د طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر منصور په کراچۍ کې جايدادونه او کاروبار

0 693

د طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر منصور په کراچۍ کې جايدادونه او کاروبار لرلو

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په امریکايي ډرون بريد کې وژل شوي د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور په کراچۍ کې جايدادونه، بېنک اکاؤنټونه او کاروبار لرلو.

د پاکستان د مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) د اسنادو ترمخه ملا اختر منصور د ګل محمد او محمد ولي په نوم جعلي د پېژندګلو يا شناختي کارډونه جوړ کړي وو.

ملا اختر منصور د کال ۲۰۱۶م د مې په مياشت کې د بلوچستان صوبې په دالبندين سيمه کې د امریکا په بې پايلټه ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.

د هغه د وژنې د ځای څخه د پاکستان جوړ يو شناختي کارډ ترلاسه شوی او د يادې پېښې وروسته داسې ويل شوي ؤ چې د بلوچستان او کراچۍ څو چارواکي د ملا اختر منصور د شناختي کارډ جوړولو په تور نيول شوي وو.

د منصور د وژنې وروسته په کراچۍ کې د هغه د يو کور خبر هم مخې ته راغلی ؤ.

اېف ايي ای د ملا اختر منصور په اړوند په تازه اسنادو کې ويلي هغه د کراچۍ په ګلشن معمار سيمه کې دوه پلاټونه او د ښار په نورو برخو کې څلور نور کورونه لري چې قيمت يې کروړونه روپۍ دی په قبضه کې اخيستل شوي دي.

يادې ادارې ويلي د منصور د جايداد او بېنکونو حساب کتاب به عمار د محمد ياسر زوي کولو.

ملا اختر منصور د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د قرارداد لاندې ترهګر ګرځول شوی ؤ او هر ډول کاروباري او د بېنکونو هلې ځلې پرې بندې وې.

د پاکستان تحقيقاتي ادارې د ملا اختر منصور، ګل محمد، محمد ولي او عمار پرضد مقدمه درج کړې او ویلي يې دي د شناختي کارډونو جوړؤنکې ادارې نادرا چارواکي چې په دغه کار کې ککړ دي هم مالوم کړي.

د ملا محمد عمر د مړينې وروسته ملا اختر منصور د طالبانو مشر جوړ شوی ؤ، هغه د طالبانو په وخت کې د سول اېوي اېشن وزیر ؤ.

د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې خبر د کال ۲۰۱۵م د جولايۍ په مياشت کې مخې ته راغلی او افغان دولت ويلي ؤ ملا عمر په پاکستان کې مړ دی.

د ارګ څخه په جاري شوي بيان کې ويل شوي ؤ “د افغانستان اسلامي دولت د بااعتماده معلوماتو په بنیاد، د دې خبرې تصدیق کوي چې د طالبانو مشر د کال ٢٠١٣ د اپریل په میاشت کې پاکستان کې مړ شوی دی”.

د ياد بیان نه وړاندې د هېواد استخباراتي ادارې ویلي ؤ مُلاعمر دوه کاله وړاندې د پاکستان کراچۍ ښار په یو هسپتال کې د ناروغۍ له امله مړ شوی دی .

خو طالبانو ويلي ؤ هغه د ۲۰۰۱ کال نه وروسته د افغانستان نه بهر سفر نه دی کړی.

voadeewanews.com

ایف آئی اے: ’طالبان کے امیر ملا منصور کا کراچی میں کاروبار‘

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply