د اعليحضرت امان الله خان اصلاحات او سقوط/عبدالباري جهاني

0 1,878

په افغانستان کی چی هر وخت د ترقۍ، تغییر او تنویر کلمات یادېږی نو  داعلیحضرت امان الله خان نوم به سم ورسره ملگری وي. د افغانستان په تاریخ  کی به هیڅ مشر په دغه اندازه له خپل اولس او د هغه له ترقۍ سره د هغه په اندازه ژوره، صمیمانه او صادقانه لېونۍ مینه نه وي ښودلې. د افغان اولس د نېکمرغه کولو، عصری کولو او پر مخ بېولو سره د امان الله خان  مینه د یوه پاچا مینه نه، بلکه د یوه شاعر، هنرمند او نقاش مینه وه، چی زیاتره په احساس افاده کېدله. خو لکه څرنگه چی بیده اولسونه د خپلو هنرمندانو او شاعرانو د احساس په ژبه ډېر ناوخته پوهېږی، دغه راز د خپل دې وطن پالونکي پاچا په نېکو احساساتو او سپېڅلي مینی هم هغه وخت وپوهېدل او  هغه وخت یې د ارمان او افسوس اوښکی پسی تویولې چی هغه د دوی او د خپل گران هیواد له تودې غېږی څخه، چی ده د جنون ترسرحده مینه ورسره درلوده، ډېر لیری تللی وو، او نور یې د بیرته را ستنېدلو امکان موجود نه و. هغه په ژوند د خپل اولس دپاره مړ سوی وو، او هغه ژبي چی د ده په یاد وگړېدلې، د ده د ارمانونو دښمنانو وار په وار غوڅي کړې.

اعلیحضرت امان الله خان، چی په نړۍ کی د وخت  د تر ټولو ستر استعماری طاقت په مقابل کی د سر پورته کولو او د جنگ  داعلانولو په افتخار خپل اولس په جوش او خروښ استقبال کړی او دغازي لقب یې ورکړی و،  خپل هغه اولس صرف د ترقۍ، ازادۍ او پر مختگ سره د هغه د لېونۍ مینی په گناه د کافر او لاټي په نوم له ملکه وشاړه. خو د هغه  پیل کړي اصلاحات ناکام نه، بلکه د ناپوهانو او داړه مارانو د اغتشاش له امله د لنډي مودې د پاره بند سول. او د دې اغتشاش سره گواکي د اماني نهضت کمبله ټوله سوه. خو  افغان اولس د شلمی پېړۍ په وروستیو لسیزو کی د دوهم ځل داخلی جنگونو تر پیل کېدلو پوری ، د ترقۍ او پرمختگ پر لور ، کله بیده او کله ویښ گامونه پورته کړل.

افغانستان  د برټانوي استعمار څخه د استقلال  د گټلو په وخت کی داسی هیواد وو چی  سړی یې د خپلو تقریبا ټولو گاونډیو هیوادونو څخه وروسته پاته بللای سی. سواد  د نشت په اندازه وو، او خلکو به حتی خپل خصوصی او کورني لیکونه په مُلا لیکل او لوستل. او د ژوند  د تقریبا ټولو معلوماتو او اطلاعاتو منبع یې ملایان او د جوماتونو انگړونه وه. راډیو وجود نه درلود او د یوه ښار څخه تر بل ښار پوری د سفر کولو دپاره کله شپې او کله هفتې په کار وې.  مطبوعات د نشت په اندازه وه. د اعلیحضرت امان الله خان د پاچاهي په لومړیو شپو ورځو کي یوازي د امان افغان په نوم ورځپاڼه او په وروسته کي څو نوري محدودي دولتي او مستقلي ورځپاڼي خپریدلې. دا ورځپاڼي هم یوازي په پایتخت او لویو ښارونو کي، هغه هم یوازي محدودو باسوادو، خلکو لوستلې. خلکو، په عمومي صورت، د بازار په اوازو ګوزاره کوله او چی څه یی اوریدل هغه یی منل. اعلیحضرت امان الله خان حتی د اطلاعاتو وزارت نه درلود. ځکه ده فکر کاوه چی د ده نیت څرګند دی او د اصلاحاتو په هدف او ګټور توب یی ټول وګړي پوهیږي. خو خبره هغسي نه وه. د اصلاحاتو دښمنانو د هیواد خلکو ته د ده پیغام نه یوازي نه رساوه بلکه په غلط ډول یی ور رساوه. اعلیحضرت امان الله خان غوښتل چي د ۱۹۲۱، ۱۹۲۴ او ۱۹۲۸ کلونو د لویو جرګو غړي او وکیلان به د ده پیغامونه د خلکو تر غوږونو ورسوي خو هغوی زیاتره ده او د ده اصلاحاتو ته وفادار خلک نه وه او چی خپلو سیمو ته ستانه سول خلک یی د خپل پاچا پرضد وپارول. لیون پولادا ص ۱۵۵

اصلاحات

ډیر کسان فکر کوي چی د اعلیحضرت امان الله خان اصلاحات له وخت څخه مخکي وه، ځکه نو خلکو او محافظه کارو عناصر د هغوی په مقابل کی عکس العمل وښود او بالاخره د ده د پاچهی د سقوط سبب سول. په داسي حال کی چی، په لومړي سر کي، د هغه د ځینو اصلاحاتو ډیر تود هرکلی وسو او د ټولني د پرمختګ او عمومی همکاری د زیاتولو لپاره ډیره ګټور ثابت سول. د هغه د اصلاحاتو مخالفینو او هغو لیکوالانو او مورخینو چی د ده د مخالفو رژیمونو تر تاثیر لاندي یې لیکني وکړې، یوازي هغو اصلاحاتو ته ګوته ونیوله چی د افغانستان محافظه کارو عناصرو او د ټولني عنعنوي او بیسوادو خلکو ته نا بلده او د منلو وړ نه وه. د مرحوم میرغلام محمد غبار په شمول، هغو منورینو چي د اعلیحضرت امان الله خان د اصلاحاتو له نهضت څخه یی باید په کلکه دفاع کړې وای هم د هغه او د هغه د اصلاحاتو په برخه کی یو ډول مبهم نظر ورکړ. ډیرو مورخینو او لیکوالانو د اصلاحاتو د ناکامی ډیر لوی علت د امان الله خان اشتباهات او ځینی تلواري او بې وخته حرکتونه بللي دي . په داسي حال کي چي د هغه ځینی ناکاره او نا اهله ملګري، ځیني نامرده انډیوالان او حتی ځیني خاین عالي رتبه حکومتي مقامات د اماني نهضت په سقوط کي د هغه تر اصلاحاتو لوی رول لري.

اعلیحضرت امان الله خان ځیني داسي اصلاحات اعلان کړل چي اصلاحي نهضت اصلا د هغوی د عملي کولو لپاره پیل سوی وو او که ده له ځان سره ښه او ریښتوني ملګري لرلای، ښې او پر وخت مشورې یی ورکړي وای او اصلاحات سم عملي سوي وای ښایی نهضت له سره ناکام سوی نه وای. په اجتماعي برخه کي د انسانانو خرڅول کیدل او رانیول منع اعلان سول او د ټولني، په تیره بیا هزاره ګانو، له خوا یی تود هرکلی وسو. بیګار یی منع کړ او یوازي د سړکونو جوړولو لپاره، چي د ټولني هر فرد ته یی ګټه رسیدله، بیګار او وړیا کار حتمي وبلل سو. د لومړي ځل لپاره یی د ټولني د هري برخي لپاره منظم قوانین وضع کړل. د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کی اکثر اقدامات یی هم ګټور وه او هم یی تقریبا د ټولو خلکو له خوا هرکلی وسو. د مالیاتو ټول سسټم یی له سره تنظیم کړ او حکم یی وکړ چی مالیات باید د جنس په توګه نه بلکه په نغدو پیسو واخیستل سي. اضافي مالیات یی، لکه د ملکې د سرغوړي، لغو او غیرقانوني اعلان کړل. د افغانستان لپاره لومړنی کلنۍ بودجه یی، چي تر دغه وخته پوري چا نه پیژندله، منظور کړه. د حکومتي باقیاتو سسټم یی، چی د یوه سړي او حتی د هغه د اولادونو ژوند یی تهدیداوه، له منځه یووړ. مرکزي او ولایتی شوراګاني یی، چی ځیني یې انتخابي او ځیني یې انتصابي وې، منځته راوړې. له خارجي هیوادونو سره یی ډیپلوماټیک اړیکي ټینګ کړل او افغانستان یی تقریبا په ټولي نړی وپیژاند. د قبایلی خانانو، درباریانو، او د شاهي کورنۍ د لیري خپلوانو او سردارانو خاص امتیازات او تنخواګاني یی لغو کړې. د مخابراتو او ارتباطاتو پراخي پروژې یې تر کار لاندي ونیولې. نوي سړکونه یی جوړ کړل، زاړه سړکونه یی ترتیم کړل، د ټلفون او ټلګراف خدمات یی پراخ کړل، د پوستې سسټم یی بهتر کړ او افغانستان د پوستې د بین المللی ټولني غړی سو، پلونه یی اباد کړل او د افغانستان د ملکي هواګرځني لومړنی پروګرام یی پیل کړ.

اعلیحضرت امان الله خان، له خپلي لومړۍ ځوانی څخه، په دې پوهیدی چی د ده د هیواد د وروسته پاته والي یو لوی علت بیسوادي او له نړۍ څخه بیخبري ده. کله چی قدرت ته ورسیدی، له هغي لومړۍ ورځي یې د ټولني د تعلیم او تربیې د سسټم بهتر کولو ته ملا وتړله او د خپلي پاچهی تر پایه پوري یی د اصلاحاتو تر بلي هري برخي دغي خواته زیاته توجه وکړه. لیون پولادا لیکي په دي کي هیڅ شک نسته چی د هغه په اجتماعي اصلاحاتو کي د تعلیم او تربیې په برخه کي اصلاحات تر ټولو مهم وه. نه یوازي د ده له خپله نظره بلکه د ټولني د راتلونکي لپاره هم. د ده له نظره د تعلیم او تربیې د اهمیت اټکل له دې څخه کیدلای سي چي د ده د پاچهی به وخت کي د تعلیم او تربیې مډال تر ټولو ملکي او پوځي مډالونو مهم وو. د اوسني افغانستان د مشرانو ټول نسل په مستقیم او غیر مستقیم ډول د امان الله خان د تعلیم او تربیې د سسټم محصول دی. که امان الله خان د تعلیم او تربیې په برخه کی ابتکارونو ته توجه نه وای کړې او د ښووني او روزني د ودي او انکشاف جرأت یی نه وکړی نننی افغانستان به د عصري کیدلو په لاره کي تر نن ورځي ډیر کلونه شاته پاته وای. یوشی چي نه په ډیرو پیسو تر لاسه کیدلای او نه په زور د چا لاسته ورځي هغه تعلیم یافته او روزل سوې بشري قوه ده. پولادا ص ۸۹

د افغانستان په تاریخ کي هیڅ پاچا او مشر د هیواد له ښووني او روزني سره، نه له ده نه مخکي او نه له ده څخه وروسته، دومره لیونۍ  او ریښتونې مینه ښودلې ده.هغه په کال ۱۹۲۵ کي کندهار ته د خپل پنځه دیرش ورځني سفر په ترځ کي پخپله ښونځیو ته ولاړ، د ښوونکو تعلیمي سویه یې وکتله، له شاګردانو څخه یې پوښتني وکړې، د حاضرۍ کتابونه یې وکتل د دایمي غیر حاضرانو په باره کی یې ، چي شمیر یې ۱۸۹ تنو ته رسیدی، له حکومتي مامورینو څخه تحقیقات وکړل. شاګردان او د هغوی مشران یې ور وغوښتل او د شاګردانو مشران یې پنځه پنځه روپۍ جریمه کړل. هغوی ته یې د ښونځیو د تاسسیولو او عصري تعلیم او تربیې د هدفونو او ګټو په باره کي مفصله وینا وکړه او دا یې هم ورته وویل چي که په راتلونکي کي د هغوی اولادونه ښونځیو ته حاضر نه سي نو دوی ته به سختی سزاوي ورکړي. حاکمیت قانون ص ۴۴

اعلیحضرت د مذهبي او ژبني تبعیض د له منځه وړلو په منظور حکم وکړ چي پښتانه، فارسي ژبي او هندوان دي، چي تر دغه وخته یې په جلا جلا ښونځیو کي درس وایه، ټول په یوه ښونځي او ګډو ټولګیو کي سبق وایی. هغه دغه راز حکم وکړ چي لومړنۍ زده کړي د ټولو افغانانو لپاره حتمي او جبري دي. هغه کتاب ص ۴۵

اعلیحضرت امان الله خان کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کي، تقریبا هره ورځ، له سل ګونو او حتی زرګونو خلکو سره ناستي درلودې. د جمعې د لمونځونو امامت یې پخپله کاوه او په ویناو کي یې د نورو ملی مسلو ترڅنګ، پرعصري ښووني او رزوني باندي، چي د هري ټولني د پرمختګ اساس دی، هر وخت ټینګار کاوه. هغه پخپله یوه وینا کي وویل چي ځیني ملایان او سپین ږیري، په پټو سترګو او پرته له دې چي زموږ د ښونځیو په پروګرام یې ځانونه خبر کړي وي، هغه چټي او بېځایه بولي. هغه پخپله وايي چي د جمعې په ورځ یې په خطبو او په ښار کي د ګرځیدلو په ترڅ کي له خلکو سره د ښونځیو د ګټو په باره کي خبري وکړې. هغو شاګردانو ته یې چي په ښونځي کي یې غیر حاضري نه کوله نغدي پیسې په انعام کي ورکړې. ۱۳۰ تنو شاګردانو ته یې چي تازه ښونځي ته شامل سوي او د ده له حضور څخه تیر سوي وه نغدي پیسې ورکړې او هغه شاګردان یې چي غیر حاضري یې کوله جریمه کړل. هغه کتاب ص ص ۵۰-۵۱

اعلیحضرت امان الله خان، د هیواد د سختو مالي ستونزو سره سره، د  ښووني او روزني خواته ځکه ډیره زیاته توجه واړوله چي په دې پوهیدی چي د هغه د پراخو اصلاحاتو لپاره پوهو او تعلیم یافته کسانو ته ضرورت لري. هغه ښوونه او روزنه جبري  کړه او په عامو ځایونو کی یی اعلانونه وکړل چي ټول خلک مجبور دي چي خپل ماشومان ښونځی ته واستوي او حکومتي مامورینو ته یی خبرداری ورکړ چی که خپل ماشومان په ښونځي کي داخل نه کړي نو ښایی جریمه سي او هم ښایی له وظیفې څخه برطرف کړل سي. هغه دغه راز د منځنیو او لوړو زده کړو د شاګردانو د تشویقولو په منظور هغوی ته په میاشت کي یوه لږه اندازه پیسې ورکولې او تر یوه حده یی د هغوی د جامو غم خوړ. ګریګوریان ص ص ۲۴۰-۲۴۱

اعلیحضرت امان الله خان، د ملایانو او حضرتانو د پروپاګنډونو او تبلیغاتو په خلاف، چي ویل یی امیر د هغوی ماشومان بهر ته لیږی او هغوی په بهرنیو هیوادونو کي کافران کوي، بهر ته د لیږل کیدونکو شاګردانو ټول کړه وړه تر سختي څارني لاندي نیول. کله چي به شاګردان بهر ته لیږل کیدل هغوی مجبور وه دا ژمنه وکړي چي روژه به نیسی، لمونځونه به کوي او د مسلمانانو په ټولو اخترونو او مقدسو مراسمو کي به برخه اخلي. کله چي عیسوي شاګردان کلیسا ته ځي او هلته د خپل انجیل په لوستلو لګیا سي نو افغاني شاګردان باید د خپلي عقیدې د غښتلي کولو لپاره قرآن شریف ولولي. شاګردانو ته ویل کیدل چي د خوراک او څښاک په وخت کي د قرآن شریف احکام په کلکه رعایت کړي. شاګردان د نڅا کولو، د غیر اخلاقي نمایشونو د ننداره کولو او له ښځو سره د اړیکو د ساتلو څخه منع وه. که هر شاګرد له دغو مقرراتو څخه سرغړونه کړې وای هغه بیرته هیواد ته را غوښتل کیدی. د شاګردانو د کړو وړو د څارلو لپاره، له هري وړې ډلګی سره یو تن لیږل کیدی او هغه به، وخت په وخت، مقاماتو ته خپل رپوټ ورکاوه. ګریګوریان ص ص ۲۴۲-

۲۴۳

اعلیحضرت امان الله خان په دې پوهیدی چي د امان افغان په نوم یوازینی جریده، چي د سراج الاخبار ځای یی نیولی وو، نه هر وخت د افغانستان ټولو ولایاتو ته لیږل کیدلای او نه د اطلاعاتو په ترلاسه کیدلو کي د خلکو تنده ماتولای سي. هغه د خپلي پاچهی په لومړیو شپو ورځو کي یوازي د آزادو مطبوعاتو تحریک پیل نه کړ بلکه یو مطبوعاتي انقلاب یی راووست. د مطبوعاتو په ساحه کي یی داسي اور ولګاوه او داسي رڼا یی خپره کړه چي تر نن ورځي پوري یې چا د بیرته خاموشولو توان نه دی پیدا کړی. د لومړي ځل لپاره، خلکو ته، د هیواد په تقریبا ټولو ولایاتو کي، پر خپل حکومت باندي د انتقاد کولو زمینه برابره سوه؛ خلکو ته د انتقاد کولو او نظر څرګندولو جرأت ورکړه سو او په انصاف سره ویلای سو چی که دغه منور پاچا نه وای ازاد مطبوعات به ، خدای خبر، چي کله او څرنګه پیل سوي وای. په کال ۱۹۲۰ کي په جلال اباد کي اتحادمشرقي په خپرونو پیل وکړ او په هماغه کال په هرات کي د اتفاق اسلام په نوم اخبار له چاپه راووت. د افغانستان په شمال کي د بیدار په نوم اخبار او په مزار شریف کي د اتحاد اسلام اخبار خپروني پیل کړې. په کال ۱۹۲۱ کي په بغلان کي اتحاد بغلان، په کال ۱۹۲۲ کي په قطغن کي اتحاد خان آباد، په کال ۱۹۲۱ کي په کندهار کي طلوع افغان، په کوهستان کي ستاره افغان په خپرونو پیل وکړ. په کال ۱۹۲۳ کي په کابل کي د حقیقت په نوم اخبار له چاپه راووت او په هماغه کال د انیس په نوم ورځپاڼي په پښتو ژبه خپروني پیل کړې. ګریګوریان ص ۲۴۵

اعلیحضرت امان الله خان ملي یووالي ته، چي د ترقی او سمسورتیا بنسټ دی، ډیر ښه متوجه وو او تل به یې په خپلو ویناو کي د ملي یووالي تبلیغ کاوه. د افغانستان په تاریخ کي ښایی ډیرو لږو پاچاهانو د ملي وحدت له تبلیغولو سر دومره څرګنده علاقه ښودلې وي. پاچا امان الله خان کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کي د جمعې د ورځي په یوې خطبې کي وویل” هر څوک چي په افغانستان کي اوسیږي، له استثنی پرته، افغان بلل کیږی او د دې هیواد ټول اقوام مسلمانان دي. د هیچا لپاره دا وړ نه ده چي له اسلامیت او افغانیت څخه مخ واړوي او په خپل قوم ونازیږي. د خپل قوم ل امله ځان تر نورو ممتاز وبولي او که څوک قومیت تر اسلامیت لوړ بولي نو د هغه ایمان حتما کمزوری او عقیده یې سسته ده…”

له ښووني او روزني، اصلاحاتو، عدالت، ډیموکراسی او د ښځو له حقوقو سره د اعلیحضرت امان الله خان مینه د هغي وینا څخه ښکاري چي اروپایی هیوادونو ته د سفر د پیل په وخت کي یی په کندهار کی له خلکو سره د خدای په امانۍ کولو په ترڅ کي کړې ده. هغه وویل:  لومړی خو زه د خدای تعالی او د هغه له پیغمبر څخه راضي او مشکور یم. بیا نو په داسي حال کي چي اوښکي مي په سترګو کي دي، غواړم تاسي ته ووایم ټولو هغو شیانو ته چي تاسي اشاره وکړه هغه خو لومړی خدای تعالي او دوهم تاسي پخپله کړي دي. زه د خدای تعالی شکر اداکوم او له تاسي څخه مننه کوم او له خدای تعالي او تاسي څخه د نوري مرستي غوښتنه کوم. بهر ته زما د سفر کولو هدف تاسي ته د ګټي رسول دي. زه غواړم داسي نوي شیان ستاسي لپاره انتخاب کړم چي موږ یی اوس نه لرو… ده خلکو ته وویل چي له هیواد سره مینه ولری، له خپلي خاوري څخه دفاع وکړی او دا په یاد ولری چی تاسي ټول یو ملت یاست. ده وویل پاچا د امر کولو حق نه لري. دا حق چا له منځه وړی دی؟ ما له منځه وړی دی. ځکه چی خدای تعالی وایی چي موږ باید له خلکو سره سلا مشوره وکړو. نو زما نصیحت ته غوږ ونیسی او هیڅ وخت د یوه دیکتاتور پاچا د لاندي ژوند مه کوی. خرافات پرستي مه کوی. د مثال په توګه ځینو بیخبرو ملایانو تاسي ته د مذهب ځنځیرونه اچولي دي. دوی تاسي ته د مذهب په باره کی غلط معلومات درکړي دي، او تاسي یی غولولي یاست. تاسي باید هغه څه ومنی چی خدای تعالی او د هغه پیغمبر امر درته کړی دی. تشي د ملا خبري مه منی.

زه دغه راز درته وایم چي تاسي باید د خلکو ترمنځ توپیر ونه کړی. تاسي ټول یو هیواد او د یوه بل وروڼه یاست. زه غواړم په دغه برخه کي ستاسي رایه واخلم. او ټولو خلکو سمدستي لاسونه پورته کړل. زه دغه راز درته وایم چی له خپلو میرمنو سره ښه سلوک وکړی. له هغوی سره بد مه کوی ځکه چی دوی هم خدای تعالی ته امید لري، بشر دی او حقوق لري. تر یوې ښځي زیاتي مه په نکاح کوی ځکه چي تاسي یی ساتلای نه سی. تاسي باید خپل ماشومان ښونځیو ته ولیږی. تاسي باید خپل ماشومان د زده کړو لپاره بهر ته ولیږی. خپله ټوله شته مني د خپلو ماشومانو په ښوونه او روزنه ولګوی. ما چي هر څه درته وویل هغه د خدای تعالی او د هغه د پیغمبر احکام دي.  سټیوارټ ص ۳۲۰

کندهار ته د سفر په ترڅ کي د خلکو په منځ کي د هغه له یوې وینا څخه ښکاري چي حکومتي ادارې ټولي په فساد کي ډوبي دي. هغه ته اداري فساد له ډیرو  پخوانیو وختونو څخه په میراث پاته سوی وو او د ده لپاره ګرانه وه چي په یوازي سره یې د دې مهلک اجتماعي دښمن ریښې ایستلي وای. هغه خلکو ته په وینا کي وویل چی ما د خپل مظلوم او نیستمن رعیت د سر او مال څخه د ظالمانو او تیري کونکو د لاس لنډولو لپاره نظامنامې جوړي کړې. خو څوک په هغه عمل نه کوي او یا سم نه دي ورباندي پوهیدلي. حاکم د خلکو هستي د ځان بولي او وایی چي خلک باید رشوتونه ورکړي او میلمستیاوي ورته وکړي. ملا وایی خلک باید هغه ته خیراتونه ورکړي او څوک یې باید له حلواخوریو څخه را ونه ګرځوي. کاتب وایی له خلکو څخه پیسې اخیستل د هغه حق دی. قاضي فتوا ورکوي چي د خلکو د دعوو د فیصله کولو په وخت کي چي له هغوی څخه هر څه وغواړم هغه ماته حلال دي. حاکمیت قانون ص ۸۴

اعلیحضرت امان الله خان له یوې خوا د هیواد د عصري کولو او پر مختګ لپاره په هره برخه کي ژور اصلاحات پیل کړل او له بلي خوا، په یوازي سر، د خپلو ټولو مخالفو ملایانو، روحانیونو، خانانو، فاسدو او رشوت خورو مامورینو او داړه مارانو او قاتلانو په غیږ ورغی. هغه فکر کاوه چي که یو زړه ور او وطن پالونکی مشر له جدیت څخه کار واخلي نو غلا، فساد او بې امنیتۍ ته خاتمه ورکولای سي. په داسي حال کي چي تر څو پوري د غلا او بې امنیتي علتونه له منځ ولاړ نه سي یوازي د داړه مارانو په نیولو او په سزا رسولو کار نه کیږي. اعلیحضرت امان الله خان د کندهار د سفر په خاطراتو کي لیکي چی د کندهار امنیت په دې اندازه خراب سوی وو چي که ما ګناه کارانو ته سزا ورکړې نه وای نو امنیت به نه وای راغلی. بالاخره مي د مفسدینو په سزا رسولو او وژلو بنا وکړه او څو ورځي مي د قصابانو په څیر قصابي وکړه. په زړه کي مي وویل چی زه کندهار ته د کار لپاره نه بلکه د قصابۍ لپاره راغلی یم. تر څو چي په څو ورځو کي مي کندهار له اشرارو څخه پاک کړ او ښار آرام سو او په ټول ښار کي نه لوی او نه کوچنی غل لیده کیدی. اعلیحضرت امان الله خان ټول هغه ظالم خانان، چي دی یحیی خان د مثال په توګه یادوي، په سزا ورسول او ځیني یې  اعدام او قتل کړل چي د خپلو ځانونو د ساتلو او دښمنانو د ځپلو لپاره یی غله او داړه ماران ساتلي وه. حاکمیت قانون ص ۲۲۴

د افغانستان په تاریخ کي به هیڅ مشر د خپلو خلکو سره دومره له نیژدې نه وي کښینستلی او دومره د زړه له کومي مینه به یې نه وي ورسره کړې. اعلیحضرت امان الله خان خپل سلطنت د هیواد د اکثریت مظلومانو او غریبانو باله اود کندهار خلکو ته د خپلي هغي وینا په ترڅ کي چي د پچي په اساس یې د عسکري خدمت د ښیګڼو په باره کي ورته کوله وویل” ټول په دې پوه سی چي زما سلطنت د خان او ملا، ملک او مخورینو سلطنت نه دی. بلکه زما حکومت د عاجزانو، غریبانو، کروندګرو او کسب کارانو د ژوند د ښیګڼو دپاره دی. او په هره وسیله چي کیږي د افغانستان د عام ملت د سمسورتیا او خوښیو لپاره به خدمت کوي. څرګنده خبره ده چي کله ټول ملت آرام او خوشاله وي نو خانان او د نفوذ خاوندان به هم ورسره خوښ وي. نن غرمه که څه هم چي څوک به نه وي پوهیدلي چي ما ولي ډوډۍ ونه خوړه خو علت یې دا دی چي ما ولیدل چي تاسي ټول په چمن او د باغ پر سړکونو باندي د جرګې په انتظار ناست واست. او ستاسی خانانو او مشرانو د سلامخانې په برنډه کي ستاسي په مخ کي پر چوکیو او میزونو باندی ډودۍ خوړله. ما چي دا حال ولیدی نو په زړه کي مي وویل چي زما دي زهر سي! چي ستاسي په مخ کي ډوډۍ خورم” حاکمیت قانون ص ۹۳

اعلیحضرت امان الله خان په کندهار کي د خپلو ویناوو په ترڅ کي څو ځله د خرقې شریفي بست ته، چي غلو او فراریانو به پناه پکښي اخیستله، اشاره وکړه او وې ویل چي د خرقې شریفي حریم د مسلمانانو د عبادت دپاره دی. هغه د قاتلانو او داړه مارانو، چي د خدای او بنده ګانو پر حقوقو یې تیری کړی دی، د پټیدلو ځای نه سي کیدلای. دغه راز یې په هغو روحانیونو ملنډي ووهلې چي ویل به يې له آسمان څخه د دښمن الوتکه په یوه پف را غورځوي، د خاینانو توپونه په چف بندوي او د ماشین ګنو ګولۍ په تف بندوي. ده وویل چی زموږ پیغمبر چي د هغه له رویه تول کاینات پیدا سوي دي له دښمن سره د توري په زور جنګیدی او په جنګ کي یې مبارک غاښ شهید سو. نو دې روحانیونو دا قدرت له کومه کړ. دا خبري که څه هم چي د شریعت له مخي سمي وي خو په دې برخه کي د بیسوادو عوامو لپاره د ملا او پیر خبري، چي دوی له وړوکوالي عادت ورسره نیولی وو، ډیري مهمي او پرحق ښکاریدلې او د ده پر منطق یې غوږ نه سو نیولای.  هغه کتاب ص ۸۹

ستونزي او عکس العمل

اعلیحضرت امان الله خان په داسي یوه وروسته پاته ټولنه کي اصلاحات پیل کړل چي په هره برخه کي یی کار ته ضرورت درلود. په افغانستان کي امیردوست محمد خان، امیر شیرعلي خان، د امیرامان الله خان نیکه امیر عبدالرحمن خان او د ده پلار امیرحبیب الله خان هر یوه په خپلو وختونو کي پوځي، اداري، مالي، صنعتي او کلتوري اصلاحات راوستلي وه. نه یوازي د جدی عکس العمل سره مخامخ سوي نه وه بلکه لا یی هرکلی هم سوی وو. خو د امان الله خان اصلاحاتو له هغوی سره توپیر درلود. د هغه اصلاحاتو انقلابي بڼه درلوده او د ټولني هره برخه یی په نظرکي نیولې وه. د افغانستان په څير یوې وروسته پاته ټولنه کي دغه راز اصلاحاتو قوي مرکزي حکومت، غښتلي او وفادار پوځ، قوي مالي بنسټ او منابعو او د اصلاحاتو طرفدارو یوه یا څو ګوندونو، تبلیغاتي او تنظیمي قوت، ته ضرورت درلود. د اعلیحضرت امان الله خان سره په دې ټولو لازمو وسایلو کي تقریبا یوه هم نه وه. د ښووني او روزني په شمول، د هغه  تقریبا ټول اصلاحات انقلابي وه. که یی د ځینو تود هرکلی وسو نو د ځینو سره یی له لومړۍ ورځي مخالفت څرګند سو. که امان الله خان خپله ټوله، او یا زیاتره، توجه د ښووني او روزني او مطبوعاتو خواته اړولې وای او د دې ترڅنګ یی، د هیواد د مالي امکاناتو سره سم، د صنعتي او تجارتي اصلاحاتو ته مخه اړولې وای نو ښایی هم یی د افغانستان د پر مخ بیولو ارمان پوره سوی او هم ښایی د چنداني لوی عکس العمل سره مخامخ سوی نه وای. د ده نیکه امیرعبدالرحمن خان هم په هیواد کی د پیرانو او ملایانو له مخالفتونو سره مخامخ سو. هغه هم د ملایانو او پیرانو امتیازات یا لږ کړل او یا یی له منځه یوړل. حتی د کندهار په خرقه شریفه کي یی د کندهار تر ټولو لوی دیني عالم، ملا عبدالرحیم، په خپل لاس وواژه مګر چا ځکه عکس العمل ښکاره نه کړ چی یو خو یی قوي مرکزي حکومت درلود او بل یی ملایانو ته داسي پلمه په لاس نه وه ورکړې چي هغوی په جوماتونو او کلیو کی د هغه پر ضد کار ورڅخه واخلي.

له اعلیحضرت امان الله خان سره، د خپل پلار او نیکه په څير، غښتلی مرکزي حکومت او پوځي قوت نه وو. هغه په دغه حال کي هم له ملایانو سره، چي هر ګړی یی له ټولو عامو او بې خبرو خلکو سره تماس درلود او ټولو یې هري خبري ته غوږ ایښود، او حضرتانو سره، چي په سل هاوو زره مریدان یی درلودل، مخامخ سو. که اعلیحضرت امان الله خان، چي په ټول هیواد کي یی د غازي په نوم شهرت او محبوبیت درلود، ملایانو ته په لوی لاس د خپل ځان پرضد د تبلیغ لپاره پلمې نه وای ورکړي ښایی دونه ژر یی د ده قدرت ته صدمه نه وای رسولې. خو هغه  د خپل هیواد د دیني عالمانو او ملایانو د خپه کولو ترڅنګ، چي د هر ډول مترقي اصلاحاتو سره یې مخالفت ښودی، خپل پوځ، چي پلار او نیکه یې په ډیرو خواریو روزلی او تنظیم کړی وو، او ده هم د اصلاحاتو په عملي کیدلو کي، ډیر زیات ضرورت ورته درلود، په لوی لاس داسي کمزوری کړی وو، چي بالاخره یی د یوه عادي داړه مار سره د مقاومت کولو او پر شا تمبولو توان نه درلود.

د پوځي جبری خدمت موده یی له دوو کالو څخه دریو کالو ته اوږده کړه. زاړه پوځي قطعات یې، چي ښه روزنه او تجربه یې درلوده، رخصت کړل او ځای یي ځوانانو ته ورکړ. د زړو پوځي قطعاتو عسکرو په میاشت کي شل روپۍ تنخوا درلوده خو ځوانو قطعاتو ته یې په لومړي سر کي د میاشتي دوولس رپۍ وټاکلې او بالاخره یی هغه تنخوا هم په میاشت کي پنځو روپيو ته را کمه کړه. پولادا ص ۷۶ طبیعی خبره ده چي له عسکري خدمت سره د عسکرو او صاحب منصبانو علاقه کمه سوه او پوځ ورځ په ورځ کمزوری سو. میرغلام محمد غبار، چي په هغه وخت کي ځلمی وو او هر څه یې په سترګو لیدلي دي، هم د پوځ، په لوی لاس، کمزوره کیدلو ته اشاره کوي او وايي چي له پوځ څخه هغه  تجربه کار او تکړه کسان چي د استقلال په جنګ کي یی توره کړې وه یا له کاره ګوښه سوه او یا حتی بندیان سول او پر ځای باندي یې نایب سالار محمود سامي او هغه ته ورته کسان وټاکل سول. غبار ص۸۱۱ حتی لودویک آدمک خو لا په دې عقیده دی چی امان الله خان د خارجي یرغل خطر نه احساساوه او فکر یې کاوه چي د داخلي مخالفتونو او احتمالي ښورښونود ځپلو لپاره وړې پوځي قوې ته، چي د هوایی قوې ملاتړ وسره وي، اړتیا لري. ځکه یې نو د الوتکو د اخیستلو په نامه د عسکرو څخه یوه میاشت تنخواوي وګرځولې او هغه تجربه کار صاحب منصبان یې چي لا هم په پوځ کی وه یو په یو له پوځه وایستل. آدمک ص ۸۶

سپه سالار محمد نادر خان د اعلیحضرت امان الله خان له دغو پوځي اصلاحاتو او له پوځ څخه د تجربه کارو صاحب منصبانو د ایستلو او ګوښه کیدلو له پروګرام سره ډیر سخت مخالفت وکړ. خو محمود طرزي، چي د ترکیې ډیر ټینګ طرفداروو او د هغه هیواد د ټولو پوځي اصلاحاتو ملاتړ یې کاوه، د اعلیحضرت امان الله خان د نویو پوځي اصلاحاتو ملاتړ وکړ. زاړه او تجربه کار صاحب منصبان د نادر خان په طرفداري ودریدل او ملکي مامورینو زیاتره د محمود طرزي ملاتړ وکړ. په دې توګه په کابینه کي لومړنی جدي درز را پیدا سو. پولادا ۱۱۶

د اعلیحضرت امان الله خان له پاچهی څخه ایله یو کال تیر سوی وو اعتمادالدوله سردار عبدالقدوس خان له کندهار څخه کابل ته د مجددی د کورنۍ دوو مشرانو شمس المشایخ فضل محمد مجددي او نورالمشایخ فضل عمر مجددي ته یو مفصل لیک واستاوه او په هغه کی یې د اعلیحضرت امان الله خان د چټکو اصلاحاتو، مشروطه شاهي نظام او خارجه وزیر محمود طرزي څخه ژوره کرکه څرګنده کړې او د کندهار له علماوو څخه یې غوښتي وه چي د مشروطه نظام د ردولو او د ټولو مشروطه غوښتونکو د ریښو ایستلو او د قتلولو فتوا تر لاسه کړې. د کندهار څلیرویشتو دیني عالمانو، اوو تنو قاضیانو او دریو سیدانو د سردار عبدالقدوس خان په غوښتنه  یوه فتوا صادره کړه او په هغې کي یی مشروطه شاهي یو مردود نظام اعلان کړ خو د مشروطه غوښتونکو د قتلیدلو فتوا یې ورنه کړه. د کندهار عالمانو په هغه فتوا کي دغه راز ویلي وه چی قزلباش د قبلې خواته سجده کوي، د قرآن مجید تلاوت کوي او د شهادت کلمه وایی. ځکه نو هغوی ټول مسلمانان ګڼل کیږي، له هغوی سره نکاح روا ده او د سر او مال ساتنه یې باید وسي. حقیقت التورایخ ص ص ۳۸۷-۳۸۹

موږ ګورو چي ملایانو، روحانیونو او د زاړه فکر څښتنو عالي رتبه مامورینو د اعلیحضرت امان الله خان د قدرت د لومړیو شپو ورځو څخه د هغه د نظام او اصلاحاتو د مفکورې سره مخالفت پیل کړی وو. اعلیحضرت امان الله خان د تبلیغاتو لپاره تقریبا هیڅ وسایل په لاس کي نه لرل خو مخالفینو یې هره ورځ، د جوماتونو د ملایانو، امامانو، شیخانو او مریدانو له لاري، خپل د مخالفت آواز تر خلکو پوري، چي تقریبا ټول بیسواده وه، رسولای سوای. د هیواد د عصري کولو په نیت اعلان کړو او روانو کړو اصلاحاتو سره یې وړو او لویو مخالفتونو کرار کرار زور واخیست او، د وطن او ترقۍ د دښمنانو په لمسون، بالاخره د خوست هغه وسله وال پاڅون پیل سو چي څه کم یو کال یې دوام وکړ. په زرګونو سرونه پکښی ورغړیدل، په زرګونو کورونه تباه سول، ښارونه او کلي لوټ سول او هغه په سل هاووزره روپۍ چی باید د اصلاحاتو د پروګرام په عملي کیدلو لګیدلي وای د خوست او شاوخوا سیمو د ښورښونو په کرارولو ولګیدلې.

په خوست کي د ملا عبدالله او ملا عبدالرشید په مشرۍ ښورښ پیل سو. منګلو او زازیو سمدستي د ښورښیانو ملاتړ پیل کړ. د ښورښ او ناکراریو لمن ډیر ژرتر لوګر او غزني پوري ورسیده. په لوګر کي د برکي برک، برک راجان، پل علم ښارونه او کلي چور سول. حکومتي خزانې او جبه خانې د یاغیانو لاسته ورغلې. ښورښ هغه وخت سیاسی رنګ واخیست چي د امیر محمد یعقوب خان زوی   عبدالکریم له هند څخه په پټه ځان خوست ته ورساوه ، له ښورښیانو سره یو ځای سو او ځان یې پاچا اعلان کړ.اعلیحضرت امان الله خان له سپه سالار محمد نادرخان څخه وغوښتل چي د جنوبي د ښورښ په ځپلو کي ل خپل نفوذ څخه کار واخلي. مګر څرنګه چي سپه سالار محمد نادرخان د جنوبي له خلکو سره ښه اړیکي درلودل او هغوی د استقلال په جنګ کي ښه همکاري ورسره کړې وه نو د جنوبي د ښورښ له ځپلو څخه یې معذرت وغوښت او اعلیحضرت امان الله خان هم هغه د دفاع له وزارت څخه برطرف او  پاریس ته یې د سفیر په حیث ولیږی. حقیقت التواریخ ص ۳۹۹

د اعلیحضرت امان الله خان تقریبا ټولو لایقو جنرالانو او لویو افسرانو د دې ښورښ په ځپلو کي برخه واخیستله. د غزني په جبهه کي د دفاع د وزیر مرستیال جنرال عبدالعزیر خان، داخله وزیر غلام محمد خان او جنرال محمد عمر خان جنګیدل. د لوګر په جبهه کي شاه ولي خان او پخوانی صدارعظم څلوراتیا کلن سردار عبدالقدوس خان او سپه سالار غلام نبي خان چرخي جنګیدل. په ګردیز کي د جنګ وزیر محمد ولي خان قومانده ورکوله او محمد صدیق خان د علی خیلو پلټني اداره کولې. د کابل والي علی احمد خان په جلال اباد کي د خوګیاڼیو ملاتړ ترلاسه کاوه. آدمک ص ۸۸

د جنوبي د ښورښ په ځپلو کي د دونه لویو مقاماتو او جنرالانو د برخی اخیستلو څخه ښکاري چي د هغه لمن دونه پراخه سوې وه چي د اعلیحضرت امان الله خان سلطنت یې د نسکوریدلو له خطر سره مخامخ کړی وو. دې ښورښ څه باندي نهه میاشتي دوام وکړ. ایله د کال ۱۹۲۵ د جنوري په میاشت کي، په بشپړه توګه، وځپل سو. د دې ښورښ د ځپلو په وخت کي د اعلیحضرت امان الله خان د حکومت او پوځ کمزوري ځکه څرګنده سوه چي هغه د خپل منظم پوځي قوت په زور د یاغیانو سره د مقابلې توان نه درلود او د مهمندو، شینوارو، وزیرو، اپریدیو او هزاره قومي ملیشو څخه یې کارواخیست او د یاغیانو په مقابل کي یې جهاد اعلان کړ. په دې جنګ کي اولس او حکومت ته ډیر درانه ځاني او مالي تلفات ورسیدل. تقریبا ۳۵۰۰ کورونه بمباري او وسوځول سول. ۱۵۷۵ تنه یاغیان مړه او ټپیان سول او څلور سوه ښځي او ماشومان د یخنی او لوږي څخه مړه سول. داسي ښکاري چی د حکومتي قواوو تلفات به هم تر دې کم نه وه. د دې ښورښ په ځپلو پنځه میلیونه پونډه ، چي د حکومت دوه کلن عایدات وه، ولګیدل. امیر مجبور سو چي د  هیواد د عصري کولو ځیني پروګرامونه پریږدي او د خلکو په نزد یې اعتبار ته هم ډیره صدمه ورسیدله. ګریګوریان ۲۵۵

د کال ۱۹۲۵ د جنوري پر دیرشمه ملا عبدالله، چي  په حکومتي تبلیغاتو کي یې ګوډ ملا باله، او د هغه ملګری ملا عبدالرشید ونیول سول. عبدالکریم بیرته هند ته وتښتیدی. انګلیسی مقاماتو هغه برما ته تبعید کړ او لږ وخت وروسته یې په رنګون کي ځان وواژه. اعلیحضرت امان الله خان د ملا عبدالله او ملا عبدالرشید په شمول ۵۳ تنه یاغیان اعدام کړل. په سل هاوو نور نیول سوي کسان یې بندیان او تبعید کړل. په کابل کي د دې لوي بري په ویاړ څو ورځي خوښیو اړ جشنونو دوام درلود.اعلیحضرت امان الله خان ښایی دې خبري ته نه وي متوجه سوی چي ویني به وینو نه پریولل کیږي او قبایل ښایی خپل وژل سوي خپلوان تر ډیره وخته پوري له یاده ونه باسي او هر وخت د کسات اخیستلو فکر ورسره وي. بله خبره لا دا چي امان الله خان د خوست د ښورښ په ځپلو کي د جرمني او برټانیې له هوایی قواوو څخه کار واخیست. دې کار هم د هغه په مقابل کي د اولس کرکه زیاته کړه او هم یې د ملایانو دا خبره ریشتیا کوله چي امیر په زړه کي له کفارو سره جوړ دی او هغوی یې د ملاتړ لپاره جنګي الوتکي ورکړي دي. دا چي هغه د خپل داخلي ښورښ د ځبلو لپاره د خارجي الوتکو او پیلوټانو څخه کار واخیست او د ښورښیانو سره د مقابلې لپاره یی کافي منظمه قوه نه درلوده او د منګلو او زازیو سره د جګړې لپاره یې د مهمندو، اپریدیو او نورو قومونو د اولسي ملیشو څخه استفاده وکړه خلکو ته د هغه کمزوري څرګنده کړه او سړی ویلای سي چي مخالفین به یې د بل ځل لپاره نور هم زړه ورکړي وي.

د اعلیحضرت امان الله خان لپاره په کار وه چي د نیول سویو ښورښیانو د وژلو، تبعیدلو او بندي کولو پرځای، یا لږ ترلږه ترڅنګ، یې د زیانمن سوي اولس پر سر لاس ور تیر کړی او خلک یې خوشاله کړي وای. حتی زیانمن سویو خلکو ته یې رسیدلي تاوانونه جبران کړي وای. په خپلو هغو اصلاحاتو کي یې چي د ده په مقابل کي د خوست د ښورښ علت، یا لږ ترلږه پلمه، بلل کیدلای سوای ژور تغیرات او تعدیلات رواستلي وای. د خپلو پوځي قواوو کمزوری او بې نظمۍ ته باید متوجه سوی وای او د خوست د ښورښ څخه وروسته یې خپله ټوله توجه د پوځ تقویه کولو او عصري کولو ته اړلې وای. خو له بده مرغه چي یا یې ښه سلاکاران نه درلودل او یا ښایی خپلو مخالفینو او ښورښیانو ته دونه په غوسه وو چي له نرمۍ څخه یې کار اخیستلای نه سو.

اعلیحضرت امان الله خان، د دې پر ځای چي خپله توجه د پوځ تقویه کولو ته واړوي او هغه کسان ونازوي چي د ده د حکومت بنسټ او اساس ګڼل کیدلای سو ډیر مهم پوځي کسان یې، چي هم یې د خوست د ښورښ په ځپلو کي لیاقت ښودلی او هم یې د استقلال په جنګ کي کفایت ښودلی وو یا له مرکز او یا وظیفې څخه لیری کړل. د سپه سلار محمدنادرخان او سپه سلار غلام نبي خان چرخي په څیر جنرالان یې په خارج کي سفیران کړل او د سور جرنیل محمدعمرخان ناصري په څیر لایق جنرال یې په بندیخانه دننه کړ. طبیعي  خبره ده چي پر قوم، وطن او تر قۍ مین امان الله خان به دا ټول کارونه، یا اشتباهات، د هغوغلطو مشاورینو په سلا کړي وي چي له غوړه مالۍ پرته به یې بل هیڅ کمال نه درلود او له هري سلا څخه به یې مطلب د خپلو شخصي ګټو ساتل وه. له بده مرغه چي د قدرت څښتنان او زمامداران معمولا تر ترخو حقایقو او واقعیتونو د خوږو خبرو له اوریدلو سره زیاته علاقه لري. د نړۍ په تاریخ کي د هغو مشرانو او حکمرانانو شمیر زرګونو ته رسیږي چي د حقایقو پر اوریدلو یې غوږونه کاڼه کړي او د نااهلو سلاکارانو د غلطو مشورو له لاسه د نیستۍ کندي ته لویدلي دي.

ژورنالیسټ او لیکوال محی الدین انیس، چي د هغه وخت ټولي پیښي یې د سر په سترګو له نیژدې لیدلي دي وايی چي هر کله به د یوې مهمي پیښي په باره کي خبر او رپوټ د دربار دیوالونو ته نیژدې سو نو پټ لاسونه به را وغځیول او غوږونه به یې پټ کړل. مثلا د مشرقي ښورښ چي زور واخیست ایله رسمي مقامات خبر سول. او چي کله د سقاو زوی د کابل دروازې ته را ورسیدی نو د هغه د حملې د مخنیوي لپاره ترتیبات ونیول سول. د دې بیخبریو تر ټولو لوی عامل د دربار په دننه کي ناست کسان وه. او د ښورښ د دوام او د سلطنت لپاره د معکوسي نتیجې ښندلو علت هم په دربار کي دننه دغه اشخاص وه، چي نه یې غوښتل پاچا، لکه څرنګه چی دی هغسي، په پيښو خبر سي.  بحران ونجات ص ۲۳

اداري فساد

اداري فساد د ټولنو له تاریخ سره تړلی دی. هیڅ ټولنه په هیڅ وخت کي له فساده خلاصه نه وه. فساد اصلا یوه اجتماعي ناروغي ده چي علت یې د انسانانو طبیعي حرص او له قدرت سره مینه ده. د فساد ناروغي په ځینو ټولنو کی د نطفې په حال کي وي او وجود یې چنداني محسوس نه وي خو په ځینو ټولنو کي دونه پراخه سي چي په یوه اجتماعي ستونزه بدله سي او ټولنه د نارغی سرحد ته ورسوي. خو که چيري دا ناروغي دونه پراخه سي چي پولیس له غلو او داړه مارانو، مشران له پولیسو، وزیران له مشرانو او پاچا له وزیرانو سره ملګری سي نو په هغه صورت کي نظام د سقوط او ړنګیدلو سرحد ته رسیږي او کله کله خو بشپړي ټولني سقوط ورسره کوي. د بشر په تاریخ کي په سل ګونو امپراطورۍ او نظامونه د اداري فساد له لاسه کمزوري سوي او له منځه تللي دي. افغانستان هم یوه وروسته پاته ټولنه ده. ډیرو فاسدو حکومتونو یو په بل پسې سقوط پکښي کړی او ډیر ځله د فاسدو حکومتونو د سقوط په نتیجه کي داخلي جنګونه پکښي پیل سوي او د سل هاوو زرو بیګناه انسانانو ویني پکښی توی سوي دي.

اعلیحضرت امان الله خان د رشوت، غلا او خیانت سره سخته دښمني درلوده او رشوت خورو ته یې سختي سزاګاني ورکولې. خو له بده مرغه چي شاخوا یې داسي کسانو احاطه کړې وه چي د خپلو شخصي اغراضو په خاطر یې د هغه له پروګرامونو، قوانینو او فرمانونو سره بشپړ توافق ښودی. د هغه زړه یې په دغه توګه په لاس راوړی او د پاچهۍ په ټولو کلونو کي یې له خپلو خلکو څخه لیري ساتلی وو. د هغه بر شاوخوا باندي د دې غوړه مالو درباریانو شمیر ورځ په ورځ مخ پر زیاتیدلو وو او په پای کي پاچا له خپلو ریښتونو او هوښیارو دوستانو او له خپلو خلکو څخه په بشپړه توګه ګوښه کړ. مورخین د هغه د حکومت د سقوط یو لوی علت د هغه غوړه مال درباریان او پراخ اداري فساد بولي. دلته به بده نه وي چي د مورخ پروفیسر محمد علي، چي هر څه یې د سر په سترګو لیدلي دي، د کتاب یوه برخه را نقل کړو” … د دغو اصلاحاتو، چي د پردې یا حجاب لیری کیدل هم پکښی شامل وه، یوه مستقیمه نتجه دا سوه چی فساد او رشوت خوري ورسره زیات سول. د حکومت یو متوسط مامور، چي میاشتنی تنخوا یې ایله پنځوسو روپیو ته، چي تقریبا دیرش شیلینګه کیدل، رسیدله، مجبور وو چي خپل ځان، میرمني او اولادونو ته اروپایی جامې واخلي. څرنګه چي د حلالي تنخوا څخه یې دا شیان برابرولای نه سوای نو بیا مجبور وو چي هغه په ناروا وسایلو ترلاسه کړي. په حکومتي مامورینو کی رشوت، اختلاس او غلا عام سول او د دې نویو اصلاحاتو له طرح کیدلو سره د خلکو کړاو زیات سو. د دې نوي زمان او عصر د پیل کیدلو دپاره عجیب او غریب امرونه صادریدل. عادي کسبګر، نانوایان، اشپزان، سکاره والا، اوښ والا او خرکاران ټول مجبور وه چي اروپایی جامې واغوندي او چا چي سرغړونه کوله هغه ته سخته سزا ورکول کیدله. پولیسو ته امر سوی وو چي هغه کسان جریمه کړي چي اروپایی جامې یې نه وي اغوستي او له عمومي پارکونو او باغونو او ښار څخه یې پسي واخلي.

پولیسو به هر ځای ښځي او نارینه تعقیبول او جریمه کول به یې. یو ځل خو یوه سړي په یوه ورځ کي دیرش ځله جریمه ورکړې وه. ډیر خلک له دغه امله د کابل څخه ووتل او ځینو خو بیخی وطن پریښود. د دې نویو اصلاحاتو په نتیجه کي ناوړه اداره پیل سوه او هغه د ښورښ د پیل کیدلو علت سو. په ټولو ملکي او پوځي څانګو کي فساد روان سو. اکثر مامورین بې تجربې او بې صلاحیته وه او خپلي چوکۍ یې په واسطو، رشوتونو او خپلویو لاسته راوړي وې. د لوړو مقاماتو زړونه یې په پیسو او سوغاتونو ترلاسه کړي وه او هغوی د خلکو پر شکایتونو باندي غوږونه کاڼه اچول او د بیت المال د پیسو پر چوریدلو باندي یې سترګي پټولې. حکومتي چوکۍ په پیسو اخیستل کیدلې او، پرته له دې چي د چا لیاقت او اهلیت دي په نظر کي ونیول سي، هر چا به چي ډیري پیسې تحویل کړې هغه به ښه چوکۍ ترلاسه کوله. چا به چي پیسې تحویل کړې او چوکۍ به یې واخیستله هغه نو اختیار درلود چي په هر ډول یې زړه غواړي خپلي پیسې له خلکو څخه  بیرته ترلاسه کړي. هر ډول چوکۍ خرڅېدلې او هیڅوک د رشوت او سوغاتونو په اخیستلونه شرمیدل او په دې کي د پاچا او حتی د ملکې تر ټولو عالي رتبه مامورین شامل وه. د دې ناوړه ادارې په نتیجه کي ټول خلک خپه سول او د حکومت په مقابل کي یې د ښورښ کولو په مساعد فرصت پسي کتل. د هغوی شکایتونو او عریضو ځکه نتیجه نه ورکوله چي ټولي لوړي چوکۍ هغو فاسدو او بې صلاحیتو مامورینو نیولي وې چي د پاچا پر شاوخوا را ګرځیدلي وه، یوازي غوړه مالي یې زده وه ، د پاچا زړه یې خوشاله ساتلی وو او د هغه د خیالي مفکورو ستایني یې کولې… هغه مامورین چي پاچا ته یې صادقانه او ریښتوني مشورې ورکو لې، سره له هغه چي د اوږده او شرافتمندانه خدمت سابقه به یې درلوده، استعفی کولو ته مجبور سول او په دې توګه د ناوړي ادارې لمن نوره هم پراخه سوه او میدان بې ارزښتو او حریصو درباریانو ته خالي سو او نور نو قدرت د هغوی په لاس کي وو” محمد علي ص ۱۰ـ۷

مورخین د اعلیحصرت امان الله خان یوه لویه اشتباه دا بولي چي د خپلي مور سرورسلطان پر خبرو او مشورو یې ډیر غوږ نیوی. په داسي حال کي چي هغه تقریبا بیسواده او ساده ښځه وه او د هیواد ل سیاست څخه بیخبره وه. د پاچا مور تر بل هر چا د خپلو نیژدې خپلوانو سر مینه درلوده او پاچا هم د هغې په سپارښتنه د حکومت ډیري لویی چوکۍ او د افغانستان ډیر حساس ځایونه خپلو بارګزیو ماما خیلو ته وسپارل. کابل د والي محمود یاور او شاغاسي علي احمد به لاس کي وو. کندهار د وزیر عبدالعزیز خان، محمد سرورخان نایب الحکومه او عبدالکریم نایب الحکومه او نیک محمد فرقه مشر په لاس کي وو، مزار شریف او هرات د محمد ابراهیم نایب الحکومه او عبدالرحمن فرقه مشر په لاس کي وو او دا ټول بارګزي او د پاچا د مور سراج الخواتین د کورنۍ غړي او خپلوان وه.    جنبش مشروطیت ص ۱۶۳

عبدالرحمن لودین په کال ۱۳۰۴ هجري شمسي( ۱۹۲۵) کي د امان الله خان د حکومت پر فاسدو مامورینو باندي د انتقادونو له امله له سختو مخالفتونو سره مخامخ سو او په هغه کال یې  مرحوم عبدالحي حبیبي ته ویلي وه چي د دولت دستګاه یو مردار ډنډ دی او هرڅوک چي ور داخل سي لړل کیږي. ځکه مي ځان د فساد له هغه میدان څخه را وایستی. جنبش مشروطیت ص ۱۳۴

اعلیحضرت امان الله خان د خپلي پاچهی په لومړیو کلونو کي د رشوت خوړلو او اداري فساد سره سخت مخالفت وښود او هرات او کندهار ته یې د خپلو سفرونو په ترڅ کي ځیني عالي رتبه مامورینو ته سزاوي ورکړې. خو اداري فساد په ټولنه کي ډیری ژوري ریښې ځغلولي وې او د یوه یا څو تنو په برطرفه کیدلو او په سزا رسیدلو یې چنداني چاره نه سوه کیدلای. هغه د هرات امنیه قوماندان د خیانت په جرم محاکمه کړ، په دوولس کاله بند یې محکوم کړ، د خلکو په مخ کي یې جامې ورڅخه وایستلې او تقریبا سل زره روپۍ یې جریمه کړ. دغه راز یې شاه غاسي محمد سرورخان، چي د اعلیحضرت د مور پلندر کیدی، بندي کړ. پولادا ص ۱۰۹

اعلیحضرت امان الله خان، کندهار ته د خپل پنځه دیرش ورځني سفر په ترڅ کي، د هغه ولایت ټول اداري کارونه پخپله تفتیش کړل. لایقو او صادقو مامورینو ته یې انعامونه ورکړل او رشوت خورو او نا اهلو مامورینو ته یې سزاوي ورکړې. د کندهار د مرافعې قاضي یې په کارونو کي د غفلت، خیانت  او له غلو او مفسدینو سره د ملګرتوب په ګناه له قضا څخه موقوف کړ، هغه دولتي مځکه یې چي په غبن یې د ځان کړې وه ورڅخه واخیستله او له ځان سره یې کابل ته ورسره بوت. پخوانی قاضي ملا محمد عثمان خان یې به کارونو کي د غفلت له امله پنځه لس ورځي بندي کړ. د کدني قاضي یې له کاره برطرف کړ. حاکمیت قانون  ص ۱۵۳ نور یې نو ځینو د ټیټو رتبو مامورینو ته له یوې هفتې څخه نیولې تر دریو میاشتو پوري د بند سزا وټاکله. هغه کتاب ص ۱۵۸

په دې حساب نو د پروفیسر محمد علي دا خبره ډیره بیځایه نه ده چي وایی د امان الله خان  د پاچهی په ټوله دوره کي چا ونه لیدل چي یو د لوړي رتبې خاوند څوک دي په سزا رسیدلی وي. په داسي حال کي چي دا حقیقت هر چاته څرګند وو چي ډیرو عالي رتبه مامورینو په پټه د بدنامو غلو او داړه مارانو سره لاس درلود او له هغوی سره په ونډه شریک وه.  محمد علي ص ۱۰

مورخ میرغلام محمد غبار، چي د پغمان په زر کسیزه لویه جرګه کي یې برخه درلوده، د اداري فساد څخه شکایت کوي او هغه د امان الله خان د سلطنت د نسکوریدلو یو لوی علت بولي. هغه وایی چي اکثرو وزیرانو او والیانو رشوتونه اخیستل. خلکو د شکایت کولو لپاره مرجع نه درلوده. د لسو کالو په جریان کي هیڅ وزیر، والي او حاکم محاکمه نه سو او بازخواست بیخي له منځه ولاړ. غبار وایی چي ما په لویه جرګه کي ږغ کړل چي تر څو پوري وزیران په قانوني توګه  ملي شورا ته جواب ونه وایی او یوازي شاه ته مسول وي ملي شورا خپل مفهوم له لاسه ورکوي. او غلام محی الدین خان ارتي، چي د کابل انتخابي استازی وو، او د جنګي مهماتو د اخیستلو لپاره يې حکومت ته درې سوه زره روپۍ اعانه ورکړې وه، په زوره ږغ کړل چي اعلیحضرته! تر څو پوري چي ستاسي په فساد مشهور وزیران محاکمه او غرغړه نه سي په هیواد کي هیڅ اصلاحات امکان نه لري. خو د جرګې د استازو دغه راز چیغو هیڅ ځای ونه نیوی. غبار ص ۸۱۳

مرحوم عبدالحی حبيبي وایی زه په کال ۱۹۲۷ کي  په کندهار کي د عبدالرحمن لودین په کور کي ناست وم او هغه د تاج محمد بلوچ سره د خبرو په ترڅ کي شکایت کاوه چي پاچا له خلکو څخه ګوښه سوی او یو دیکتاتور ورڅخه جوړ سوی دی. هغه وویل چي ما له دې رژیم سره، چی د یوې ډلي مغرضو او ناپوهو خلکو له لاسه به فنا کیږي، د حزبي ژمنو له امله همکاري وکړه. او خپلي خبري مي د پاچا او درباریانو تر غوږونو ورسولې. څرنګه چي چا مي پر خبرو غوږ ونه نیوی نو کابل مي هم پریښود او اوس د کنهار په یوه کوڅه کي په خپل پلرني کور کي ناست یم. مګر تاسي چي د شاه او درباریانو سره اړیکي لری زما له خوا ورته ووایاست

ګر این مکتب اس و این ملا    کار طفلان خراب می بینم

ډیر ژر به داسي ورځ راسي چي نه به زه یم، نه به ته یې او نه به فخر رازي.  جنبش مشروطیت ص ص ۱۶۸-۱۶۷

مورخ میرمحمد صدیق فرهنګ د اعلیحضرت امان الله خان په باره کي لیکي چي هغه په لومړي سر کي ډیر ساده ژوند درلود، ډیر زیات کار یې کاوه او د عیش او نوش څخه بیزاره وو، ځکه یی نو په خارج او داخل کي محبوبیت درلود. فرهنګ لیکي چي هغه د پاچهی په وروستیو کلونو کي ډیر زیات تغیر وکړ. د سات تیري او فیشن سره یې سخته علاقه پیدا کړه او خپل همکاران یې هم دغه راز  ژوند ته تشویقول. د هغوی لپاره په عادي تنخوا د عیش او نوش ژوند کول غیر ممکن وو. کرار کرار یې رشوت خوړلو او فساد ته لاس واچاوه. ګواکي شاه پخپله په غیر مستقیمه توګه خپل همکاران فساد ته تشویق کړل. شاوخوا ته یې غوړه مال او نالایق خلک راغونډ سول او د هغو غوړه مالیو د ده د تشخیص پر قوه باندي بده اغیزه وکړه. لاره ورڅخه ورکه سوه او د اصلاحاتو په پروګرام کي یې له اصلي موضوعاتو څخه فرعي موضوعاتو توجه واوښتله.    فرهنګ ص ۵۵۲ فرهنګ د اصلاحاتو د ناکامیدلو او اغتشاش د پیل کیدلو یو علت د پاچا په مزاج او طبیعت کي دغه منفي تغیر بولي.

اغتشاش

په افغانستان کي په کال ۱۹۲۸ کي یو لوی او عمومي ښورښ پیل سو چي د هغه په نتیجه کي د اعلیحضرت امان الله خان سلطنت سقوط وکړ. د دې ښورښ زیاتره پړه پخپله د اعلیحضرت امان الله خان پر غاړه اچوله کیږي. هغه  د خوست د ښورښ ۵۳ تنه مشران او مهم کسان اعدام کړل او په سل هاوو تنه یې تبعید او یا د بنیدخانو شومه کړل او کله چي عبدالهادي داوي ورته ویلي وه چي بهتره به دا وای چی دا کسان یو ځل محاکمه سوي او بیا په سزا رسیدلي وای ده په خندا جواب ورکړی وو چي زه خو د امیر عبدالرحمن خان لسمی هم یم. عطایی ص ۱۹۵

کله چي هغه ځان د عبدالرحمن خان لمسی باله نو په کار وه چي تر پایه یا ډیره وخته یې د خپل نیکه له تاکتیکونو څخه کار اخیستی وای او چي هر ډول پالیسي یې غوره کولای پر هغې باندي یا تر پایه یا تر ډیره وخته دریدلی وای. خو ده له یوې خوا د خوست د ښورښ مشران او ملایان تبعید کړل او بلي خواته یې د ښورښ څخه وروسته د پغمان په دوهمه لویه جرګه کي د خپلو اصلاحاتو ډیري زیاتي مادې بیرته تعدیل کړې. ده ښایی غوښتل چي ګوندي په دې توګه به ملایان او یا د منګلو او زازیو خلک خوشاله کړي. مګر هغوی یې خوشاله نه بلکه ډیر بیځایه زړه ور کړل. ګواکي د څو زرو ملکي کسانو، یاغیانو، عسکرو او ځوانانو ویني هسي بیځایه توی سوې او د حکومت دوه کلن عایدات اوبو یووړل. اعلیحضرت امان الله خان د دې پرځای، چي په راتلونکي کي د دغه راز نورو بد مرغو پيښو د مخنیوي لپاره د خزانې بیرته ډکولو، د پوځ تقویه کولو او د ادارې بهترولو ته متوجه سي. خزانه یې په بیځایه لګښتونو نوره هم تشه کړه، د پوځ تقویه کولو ته یې تقریبا هیڅ توجه ونه کړه او د ښو او لایقو سلاکارانو په لیري کولو او بې کفایته او نا اهلو کسانو په مقررولو سره یې اداره، په لوی لاس، د فساد پر لور روانه کړه.

محمود طرزې، د خوست له ښورښ څخه لږ وروسته، په کال ۱۹۲۵ کي وویل چي د امان الله خان سیاسی قوت ډیر سخت کمزوری کیږي. محمود طرزي دا احساس کړې وه چي د امان الله خان د عصري کولو د پروګرام لپاره لازم سیاسي اساس نسته. ده وویل چي امان الله یوه ښایښته ماڼۍ جوړه کړه خو اساس نه لري. که یوه خښته ورڅخه لیري سي ټوله ماڼۍ نړیږي.  پولادا ص ۱۵۴

سپه سالار محمد نادرخان چي،  د خوست د ښورښ په ځپلو کي د برخي نه اخیستلو له امله یې، د دفاع د وزیر په حیث خپله وظیفه له لاسه ورکړې وه د انګلستان د سفیر فرانسیس همفریس کورته ورغی او هغه ته یې وویل چي د امان الله خان  اصلاحات به ځکه ناکام سي چي هغه د خلکو د عنعناتو او کلتور سره مخالف دي. تول خلک فکر کوي چي حکومتي اصلاحات د اسلام مخالف دي او ملایان ځکه له دغو اصلاحاتو سره سخته دښمني کوي. ستیوارټ ص ص ـ ۲۵۴-۲۵۳

سپه سالار محمد نادرخان د انګریزانو د سفیر د خوشالولو لپاره هغه ته وویل چي، د برټانیې د امپراطورۍ د دوستی او ملګرتیا پرته، زما په هیواد کي هیڅ ډول پرمختګ ممکن نه دی. هغه  کتاب ص ۲۵۵

اعلیحضرت امان الله خان په داسي وخت کي د غلام نبي خان چرخي او سورجرنیل محمدعمرخان په څیر غښتلو او جانبازو جنرالانو، سپه سالار محمد نادرخان او محمود طرزي په څیر هوښیارو سلاکارانو او مشرانو او عبدالرحمن لودین او عبدالهادي داوي په څیر پاک نفسو او مبارزو مامورینو او دوستانو څخه مخ واړاوه، او په دې توګه یې د خپل لړزان حکومت ستني نوري هم ولړزولې.

داسي ښکاري چي په افغانستان کي د ژور تحول او پراخو اصلاحاتو، له ستونزو او پیچومو، ډک کار ته اعلیحضرت امان الله خان یوازي پاته وو. هغه چي د کار خلک وه هغه یې له صحنې وایستل او هغه چي په صحنه کی پاته وه یا نا مرده او خودغرض ملګري او یا پخپلو کي په جګړو لګیا اشخاص وه، چي شخصي اختلافاتو ته یې د هیواد تر ګټو زیات اهمیت ورکاوه. سردار عبدالقدوس خان لومړی سړی وو چي د حضرتانو د کورنۍ په لمسون او سلا یې د کندهار له دیني علماوو او قاضیانو څخه د مشروطیت د نظام پر ضد فتوا ترلاسه کړه او په دربار کي یې د چټکو اصلاحاتو د طرفدارانو او محافظه کارانو ترمنځ درز واچاوه. سردار شیراحمد خان، چي  خارجه وزیر کفیل، وروسته د ملي شورا ریس او په پای کي د امان الله خان له خوا د صدراعظم په حیث پیشنهاد سو مګر درباریانو یې د مقرریدلو سره سخت مخالفت وکړ، د سردار عنایت الله خان سره ډیر سخت مخالف وو او په مقابل کی والی علي احمد خان له سردار شیر احمد سره دونه مخالف وو چی ویل هغه باید وویشل سي او ډیر ژر وویشتل سي. سټیوارټ ص ۳۰۲ پخپله سردار شیراحمد خان هم د شینوارو د ښورښ په ځپلو کی منفی رول ولوباوه، هم يې د سقاو له زوی سره همکاري وکړه او وروسته د هغه سلاکار وو او کله چی محمد نادرخان قدرت ته ورسیدی د هغه سلاکار او بیا په تهران کي سفیر وو. ګواکي عمر یې ټول په دسیسو کي تیر کړی وو. سپه سالار محمد نادرخان او د هغه وروڼه د محمود طرزي، غلام نبي خان چرخي ، محمد ولي خان او محمود سامي سره دونه مخالف وه چي اروپا ته یې د اعلیحضرت امان الله خان سره د کتلو په وخت کي افغانستان ته د ستنیدلو لپاره د دغو کسانو د برطرفه کولو غوښتنه وکړه.     هغه کتاب ص ۳۲۹ په مقابل کي په دربار او کابینه کي ټول هغه غوړه مالان او فاسد مامورین، چي یوازي د خپلو جیبونو د ډکولو غم ورسره وو، د محمود طرزي په شمول، د ټولو باتجربه او کاري اشخاصو سره مخالفت کاوه او پاچا یې هر ګړی هغوی ته بدبین کاوه. د شینوارو د ښورښ د ځپلو په عملیاتو کي د شیراحمد خان او والي علی احمد خان دسیسو او خیانتونو د اماني نهضت شیرازه ولړزوله. والي علي احمد هغه ملا ته چي د خوست په ښورښ کي یې ډیر لوی لاس درلود تر نیول کیدلو مخکي اطلاع ورکړه او هغه په تیښته بریالی سو. همدغه ملا وروسته د شیراغا مجددي سره په دیره اسمعیل خان کي یو ځای سو او د اماني نهضت پر ضد پروپاګنډه کي یې برخه ورسره واخیستله. هغه کتاب ص ۳۳۱ محمد ولي خان، چي اعلیحضرت امان الله خان ډیر زیات باور ورباندي درلود، سفیر، خارجه وزیر، د دفاع وزیر او اروپا ته د خپل سفر په وخت کي یې نایب السطنته مقرر کړی وو، د سقاو د زوی د ښورښ په وخت کي له هغه سره همکاري وکړه. د سقاو زوی په یوه عام مجلس کي  د هغه له همکاریو څخه مننه وکړه او هغه توپک یې مجلس ته وښود چي محمد ولي خان د ښورښ په وخت کي ورکړی وو. هغه کتاب ص ۵۲۹ جنرال محمود سامي چي اعلیحضرت امان الله خان ډیر نازولی وو او تر ډیرو زیاتو کسان یې باور په درلود، کله چي د سقاو زوی قدرت ته ورسیدی، سمدستي یې د هغه د قواوو د روزني او رهنمایی وظیفه پر غاړه واخیستله. خپل ټول پوځي مهارت یې د سقاو د زوی د رژیم په اخیتار کي ورکړ او په ټول اخلاص یې خدمت ورته کاوه. سټیوارټ ص ۵۵۱ اعلیحضرت امان الله خان د شینوارو د ښورښ د کرارولو لپاره غلام صدیق خان چرخي او والي علی احمد ولیږل. علي احمد ویل چي غلام صدیق چرخي، له خپل پاچا سره ناځواني وکړه او یاغیان یې نور هم ولمسول. کله چي دواړه له هغه ماموریت څخه ناکام را ستون سول نو د شینوارو او نورو قبایلو د ښورښیانو شرایط یې امان الله خان ته راوړل او په هغو کي د باچا د تقریبا تولو اصلاحاتو د لغو کولو د غوښتني ترڅنګ دا غوښتنه هم شامله وه چي پاچا به خپله ملکه ثریا طلاقوي، د محمود طرزي ټوله کورنۍ  به له وطنه باسي او د برټانیې له سفارت څخه پرته به ټول خارجي سفارتونه بندوي. پولادا ص ص ۱۷۰-۱۷۱ د محمود طرزي، ثریا او د برټانیې د سفارت په برخه کي د شینوارو له څرګندونو او غوښتنو څخه ښکاري چي باید په هغوی کي والي علی احمد لاس درلودلی وي. ځکه چي هغه هم د محمود طرزي له کورنۍ سره مخالف وو او هم یې په کابل کي د برټانیې شارژدافیر ته دونه چاپلوسي کړې وه چي هغه په خپلو یاداشتونو کي دسیسه کار بللی وو.

والي علی احمد د کال ۱۹۲۷ د مې د میاشتي پر څوارلسمه د برټانیې شارژدافیر باسیل ګولډ  ته ویلي وه چي د افغانستان د لویو ولایاتو خلک او د پوځ ډیره زیاته برخه د امان الله خان له اصلاحاتو څخه ناراض دي. له ده سره د قبایلو خلک جوړ دي. دوی د امان الله خان په مقابل کي د یوې کودتا ترتیب نیولی دی. پلان ډیر پر مخ تللی دی خو بشپړ لا نه دی. له ده سره دا اندیښنه ده چي د کودتا په صورت کي به روسیه مداخله وکړي. که د کودتا په وخت کي برټانیه دونه مرسته وکړي چي روسیې ته د مداخلې اجازه ورنه کړي نو دی ضمانت کوي چي په کودتا کي به هیڅ ویني تویی نه سي. ګولډ به خپلو یاداشتونو کي لیکلي دي چي هیڅ وخت یې داسي دسیسه کار نه وو لیدلی چي دونه سپیني خبري یې کړي وي. دی وایی علي احمد ته یې وویل چي خپل پاچا ته وفادار پاته سي. په کابل کي د برټانیې سفیر همفریس، چي دا وخت په لندن کي وو، او له دغه مجلس څخه خبر سو نو وې ویل چي علي احمد خان ده ته هم دغه راز خبري کړي دي خو د هغه خبري هیڅ اهمیت نه لري او هغه یو لاپک دی. سټیوارټ ص ص ۳۱۵-۳۱۴

سپه سالار محمد نادرخان، چي باید له امان الله خان سره یې د هیواد په ابادولو کي د زړه له کومي مرسته کړې وای، له بده مرغه، خپله زیاتره توجه خپلو شخصي ګټو او په دربار کي له مخالفینو سره دښمنیو ته اړولې وه. تر ټولو بده لا دا وه چي د خپل هیواد د ستونزو او د اعلیحضرت امان الله خان د اشتباهاتو په باره کي یې هر وخت په کابل کي د برټانیې له سفیر فرانسیس همفریس سره د زړه خواله کوله. هغه د خوست د ښورښ په وخت کي همفریس ته ویلي وه چي د افغانستان استقلال او نیکمرغي د برټانیې له مرستو او دوستۍ پرته امکان نه لري. هغه کتاب ص ۲۵۳    نادرخان له دې ملاقات څخه څه کم دوه کاله وروسته په روسیه کي د برټانیې له سفیر سر ریچارډ هوګسن سره وکتل او هغه ته یې وویل چي په کابل کي د ده وجود لازم دی او دی به خپل کوښښ وکړي چي له برټانیې سره ښه تفاهم ترلاسه کړي. ځکه چي د ده د هیواد استقلال یوازي د برټانیې سره د تفاهم له لاري تر لاسه کیدلای سي. تر ټولو بدمرغه او شرمونکې خبره خو لا دا ده چي نادرخان په هغه مجلس کي د برتانیې سفیر ته پیشنهاد کړی وو چي د کونړ سیند باید د افغانستان او برټانوي هند ترمنځ د پولي په حیث ومنل سي. یعني افغانستان برتانوي هند ته په زرهاوو کیلومیتره مربع نوره مځکه هم پریږدي.  هغه کتاب ص ۳۰۵

تقریبا په همدغه شپو ورځو کي د نادرخان ورور محمد هاشم خان په ماسکو کي د برټانیې سفیر هوګسن ته ویلي وه چي په افغانستان کي په ډیره نیژدې راتلونکي کي انقلاب کیږي. امیر نه تصمیم نیولای سي او نه ټاکلې پالیسي لري؛ د روسیې تر نفوذ لاندي دی او د خپل هیواد سره د خیانت کولو لاره یې انتخاب کړې ده. هغه کتاب ص ۳۰۷

په داسي حال کي چي په افغانستان کي عالي رتبه مقاماتو، جنرالانو، سفیرانو او وزیرانو، چي د اعلیحضرت امان الله خان د دولت د ستنو حیثیت یې درلود، د خپلو شخصي ګټو لپاره د انګریزانو سره تماسونه ټینګ کړي وه، او لا موږ خبر نه یو چي انګریزانو به په ټیټ رتبه مامورینو او ملایانو کي څومره نفوذ کړی وو، د حکومت ځینو مامورینو او ملایانو د شوروي اتحاد د استخباراتو له ادارې( ګې، پې،او) سره تماسونه ټینګ کړي او نغدي پیسې یې ورڅخه اخیستلې. شوروي اتحاد په کال ۱۹۲۵ کي په افغانستان کي یوه پراخه جاسوسي شبکه جوړه کړه. په دې شبکه کي، پر عادي کسانو او مامورینو برسیره، د کابل مستوفي او د پولیسو ریس هم شامل وه. د پولیسو ریس د میاشتي شپږ سوه روپۍ تر لاسه کولې او ټول هغه کسان یې بندیانول چي د ګې پې او مامور د انګریزانو د طرفدارانو یا جاسوسانو به نوم ورپیژندل. په دې توګه ډیر کسان په بندیخانو کي واچول سول. خاطرات آقابکوف ص ۸۱-۸۲

په افغانستان کي د شوروي اتحاد د استخباراتو د ادارې ګې پي او استازي اقابکوف، چي په کال ۱۹۳۰ کي فرانسې ته وتښتیدی او هلته یې خپل خاطرات چاپ کړل،   په کال ۱۹۲۵ کي د شوروي د سفیر په امر له شیخ الاسلام، چي نوم یې نه یادوي، تماس ټینګ کړ. البته شیخ دونه زوړ او کمزوری وو چی زامنو تر اوږو نیولی مجلس ته راوستلی وو. شیخ له آقابکوف سره ژمنه وکړه چي  ازاد قبایل به ولمسوي او هلته به یو پارټیزاني جنګ پیل کړي او خپلو دوستانو ته به ووایی چي د انګلیسانو د اورګاډو پټلۍ، پلونه، ودانۍ او نور تاسیسات تخریب کړي. خو د دې عملیاتو لپاره سل زره روبلونو، پنځه زره توپکونو او پنځه سوه زره مرمیو ته اړتیا لري. په ماسکو کي د ګې پي او مرکز د شیخ غوښتني ومنلې خو د وسلو له لیږلو څخه یې، د ډیپلوماټیکو جنجالونو د پورته کیدلو له ویري معذرت وغوښت.

هغه کتاب ص ۸۳-۸۵

څرنګه چي شیخ الاسلام ډیر کمزوری وو او د روژې د نیولو له امله وفات سو نو آقابکف د هغه له زامنو سره مذاکراتو ته دوام ورکړ. هغوی ته یې وظیفه ورکړه چي د جلال اباد او غزني تر منځ سیمه دي څاري او د حکومت د یوه مامور، هندي اصله، مولوی منصور تر نظارت لاندي دي کار کوي. هغه کتاب ص ۸۵

د شیخ بل زوی، چي په کابل کي یې ژوند کاوه، اقابکف ته پیشنهاد وکړ چي د دوو زرو روپیو په بدل کي به د افغانستان د خارجه وزارت شیفر شوروي اتحاد ته تسلیم کړي. خو ماسکو خپل مامور ته ویلي وه چي هغوی کلونه مخکي د افغانستان د خارجه وزارت شیفر تر لاسه کړی دی. هغه کتاب ص ۸۶

موږ ته معلومات نسته چي شوروي اتحاد به، کلونه مخکي، د خارجه وزارت شیفر د چا په وسیله تر لاسه کړی وي. خو داسي ښکاري چي د هغوی د جاسوسي شبکه له آقابکف څخه ډیر مخکي په کابل او ښایی نورو سیمو کي فعاله وه. دغه راز څرنګه چي د انګلیسانو او نورو لویدیځو قوتونو جاسوسان له خپلو ادارو څخه نه دي تښتیدلي او خپل خاطرات یې نه دي چاپ ته نه دي سپارلي نو موږ نه پو هیږو چي هغوی به په کابل او د افغاانستان په نورو سیمو کي له چا سره پټ تماسونه درلودل. خو د آقابکف له خبرو څخه څرګندیږي چي په کابل او نورو سیمو کي د انګلیسانو شبکه له ده نه مخکي فعاله وه ځکه خو دی د پولیسو ریس ته، وخت په وخت، د هغو کسانو نومونه ورکوي چي د انګلیسانو د حکومت لپاره کار کوي.

د هیواد بانفوذو کسانو او د اعلیحضرت امان الله خان نیژدې همکارانو، چي هغه د ځینو په دوستی زړه تړلی وو، د هغه د اصلاحاتو د پروګرامونو د ناکامولو او د هغه د پرزولو لپاره په داخل او خارج کي دسیسې کولې. امان الله خان او د هغه اصلاحاتو ته وفادار او کاري خلک د دربار د دسیسو قرباني سوي او له صحنې لیري سوي وه. حضرتانو او ملایانو، د اصلاحاتو د اعلانیدلو له لومړۍ ورځي، له هغه سره خپله دښمني اعلان کړې او په هر جومات او ټولنه کی یې، په پټه او ښکاره، د هغه پر ضد تبلیغات کول او په هره ګوښه کي یې بیسواده وګړي او قبایل ورته پارول. په دربار او د حکومت په مهمو ادارو کي  غوړه مالانو او فاسدو رشوت خورو مامورینو ځای نیولی وو، چي هره شیبه یې هغه ته د خیریت رپوټ ورکاوه. امان الله خان خپلو ملګرو ته له خپلو عینکو څخه کتل او په هر چا کي یې د وطن پالني جذبه لټوله. له بده مرغه چي هغه جذبه له هر چا سره نه وه او دی ټولو ستونزو ته یوازي پاته وو او یا یې ځان په لوی لاس یوازي کړی وو.

په دغو  شرایطو کي بهر ته د امان الله خان څه باندي شيږ میاشتنی سفر ښایی د هغه د قدرت د کلونو په سترو اشتباهاتو کی وشمیرل سي. د هغه ټولو داخلي دښمنانو، په تیره بیا د حضرتانو کورنۍ، د هغه د پرزولو لپاره په ټولو پښتني سیمو کي تبلیغات پیل کړي وه او نادرخان او هاشم خان د هغه د سلطنت او قدرت د پای ته رسیدلو او په وطن کي د انقلاب د جوړیدلو پیش بینۍ کړي وي. بهر ته د امان الله خان د سفر په باب بشپړ تفصیل د دې مضمون له حوصلې څخه وتلی کار دی. خو دونه ویلای سو چي دا سفر هم افغانستان ته په مالي لحاظ ګران پریووت او هم یې د امان الله خان د دښمنانو تبلیغاتو او پروپاګنډونو ته ښه مواد برابر کړل. له هند څخه نیولې تر مصر، ایټالیې، برټانیې، جرمني، فرانسې، شوروي اتحاد، ترکیې او ایران پوري په تولو هیوادونو کي د افغانستان د ټولواک ډیر تود هرکلی وسو او امان الله خان خپل هیواد په نړۍ وپیژاند. امان الله خان اروپایی هیوادونه په خپلو سترګو ولیدل او په زړه کي یې په خپل هیواد کي د اصلاحاتو راوستلو اوربل سو. په جرمني، فرانسې، برټانیې او شوروي اتحاد کي یې د مرستو وعدې ترلاسه کړي او له ځان سره یې ژمنه وکړه چی هیواد ته له ستنیدلو سره به د اصلاحاتو امن پراخوي او اقداماتو ته به زور ورکوي.

خو ده ایله د اروپا سفر نیمایی ته رسولی وو چي د هغه د ښایستې ملکې د لوڅ مخ او لوڅو مړوندونو عکسونه تر قبایلي سیمو پوري ورسیدل. حتی ویل کیږي چي په ځینو ځایونو کي د هغه  د اصلاحاتو دښمنانو د ملکې د سر برخه د لوڅو ښځو په عکسونو پوري نښلولې او چاپ کړې وه او د پروپاګنډ لپاره یې کار ورڅخه اخیست.

امان الله خان لا په برټانیه کی وو چي په قبایلي سیمو کي یې د ستونزو په باره کي خپاره سوي رپوټونو ولوستل. هر چا فکر کاوه چي هغه به خپل د اروپا سفر لنډ کړي او هیواد ته به ستون سي مګر هغه په پوړه زړه خپل سفر ته دوام ورکړ او د شوروي اتحاد، ترکیې او ایران له لاري وطن ته ستون سو. د برټانیې د واکمنانو د خوښي په خلاف یې شوروي اتحاد ته سفر وکړ. د هغه هیواد له ډیرو مشرانو سره یې وکتل، ګواکي دا یې وښودله چي افغانستان یو مستقل هیواد دی او چي د پاچا یې هر ځای ته زړه وغواړي تللای سي. هغه په ترکیه کي د مصطفی کمال اتا ترک سره وکتل، او دا چي وطن ته د بیرته ستنیدلو سره سم یې خپلو اصلاحاتو ته زور ورکړ نو، ډیر احتمال لري چي په هغه هیواد کي به د راغلو اصلاحاتو ډیره ژوره اغیزه ورباندي سوې وي. اعلیحضرت امان الله خان د کال ۱۹۲۸ د جون پر اوه ویشتمه کندهار ته ورسیدی او کندهار ته د رسیدلو سره سم احساساتي وینا څخه یې ښکاري چي په هیواد کي د ژورو تغیراتو راوستلو لپاره يې ډیر څه په زړه کي درلودل.

“ زه اروپا ته د سات تیري او ماشینونو د لیدلو لپاره نه وم تللی. بلکه غوښتل مي چي د ریښتوني ترقۍ لاري وپلټم. حتي په هغو میلمستیاوو او میلو کي چي زما په افتخار به کیدلې ما د لویدیځو هیوادونو له لویو مشرانو سره د ترقۍ  د لارو چارو به باره کي خبري کولې. ما چي څه زده کړي دي هغه به ډیر ژر ستاسی مخي ته کښیږدم. دا نو د ملت په قضاوت اړه لري چي زما هدف څه وو. زما هدف د هیواد د ژوند بهتر کول وه او که د امان الله او ملکې ثریا شخصي غوښتني او ګټي وې. که له دغه سفر څخه زما هدف شخصي وو نو ملت حق لري چي زما پیشنهادونه رد کړي. مګر څرنګه چي خبره دا سي نه ده نو زما له کندهار څخه هیله دا ده چي تر هر چا دمخه زما پیشنهادونه عملي کړي. کندهار زما د پاچهۍ تر ټولو ځایونو ماته ګران دی. یو پلار له هغه زوی سره ډیره مینه لري چي د هغه خبره تر نورو ډیره مني.”

امان الله خان وروسته په خپل هیواد کي د ټلګراف څخه شکایت وکړ او هغه یې د لویدیځي نړۍ په مقایسه د نشت په حساب وباله.

“ اوس نو خپلو سړکونو ته وګوری. ستاسي سړکونه څونه خراب دي. دا ولي؟ علت یې دادی چي زموږ خلک نازک او نازولي دي. کله وایی ډیره سخته ګرمي ده، کله وایی ډیر ساړه دي، کله وایی باران دي او کله نوري پلمې کوي.

تاسي د اروپا تر ښځو ډیر نازک یاست؟ هغوی په کارخانو او فابریکو کي سره اور ته ولاړي وي نه له ګرمۍ، نه له یخنۍ او نه له سخت کار څخه شکایت کوي.دا د شرم خبره نه ده چي د اروپا ښځي د افغانستان تر نارینه وو ډیر کار وکړي؟ ما په خپلو سترګو ولیدل چي  د اروپا ښځي له نارینه وو سره اوږه پر اوږه کار کوي او په تجارتي، اجتماعي، سیاسی کارونو او دفترونو، کارخانو او سیاسی کړیو کي به هغوی وګوری چي له میړونو سره مساوي کارونه کوي. خو د افغانستان ښځي یوازي په دې پوهیږي چي څرنګه په کورونو کی بیکاره کښیني او بل هیڅ نه کوي. ولي به دغه راز یو هیواد وروسته پاته نه وي. په داسي حال کي چي نور هیوادونو چي ښځي یې له نارینه وو سره اوږه پراوږه کار کوي سمسور دي.

افغانستان د روسیې او اینګلینډ په شان دوو لویو قدرتونو په منځ کي پروت دی او یو هم نه غواړي چي دا هیواد پرمختګ وکړي. او دا خبره ډیره طبیعي ده. خکه چي تاسي به هم له خپل ګاونډي هیواد سره دونه مرسته ونه کړی چي هغه تر تاسي قوي سي. ولي به روسیه او یا اینګلینډ ستاسي سره مرسته کوي او تاسي ولي باید دا انتظار ولری؟ تاسي ښایی ووایاست چي تاسي بیسې نه لری. مګر نه روسیه او نه اینګلینډ تاسي ته پیسې درکوي.

نو تاسي به څه کوی؟ کوښښ وکړی چی پیسې پخپله پیدا کړی. تاسي په دې هیواد کي هر ډول کانونه لری. کار وکړی او له هغو څخه ګټه واخلی. شرکتونه جوړ کړی او کارخانې او فابریکې جوړي کړی. یو څه له بازو او یو څه له همت څخه کار واخلی. تر څو چي تاسي پخپله له خپلو ځانونو سره مرسته ونه کړی له نورو سره سیالي نه سي کولای او خپلي ګټی نه سي ساتلای. نو فعال او زړه ور سی.

تاسي که بیکاره کښینۍ خپل هدف ته نه سی رسیدلای. امان الله ستاسي لپاره ټول کارونه نه سي کولای. هغه تاسي ته مشوره درکوي. پر تاسي پوښتنه کوي او تاسي ټیله کوي، مګر تردې اضافه هغه نور هیڅ نه سي کولای. که تاسي له درنو خوبونو څخه ویښ نه سی نو په دې باور ولری چی امان الله به د پرمخ تللي او سمسور افغانستان ارمانونه ګورته ورسره یوسي” سټیوارټ   ص ص ۳۷۰-۳۶۹

له سفر څخه تر ستنیدلو وروسته اصلاحات او سقوط

اعلیحضرت امان الله خان بهر ته د خپل اوږده، څه باندي شپږ میاشتني، سفر په ترڅ کي د هیوادونو له مشرانو، جمهوروریسانو او پاچاهانو سره وکتل او په هر هیواد کي یې دونه تود او شانداره هرکلی وسو چي ښایی د ده او ورسره ملګرو تر انتظار به یې هم لوړ وو. اروپا ته د هغه د دې اوږده سفر په جریان کي ورځپاڼو، وخت به وخت او هره ورځ، د هغه د سفر د جریان په باب مضامین او عکسونه خپرول. د پایتختونو په لارو کوڅو کي کله کله په زرهاوو ښځو او نارینه وو د هغه هرکلی کاوه . طبیعي خبره ده چي دې هرکلیو به د هغه پر روحیاتو اغیزه کړې وي. هغه به یې مغرور او خوخواه کړی وي او داسي فکر به یې کړی وي چي د یوه ستر او ترقي غوښتونکي پاچا په حیٍث په خپل هیواد کی د هرډول تغیر را واستلو توان ورسره دی. د اروپایی هیوادونو پر مخ تللي کلتور او صنعت د هغه په زړه کي د افغانستان د پر مخ بیولو تنده نوره هم زیاته کړه او ښایی د همدغه اوږده مسافرت په جریان کي یې په خپل هیواد کي د ژورو، چټکو او آني تغیراتو راوستلو فیصله کړې وي.

اعلیحضرت امان الله خان خلکو ته، په هرات او فراه کي هم، د اصلاحاتو او ښځو د حقوقو او اجتماعي دریځ په باب ویناوي کړي وې او چي کله کابل ته ورسیدی نو هم یې د کندهار وینا ته ورته خبري وکړې. د اګسټ پر نهه ویشتمه یې زر کسیزه لویه جرګه را وبلله، څو د ملت سره د خپلو راتلونکو پروګرامونو په باب د زړه خواله وکړي او هغوی ته وښيي چي د اروپا له سفر څخه یې څه تر لاسه کړي دي. د ډیلي میل  خبریال رانلډ وایلډ، چي د دغي لویی جرګې په وخت کي حاضر وو، د افغانستان د لیري پرتو سیمو او کلیو څخه راغلیو وکیلانو باندي د اروپایی لباس او خولیو د تحمیلیدلو او د هغوی د وارخطایی او خندونکي حالت په باب پرله پسې رپوټونه خپاره کړل. د جرګې په جریان کي سفیر فرانسیس همفریس ورته ویلي وه چي هغه باید ډیر ژر د کابل څخه ووزي. په کابل کي ښایی ډیر ژر حالات خراب سي او که ده ته څه ورپیښه سي نو سفارت یې مسولیت پر غاړه نه سي اخیستلای.   وایلډ ص ۱۸۴

اعلیحضرت امان الله خان د پغمان په دریمه لویه جرګه کي، چي ۱۰۰۱ تنو استازو برخه پکښی درلوده، د صنعت او تعلیم او تربیې پر موضوعاتو برسیره  یو ځل بیا د ښځو د ازادۍ مسلې ته ډیر زیات زور ورکړ. د جرګې په جریان کي یې د خپلي میرمني ثریا او خپلي کشرۍ خور نورالسراج مخونه لوڅ کړل او په دې توګه یې وښودل چي د ښځو د لوڅ مخی په مسله کي پر خپله فیصله ټینګ ولاړ دی.  هغه ښځو ته په یوې وینا کي وویل چي ستاسي میړونه تاسي په بندیخانو کي ساتي او تاسي په ژوندوني ښخوي. زه وایم د حجاب په برخه کي د خپلو میړونو پر خبرو غوږ مه نیسی. او که چیري ستاسي میړونه تاسي په زور د حجاب اغوستلو ته مجبوري او یا مو د سات تیري او تفریح ځایونو ته نه پریږدي خپل میړونه وولی او حتی دی حاضر دی چي ښځو ته وسلې ورکړي. سټیوارټ  ص ۳۷۷( البته د اعلیحضرت امان الله خان دا خبره یوازي د برهان الدین کشککي، چي نادرخان ته د خوش خدمتۍ او غوړه مالۍ له امله، له امان الله خان سره دښمني ښیی، د نادر افغان په نوم په کتاب کي راغلې ده. ص ۳۲۳او سټیوارټ هم ښایی بل مأخذ ونه لري)

د سپتامبر پر پنځمه د لویی جرګې غونډي پای ته ورسیدلي. د جرګې غړو د امان الله خان پیشنهادونه منظور کړل او د هغه تقریبا ټول پلانونه یې ورسره ومنل خو د جرګې اکثریت غړو د هغه دا پيشنهاد چي ویل یې د ښځي دپاره دي د واده کولو سن اته لس او د نارینه دپاره دي دوه ویشت وټاکل سي په کلکه رد کړ. دغه راز یې د نجونو لپاره په داخل او خارج کي عصري غربي تعلیم او تربیه رد کړه.  ګریګوریان ص ۲۶۰ ګل اغا مجددي پوهیدی چي د جرګې غړي تقریبا ټول خوابدي او د امیر د نویو اصلاحاتو ، په تیره بیا د ښځو د لوڅ مخیو، تعلیم او تربیې او حقوقو سره مخالف دي. دی پوهیدی چي هغوی ټول به خپلو کلیو او بانډو ته داسي پیغامونه ورسره یوسي چي په ټولو سیمو کي به امان الله خان ته د مخالفت او بغاوت اورونه بل کړي. پخپله ګل آغا او معصوم مجددي د قاضي محمد عثمان او اوو تنو لویو ملایانو سره په پټه د خوست پر خوا روان سو. د څلورو سووو ملایانو له خوا لاسلیک سوې فتوا یې ورسره واخیستله چي امیر امان الله خان یې کافر بللی وو. که څه هم چي هغوی په خوست کي ونیول سول او امان الله خان له ګل اغا او معصوم مجددي پرته نور ټول نیول سوي کسان اعدام کړل، خو نورالمشایخ ګل آغا مجددي یې بیرته د شمس المشایخ شیر اغا  مجددي په غوښتنه خوشي کړ. پولادا ص ۱۷۰ ګل آغا د امان الله خان د غوښتني سره سم د افغانستان څخه ووت او په دیره اسمعیل خان کي یې ځای ونیوی او هلته یې د ساده پښتنو او زرهاوو مریدانو په غولولو او لمسولو، چي دم او چوف او پیر او کرامت ته یې د اسماني کتاب او احکامو په څیر عقیده درلوده، بناء وکړه.

دا وخت د کابل په شمال کي د کوهدامن، کلکان، استالیف او نورو برخو کي، د حبیب الله کلکاني او سید حسین په مشری، یوې ډلي غلو او داړه مارانو د لویو لارو امنیت خراب کړی وو. په هغه سیمه کي حکومتي اداره دونه کمزورې وه چي د دې غلو مخه یې نه سوای نیولای.

د جرګې څخه وروسته لنډو شپو ورځو کي په شینوارو کي یو ښورښ پیل سو چي تقریبا د ټولو وروستیو بدمرغو پیښو پیلامه سوه، او کیدلای سوای چي په لومړي سر کي یی په ډیره اساني مخه ونیوله سي، د مرکزي حکومت او ولایاتو ترمنځ له یوې خوا او د ولایاتو او اولسوالیو او کلیو ترمنځ له بلي خوا مناسب ارتباط موجود نه وو. د مرکزي حکومت دښمنانو او هغو کسانو چي ښایی له حکومت سره به یی خاصه دښمني نه درلوده بلکه له اوضاع څخه به یی ګټه پورته کوله له دغي بې ارتباطی څخه پوره ګټه واخیستله او د مرکزي حکومت او د حاکم او حاکم اعلی پر ضد یی راز راز تبلیغاتو او اوازو ګډولو ته زور ورکړ. دې تبلیغاتو هغه وخت زیات زور واخیست چی د پغمان د لویی جرګې استازي، چي اعلیحضرت امان الله خان  غوښتل د هغوی په وسیله خپل پیغامونه تر خلکو ورسوي، خپلی سیمي، شینوارو، ته ورسیدل او د جرګې او د هغې د نویو فیصلو په باب یی داسي تبلیغات او پروپاګنډونه وکړل چی د شینوارو د ښورښ اور یی تر پخوا لا تازه کړ. بحران ونجات ص ۳۶ اعلیحضرت امان الله خان په دغه راز یوه چاپیریال کي، چي نه یی پیغام او نه یی ږغ د خپلو خلکو تر غوږونو رسولای سوای اقتصادي، سیاسی، اجتماعي، اداري، نظامي او فرهنګي اصلاحات پیل کړل او غوښتل یی چي په لنډ وخت کی خپل هیواد د سیالانو سیال کړي.

اعلیحضرت امان الله خان په داسی  یوه وروسته پاته عنعنوی او په دننه کی  پر متخاصمو فرقو او قومونو وېشل سوې ټولنه کی اصلاحاتو ته ملا وتړله چی  په هغې کی هر اصلاحی پروگرام د یوه انقلاب را وستلو معنی درلوده. د دې اصلاحاتو په پیل کېدلو، تعقیبېدلو او ناکامېدلو کی د اعلیحضرت امان الله خان شخصیت او اغېزه تر بل هر څه زیات مطرح دي. دا ځکه چی  افغانستان شاهی نظام درلود، او شاهی نظامونه که هرڅونه ډیموکراټیک هم وای بیا هم پاچا تر ټولو قواو برتر او تر ټولو یې برخه او مسولیت زیات و. په عمومی صورت  ویلای سو چی اعلیحضرت امان الله خان پر وطن او ترقۍ مین شهزاده و، خو په یوه وروسته پاته ټولنه کی د دونه ژورو او حتی آنی اصلاحاتو د راوستلو دپاره یوازی وطن پالنه او مینه کافی نه وه. امیرامان الله خان بیا هم یو شهزاده وو. هغه د ژوند ترخې او خوږې نه وې لیدلي. هغه ته قدرت په میراث پاته سوی ، او د اصلاحاتو د پروگرام له جدیت څخه یې ښکاري چی  د خپل وطن په حالاتو سم خبر نه وو.

د افغانستان په تاریخ کی ښایی  ډېرو لږو مشرانو د اعلیحضرت امان الله خان په څېر  د ټولني په ټولو طبقاتو کی محبوبیت درلودلی وي. یوازي د غازی نوم کافی وو، چی د هغه په مقابل کی هر ډول ښورښ  شرعا ناروا کړي او ټول مخالفین یې باغیان وبلل سي. ښايی دغه محبوبیت ، او د ده په نزد د اصلاحاتو حقانیت، هغه دونه مغرور کړی و چی د محمود طرزی په څېر هوښیار او وطن پالونکي او د نادرشاه په څېر تکړه او محتاط ملگري یې خوابدي کړل او د محمد ولی خان، محمود سامي او علی احمد خان په شان  احساساتی، غوړه مالو او پر خپلو شخصی گټو مین کسان یې پر ځان را وگرځول. هغوی اعلیحضرت امان الله خان د ټولني له ټولو واقعیتونو څخه بې خبره وساتی او هم یې د هغه د قدرت او ژوند په حساسه مرحله کی ځانونه ورڅخه گوښه کړل او حتی د دښمن سره یې همکاري وکړه.‏ پولادا ص ١٢٣-١٢١‏‎

محمود طرزي، چی د امیر امان الله خان  له ناکارو او غوړه مالو درباریانو سره یې چندانی گوزاره نه سوای کولای، له کابل څخه  دعلاج دپاره سویس ته ولاړ. هغه که څه هم چی د اوږدې مودې دپاره په اروپا کی پاته سو، خو له اروپا څخه یې  په افغانستان کی هغه څه لیدلای سوای چی امان الله خان د کابل له ارگ څخه نه سوای لیدلای، او یا یې چا د لیدلو مجال نه ورکاوه. محمود طرزي   د کال ١٩٢٧ د ډسامبر د میاشتی څخه مخکی، چی امیر امان الله خان د اروپا او اسیا د اوږدې دورې د پیل کولو دپاره تیاری کاوه، ځان له سویس څخه کابل ته ورساوه او اعلیحضرت امان الله خان ته یې  وویل چی د افغانستان څخه په هیڅ توگه او د هیڅ مقصد دپاره د خارج په دونه اوږده سفر روان نه سی، ځکه چی د افغانستان وضع د هغه د دونه اوږده غیابت دپاره مساعده نه ده.‏ ‎ دوپرې ص ۴۵۰ خو امیر امان الله خان د هغه مشوره ونه منله او د هغه کال د ډسامبر په میاشت کی  د اروپا او آسیا په اوه میاشتنۍ دوره روان سو. اعلیحضرت امان الله خان پر خپله خبره ټینگ ولاړ وو. نه یوازی یې د اروپا د دونه اوږده سفر عزم فسخ نه کړ، بلکه محمد ولی خان یې، چی مخکی یې اروپایی هیوادونو او امریکا ته د سیار سفیر په حيث استولی و، د سلطنت د مقام د کفیل په حيث وټاکی، او سفر یې پیل کړ. ‏‎ پولادا ص ٢٠١‏

سړی نه پوهېږي چی  امان الله خان به د خپلو اصلاحاتو  دعملی کېدلو دپاره د چا پر زور حساب کړی وو. ځکه چی د هغه اداري، پوځی، اقتصادی او اجتماعی اصلاحاتو  له هغه څخه د لوړو او کښتو رتبو مامورین ، پوځی افسران، خانان او ملکان او د ټولنی پر عنعناتو مین خلک ټول خوابدي کړي وه. پولادا  ص ١٢٠ . د هغه پر ضد په جوماتونو کی تبلیغات روان وه او لویو ملایانو او پیرانو پر هغه باندی د کفر فتوا لگوله او ده بیا هم خپل اصلاحات په داسی توگه عملی کول لکه چی اصلا څه پېښه  سوې نه وي.

په دې کی شک نسته چی ملایان، په تېره بیا پیران، چی هر وخت یې د انگلیسانو، سیکهانو او نورو غیر اسلامی  قوتونو او ملکونو په مقابل جگړه کی تر هر چا او منظمو پوځونو او قواو زیاته او فعاله ونډه اخیستې وه، د افغانستان  د استقلال د جنگ په وخت کی د اعلیحضرت امان الله خان تر ټولو ټینگ ملگري وه. مگر امان الله خان ته باید دا خبره څرگنده وای چی پر ملایانو او پیرانو باندی یوازی د جهاد په وخت کی حساب کېدلای سی. او کله چی د افغانستان په څېر وروسته پاته، بېسواده او پر خپلو عنعناتو باندی میني ټولنی کی  د اجتماعی اصلاحاتو، او هغه هم د امان الله خان په څېر انقلابی اصلاحاتو، حرکت پیل کېږی، نو ملایان او پیران تر ټولو د قوي او خطرناک دښمن په حيث د بې سوادو او بې خبرو خلکو د رهبرۍ بیرغ اخلی. او په هغه صورت کی یوازی منظم او قوي پوځی قوتونه او مرکزی غښتلی حکومت د هغوی په مقابل کی مقاومت کولای سی.

په داسی حال کی  چی اعليحضرت امان الله خان خپل پوځ پخپله کمزوری کړی، او د مرکزی  حکومت ډېرو سترو مقاماتو یې د ناراضی او فعالو سیاسی پیرانو ، د شور بازار له حضرتانو، گل آغا او شیرآغا سره اړېکی درلودل، او د امان الله خان پر ضد دسیسو کی یې برخه ورسره اخیستله.   ستیوارټ ص ٣٣٠

بر سېره پر دې  چی د امان الله خان د اجتماعی اصلاحاتو په مقابل کی پراخ مذهبی عکس العمل موجود، او تقریبا په هر جومات کی پنځه وخته  په میلیونو مسلمانانو د هغه په مقابل کی د ملایانو تبلیغات اورېدل. برسېره پر دې چی په اروپا کی د هغه د ملکې ثریا په لوڅ مخ  او لوڅو مړوندونو کی اخیستل سوي عکسونه د افغانستان په عنعنوی او بې سواده ټولنه کی لاس پر لاس کېدل، او ټولو خلکو خپل پاچا تکفیراوه، یا یې لږ ترلږه د تکفیر فتوا منله. او برسېره پر دې چی گل آغا مجددی د څلورو سوو  مذهبی عالمانو او مشهورو ملایانو څخه د امیر د کفر فتوا تر لاسه کړې او دافغانستان په اطرافو کی یې خپروله سټیوارټ ص ٣٩٠ امیر امان الله خان د خپلو بې وختو اصلاحاتو د راوستلو په برخه کی له خپل جدیت څخه لاس وانه خیست او په دغه وخت کی یې هم پېغلی نجونی د تحصیل دپاره ترکیې ته واستولې، او په دې توگه یې لگېدلی اور نور هم  تازه کړ.

د کال١٩٢٨ د سپټامبر د میاشتی د وروستیو شپو ورځو څخه  د کابل په جنوب ، شمال او ختیځ کی د ښورښونو اورونه  ولگېدل. په ختیځ کی د شینوارو او کوچیانو ترمنځ او څو تنو شینوارو د وژل کیدلو په قضیه کي محلي حکومت سمه فیصله ونه کړ؛ه  د وژل سویو شینوارو قاتلان کوچیان یې بندیان کړل او څو ورځی وروسته یې بیرته خوشي کړل. حاکم اعلی، چي مخکي هم د رشوتونو په اخیستلو مشهور وو، د شینوارو په ګومان، په دې قضیه کي رشوت اخیستی او د دوی د عزیزانو قاتلان یې خوشي کړي وه. او د بلي خوا په همدغو شپو ورځو کي امان الله خان یو شمیر نجوني په ترکیه کي د تحصیل لپاره  انتخاب کړي او د مشرقي له لاري یې د شینوارو په سیمه کي په لاریو موټرونو کي د پیښور خواته بوتلې. شینواري، چی مخکي لا حاکم اعلی ته په قار وه، دې مسلې نور هم وپارول او د ملایانو په هغو فتواوو یې باور راغی چي ویل یې اعلیحضرت امان الله خان کافر سوی دی. پر ملکي او نظامي تاسیساتو یې حملې وکړې او یوه چوڼۍ یې په بلي پسي تسلیم کړه. په لږ وخت کي واړه ښورښ ، چي پخپله شینوارو هم د یوه لوی او عام ښورښ کولو په نیت نه وو پیل کړی، زور واخیست او مرکز ته هغه وخت اطلاع ورسیده چي خبره له خبري تیره وه. مرکزي حکومت د دې ښورښ د کرارولو لپاره شیراحمد خان، د مشرقي د رییس تنظیمه په حیث ورواستاوه. شیراحمد خان د قوې په زور د ښورښ د کرارولو پر ځای د سرخرود، چپریهار، خوگیانیو  او لغمانیو له قومونو څخه مرسته وغوښته او هغوی ته یې د شینوارو په مقابل کي وسلې ورکړي . محلي خلک یې، چي پخوا لا ملایانو او حضرتانو د حکومت پر ضد تبلیغات او پروپاګندونه ورته کړي وه، په لوی لاس وسله وال کړل او په لږ وخت کي ښورښ ډیر پراخ سیمه ایز شکل واخیست. یاغیانو بالاخره د جلال اباد ښار محاصره کړ او ایله دغه وخت امان الله خان متوجه سو چي د مشرقي ښورښ تر هغه چي مخکي یې فکر کیدی ډیر جدی دی. اعلیحضرت امان الله خان د محمد خان یاور تر قوماندانی لاندي، چي پروفیسر محمد علي یې د دربار یو نازولی بولي او وايي چي په ژوند کي یې عسکري تجربه نه درلوده، د جلال اباد د محاصرې د ماتولو لپاره یو پوځ ور واستاوه. هغه جلال اباد ته د ور تللو او د محاصرې د ماتولو پر ځاي د ښار څخه شل میله لیري په نیمله کي تم سو. د جلال اباد قوې چي هر څومره د مرستي غوښتني وکړې محمد خان یاور له ځایه ونه خوځید؛ تر څو چي په خپل پوځ کي دننه د کوهستانیانو یوې ټولۍ محاصره او بندي کړ او یاغیانو ته یې واستاوه. عسکري قوه ټوله چور سوه. یاغیان نور هم وسله وال او غښتلي سول او څو ورځي وروسته جلال اباد هم د یاغیانو لاسته ورغی. یاغیانوحکومتی پوستې او قشلې چور کړې، د برټانیې  قونسلگري یې چور او وسوځوله. لږي ورځی وروسته قبایلي خلکو چي خپلو په اسانه لاسته راغلو بریاوو مغرور سوي وه اتفاق وکړ. شینواري، خوګیاني او په وروسته کي مهمند او نور اقوام ورسره یو ځای سول او د ښورښ د کرارولو کار د حکومت له واکه ووت. محمد علي ص ص ۱۸-۱۷ اعلیحضرت امان الله خان د کا بل څخه ډیره لویه قوه د شینوارو او مشرقي د دې ښورښ د ځپلو لپاره واستوله. الوتکو پر اولسونو باندي بمباری هم وکړې. خو بمباري نه یوازي چنداني ګټوره نه وه بلکه خلک یې نور هم په قار کړل. موږ مخکي اشاره وکړه چي دا قوه او څو نوري وړې او لویی قشلې د حکومتي مقاماتو د بې کفایتیو، نامردیو او حتی خیانتونو له امله یاغیانو ته تسلیم سوې. په نتیجه کي یاغیان ډیر زړه ور سول او کابل تقریبا بې دفاع پاته سو.

د دفاع وزارت په ډیرتلوار اطرافي خلک عسکری ته جلبول او وسله وال کول خو هغوی که به د جنګ میدان ته ولاړل نو جنګ یې ځکه نه سو کولای چي عسکري روزنه یې نه درلوده او تر ګټي یې تاوان زیات وو ، او کنه نو زیاتره به یا له ښورښیانو سره یو ځای کیدل او یا به له وسلې سره وتښتیدل. محی الدین انیس خو وایی چي د کابل جنګي طاقت صفر ته نیژدې سوی وو او د اطرافو څخه داسي اوازې را رسیدلي چي د خلکو پر عمومی روحیاتو یې ډیر منفي تاثیر کاوه. پر عسکري قواوو باندي د خوګیانیو د حملې په نتیجه کي منظمو قواوو ډیره سخته ماته خوړلې وه او د دفاع وزارت مجبور سو چي هر څه عسکر چي یې درلودل هغه جلال اباد ته واستوي او د یوې لویی حملې مخه ونیسی. بحران و نجات ۵۴-۵۲

حضرتانو او ملایانو په کابل او نورو ښارونو کي خپلو پروپاګنډو او د دروغو تبلیغاتو ته زور ورکړی وو. اعلیحضرت امان الله خان له دې پروپاګنډونو سره د مقابلې لپاره تقریبا هیڅ وسیله په لاس کی نه درلوده. یو ځل اوازه ګډه سوه چي حکومت آذانونه بندوي او د جوماتونو دراوزې تړي. یا مثلا پاچا کوم پیر او ملنګ ته سپکاوی کړی دی. بحران و نجات    ص ۵۵

یوه اوازه په ښارونو کي خپره سوه چي امان الله خان له اروپا څخه د مړو د سوځولو ماشین راوړی دی. تردې مخکي یې یوه بله اوازه ګډه کړې وه او ویل یې چي امان الله خان د مړو څخه صابون جوړوي. عوامو به ویل چي ماړه او خانان په دیرش روپۍ سوځوي، نیستمن خلک وړیا سوځول کیږي او ملایان د ناروغیو د خپریدلو د مخنیوي لپاره سوځوي. سټیوارټ  ۳۹۳

دا اوازې په داسي منظمه توګه خپریدلې چي د هغه وخت لیکوالان او ژورنالیسټان په دې باور وه چي رهبري ورته کیږي او له یوه خاص مرکز څخه خپریږي ځکه چي په عین وخت کي به  په کابل، لوګر او په ټولو شمالي سیمو کي په یوه وخت کي یو شان آوازه خپره سوه او دغو اوازو د اغتشاش لمبو ته نور هم زور ورکاوه. بحران و نجات ص ۵۵

د مشرقي د سیمو ښورښونه روان وه چي د سقاو زوی حبیب الله کلکلني، چي دا وخت یې په پاراچینار کی سماوار کاوه، خپل ځان کوهدامن ته ورساوه او د خپل پخواني بادار ملک محسن په کور کي دیره سو. د لارو په وهلو او امنیت خرابولو یې پیل وکړ. هغه د حکومتي مامورینو له ناپوهی او اداري فساد څخه ګټه واخیستله. کاروانونه یې لوټل او لوی سوداګران به یې غرونو ته ورسره پورته کول او بیا به یې د ډیرو پیسو په بدل کي خوشي کول. حکومتي مقاماتو یا تشه تماشه کوله، یا له کلکاني سره شریکان وه او یا دونه بې تجربې وه چي څه یې کولای نه سوای او د وضعیت خطر یې نه احساساوه. د باچا غوړه مالو سلاکارانو هغه غولاوه او د خیریت رپوټونه به یې ورکول. ځینو درباریانو د سقاو له زوی سره اړیکي درلودلې او هغه ته یې پیسې او وسلې لیږلې. محمد علي   ص ۲۱ د سقاو زوی بالاخره پر حکومتي پوستو او عسکرو باندي حملې پیل کړې او یوه ورځ یې پر هغه حکومتي خزانه باندي چي د مزار څخه کابل ته وړله کیدله حمله وکړه او غونډه خزانه یې غرونو ته يورته کړه. حکومتي پوځیان د هغه په نیولو کي ناکام سول .بالاخره خبره دې ځای ته ورسیدله چي مرکزي حکومت له هغه سره د مذاکرو کولو ته مجبور سو. حبیب الله کلکاني د مرکزي حکومت له خوا د تنظیمیه هیات د ریس احمد علي خان سره خبري وکړې او له هغه سره یې یوه موافقتنامه لاسلیک کړه. په دې موافقتنامه کي راغلي وه چی حبیب الله کلکاني به د خپلو شریرو اعمالو څخه لاس اخلي او توبه به کاږي. حکومت به د هغه او د هغه ملګري سید حسین او نورو انډیوالانو ټول ګناهونه بخښي. کلکاني او سید حسین ته به د جنرالی رتبه ورکوي. هغوی ته به ۸۲ میله توپکونه او مرمۍ ورکوي. هغوی هر یوه ته به د کاله دیرش زره افغانۍ او د هغوی ورسره ملګرو ته به د میاشتي دیرش افغانۍ تنخوا ورکوي.   بحران و نجات ص ص ۷۵-۷۴

د سقاو له زوی سره تر دې موافقتنامې وروسته د کابل خلک یو څه بیغمه سول او اعلیحضرت امان الله خان هغه ته پیغام واستاوه چی، د یوه جنرال په حیث، د مشرقي د ښورښ په ځپلو کي برخه واخلي او خپلي قواوي د والي علي احمد خان سره یو ځای کړي. پاچا غوښتل چي په دې توګه یو دښمن په بل ووهي خو د سقاو زوی پوره هوښیار وو او له دې فرصت څخه یې بشپړه ګټه واخیستله. هغه پوه سو چي مرکزي حکومت دونه کمزوری دی چي د ښورښ په ځپلو کي له ده څخه مرسته غواړي نو د امان الله خان د لیکلي پیغام په اساس یې په قانوني توګه د عسکرو په غونډولو او د حکومتي وسلو په ویشلو پیل وکړ. کله چي ښې قواوي جمع کړې نو خپلي پالیسی ته یې تغیر ورکړ او پر کابل باندي یې د حملې لپاره حرکت پیل کړ.  محمد علي ص ص ۲۴-۲۳

په دغه وخت کي د تګاب امنیتي وضع هم سخته خرابه سوه او د هغي سیمي خلکو د حکومت سره مخالفت پیل کړ. حتی د تګاب اخندزاده صاحب، چي تر ډیره وخته یې د اعلیحضرت امان الله خان طرفداري کوله، له مخالفینو سره خپل ږغ یو کړ. د ژمي په یوه سړه شپه کي څو تنه خانان او د سقاو د زوی ملګري د ملا ویس الدین په قلعه کي را ټول سول. دوه تنه ملایان یې ورسره بوتلل. د سقاو د زوی ملا یې ور وتړله او هغه یې د پاچا په حیث اعلان کړ. بحران و نجات ص ۷۸

د سقاو زوی په سبا د کلکان او کوهدامن خلکو ته خپله پاچهي اعلان کړه . خپل مرستیال سید حسین یې د جبل السراج د نیولو لپاره واستاوه او پخپله یې د کابل پر لور حرکت پیل کړ. د هغه په مقابل کي هري قوې ماته خوړله او د کال ۱۹۲۸ د ډسامبر پر دیارلسمه یې د ډزو ږغونه د کابل په شاوخوا کي واوریدل سول. د کابل جنګي او پوځي وضع دونه خرابه وه چي که د حربي ښونځي اته لسو تنو شاګردانو د سقاو د زوی پر قواوو ډزي نه وای کړي ښایی په هغه ورځ یې ارګ نیولی وای. د دفاع په وزارت کي نور دفاعي قوت پاته نه وو او د دفاع وزیر عبدالعزیز خان لاس و پښه وو. پروفیسر محمد علي وایی چي حتی په دغه وخت کي هم خاینو او غوړه مالو درباریانو پاچاته غلط اطلاعات ورکول او هغه ته یې ویل چي د اندیښنې خبره نسته. دا یو څو غله دي او د کابل پر ښار باندي د حملې کولو له جاهلانه عمل څخه پخپله پښیمانه سي. خو امان الله خان پخپلو غلطیو پوه سوی وو او له دې امله ډیر پښیمانه وو چي خپل هغه مامورین او افسران یې چي ده د تنګسې او ضرورت په وخت کي حساب ورباندي کولای سوای له لاسه ورکړي دي. محمد علي ص  ۳۲

اعلیحضرت امان الله خان ته نه پوځ او نه ملګري پاته وه. د هیواد پر تولو خلکو یې ږغ وکړ چي د خپل حکومت ملاتړ وکړي او کابل له سقوط څخه وساتي. د هیواد له هري برخي څخه خلک پر پایتخت باندي رامات سول. څوک په دې تمه چي د بري په صورت کي به ګوندي غټ انعامونه ترلاسه کړي او څوک په دې تمه چي د حکومت د سقوط په صورت کي به په چورکي ښه برخه واخلي. د وسلو شاهي ګودامونه  پرانیستل سول او ټولو هغو کسانو ته وسلې او مهمات ورکول کیدل چي د خدمت کولو لپاره یې تیاری ښود. له دې وضع څخه د سقاو طرفدارانو هم ګټه واخیستله او د عسکري خدمت په پلمه یې وړیا وسلې ترلاسه کړې. محمد علي ص ص ۳۴ـ۳۳

یوه میاشت وروسته د سقاو د زوی قواوو د کابل د ښار نیژدې شاوخوا سیمي ونیولې. اعلیحضرت امان الله خان د جنوري پر څوارلسمه استعفی وکړه او د کندهار پر لور وخوځیدی. خپله پاچهي یې خپل مشر ورو عنایت الله خان ته پریښودله. عنایت الله خان د سقاو سره د سولي لاره غوره کړه او د هغه مجددي په رهبري یې سقاو ته د سولي هیات واستاوه چي کلونه یې د امان الله خان د اصلاحاتو پر ضد دسیسې او تبلیغات کړي وه. کله چي مجددي د حکومتي عسکرو مورچو ته ورسیدی نو هغو ته یې وویل چي خبره ختمه ده. امان الله خان استعفی کړې او له کابل څخه وتلی دی. هر څه به په سوله فیصله کیږي. څه عسکرو چي لا یې ښایی د سقاو په مقابل کي د مقاومت خیال درلود خپلي مورچې پریښودلې او خپلو کورونو ته ستانه سول.عنایت الله خان، چي نور په ارګ کي د پاته کیدلو لپاره هیڅ ورته پاته نه وه، استعفی وکړه او د انګریزانو په الوتکه کي، چي سفیر همفریس ورته برابره کړې وه، پیښور ته پرواز وکړ. د سقاو د زوی لښکرو ارګ ونیوی او حبیب الله کلکاني د خادم دین رسول الله امیر حبیب الله په نوم پاچا سو. په مشرقي کي والي علي احمد خان، چي هغي سیمي ته د ریس تنظیمه په حیث لیږل سوی وو، ځان پاچا اعلان کړ. البته ډیر ژر د خوګیانیو او نورو قبایلو له مخالفت سر مخامخ سو او ایله ځان یې ژوندی پیښور ته ورساوه. اعلیحضرت امان الله خان بیرته  خپل ځان پاچا اعلان کړ او له کندهار څخه یې د کابل د نیولو لپاره عملیات پیل کړل. په دغو شپو ورځو کي سپه سالار محمد نادرخان له فرانسې څخه ځان د برټانوي هند خاوري ته ورساوه او لږي ورځي وروسته د خپلو وروڼو شاه ولي خان او محمد هاشم خان سره د افغانستان خاوري ته ننووت.

غلام نبي خان چرخي

د سپه سالار غلام حیدرخان چرخي زوی، سپه سالار غلام نبي خان چرخي د اعلیحضرت امان الله خان تر ټولو وفادار او فداکار ملګری ګڼل کیږي. ګواکي د امان الله خان یوازینی لایق او وفادار منصبدار وو چي تر مرګه یې وفا ورسره وکړه او کله چي اعلیحضرت امان الله خان د هغه د فداکاریو او قربانیو په باب رپوټونه  ترلاسه کړي وي نو حتما به یې ارمانونه ور پسي کړي وي.

غلام نبي خان چرخي، چي په دغه وخت کي په شوروي اتحاد کي د افغانستان سفیر وو، د هغه هیواد له حکومت څخه وغوښتل چي له امان الله خان سره په کابل کي د بیرته پاچا کیدلو په لاره کي مرسته وکړي. د شوروي اتحاد د کمونیسټ ګوند سیاسي دفتر په دې باره کي یوه عاجله غونډه وکړه. په غونډه کي د خارجه وزارت مقامات د امیرامان الله خان د بیرته پاچا کیدلو طرفدار وه او د ګې پي او مقاماتو د سقاو د زوی طرفداري کوله او ویل یې چي دا په افغانستان کي د زیارکښانو انقلاب دی او باید چي ملاتړ یې وسي. خاطرات اقابکف ص ۳۱۲

یوه شپه د کمونیسټ ګوند د سیاسي دفتر په هغه غونډه کي چي ستالین، غلام نبي خان او په افغانستان کي د شوروي د سفارت پوځي آتشه پریماکوف برخه پکښی درلوده، فیصله وسوه چي د سره پوځ یوه ډله عسکر دي په افغاني جامو کي د پریماکوف تر قوماندې لاندي افغانستان ته حرکت وکړي. دوی باید په پټه توګه د افغانستان خاوري ته ننوزي او تر کابل پوري دي پر مخ ولاړ سي. د دې لپاره چي د دوی په مقابل کي کوم خنډ پیښ نه سي نو د دې پوځي قوې ظاهري مشري دي د غلام نبی خان سره وي.

څو هفتې وروسته یوه ورځ سهار وختي د ترمز پر سرحدي ښار باندي شوروي قواوو حمله وکړه.  سرحدي ساتونکو د شوروي پر الوتکو باندي ډزي ومړې خو عسکرو له الوتکو څخه د ماشیندارانو ډزي ورباندي وکړې او ټول یې ووژل. له دې څخه وروسته یوه اته سوه کسیزه پیاده قوه، چي په تاشکند کي له تر تولو تکړه قطعو څخه جوړه سوې وه، د افغانستان خاوري ته ننوتل. له دې قوې سره ماشینداران او توپونه ورسره وه. د مزار شریف پر لور یې حرکت وکړ  او په لار کي چي یې افغاني پوځیانو مخه ونیوله هغه یې ټول له منځه یوړل. د دې قوې په مقابل کي د مزار شریف په شاوخوا کي مقاومتونه وسول خو ډیر ژر شنډ سول او د شوروی سرو عسکرو، چي افغاني جامې یې په ځان کي وې، ډیر ژر د مزار شریف د ښار کنټرول واخیست. د حملې له پیل څخه د مزار شریف تر نویل کیدلو پوري د افغانانو د تلفاتو شمیر دوو زرو تنو رسیږي. خاطرات اقابکف ص ۲۰۵-۲۰۴

محی الدین انیس هم وایی چي وروستنی مقاومت د سقاو د زوی د ریس تنظیمه له خوا وسو چي له ایبک او تاشقرغان څخه یې دوه زره تنه جمع کړي او د مزار شریف پرښاریې یرغل وکړ. خو له یوې لنډي مقابلې وروسته، سقاویانو ماته وخوړه.  بحران و نجات ص ۱۹۷ خو د حیرانتیا خبره دا ده چي محی الدین انیس د سقاویانو د حکومت دا تبلیغ نه مني چي وایی د روسانو قواوو د افغانستان پرخاوره باندي حمله کړې ده او وایی هغه څوک چي را روان وو، روس نه بلکه غلام نبي خان وو. مګر په حقیقت کي د سقاویانو  تنظیمیه هیات د وطن پر خاوره باندي د روسانو د حملې د آوازې په ګډولو سره یو لوی چال وواهه. ځکه چي که یې ویلي وای چي غلام نبي خان حمله کړې ده نو خلک به داسي فکر وکړي چي ورور وژنه کیږي او را غونډ به نه سي. هغه کتاب ص ۱۹۶

آقابکف وایی د سقاو د زوی مجاهدین اکثر هغه بخارایی او ترکمن مهاجرین وه چي د مزار شریف په ختیځ کي را غونډ سوي وه او د غلام نبي خان د قواوو د پرمختګ مخه یې نیوله. غلام نبي خان هم د مزار شریف او د ښار د شاوخوا خلک را غوند کړل او د سرو عسکرو سره یو ځای یې د تاشقرغان پر لور حرکت پیل کړ. د تاشقرغان سره نیژدې د دواړو قواوو ترمنځ ډیر سخت جنګ وسو. د سقاو قواوو له شپږ ساعته جګړې څخه وروسته ماته وکړه او تقریبا درې زره تنه یې ووژل سول. د غلام نبي خان او روسانو قواوو په ډیره اسانۍ د تاشقرغان ښار ونیوی او د خان اباد پر لور یې پرمختګ پیل کړ.  خاطرات آقابکف ص ۲۰۵

محی الدین انیس وایی کله چي د مزار په باره کي د سقاو زوی ته خبر ورسیدی نو هغه د کابل د شاوخوا  او کوهدامن څخه،په وچ زور، د سیدحسین په مشری، یوه قوه چي شمیر یې څلورو زرو ته رسیدی د غلام نبي خان سره د جګړې لپاره ولیږله. د ایبک په شاوخوا کي د دواړو قواوو ترمنځ یوه سخته جګړه وسوه د سقاویانو قوې ماته وکړه او سره وپاشل سوه. سید حسین د بدخشان خواته عقب نشیني وکړه. له بدخشان څخه یې څو نوري حملې هم وکړې خو ټولي ناکامي سوې. له خلکو سره دا هیله پیدا سوه چي ګوندي غلام نبي خان به هیواد وژغوري. خو له بده مرغه چي هغه ته  غلام صدیق خان تلګرام واستاوه چي امان الله خان له وطنه وتلی دی ته هم ووزه. غلام نبي خان هم یوه ورځ وروسته بیرته د روسیې خاوري ته ننووت. بحران ونجات ص ص ۱۹۷-۱۹۸

اقابکف وایی، په داسي حال کي چي جنګ روان وو، مسکو ته خبر ورسیدی چي امیر امان الله خان یو ناڅاپه د سقاو له زوی سره له مبارزي څخه لاس اخیستی دی او له کندهار څخه هند ته تښتیدلی دی. په دې صورت کي زموږ د لیږل سوي قوې کار هم نیګړی پاته سو او غلام نبي خان ته هم له عقب نشینی پرته بله لاره پاته نه سوه. د سره پوځ ټولو عسکرو، د ماسکو په امر، له جنګه لاس واخیست او درې ورځي وروسته ټول د شوروي په خاوره کي په خپلو قطعو کي ځای پر ځای سول.  خو اقا بکف د شوروي د قواوو د عقب نشینی بل دلیل دا بولي چي په افغانستان کي په سفارتخانو کي او د اروپا په مطبوعاتو کي، په افغانستان کي د شوروي د قواوو د مداخلې خبره ډیره توده وه او ګې پي او ته په دې باب اطلاعات رسیدلي وه چي ټوله نړی د شوروي په مداخلې خبره سوې ده. ټولو خارجي هیوادونو، له هغې جملې څخه ایران او ترکیې، چي د شوروي اتحاد دوستان وه، د شوروي له مداخلې سره مخالفت ښودلی او په حقیقت کي دا خبره ډیره عجیبه ښکاریده چي یو کمونیسټي هیواد، سلطنت ته، د یوه پاچا د بیرته رسولو لپاره فعالیت وکړي. خاطرات اقابکف ص ص ۲۰۵-۲۰۶

آقابکف وروسته لیکي چي په ماسکو کي د افغانستان مختار وزیر غلام نبي خان زموږ څخه وروسته وغوښتل چي د افغانستان په جګړه کي د نادرخان طرفداري وکړو. خارجه وزارت له هغه سره ژمنه وکړه چي که نادرخان د افغانستان په جنوب کي د انګلیسانو پر ضد سلوک اختیار کړي نو له هغه سره به معنوي مرسته وکړي.   هغه کتاب ص ۲۰۷

نتیجه

د افغانستان په بیلو بیلو سیمو کي د سپه سالار محمد نادر خان جنګونه او د سقاویانو څخه د کابل د تخت نیول زموږ د مضمون موضوع نه ده. نادرخان د ۱۹۲۹ کال د اکټوبر پر پنځه لسمه پاچا سو. د نوامبر پر لومړۍ نیته یې د سقاو زوی، د هغه ورور او د هغه یوولس تنه مهم ملګري او مشران اعدام کړل. اعلیحضرت محمد نادرشاه د اعلیحضرت امان الله خان اکثر اصلاحات تعقیب کړل او د قدرت په څلور کلنه دوره کي یې داسي پرمختګونه راوستل چي چایې انتظار نه سو کولای. د هغه د قدرت زمانه او پرمختګونه زموږ د مضمون موضوع نه ده. نادرخان د عسکرۍ په وخت کي یو لایق سپه سالار او د پاچهی په وخت کي یو هوښیار سیاستمدار وو. خو که یې د خپل استعداد او لیاقت څخه د امان الله خان سره د مخالفت کولو څخه نه بلکه د روغي کولو لپاره کار اخیستی وای  ښایی د افغانستان تاریخ بل رنګ درلودلای وای. لیون پولادا په دې باره کي ډیر ښه قضاوت کوي او وايي چي که دا دواړه مشران سره یو لاس وای نو ښایی چي امان الله خان خپل تخت ژغورلی وای او نادرخان د هغه قاتل له مرمیو څخه بچ سوی وای چي د ده څلورکلني پاچهی ته یې خاتمه ورکړه. پولادا ص ص ۲۰۵-۲۰۴

داسي ښکاري چي نادرخان د دوستۍ تر پاللو د دښمنۍ په پاللو کي ټینګ وو. نادرخان ټول هغه کسان چي د اعلیحضرت امان الله خان په دوره کي یې اختلاف ورسره درلود او د افغانستان په خاوره کي په لاس ورغلل یو په یو یا اعدام او یا د بندیخانې شومه کړل او چي څه پاته وه نو د هغه دیکتاتور ورور سردار محمدهاشم خان یا مړه، یا تبعید، یا تیښتي ته مجبور او یا په زندانونو کي وراسته کړل.

اعلیحضرت امان الله خان له خپل ملت سره د یوه مهربان پلار او یوه خواږه ورور په څیر مینه درلوده. له هیواد سره د هغه عشق یوازي د شعر په ژبه افاده کیدلای سي. هغه په هیواد کي ټول اوسیدونکي خلک افغان بلل. د افغانستان خلکو د څه باندي یوې پیړۍ استبداد، داخلي جنګونو او انارشیو څخه وروسته هغه ته ضرورت درلود. که هغه په قدرت کي پاته سوی وای افغانستان ښایی د وروستیو څه باندي دریو لسیزو ناخوالي لیدلي نه وای.

په افغانستان کي، د امان الله خان په مقابل کي ټولي ستونزي د هغه د اصلاحاتو سره د ملایانو، حضرتانو، پیرانو او د زړو فکرونو د څښتنو سردارانو د اختلاف له امله را پیدا سوې. هغه ته په کار وه چي د خپلو اصلاحاتو څخه یې دفاع کړې وای. دفاع په دفاعي توان کیدلای سوای او هغه توان ته ده لازمه توجه ونه کړه. ویل کیږي چي هغه باید خپل پوځ تقویه کړی او بیا یې د اصلاحاتو پروګرام وړاندي کړی وای. دا خبره ډیره پرځای ده ، مګر کله چي موږ ګورو چي د سقاو د لښکرو مخه د حربي ښونځي اته لس تنه تر سر تیر شاګردان را ګرځولای او، د لنډ وخت لپاره، د ارګ او کابل د سقوط مخه نیولای سي نو ویلای سو چي یوازي پوځي کمزوری د امان الله خان ملا نه ده ماته کړې بلکه د افغانستان د خلکو او خاوري له دښمنانو سره د مقابلې لپاره د ارادې کمزوري او د نیژدې ملګرو نامردي د هغه د سلطنت د سقوط ډیر مهم عامل سو. امان الله خان په تبعید کي د خپلو ویناوو په ترڅ کي دې خبري ته څو ځله اشاره کړې ده چي هغه پوځي شکستونو نه بلکه د نیژدې مامورینو او مقاماتو نامردیو او خیانتونو د تخت پریښودلو ته مجبور کړ. پولادا  ص ۲۰۶

د اعلیحصرت امان الله خان د سقوط  او له هیواد څخه د وتلو علتونه به ډیرزیات وي. خو څرنګه چي نه له بیکارۍ څخه د خلکو شکایتونو، نه د لوږي د لاسه د خلکو ښورښونو، نه د رشوت خورو او فاسدو مامورینو د لاسه د خلکو بغاوتونو او نه د ملایانو او پیرانو تبلیغاتو هغه ته ماته ورکړې، بلکه د جنګ په میدانونو کي یې، چي ښایی د ټولو پورتنیو علتونو په نتیجه کي پیل سوي وي، ماته خوړلې ده نو ځکه موږ وایو چي پوځي کمزوري د هغه د ماتیدلو اصلي علت سو. که له هري حادثې سره د مقابلې لپاره  جلا جلا قوتونه موجود وای ښایی خبره دونه ژر خرابه سوې نه وای. سر پرسی سایکس وایی د تاریخ په محکمه کي هغه ځکه محکوم دی چي پر افغانستان باندي د سقاو د زوی مصیبت ده نازل کړ. خو په دفاع کي یې ښایی دا وویل سي چي د هغه ډیر زیات اصلاحات چي ده خپل تخت ورباندي بایلود لازم او ګټور وه او په اینده کي به کرار کرار عملي سي. سایکس ص ۳۱۷

      ځیني مورخین په دي عقیده دي چي امان الله خان باید لومړی خپله ټولنه ښه په غور کتلې او پیژندلې وای. او وروسته یې د خپلو ژورو او هر اړخیزو اصلاحاتو عملي کولو ته ملا تړلې وای. هغه باید دا معلومه کړې وای چي په هغه قبایلي سسټم کي چي د ده نیکه امیر عبدالرحمن خان، د مرکزي حکومت د ټینګولو په منظور، ګوزار ورکړی وو څوموره زور پاته دی. اعلیحضرت امان الله خان باید د اصلاحاتو او د پوځ د غښتلي کولو او د هغه په زور د قبایلو د احتمالي مقاومت د ماتولو کارونه  په یوه ځل او یو ځای نه وای پیل کړي. دواړه کاره کول هغه ته ممکن نه وه. د هغه نیژدې پوځي سلاکار سپه سالار محمد نادر خان هغه ته تر هر څه مخکي د پوځ د غښتلي کولو او ښه روزلو مشوره ورکړې وه. پولادا ص ص ۲۷۳ – ۲۷۴ دغه راز افغانستان په وچه کي راګیر نیستمن هیواد دی. امان الله خان په داسي شرایطو کي ښو ګاونډیانو ته اړتیا درلوده چي د تنګسې په وخت کي د هغه له دښمنانو سره مرسته ونه کړي او که له ده سره خواخوږي نه کوي نو لږ ترلږه بیطرفه خو پاته سي. امان الله خان له یوې خوا د برټانوي هند پر ضد، چي د خپل وخت تر ټولو لوی استعماري طاقت وو، تبلغیات کول او په وچ زور به یې د هغو دښمني را پاروله . اعلیحضرت امان الله خان په ارادو قبایلو کي پیسې ویشلې او له برټانیې سره دا انديښنه وه چي دا پیسې له شوروي اتحاد څخه راځي. پولادا    ص ص ۲۴۷-۲۴۶ برټانوي هند به هم په خپل وار دننه په دربارکي د ناراضی عناصرو سره تماسونه ټینګول او چي څه وخت وروسته د امان الله پر ضد په ټول هیواد کي د بغاوت اورونه بل سول نو د هغه مخالفو ملایانو او پیرانو ته یې د برټانوي هند په خاوره کي د ازادو تبلیغاتو او پروپاګنډونو او په قبایلو کي د ورانکاریو د کولو زمینه برابره کړه.

       کله چي امان الله خان د کندهار څخه د کابل د بیرته نیولو دپاره پوځي عملیات پیل کړل او ځان یې تر غزني پوري ورساوه. هلته یې د غلجیو له قبایلي خلکو څخه ګیله وکړه چي ولي د ده د حکومت پر ضد جنګیږی. هغوی ورته وویل چي ستا دښمنان دوه تنه دی . یو د سقاو زوی او بل پیرصاحب. شیرآغا د غلجي قبایلو پیر صاحب وو چي لکه بد شګون په ډیره چټکی د هند له لوري د غزني پر لور روان وو او په لار کي یې خپل غلجي مریدان پر امان الله خان باندي حملو ته تشویقول . شیراغا او د هغه سره ملګرو ملایانو تبلیغ کاوه چي د کابل تخت د سقاو د زوی په لاس کي دی. نو په دې صورت کی امان الله یاغي دی. سټیوارټ  ص ص ۵۵۶-۵۵۷

      اعلیحضرت امان الله خان ، پر دې برسیره، له  خپل شمالي ګاونډي شوروي اتحاد سره هم ښې اړیکي نه درلودلې او حتی د پاچهی په لومړیو کلونو کي یې ډیر سخت مخالفتونه ورسره پیدا سول. امان الله خان ښایی غوښتل چي په سیمه کي د ټولو او یا ډیرو اسلامی قومونو او هیوادونو مشري وکړي. د هند د خلافت ګوند د وخته لا فیصله کړې وه چي، د عثماني امپراطورۍ د سقوط څخه وروسته به، د خلافت چپنه ده ته ور اغوندي. ځوان اعلیحضرت به دغه راز فیصلو حتما مغرور کړی او د اسلامي نړۍ، یا لږترلږه د ګاونډیو اسلامی هیوادونو، د مشرۍ آرزو به یې ورپیدا کړې وي. اعلیحضرت امان الله خان، لکه څرنګه چي یې په ازادو قبایلو کي د انګریزانو پر ضد تبلیغات کول، د شوروي اتحاد په اسیایی هیوادونو کي یې هم باسماچیانو( د شوروي رژیم مخالفو وسله والو جنګیالیو) ته مرستي ور پیل کړې. حتی د جنګ وزیر نادر خان یې، د فرغانې له یاغیانو سره د نیژدې تماس ټینګولو لپاره قطغن ته واستاوه. خپل نور عالي رتبه مقامات یې، د همدغه مطلب لپاره، مزار شریف او هرات ته ولیږل. ادمک   ص ص ۷۰-۷۱

      امان الله خان په مرکزي اسیا کي د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره له بخارا سره ډیلوماټیک اړیکي ټینګ کړل. په ترکستان کي یې د شوروي د مخالفینو د مقاومت له مشرانو سره تماسونه ټینګ کړل او وسلې او جنګیالي یې ورلیږل. ګریګوریان ص  ۲۳۵

     شوروي اتحاد د افغانستان د دغه راز مداخلو او غیر دوستانه سلوک له امله په ماسکو کي د افغانستان سفیر غلام نبي خان چرخي ته خپل احتجاج واستاوه او افغانستان ته یې اخطار ورکړی چي باید له دغه راز اعمالو څخه یا لاس واخلي او یا به يې دغه راز مداخلې ښه عواقب ونه لري.    ادمک ص ۷۱

    که څه هم چي افغانستان شوروي اتحاد ته اطمینان ورکړ چي د هغه هیواد په داخلي چارو کي به مداخله نه کوي او په عمل کي یې هم د شوروي اتحاد باور تر لاسه کړ او اړیکي بیرته دوستانه سوې خو داسي ښکاري چي افغانستان یو ځل بیا د آمو په سیند کي د ینګي قلا په ټاپو کي هغو تقریبا زرو تنو اوزبکو ته ځای ورکړی وو چي د شوروي اتحاد څخه تښتیدلي او هغه ټاپو ته ورغلي وه. اوزبکو یاغیانو له هغه ځایه څخه د شوروي حکومت پر ضد پوځي عملیات کول او شوروي قواوو هغه ټاپو د کال ۱۹۲۵د ډسامبر په میاشت کی اشغال کړ. د افغانستان حکومت پر خپله خاوره باندي دا تیری ونه زغامه او اعلان یې وکړ چي د هغه هیواد پر پاکه خاوره باندي شوروي قواوو تیری کړی دی. امان الله خان د شمال لوري ته د پوځي قواوو د لیږلو امر وکړ. خو شوروي قواوو په هغه ټاپو کي د یاغیانو قواوي دړي وړي کړې او نور یې دا کوچنی ټاپو په دې نه ارزاوه چي د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي ورباندي خړ پړ سي او په لوی لاس ځانته یو بین المللی ډیپلوماټیک جنجال پیدا کړي. شوروی قواوي د ۱۹۲۶ کال د فبروري په میاشت کي بیرته پر شا سوې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستی د موافقې په نتیجه کي هغه ټاپو د افغانستان خاوره وګڼله سوه. که څه هم چي دا جنجالونه به پر خپل وخت فیصله سوي وي خو بیا هم د د ګاونډیو هیوادونو په تاریخ کي یو فصل دی او لږ ترلږه په یوه ټاکلي وخت کی به یې د ګاونډیانو ترمنځ زړه بداوی او په اینده کي بدبیني پیدا کړې وي.

         اعلیحضرت امان الله خان په ډیره ځوانۍ کي قدرت ته ورسیدی. هغه نه تجربه او نه مطالعه درلوده. په یوه وروسته پاته ټولنه کي زیږیدلی او لوی سوی وو. د بهرنۍ نړۍ او د هغې د پرمختګونو په باره کي یې یوازي کیسې اوریدلي وي. پر خپلي خاوري او خلکو مین وو او له ترقۍ او پرمختګ سره یې لیونۍ مینه درلوده. هغه په هره برخه کي پرمختګ غوښتۍ خو د پرمختګ په لارو چارو نه پوهیدی. هغه ته په هیواد کي د اصلاحاتو د ښمنان ور معلوم وه، او یا ښایی د خوست د پاڅون څخه وروسته ښه ورته څرګند سوي وي، خو د اصلاحاتو د دښمنانو سره د مبارزې، د هغوی د کرارولو او یا له منځه وړلو چل نه ورتلی. امان الله خان د قبایلو سره د ګوزارې کولو او د هغوی د مقاومت د روحیې د ماتولو څخه نیولې  په اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي ساحو کي د اصلاحاتو راوستلو او پوځ د روزلو پوري په هره ساحه کي ښو مشورو او ښو سلاکارانو ته ضرورت درلود. خو هغه یو پاچا وو. د هغه فیصله چا نه سوه ماتولای او خبره یې آخري خبره وه. د پاچاهانو، معمولا، هغه مشورې خوښي وي چي د دوی پرزړه جوړي وي. هوښیار او صادق خلک خپلو مشرانو او پاچاهانو ته غلطي مشورې نه سي ورکولای او کله چي د پاچا له بیځایه نقشو سره مخالفت وکړي او یا سم سر ورسره ونه ښوروي نو خپل مقامات له لاسه ورکوي او له نظره لویږی. د هغوی ځای معمولا هغه غوړه مالان، نالایق او ابن الوقت کسان نیسی چي د پاچا د خوښي سره سم مشورې ورکوي. له دغه ځایه څخه د پاچاهانو تباهي پیل کیږي.

    اعلیحضرت امان الله خان ته خپلو نیژدې هوښیاارو سلاکارانو او مشروطه غوښتونکو مشوره ورکړې وه چي په یوه مشروطه نظام کي د صدراعظم او پارلمان درلودل حتمي دي. ځکه نو هغه د ارو پا له سفر څخه د راستنیدلو نه وروسته  د اکټوبر پر پنځمه نیټه په خپله څلورمه وینا کي وویل چي ما د صدارت د مقام لپاره شیراحمد خان خوښ کړی وو او هغه ته مي د کابینې د جوړولو هدایت ورکړی وو.خو څرنګه چي مهم کسان له هغه سره همکاری کولو ته حاضر نه دي نو ما فیصله وکړه چی تر څو پوري نوی پارلمان را غونډیږي نو د صدارت چاري به پخپله پر مخ بیایم. ځکه چي یوازي زه کولای سم چي د انقلابي اصلاحاتو کارونه پر مخ بوزم. زه یو انقلابي پاچا یم او غواړم چي د ټولني د ژوند په هره مرحله کي یو انقلاب راولم. هر هغه مامور چي نه غواړي زما سره د زړه له کومي همکاري وکړي باید استعفی وکړي. د کابل د ګمرک ریس عبدالرحمن خان لودین پورته سو او خپله استعفی یې وړاندي کړه.   ادمک ص ۱۳۷ په دې توګه په یوه او بل ډول او په یوه او بله مرحله کي د امان الله خان د کارسړي او صادق ملګري ورڅخه بیل سول او میدان هغو کسانو ته پاته سو چي هیواد یې بالاخره د اغتشاش لمني ته وغورځاوه.

        اعلیحضرت امان الله خان ته له خپل پلار څخه په خزانه کي ۱۵۰ میلیونه روپۍ پاته سوې. دا دونه پیسې وې چي که، د منظمو کلنیو عایداتو سره یو ځای، سمي لګول سوي وای نو تقریبا د هرڅه لپاره یې بس وې. خو امان الله خان هغه  پیسې د ښایستو قصرونو په ابادولو، چي د هغوی د جوړولو لپاره مهندسان یې زیاتره له بهر څخه راغوښتل، په ډیرو زیاتو هیوادونو کي د سفارتخانو په پرانیستلو، چي ډیر زیات لګښتونه یې غوښتل، او زیاترو سفارتخانو ته اصلا ضرورت هم نه وو، د الوتکو په رانیولو، بهر ته د محصلینو په لیږلو او ماشینونو په رانیولو او له بهر څخه د انجنیرانو او ډاکټرانو په استخدامولو ولګولې. افغانستان دې ټولو شیانو ته ضرورت درلود. امان الله خان دغه ضرورت احساس کړی وو، خو په داسي هیواد کي چي هر څه ته ضرورت لري نو د هر ضرورت د لیري کولو لپاره جلا او پروخت ګام پورته کول په کار دی. محمد نادرخان وایی د کابل په لارو کوڅو کي هره ورځ په لس هاوو خارجي ډاکټران او انجنیران دې خو آخوا دې خوا ګرځیدل او هیڅ کار یې نه درلود. د انجنیرانو لپاره نه پروګرام وو، نه پلانونه وه چی دوی کار ورباندي وکړي او نه سامان وو چي دوی د کار کولو په وخت کي هغه استعمال کړي. په ښوونه او روزنه بې خرته پیسې لګیدلې او پیسې لکه اوبه داسي رواني وې. ضمنا پوځ او د پوځ لګښتونه په خطرناکه ډول کم سول او دولت نه سو کولای چي په  ولایاتو کي د ناکراریو د مخنیوي لپاره کار ورڅخه واخلي. ادمک ص ۸۷

   د ډیلي میل خبریال رانلډ وایلډ چي د اعلیحضرت امان الله خان د پاچهی په وروستیو شپو ورځو کي کابل ته تللی وو وایی چي یوه بهرني سړي سلام رته وکړ ویل یې زه سیګنور پیري یم. په انګلیسي ژبه خبري کوم. زه دلته د بی سیم انجنیر یم او د افغانستان د حکومت لپاره کار کوم. خو دلته بی سیم نسته.  وایلډ ص ۱۴۸

      د امان الله خان ورور کبیر، چي د روغتیا وزیروو، د ملکي روغتون جرمني آمر ته وویل چي په روغتون کي باید د ایکس رې  ماشین ودرول سي. هغه ورته وویل چي د ایکس رې ماشین دونه زیاته بیه نه لري، خو د هغه چلول ډیري زیاتي پیسې غواړي او هغه پیسې په نورو ځایونو کي باید ولګولي سي. کبیر ورته وویل چي د ماشین د چلولو د لګښت غم نسته. ځکه چي له هغه څخه کار نه اخیستل کیږي. خو موږ باید دا وویلای سو چي په کابل کي د ایکس رې ماشین لرو. د امان الله خان ایراني سکرټر هغه ماشین د کبیر تر پیشنهاد کړي قیمت لس چنده ارزانه واخیست. کبیر بې آبه سو او استعفی یې وکړه.   سټیوارټ ص ۳۰۰

         امان الله خان، د ده په اصطلاح یوه انقلابي پاچا په حیث، د خپلو اصلاحاتو پر داسي اړخونو د لیونتوب تر سرحده ټینګار وکړ چي د افغانستان د وروسته پاته ټولني لپاره یې منل تقریبا غیر ممکن وه. هغه د چادرۍ سره د تعصب ترسرحده مخالفت وکړ او یوه ورځ یې په کابل کي په عمومي باغ کي یوه ښځه په چادري کي ولیده. په زوره یې ورباندي چيغه کړه چي د دې چادرۍ سره دلته څه کوې. پخپله ورغی د ښځي څخه یې چادري لیري کړه او اور یې ورته واچاوه. ښځه مجبوره سوه چي لوڅ مخ خپل کورته ولاړه سي. بله ورځ یې یو بل سړی ولیدی چي بګړۍ یې تړلې وه او اوږدې ماټي یې پرې ایښي وې. هغه یې پخپله ونیوی. د سلماني دوکان ته یې بوت. ماټي یې ور وخریلې او رخصت یې کړ.   سټيوارټ ص ۳۷۸

       که دا کیسې، چي په ځینو غربي کتابونو کی یې رپوټ ورکړه سوی دی، ومنو نو ویلای سو چي امان الله خان د خپلو اصلاحاتو په عملي کولو کي د انقلابیګرۍ څخه نه بلکه د لیونتوب څخه کار اخیستی دی.

      د کندهار ملایانو یوازي له دې کبله د امان الله خان د کفر فتوا صادره کړه چي د خپلي ښځي مخ یې لوڅ کړی وو. دا فتوا به حتما د مامورینو او وروسته د ده د سلاکارانو تر غوږونو رسیدلې وي. که ده خواخوږي سلاکاران درلودلای نو حتما به یې د کندهار د خلکو دغه سخت عکس العمل ته متوجه کړی وای او ښایی چي په نتیجه کي هغه د خپل جدیت څخه لاس اخیستی او یو څه نرم سوی وای. خو له بده مرغه چي نامردو او غوړه مالو ملګرو امان الله خان ته په هيڅ برخه کي داسي خبره نه کوله چي ښایی ده به یې اوریدل نه غوښتل.

مأخذونه

۱:  محی الدین انیس: بحران ونجات طبع دوم ۱۳۷۸  مرکز نشراتي میوند

۲: عبدالحی حبیبي: جنبش مشروطیت در افغانستان  چاپ ۱۹۸۵

۳:   میرمحمد صدیق فرهنګ: افغانستان در پنج قرن اخیر  جلد دوم چاپ ۱۹۸۸

۴: عبدالحق مجددي :  افغانستان از امیر کبیر تا رهبر کبیر( حقیقت التواریخ)چاپ اول ۱۹۹۹

۵: خاطرات آقا بکف  ترجمه دکتر حسین ابوترابیان:  چاپ اول تهران ۱۹۷۸

۶: محمد ابراهیم عطایی:    د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه  دریم چاپ ۲۰۰۴ میوند خپرندویه ټولنه

۷: میر غلام محمد غبار:  افغانستان در مسیر تاریخ چاپ اول   ۱۹۶۷ کابل

۸: اعلیحضرت امان الله خان: حاکمیت قانون در افغانستان.

د هغو یاد داشتونو مجموعه ده چي اعلیحضرت امان الله خان کندهار ته، په کال ۱۹۲۵ کي، د خپل سفر په ترڅ کي او له سفر څخه وروسته ترتیب او چاپ کړي دي.

۹: برهان الدین کشککي: نادر افغان: چاپ مطبعه سنګي ریاست عمومي مطابع کابل، ۱۳۱۰ هجري شمسي

۱۰: مارشال شاه ولي خان فاتح کابل: یاداشت های من.  چاپ پنجم

11  :Vartan Gregorian : The Emergence of Modern Afghanistan    1969 Stanford University Press.

9: Rhea Tally Stewart :   Fire in Afghanistan1973

12: Ronald Wild: Amanullah Ex- King of Afghanistan Third Edition 1983

13: Ludwig W. Adamec: Afghanistan’s Foreign Affairs to the Mid-Twentieth Century   1974 University of Arizona Press

12:     Louis Dupree: Afghanistan 1980 Edition

14: W.K Fraser-Tytler: Afghanistan A study of Political Developments in Central and Southern Asia  1967

15:Leon B. Poullada: Reform and Rebellion in Afghanistan 1973  Cornell University

16    :Percy Sykes: A History of Afghanistan 1940

17   :Mohammad Ali: Progressive Afghanistan  1933 Kabul

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply