خصوصي سکتور د دولت د مهم شریک په توګه

0 806

محمدبشیر یوسفزوی

 

خصوصي سکتور د دولت د مهم شریک په توګه مهم رول لري، ځکه چې د ټولنې د ثبات برخه کې د دوی ارزښت ټولو ته څرګند دی چې خلکو ته د شغل او کار د ایجاد برخه کې زمینه برابروي او دا مهال اکثر هیوادوال د خصوصي سکتور له لارې خپلو کورنیو ته یوه مړۍ حلال رزق په عزت سره ترلاسه کوي. ولسمشر غني خصوصي سکتور سره په  تېرو پنځو کالو کې په بېلابېلو  برخو کې ښه همغږي او همکاري رامنځته کړې او له همدې امله هم د داخلي عوایدو، هم د سوداګرۍ او هم د کار او نورو برخو کې پام وړ ښه والی راغلی دی.

حکومت په پام کې لري چې د خصوصي سکتور په همکارۍ د صادراتو او وارداتو تر منځ د انډول رامنځته کولو او د داخلي تولید د زیاتولو لپاره موثر او عملي ګامونه واخلي او به همدې خاطر ولسمشر غني داخلي تولیداتو پلورلو ته تل ترجیح ورکړې او دولتي ادارې یې دېته هڅولې دي چې خپلې اړتیاوې باید له وطني تولیداتو څخه پوره کړي.

د پالیسي د پلي کولو او د مستهلکیونو له قانون  څخه د ملاتړ په لاره کې د مدني بنسټونو په مرسته د حکومت جدي هڅې حتمي دي. د دولت د داخلي عاید د زیاتولو په موخه باید ، حکومت د منځني پوړ د پرمختګ لپاره اسانتیا برابره کړي، ښه کارونه وهڅوي او هغه کوچنۍ سوداګرۍ چې نه دي ثبت شوي رسمي کړي او د پانګونې د هڅولو په موخه مالياتي سیستمونه او پروژې ساده او رڼې کړي.

د زېربناو، کلیو او کرنې پراختیا د افغانستان د بسیاینې لپاره یو مهم عنصر دی د اوبو د سرچینو د پراختیا، د برېښنا د تولید او اوبولو په موخه د اوبو د ضایعاتو مخنیوی او ټولې طبیعي سرچینې باید د دولت او نړیوالې ټولنې د پام وړ وي. همدارنګه باید د معدنونو د راسپړلو او رهبري لپاره نړیوالو منل شویو معیارونو له مخې روڼ  اوځواب ویونکي چوکاټ رامنځته او پیاوړی شي.

موږ د سیمه ییز دهلېز،د سرکونو او د اوسپنیزې کرښې د جوړولو،د برېښنا د ملي پروګرام او د کلیو د پراختیا په برخه کې د زېربنایي پرمختګونو څخه خپل ملاتړ اعلانوو. خو ټینګار مو دادی چې د بدلون لسیزه باید افغانستان د انرژي (برېښنا او نفت) له پلوه خودکفا کړي.

په  ګټورو او تلپاتې او چاپیریال ساتنې  پروژو کې باید په محرومو سیمو باندې تمرکز وشي او په ملي او سیمه ییزو کچو د خلکو ګډون په کې باوري شي. د بدلون لسیزه باید د مرستو ترڅنګ د پانګونې او ګډون اصل د نړیوالې ټولنې او افغانستان تر منځ د دوو شریکباڼو په توګه په لومړیتوب کې قرار ولري.

د ښځو فعال ګډون او د هغوی ملاتړ، باید د ټولنیزو او اقتصادي پرمختګونو د مهم شاخص په توګه د بدلون د لسیزې په ستراتیژي کې د یو مهم اصل په توګه په پام کې ونیول شي او د کرنې او تولیدي کارونو په برخه کې مزد ته دښځو لاسرسی باید د کار په قانون کې د اصلاحاتو راوړلو له لارې تامین شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply