د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته پاملرنه

0 657

اېمل پیاوړی

ولسمشر غني بار بار ویلي دي چې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي او د دوی د اولادونو پالنه د حکومت او په خپله د ده له مهمو مسوولیتونو څخه دي او تل یې د دغو مسوولیتونو د ښه ترسره کولو لپاره اقدامات کړي، مسوولین یې هڅولي او هم یې په ملي تاجرانو او عامو افغانانو او د هیواد په سیاسیونو او بېلابېلو اقشارو غږ کړی چې په دې برخه کې باید خپل مسوولیتونه ترسره کړي، ځکه دا د هیواد د هغو صادقو بچیانو کورنۍ او اولادونه دي چې پلرونو یې د دې وطن د عزت او وقار لپاره ځانونه نذرانه کړي او پر موږ ټولو فرض دی چې د دوی د کورنیو پوښتنه او پالنه وکړو.

جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته بار بار ویلي دي چې د شهیدانو د امتیازاتو په برخه کې  د شهیدانو د اولادونو د وثیقو په برخه کې کاغذپراني د منلو وړ نه ده او د اکرامیې د ترلاسه کولو په موخه دې د دوی د وثیقو د جوړولو پروسه نهایت ساده او اسانه شي، تر څو د شهیدانو کورنۍ او اولادونه له کومې سرګردانۍ او ستومانۍ پرته هغه ترلاسه کړي.

جمهور رئیس غني د شهیدانو کورنیو ته د دولت د اوسنیو امکاناتو په رڼا کې د خوړو، درملو، استوګنې، زده کړو او نورو اسانتیاوو د برابرولو هڅې کړي او په دې وروستیو کې موږ ولیدل چې د شهیدانو کورنیو ته یې په کابل او څو نورو ولایتونو کې په امتحاني ډول د کوپون موادو وېش پیل کړ او په پام کې ده چې دغه لړۍ ټول هیواد ته وغخېږي او همدارنګه یې هدایت کړی چې د ښارګوټو جوړولو، مقرریو او د کورونو وېش کې دې د شهیدانو کورنیو ته لومړیتوب ورکړل شي.

جمهور رئیس غني بار بار او په ټینګار سره ویلي دي، چې هیڅ وخت به هم د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو اولادونو ته دا احساس ورنه کړي، چې دوی ځانونه یتیمان وبولي، هغه ژمنه کړې، چې حکومت به د خپلو امکاناتو مطابق د شهیدانو اولادونو او کورنیو ته د ژوند او زده کړې اسانتیاوې برابرې کړي.

په دې کې شک نشته چې په دې وروستیو کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته پاملرنه په فوق العاده توګه زیاته شوې، موږ لیدلي چې ولسمشر غني د ډېرو شهیدانو او جنرالانو جنازې په خپلو اوږو پورته کړي، د دوی کورنیو ته د غمرزاۍ لپاره ورغلی، ټلیفوني خبرې یې ورسره کړي، روغتون په روغتون د ټپیانو  د احال احوال اخیستلو په خاطر ګرځېدلی.

د ولسمشر غني همدغې پاملرنې د شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړی او هغوی ته یې د ویاړ احساس ورکړی دی او هغوی د تېر په څېر دا فکر او اندېښنه نه کوي چې ګواکې د اولادونو او د کورنۍ د غړو وینه او قرباني یې ضایع شوې، هغوی وایوو موږ ډاډه یوو چې زموږ د شهیدانو وینه نه یوازې نه ضایع کېږي، بلکې د هغوی د وینې او قربانیو له برکته د هیواد د لومړي خادم له لوري موږ ته پاملرنه زیاته شوې او دا هر څه موږ ته د ویاړ احساس راکړي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply