سبب ګرځي.

۳ـ مطالعه د ځینو خاصو شېبو او ځایونو سره ملګرې کړئ مثلا: نرم نرم باران دی ، چتري درسره واخلئ او مطالعه پیل کړئ یا په یوه تاریخي ځای کې مطالعه وکړئ. ښایي دا شېبې او هغه څه چې له مطالعه اخلئ په اسانه هېر نه کړئ.

۴ـ د تودوخې درجه ، د طبیعي نور یا رڼا اندازه او د څوکۍ شکل او نور … شرایط باید داسې ونه اوسي چې د خوب طرف ته مو ټېل وهي.
۵ ـ د مطالعې په ځای کې ښه هوا او زیات اکسیجن یو مهم شرط دی.
ب: د مطالعې وخت :
د مطالعې وخت د خلکو له پاره مختلف دی یعنې کوم مشخص وخت نه دی معلوم چې باید مطالعه پکې وشي . یو شمېر خلک په شپه کې مطالعه کوي او ځینو بیا سهار د مطالعه له پاره ټاکلی وي خو سهار وخت له نورو وختونو مناسب وخت دی ځکه په سهار کې د انسان ذهن له څو ساعتونو استراحت او ارام وروسته بیخي دې تیار وي چې شیان ښه حفظ کړي. لکه څنګه مو چې لوړ وویل د مطالعه له پاره دقیق وخت چا نه دی ټاکلی ، هر وخت چې څوک ځان جسمي او رواني ښه احساس کړي او وپوهیږي چې مطالعه کولای شي نو سمدستي دې مطالعه پیل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply