د زده کړې او مطالعې پر مهال ۲۰ مهم او اساسي ټکي

0 887

 -ژباړه او زیاتونه: محمد آصف حليمي

1ـ د هر درس له پاره کتابچه لرل اړین دي، چې د درس په جریان کې مهم ټکي یادښت او د بیا تکرار پر مهال ورڅخه ګټه واخلئ.
2ـ له درس نه عملي جنبه لرل مهمه ده، یعنې مطالعه باید د مطالعې له پاره نه بلکې د پوهېدلو په موخه وي. غضنفر صاحب د ( نثر لیکلو هنر) په نومي اثار کې دا خبره کوي چې: (( موږ په پېړیو پېړیو، تر ډېره حده، علم د علم لپاره کړی دی خو اروپایانو علم ته د داسې شي په سترګه وکتل چې په ژوند کې باید پکار راشي نو ترقي یې وکړه.))

3ـ په لوړ اواز درس لوستل سره له دې چې ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري او ځینې وخت د نورو دې مزاحمت سبب هم کیږي خو بیا هم د درس په یادولو کې موثر رول لري.
4ـ له مطالعې سره د لېوالتیا په صورت کې درې یا څلور ملګري ځان ته پیدا کړئ او د مطالعې پر مهال له دوی سره په ډلیزه توګه په ازمایښتي ډول درسي جلسې دایرې کړئ، په خپلو کې درسي موضوعاګانې وویشئ، له یو بل نه پوښتنه وکړئ او بیا هر یو خپله برخه وسپړئ ، دا طریقه د مطالبو شننه او تحلیل اسانوي خو که ګټه يې نه درلوده نو پکار نه ده چې ادامه ورکړئ .
5ـ پر ځان درسونه او کورنۍ دندې مه انباروئ، دا خبره به داسې وکړو: د نن کار سبا ته مه پریږدئ.
6ـ د مطالعې پرمهال اخوا دیخوا ټوپونه مه وهئ، یعنې یو ځل مو چې مطالعه پیل کړه نو نور کارونه پریږدئ لکه: راډیو چلنول، په موبایل کې مصروفېدل، مجله لوستل او داسې نور… .
7ـ د درس له پاره ترټولو غوره سرچینې پخپله کتابونه دي.

8ـ هره موضوع او ‌ذهني بوختیا دومره ارزښت نه لري چې خپل ارزښتمن وخت ورباندې ضایع کړئ، خپله انرژي د اصلي کارونو له پاره کنترل او ذخیره کړئ.
9ـ ذهن ته د درسي مطالبو په سپارلو کې د درسونو تکرار مهم دی او ټینګار ورباندې کیږي.
10ـ د درس ویلو پرمهال منفي فکر کول په درس کې د ناکامۍ سبب ګرځي او نتیجه اخیستل ستونزمنوي.
11 ـ په کلي ډول د لیکوال عقیده مه ردوئ او مه یې منئ، د رد او قبول له پاره یو دلیل پیدا کړئ.
12 ـ تر مطالعې مخکې، د مطالعې په جریان کې او وروسته تر مطالعې له خپل ځان نه پوښتنې وکړئ او ځوابونه یې ومومئ.
13 ـ ستاسو او هغه څوک چې په ازموینه کې له تاسو لوړې نمرې اخلي، یواځنی توپیر دا دی چې دوی د مطالعې له علمي روشونو او اصولو څخه کار اخلي.
14ـ د مطالعې موخه وپیژنئ .
15 ـ نورو ته تدریس ورکړئ .
نورو ته درس ښودل د زده کړې یو غوره روش دی دا ځکه چې تاسو مجبوریږئ ترڅو مطالب ښه یاد کړئ او نورو ته یې په ښه ډول ور زده کړئ.
16 ـ هغه عادتونه پریږدئ چې ستاسو وخت ضایع کوي.
17 ـ څه مو چې یاد کړي په هغو کې له ځانه امتحان اخیستل، د زده کړې تضین دی.
18ـ د کتاب رانیولو پر مهال د لیکوال شهرت باید تاسو مجبوري نه کړي چې کتاب راونیسئ بلکې په ګټورو آثارو پسې وګرځئ.
19 ـ د مطالعې مطالب تکرار کړئ.
20 ـ د مطالعې پرمهال یادښت اخیستل هیڅ وخت مه هیروئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply