د طالبانو او چین عجیبه او غریبه یارانه

0 707

روپرټ سټون- ټي آر ټي-

ژباړه: سعید شینواری

چین په لومړي وار نوي یمه لسیزه کې طالبانو سره د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره یارانه وکړه او اوس دا دی دوه لسیزې وروسته تاریخ بیا تکرارېږي.

دې یارانه کې لومړی لوری یو کمونیست دولت خو له افراطي اسلام نه په وېره او اندېښنه کې راګېر هېواد دی، دویم لوری هغه افراطي ډله ده چې په خپله غېږه کې یې القاعدې غوندې شبکه نیولې، خو بیا هم دا یارانه ورځ تر بلې د پیاوړتیا په حال کې ده .

 کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، چین یې اندېښمن کړ، ځکه طالبانو د چین ضد د شرقي ترکستان اسلامي جنبش سره اړیکې لرلې او په افغانستان کې یې دغې ډلې ته د ټریننګ کمپونو او فعالیتونو اجازه ورکړې وه.

همدا وجه وه چې په هغه وخت کې چین د دې هر کلی وکړ چې ملګرو ملتونو پر طالبانو بندیزونه وضع کول، اما بیجنګ لږ وخت وروسته د خپلو امنیتي او اقتصادي ګټو په خاطر طالبانو سره بیا اړیکې جوړې کړې.

 د ۹۰ یمې لسیزې په پای کې چین په دې باور شو چې له افغانستانه د امنیتي او تروریستي ګواښونو د مهار لپاره غوره دا ده چې طالبانو سره معامله وشي او د ډپلوماټیکو اړیکو د پاللو له لارې خپلې سوداګرۍ ته هم لار پیدا کړي.

همدا و چې په ۱۹۹۹ کال چینايي چارواکو ټول کنګلونه  مات کړل او کابل ته یې خپل ډپلوماټان راولېږل، چینایانو دلته له طالبانو سره اقتصادي اړیکې جوړې کړې او د کابل- ارومچي تر منځ پروازونه هم پيل شول.

د چین دمه پر دې هم ونه شوه، بلکې پاکستان کې د چین سفیر دا هڅې پیل کړې چې ملا عمر سره له نږدې وویني، نو یې د چینايي تېنک تانک له یو شمېر غړو سره کندهار ته د سفر موزې په پښو کړې.

 پاکستان کې د طالبانو د سفیر ملا سلام ضعیف په وینا د چین سفیر یوازنی بهرنی ډپلوماټ و چې طالبانو سره یې ښې اړیکې ساتلې وې. ضعیف په خپل کتاب کې د طالبانو د دیرینه یار پاکستان په تړاو دومره نرمه ژبه نه ده کارولې لکه د چین په اړه یې چې کارولې ده، وجه یې هم شاید دا وي چې ضعیف د سپټامبر له پېښې وروسته پاکستان په ډېر بدحالت ونیو او امریکا ته یې وسپاره.

خو خیر پاکستان کې د چین سفیر بالاخره په ۲۰۰۰ م کال کې کندهار ته راغی، له ملا عمر سره یې ولیدل او له طالبانو یې وغوښتل چې د اویغور مسلمانانو غورځنګ ته نوره پناه او امکانات ور نه کړي، خو په بدل کې یې طالب مشران هیله من وو چې چین به یې حکومت په رسمیت وپېژني او ملګرو ملتونو کې به پر دوی د بندیزونو له لګولو سره مخالفت وښيي.

خو دا معامله هغسې ونه شوه لکه څنګه چې د دواړو لوریو زړه و، ملا عمر د شرقي ترکستان پر اسلامي جنبش بندیز ولګاوه، مګر له افغانستانه یې دا ډله ونه شړله، بل لوري چین هم په ملګرو ملتونو کې د طالبانو پر ضد د بندیزونو لګولو مخالفت ونه کړ، بلکې یوازې منفي رایه یې صندوق ته واچوله.

 له دې وروسته چینايي شرکتونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړل، تر دې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر په یوولسمه چې امریکا بریدونه کېدل، دلته چین او طالبانو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا سندونه لاسلیکول.

له دې پېښې وروسته بیجنګ د ترهګرۍ ضد جګړه کې خپله ګټه ولیده، له واشنګټن سره ودرېد او د کرزي د حکومت ملاتړ یې وکړ، مګر نه یې افغانستان ته سرتېري راواستول نه یې هم اقتصادي سرګرمي وښوده، ځکه دا وار چین په افغانستان کې د امریکا اوږدمهاله شتون ته اندېښمن شو.

له همدې کبله چین له کابل سره خپلې اړیکې سړې کړې او طالبانو سره یې خپلې غیر رسمي اړیکې بېرته تازه کړې.

اینډرو سمال په خپل اثر( د چین او پاکستان محور) کې لیکي، چینايي چارواکو په ډېر پټ ډول له طالبانو د سیندک کان د کیندنو په تړاو لیدنو کې استفاده وکړه.

سیندک کان په بلوچستان کې دی او هغه وخت یې اداره د چین په لاس کې وه، چین او پاکستان یوازني دوه هېوادونه وو چې د سپټامبر د یوولسمې له پېښې وروسته یې طالبانو سره خپلې اړیکې دوامداره وساتلې.

 سمال په خپل کتاب کې لیکي، د دې قوي احتمال شته چې طالبانو دې له چین څخه وسلې ترلاسه کړې وي، دغه راز یو بل باور هم موجود و او دی چې طالبان په قصدي ډول د چین تر لاس لاندې پروژو باندې په افغانستان کې برید نه کوي، تر دې چې له کومې ورځې راهیسې چین د کابل څو کیلو مترۍ ته لنډ د میس عینک د کان قرارداد واخیست، حقاني شبکې دغې سیمې ته شا واړوله او ان د ورنږدې کېدو جرائت یې هم ونه کړ.

د چین بې طرفي او احتیاط

چین چې له افغانستان سره کوم سیاست کوي، کټ مټ همداسې پالیسي یې د منځني ختیځ لپاره هم ده، یعني هلته هم د سیمه ییزو اختلافاتو لامل ښکېلو لوریو سره ناسته پاسته کوي.

جانتن فولټن په دې اړه خپل راپور کې اشاره کړې چې چین سره له دې چې له یوې خوا اسراييلو سره اړیکې ساتي، بله خوا فلسطین،  سعودي عربستان، اماراتو او ایران سره هم همکارۍ نه پرې کوي. فولټن که څه هم دا د چین بې طرفي بللې، خو داسې نه ده.

 افغانستان کې د امریکا د جګړې په لومړۍ لسیزه کې کابل سره د چین راکړه ورکړه ډېره کمه وه، فساد، بې ثباتۍ او ناامنۍ د اقتصادي فرصتونو مخه نیولې وه، تر دې چې کله اوباما په ۲۰۱۴ له افغانستانه د سرتېرو ایستلو اعلان وکړ نو بیجنګ دومره وارخطا شو چې افغانستان سره د خپلې پولې ساتنې ته حیران و.

له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو له ډاره چین بیا فکر وکړ چې له خپل دغه ګاونډي افغانستان سره لا زیاتو عمیقو اړیکو ته ورښکته شي، همدا وجه وه چې چینايي ډپلوماټانو له کابل سره د طالبانو د سیاسي جوړجاړي په نوم د څو غونډو نوښت وکړ او په ۲۰۱۵کال یې د افغانستان، چین، امریکا او افغانستان لومړۍ څلور اړخیزه ناسته راوبلله.

چین په ۲۰۱۷ کال د ولسمشرغني په نوښت د کابل پروسې  کنفرانس برخه هم و، تر دې چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د افغان سیاستوالو او طالبانو  د مسکو ناستې ته هم خپل ډپلوماټان واستول.

 له دې راوروسته څو کلونو کې د چینايي او طالب مشرانو څو دوه اړخیزې ناستې هم وشوې، دا ناستې پټې وې او چین هیڅکله تایید نه کړې، خو په جون میاشت کې یې علني اعلان وکړ چې بیجنګ د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي کوربه دی، هغه ملابرادر چې د طالبانو د اوسنۍ رهبرۍ مرستیال او اته کاله تر ۲۰۱۸ پورې د پاکستان زنداني و.

 چین په دې سربېره له روسیې او امریکا سره هم دوه ځلې درې اړخیزې ناستې کړې دي، تر دې چې په ۲۰۱۷ کال یې د دوه دیرینه دښمنانانو پاکستان او افغانستان تر منځ هم په خپل کوربه توب د پاکستان، افغانستان او چین درې اړخیزه غونډه جوړه کړه.

 چین ډارېږي که افغانستان بې ثباته وي، نو اویغور او له سوریې تښتیدلیو جنګیالیو ته به په کې د فعالیت ښه زمینه برابره وي، دغه راز چین له دې کبله هم اندېښمن دی چې پاکستان، منځني ختیځ او نورو هغو سیمو کې چې دا هېواد اقتصادي پروژې لري، خو له افغانستانه ورته ګواښ متوجه کېدای شي، باید خطر یې رفع دفع شي.

 په دې سربېره افغانستان کې دا مهال د چین اقتصادي رول هم په پیاوړي کېدو دی، ځکه دا هېواد اوس افغانستان کې تر ټولو لوی پانګه اچوونکی دی، تر دې چې له نښو نښانو ښکاري چین به افغانستانه پورې د یو کمر بند او یوې لارې پروژه هم راورسوي، هو که څه هم افغانستان کې د پاکستان په پرتله د چین د پانګونې ګراف ډېر ټیټ دی خو که جګړه نه وي، افغانستان کېدای شي چې د چین د پانګونې لپاره په لویه سرچینه بدل شي.

پېچلې معامله

چین د افغان سولې منځګړتوب لپاره په ډېر ښه موقعیت کې پروت دی، دا هېواد د افغان جګړې له ښکیلو غاړو سره ډېر ښه روابط لري، چین پر طالبانو تر پاکستان زیات نفوذ شاید ولري، ځکه پاکستان د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته طالبان ډېر زیات وځورول.

بلخوا طالبان هم انزوا ته د تلو د مخنیوي هلې ځلې کوي، دغې ډلې ۹۰یمه لسیزه ښه تجربه کړې ده، هغه وخت یوازې درې هېوادونو پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان دوی په رسمیت پېژندلي وو، طالبان په دې هم پوهېږي چې بهرنۍ پانګونې ته اړ دي، د مثال په ډول یې وایم طالبانو له ازبکستان سره هم د زېربناو په تړاو خبرې کړې دي او د ټاپي پروژې نه یې تر همدې لیدنې وروسته ملاتړ اعلان کړ.

دا مهال طالبان د افغانستان له طبیعي منابعو زیاته ګټه وړي، پیټر فرانکو پان په خپل تازه کتاب (د وریښمو نوې لار) کې لیکي طالبان په دې باور دي چې د افغانستان کانونه د دوی جیبونه لا زیات ډکولی شي.

 د نیویارک ټایمز د یو راپور په حواله، طالب استازي بیجنګ ته په خپل وروستي سفر کې د ټکنالوژۍ له پرمختګ څخه خورا متاثره وو، تر دې چې یو طالب خپل چینايي کوربه ته وویل، طالبانو لا په دې اړه تصور هم نه و کړی.

خو له دې هر څه سره سره احتیاط لازم دی، طالبانو سره د چین یارانه شاید د ۹۰مې لسیزې په څېر ماته وخوري، طالبانو د اوس په څېر هغه مهال هم کټ مټ ژمنه کړې وه چې ترهګرو ډلو ته به له افغانستانه د نورو هېوادونو د ګواښلو اجاز ور نه کړي، په داسې حال کې چې طالبانو هغه مهال هم نړۍ سره د سوداګرۍ او انزوا نه د وتلو غوښتنه لرله ، تر دې چې د سپټمبر یوولسمې یې هر څه تس نس کړل.

اوس هم که امریکا افغانستان له یوې واقعي هوکړې پرته پرېږدي، نو د یو تېر تور تاریخ د تکرار وېره شته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply